په کورني ژوند کې د کوروالي ( جنسي اړيکو )  ارزښت

په کورني ژوند کې د کوروالي ( جنسي اړيکو ) ارزښت
په کورني ژوند کې د جنس په اړه یوه نړیواله سروې د ( غوره کوروالي ) ترسرلیک لاندې د ۲۰۰۵ز په اکتوبر کې پیل شوې وه او د ۲۰۰۶ز په مارچ کې پای ته ورسیده . داسروې ډیر رازونه او ناویلې خبرې رانغاړي .
سروې ته موضوع په دې توګه ټاکل شوې وه :
۱- د جنسي خوښې مفهوم .
۲- د هغو جنسي غوښتنو ، هیلو ، اړتیاوو د پیژندنې هڅه چې تر اوسه ښځی او خاوند نه دې تر لاسه کړی .
د سروۍ له پاره له ۲۷ هېوادو لکه : کویټ ، متحده عربي امارات ، هانګ کانګ ، سویس ، سینګاپور ، کاناډا ، امریکا ، تایوان ، لبنان ، مصر ، المغرب ، جنوبي کوریا ، اندونیزيا ، ایټالیا ، مکسیکو ، هسپانیه ، فرانسه ، جاپان ، اسټرالیا ، برازیل ، جنوبي افریقا ، مالیزیا ، ترکیه ، تایلینډ ، المان ، انګلستان او اسرائیلو څخه ۱۲.۵۶۳ نارینه اوښځینه ګډونوال غوره شوې وو .
سروې د ( هاریس انټرااکتیف ) نومي شرکت د ( فایزر ) درمل جوړونکي شرکت له پاره تر سره کړې وه . د سروې د مهمو مشرانو څخه ډاکتر روزي ګانګ ، پروفیسور کلاوس – بیتر وو .
د څیړنې له پاره لاندې دوه شرطونه اړین وو :
۱- د برخوال عمر به د ۲۵ – ۷۵ تر منځ وي .
۲- هغه نارینه او ښځی چې په دغه څیړنه کې ونډه اخلي دوی باید لږ تر لږه دخپل مخالف جنس سره په تیرو دولس میاشتو کې یو ځل کوروالی کړی وي .
د سکس ارزښت :
پروفیسور کلاوس – پیټر وایې : څیړنې ثابته کړله چې ښځی او نارینه دواړه د سکس د غوره لارچارو په ارزښت ټینګار کوي . ۶۹٪ په دې باور دی چې ښه کوروالی د کامیاب واده ، مینې ، پیاوړ اړیکو له پاره یوه اړتیا ده . د کوروالي ټول ډولونه لکه ترکوروالې وړاندې ، وروسته اویو بل ته میلان ، میرمن او میړه ته یو ډول ارزښت لری .
خوښي او ناخوښي :
د څیړنې یوه مهمه پایله په دې توګه ده : په نړۍ کې ۵۰٪ نارینه او ښځینه په کورنۍ ژوند کې د سکس له پلوه چور ناخوښه دی . د څیړنې له مخې دمکسیکو اوسیدونکی په نړۍ کې د سکس له پلوه تر ټولو زیات خوښ دی او ۷۵٪ د سکس له پلوه پوره خوښ دی .
څیړنه په یوه بله برخه کې کاږي : د کاميابې يا غوره کوروالي کچه په يو ځل اويا يوه میاشت کې ۶.۴ ده .
- په منځنۍ کچه نارینه په میاشت کې ۶،۵۶ کوروالی کوي .
- په منځنۍ کچه ښځینه په میاشت کې ۶،۳۸ کوروالې کوي .
د څیړنې له مخې د کوروالي دکچې او خوښي ترمنځ هیڅ اړیکې نه شته . د بیلګې په توګه په امریکا او انګلستان کې د سړیو دکوروالي کچه یو برابر ده ، خو امريکايي سړي په کورنۍ ژوندکې د سکس له پلوه ۵۳٪ خوښ دی ، خوپه انګلستان کې بیا دا شمیره له ۳۸٪ څخه نه اوړي .
په لاندې هېوادو کې د کوروالي دکچې اندازه په دې بڼه ده ، البته په دې کې سړي او ښځې یو ډول دي :
۱- فرانسه: د مياشتې 7.7 ځله .
۲- المان: دمياشتې ۶،۴۵ ځله .
۳- انګلستان : د مياشتې ۶،۴ ځله .
۴- امریکا : د مياشتې ۶،۴ ځله .
۵- هسپانیه : د مياشتې ۶،۰۵ ځله .
۷- ایټالیه: دمياشتې ۵،۷۵ ځله .
د اټکل له مخې د سړیو او ښځو درېیمه برخه ( ۳۳٪ ) وایي ، چې دوی له اندازې زیات کوروالی کوي . بل خوا ۳۹٪ سړي او۲۷٪ ښځې وایې ، چې دوی بیخي لږ کوروالی کوي .