زما خو شک په یقین بدل شو!

یوه اصطلاح به مو اورېدلې وي که نه چې وايي:په سیاست کې د بل تېرایستل او غولول په اصل کې د ځان تېرایستل دي..
همدا کيسه زمونږ تر څنګ پرتو د پردیو مزدورانو او جنګسالارانو سره هم شوې . ځکه دوی ګمان کوي چې مونږ یې تېر ویستي یو خو اصل کې خپله تېروتلي.
دا خو ټولو ته جوته ده چې مونږ هغه مظلوم خو مېړني افغانان یو چې له یو لوري مو تور پنجاب وينې څښي،او له بل لوري مو مزدور جنګسالاران او ددوی معنوي پلار ایران. هو رېښتیا د امریکا او ورسره غربیانو وحشت هم زمونږ له وينې بې برخې ندې پاتې شوی.
خو راځم اصلې خبرې ته : هغه جنګسالاران چې د ایران او روسیې پیسو ماړه نکړل ،د دوه میلیونو افغانانو د وینو پلورلو یې د جېب ډکولو لپاره بسنه ونکړه،د خلقیانو له حکومته پاتې ملي شتمنیو یې د خرچې لپاره کمي وکړه،د کابل د پنځه شپېته زره مظلومو ښاریانو پر شهادت،د خلکو په سرونو د میخونو ټکوهلو او د بشریت ضد راز راز ظلمونو باندې یې زړه یخ نه شو، د غربیانو غلامي یې د فطرتي غلامۍ تنده ماته نکړه، د ځمکو غصب او د مرسته شویو پیسو چور یې وږې سترګې مړې نکړې.....هو د قدرت دغه لیوني داړه مارانو چې په خپله مزدورۍ یې پرده غوړولې د واک د انحصار لپاره ددوی له ډلې بهر هر خوځښت ،ډلې  او مطرحې سیاسي څېرې د ای اس ای د ټاپې په وهلو او پاکستان سره د خواخوږۍ او لېوالتیا په درلودلو تورنولې او له مخې یې لرې کوي.
خو منطق او عقل دا اجازه نه راکوله چې داسې جنګسالاران او حلقه بګوش غلامان دې د پاکستان او ای اس ای سره له منافقانه اړیکو سروغړوي ؛ او مونږ یې هم په پټو سترګو ومنو.
خیر د دوی تېر به هم هېر کړو چې د نواز شریف په کور کې د افغانستان لپاره ولسمشرۍ ته غوره کېدل او یا هم پر ایران یې د ترخې خبرې ګوذار هم نه لورېده. خو اوس به یواځې دوی په دې تېرو یوولس کلنو کې وڅېړو چې په  ظاهره ددې په موخه چې ځان سپین او د افغانستان د اصلي دښمن پنجاب دښمن راوپېژني او له بل لوري خپلې مخالفې ډلې هغه که د حکومت دننه دي او که بهر تورنې کړي نو تل ځانونه د ای اس ای او پاکستان پروړاندې مخالف ښودلي .خو که لږ هم دا جنګسالاران منطقي وڅېړی نو ډېر ژر به په واقعیتونو وپوهېږی.
مخکې لدې چې یو شمېر نسبي مستندو مواردو او موضوعاتو ته اشاره وکړم غواړم یو څو منطقي دلایل هم وړاندې کړم.
د غلامۍ لومړی ګام هله پیلیږي چې کله دوه داسې لوري چې هراړخيزه انډول یې برابر نه وي سره ګډې ګټې ولري . نو اوس به دا د غلامۍ لومړی ګام ددغو جنګسالارانو او داړه مارانو په برخه کې وارزوو. پنجابیان د افغانستان سره ټولې منافقانه او غیر انساني لوبې یواځې او یواځې د ډیورنډ د کرښې هاخواد افغاني جغرافیې د قانوني خپلولو لپاره کوي، او کله چې دلته د شته وو جنګسالارانو څخه د ډیورنډ په هکله وپوښتې نو په خورا سپین سترګۍ او د وطن پلورنې وروستي حد ته په رسېدو سره هغه خوا د پاکستان حق بولي .نو دا شوه ګډه ګټه،او که دا دواړه لوري سره هراړخیز وارزوو نو خورا ناانډوله لوري دي. نو داسې حال کې بیا غلامي څه ښکر لري که څنګه..دا خو یواځې یو منطق ده که د پنځو دقیقو لپاره پخپله هم سوچ وکړی نو په لسګونو داسې دلایل به مو مخې ته کتار شي.
اوس هم راځم یو څو مستندو خبرو ته: موده مخکې مې پام د وحدت ګوند د خپرېدونکې او له تعصبه ډکې وحدت ورځپاڼې د ۱۳۹۱ کال د جدي ۲۶ د سه شنبې د ورځې ۲۲۲ ګڼې ته واوښت. هغه  دا چې هر ورځپاڼه د نوم ترڅنګ د لومړۍ پاڼې په پاسنۍ برخه کې یو ډېر مهم ځای لري چې په ډېریو ورځپاڼو کې یا د کوم ایت شریف او حدیث شریف ژباړه او یا هم د کوم سپېڅلي او له ویاړه ډک ملي شخصیت د ویناو یوه برخه پکې ليکل شوې وي.خو وحدت ورځپاڼې په خپله دغه ګڼه کې د پاکستان د بنسټ اېښودونکي چې ډیری افغانان ورته په سپکه سترګه ګوري یعنې محمد علي جناح یوه وینا په دغه ځای کې ځای په ځای کړې ده چې زه به یې هو به هو در ته نقل کړم:( قاید اعظم محمد علي جناح: هر فرد در این کشور (پاکستان) از لحاظ ملیت باید منزلت یکسانې داشته باشند . هندو و مسلمان مسلمآ از لحاظ مذهب هندو و مسلمان باقي خواهند ماند اما از حیث اینکه پاکستاني می باشند هیچ ګونه تفاوتې ندارند و هردو به یک چشم دیده خواهند شد.)
لومړی خو یې دا متن د ورځپاڼې تر ټولو مهم ځای کې ليکلی،دوهم یې له محمد علي جناح څخه قاید اعظم یعنې لوی رهبر جوړ کړی او دریم دې متن کې یواځې او یواځې د پاکستان ملي ګټې خوندي دي.
د ورځپاڼې په همدې ګڼه کې بیا یو بل مضمون لیکل شوی چې په ښکاره توګه د لویې جرګې دود ته سپکاوی شوی. نو اوس له ما هغه ورته خوږ ده بادار خو بادار وي..
دوهمه مستنده موضوع دا ده چې موده مخکې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست (داکتر حسین علی یاسر)چې د محمد محقق باجه(د ښینې مېړه) او د ملی جبهې یو تن بنسټ اېښودونکی ده له کره اسنادو سره پاکستان او بیا په خاصه توګه ای اس ای ته د جاسوسی په تور ونیوه چې وروسته د محقق فشارونو له بنده خوشې او تر ننه لادرکه کړ. نوموړی د نورو جاسوسیو تر څنګ د ملي جبهې لپاره د پاکستان له سفارت څخه طرحې او پروګرامونه راوړل. ددغه ښاغلي بل ورور د پاکستان د پوځ او ای اس ای سره د جنرال په رتبه په رسمي تو ګه کار کړی . هو که چېرې ضرورت پېښ شو زه به د هاغه دوسیې ادرس او نور جزیات هم دوستانو سره شریک کړم .
بس نور لیکنه به څه پرې اوږدوم د پاکستاني چارواکو ګرم ګرم تاوېدل او د ملي جبهې او ملي ایتلاف نرم نرم کېدل ،د پاکستان پر وړاندې د عطا نور ۱۸۰ درجې بدلون ځکه په دې وروستیو مرکو کې د افغانستان په راتلونکې کې د پاکستان ونډه اړینه بولي او دې ته ورته په لسګونو منطقي او مستند دلایل شته چې هاغه شک په یقین بدلوي چې دنورو غلامیو تر څنګ یې د ای اس ای او پاکستان غلامي هم نده هېره شوې .
قدرمنو لوستونکو! اسناد ډېر دي خو لیکنه یې د لېږد حوصله نلري . خو که خدای ژوند ،حوصله او وس راکړه نو د یو کتاب په بڼه به د جنګسالارانو او مزدورو عناصرو نه سمې بڼکې وباسم.
د لوی افغانستان کورني او بهرني دښمنان دې تل برباد وي