دمحمداصف ننگ دنيولولاس ته راوړنې اوزموږ په مخ كې پرتې چارې

په ټوله نړۍ خورووروځورېدلوپه ماگرانوافغانانو!
تاسوټولوته يوځل بيادخپل بيگناه اوسپېڅلي افغان محمداصف ننگ دخلاصون مباركي وايم اوپه كلكه درڅخه هيله كوم چه په گډه يواوبل ته لاس وركړوترڅودښاغلي ننگ دحيثيت دبيا اعاده كېدواودهېواددوښمنو،پردي پالو،جعــل كارواومكارورسېنيواواداروسره حساب وكړواوهمداډول هغه كسان هم دقانون منگولوته وسپاروكوم چاچي د ناوړومركوپه ترځ كې نه تنهادښاغلي ننگ بلكې دپښتون قام په وقاراوحيثيت تېرىكړى ځكه خو له همدې كبــله دالمان په بايرن ايالت دمونشن په ښاركې نن يوه لويه غونډه وشوه چي پكې دالمان اوالمان له گاونډوملكونولكه سويس، فرانسې، بلجيم،هالنډ،ډنمارك اواطريش څخه دومروډېروپياوړوافغان ليكوالوگډون كړى ؤچي په يوولوى پارك كې ايله په ايله ځاى شول داځكه چي دايوه بېړنۍ غونډه وه اوداسي لوى مناسب تالارهروخت ناممكين وي خوله نېكه مرغه چي هواله موږ سره ياري وكړه لمرهم موږاوزموږاتل مېلمانه په خپلوزرينووړانگوونازولوموږ ددي پرتمينې غونډې په پاى كي لاندي پرېكړوته ورسېدو:
۱ــ له هرڅه دمخه بايددملي امنيت ريس امرالله رسماٌ له ښاغلي ننگ څخه بښنه وغواړي چي له دوواونيوڅخه زيات ئې په بند كې ساتلى ؤ.
۲ ــ پاس ذكرشوې رسينۍ بايدجلاجلا په رسمي ډول له ښاغلي ننگ څخه بښنه وغواړي چه په بې بنسټه تورونو ئې دهغه شخصيت تروركړ.
۳ ــ دگران هېوادله قضايه اواجرايه ارگانوڅخه موداغوښتنه ده چي دقانون په چوكاټ كي له پورتنيو كسانو سره چلند وكړي.
۴ ــ له ښاغلي ولسمشر كرزي اوافغان پارلمان څه په جدي ډول غوښتنه كووچي دښاغلي ننگ دشخصيت داعادي
لپاره كوتلي گامونه واخلي دملي امنيت ريس له دندې څخه كوښه اوكه نه زموږ دقلم لمبې به ورپسې ورسېږي .
خوږووروڼو!
موږاوتاسوته دښاغلي ننگ نيولوډېره زياته گټه ورسوله چي غواړم په لاندې ډول ئې تاسو ته راوسپړم:
ـ موږپه دې پوه شووچي غليم به په ډېره مكاري اوځانگړوپلموموږيويوله منځه وېسي ځكه سره يواوگېډى شوو.
ـ دننگ نيولوموږته درس راكړچي نورنودسياسي اوگوندي تعصب كمبله له خپلوورانوجونگړوڅخه ټوله كړو.
ـ اوس موږپه دې پوره پوه شووچي دغليم هغه ناوړه تبلغات په كوموكي چي دپښتون قام دزبون لپاره ډول ډول ټاپې كاروي لكه دخلقي،خزب اسلامي،طالبانواوځينو نوروپه نوم چي هدف ئې صرف اوصرف دنړيوالې ټولنې په مخ كې دپښتون قام سپكول دى اوبس داپه داسې حال كې چي دوى پخپله ځينوځانگړوجاسوسي شبكوته غومبر وهي اولاس په نامه موريدان ئې دي چي نړيواله ټولنه په دې ټولولوښه پوره پوهېږي .
ـ ډېرپه خوب ويده پښتانه دننگ په نيولوراويښ شول چي بايدله هغوسره لاډيركاروشي له كارڅخه مې هدف دادى چي نوربه زماپه خيال هرپښتانه ته ډېرشرم وي چي دغليمانوپه گوندونوكې غړيتوب ولري .
ـ موږپښتانه اوس په دې هم پوره پوه شووچي ددريولسيزوناورين دچالخوااودڅه لپاره دومره ضعيف كړوچي اوس
نه تنها چي دهرچادخنداشووبلكي پردي پال موپه ناحقه زندانوته وړي .
دخپل مطلب په اخيركې له ټولوسپېڅلوافغانانوڅخه هيله كوم چي دملي وحدت لپاره گډكاروكړي نه داچي دمصلحت ترعنوان لاندې زموږ دمظلوم ولس غميزه لا پسې اوږده اوترغوږوپه وينوسروجنايتكارانوته مخه وركړي .
راځئ چي نورديوشمېرسياسي گوندونوجعلي اوپلورل شوي مشران زموږ دولس له خوږمنواوږوڅخه راښكته كړو
ځكه چي هغوى داوړتيانه لري چي څوك ئې دافغان ولس استازي وبولي هركس اوناكس ته په راتلونكي كې خپله
قېمتي رايه وركول له گران افغانستان اوكړېدلي ولس سره ستره جفاكڼم.
يادونــــــــــــه:
تاسوټولوته ډاډدركوم چي شخصاٌ زه دكوم سياسي گوند غړيتوب نه لرم دهېوادټول بېوزله وگړي خپل وروڼه گڼم
نه دچاحق خورم اونه خپل حق چاته ورپرېږدم.