نوګيله مې ځکه وکړه وه زماياره شېرينه

 


 
                                                                                    زه ستا دغاړې هار
                                  په در کې دې کړېږم يمه ستا په انتظار
                                                                 نوګېله مې ځکه وکړه
۰۲ـ ۰۵ ـ ۲۰۰۹


هو!
ګرانو هېوادوالـــــــــــــــو!
يو څه ګيله من يم اوګېله هم له دوستانو څخه کيږي له بده مرغه چې زه له  څه  مودې څخه  را پدې خوايوڅه ناروغ يم خوبيا هم دزړه  په زوردانترنيت له لارې ځيني ورځني تاوده مالومات  ترلاسه کوم خويوڅه  ته چې زه په  دادوو اونيوکې  ډېر سترګې په لار وم  چې بايد شوي وای خوتر نن  ورځې  په  دادومره افغــانانوکې نه کومې کولتــوري ټولنې او نه کوم  ځوان خپل ځان  ته لږ زحمت ورکړ .
دادی نن دغويي دمياشتې ۱۲نېټه شوه بياهم چاځان نه دی  ښورولی نه دانترنيت  په پاڼوکې چا څه تياری نيولی او نه خوکوم  چا لږ څه زړه پرې سوځولی چې کم له کمه خو يې هسې په  دوو کرښو کې ياد کړی وای  په هر صورت ډېر به مو په انتظارکې نه پرېږدم را به شم اصل مطلب ته هغه دغويي دمياشتې يوه دردونکې پېښه وه چې په کال ۱۳۶۱تم کې کله چې زه دافغان پوليسويوزلمی افسر وم وشوه دهغې پېښې سبانه بل سبا ۲۷ کاله پوره کيږي په دا تېرو ۲۶ کلونو کې دهغې دردونکې پېښې په اړوند ماد هېواد په دننه او له هېواد څخه بهر خپل وس کړی دی په تېره بيا زه په  دې وتوانېدم چې  په دا تېرو دريو کلونو کې دا ورځ
  دنړۍ په کچه له استراليا څخه رانيولې بيا تر امريکا ، اروپا، اسيا، او آن افريقا پورې دملګرو په مرسته  ولمانځم  ترڅوخپل وجداني مسؤليت  ديو داسې چا په وړاندې رفع کړم کوم چاچې ديوې خوږې او بډايې خو مظلومې او ترستم لاندې ژبې  ډېرخدمت کړی و.
 سږ کال ما دافکر کاوه چې راځه ته لږ دادخپلې  روغتيا غم وخوره ګوندې زموږ دانور زلميان به دهغه ملنګ  ياد وکړي خو بيا هم له بده مرغه چې تر نن ورځې مې په دا دومرو بې  شمېروافغانانو کې  يوهم ونه ليد چې لږ ځان ته زحمت  ورکړي  خو بياهم لګيا دي  ارام نه کښېني نن  ديو ګوډاګي لپاره تبليغ کوي او سبا دبل خو په دې لا نه دي خبر چې دا نانځکې دافغان ټبر او تاريخ دتباهي لپاره دهغې اوږدې او تورې ستراتيژي  اومه  مواد دي کومه چې هسې په اصطلاح د(تروريزم او القاعده) په ضد روانه ده .
بياهم وبخښﺉ چې خبره راځخه اوږده اوسياسي شوه رابه  شو خپلې خبرې ته  هغه  دپښتوژبې لوی خدمتګار، د لر اوبر پيوند او دپښتو موسيقي ځلانده ستوری خــدای بخښلی استاد اولمير  تاسو ته  در يادوم  چې  سبا نه بل سبا دغويي دمياشتې په ۱۴ نېټه يې ۲۷تم تلين  را روان  دی، نو ګيله مې ځکه وکړه وه زما . . . چې تنها دايو ما د استاد سندرې اورولې او خوښولې؟
بل چا ته يې هېڅ خوند نه ورکاوه؟
 يا که  په لږ ه ترخه ژبه ووايم چې بل چا غوږونه نه لرل؟
فکر کوم چې داځل  مې ښه په قهر کړلیء  البته زه بخښنه غواړم خو ګيله چې له تاسو  ونه کړم  له چا يې وکړم؟
له يوې خوا دتورو شپو استازو داسې اسمان  راټيټ کړی دی چې نه سندرغاړی پرېږدي ، نه ممثيلين  پرېږدي او نه دنوروفنونو لرونکي اوله بلې خوازموږ دامنور په  تېره بياپه بهر کې نازولي چې کافي وخت او وس هم لري خو بيا هم  نه دخپلومړوپالنه کوي اونه دژونديوخوځانونه له هرچاڅخه لوړ اوباتور ګڼي ، په ودونواونورو محفلونو کې چې  دکوم بل توکم  يو عادي سندرغاړی ددوی  د راګرمولو لپاره  داستاد اولمير کومه  ترانه  په ګوډ او ناسم ګرامر هم ووايي نو زموږ ښاغلي ورته زانګي پيسې پرې اچوي او دالا هم وايي چې زما دزوی  يا ورور واده ته  به خامخا همدا سندرغاړی راغواړم  .
همداسې هم وکړي په  خپل  زحمت اوخولو ګټلې پيسې داسې چاته ورکړي چې نه تنها دپښتو ژبې خدمت نه شي کولای بلکې لا يې ورانوي  نو ګيله  مې ځکه وکړه وزما . . .  چې ولې موږ ددې وس نه لرو چې هم خپل سندرغاړي وروزو، ويې  نازوو او دا خپلې  په  سختي ګټلې  پيسې هغه  چا ته ورکړو چې که  داستاد اولمير ځای  ته  نه  شي رسېدی  کم له کمه هغه لار خو به يې تعقيب کړي .
عزيزانــــــــــو!
که رښتياووايم همدانن  ديو څوګنټو لپاره له روغتون څخه راغلم تر څو وګورم چې شاه زلميانو څه کړي دي  خو له بده مرغه چې دانترنيت په پاڼوکې مې هیڅ  هم تر سترګو رانه غلل نو مې فورأ په همدې ليکنه پيل وکړ چې بيا هم چرت  راته پيدا شو چې راځه يوه تيليفوني اړيکه په کابل کې له استاد ګلزمان سره ونيسم چې هغوی څه کړي دي او که نه؟
استاد تيليفون  پورته کړ وروسته له  روغبړ څخه  مې ورڅخه  وپوښتل چې تاسو داستاد اولمير  په اړوند تياری نيولی ؟
وېل په جوزا کې به يې خامخا غم خورو ما ورته ووېل چې سبا نه بل سبا يې له ۲۷ تم تلين سره برابره ده نوفکر يې وکړ وېل هو والله داخو ښه کار ونه شوموږ خو هېڅ  تياری نه دی نيولی همدا اوس اوس موږ  په  يومحفل کې يو د کولتور وزير هم  راځي زه به خامخا ورته ووايم  چې موږ ته لاس  راکړي  چې  داستاد ۲۷ تم تلين ولمانځو ما وېل سمه  ده بری  درته  غواړم بيا به نور  راديويي پروګرامونه  تر خپله  وسه  پرې  رنګين کړو وېل ښه .
له هغه څخه وروسته مې  دلويې پکتيا له ښکلو فرهنګيانو سره تيليفوني اړيکه ونيوه هغوی  ډېرخوښ کړم وېل موږ تيار يو د دوشنبې په ورځ به  په  يوښکلي  پروګرام سره داستاد ۲۷ تم تلين ولمانځو.
له  هغه  څخه وروسته  مې ماسټر علي حيدر، رضوان اوشازوان  منور ته  تيليفون وکړ خو يو د شـــازوان  تيليفون کار وکړ هغه  هم زما په تيلېفون  ډېر خوښ او وعده يې  راکړه چې داستاد ياد به خامخا وکړي .
ورپسې مې دازادی او بي بي سي له راديوګانو سره تيليفوني اړيکه ونيوه چې دتل په شان يې زما وړانديز ومانه کور يې آباد هغوی به تر خپله وسه  د استاد اولمير۲۷  تم تلين ولمانځي  .
داريانا تلويزيون دڅېرو او خاطرو پروګرام  چلوونکي ښاغلي زرغون شاه شينواري لا دمخه راسره وعده کړې وه چې داستاد ۲۷ تم تلين به ولمانځي  .
اوس به  دخپل ځان او بايرن مېشتو افغــــانانو دکولتوري  ټولنې  په استازيتوب  دومره  تاســـو قدرمنو خوينـدو او وروڼو ته ووايم چې موږ دمونشن  دښارپه  څنډه کې ديوه هنري ماښامي په ترځ کې د خپل ګـــران اوډېر قدرمن  استاداولمير ۲۷تم تلين له خيره سره لمانځوبايدزياته کړم چې په نوموړي پروګرام کې ځوان سندرغاړی ښاغلی  فريدون  سرشق  هم  مېلمه و خو له بده مرغه چې تېره ورځ  يې ماما خدای بخښلي ځلاند له  دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې نو له همدې سببه  هغه نه شي راتلای .
يادونــــــــــــــــــــــــه : که لږ څه تند تللی يم يو ځل بيا له خپلو مشرانو، کشرانو، خويندو اووروڼوڅخه بخښنه غواړم  همداراز له هغو خوږو ليکوالو ملګرو څخه  دزړه په مينه مننه کوم کومو چې دخپل ولـس درد هره ورځ  په رنګينو کلماتوکې تمثيل کړی دی البته ليکنه مې لږ په بیړه وکړه ځکه چې بايدروغتون  ته ځان  ورسوم که کومه سهوه وي پکې  بيا هم  ما وبخښﺉ .
                                         بس نوګيله مې ځکه وکړه وه زماياره شېرينه  . . .
 
 
دپشتوموسيقي دپياوړي استاد خداى بخښلي استاد اولمير ژوندليك
زوكړه :
استاداولميرپه۱۳۱۲لمريزكال دپېښورپه يوه متوسطه كورنۍ كې وزېږېد پلاريې سيداخان نومېده.
زده كړه :
لمړنۍ زده كړې يې ترڅلورم ټولګي نورې زده كړې يې ترلسم ټولګي پورې دپېښورپه(فريتر)نومى ښوونځي كې كړې دي .
هنري ژوند يې :
هغه ماشوم  و چه  موريې مړه  شوه بيا دميرې لاس ته كښېناست  د ګردون له ناخوالوسره لا له هغه وخته  لاس اوګرېوان و بيا به يې دژوند ترخي شېبې دهندي سـندرو په زمزمه كولوتېرولې  .
په لس كلنۍ كي يې دموسيقي مينه دبدن په رګ رګ كي وځغلېده ځكه خو استادي ته پكې ورسـېد.
په موسيقي كې يې لمړنى ښوونكى استاد جعفرنومېده .
كله چه دموسيقي نازنين ټال ته ورپورته شو په دي وخت كې يې پلار ومړدژوند څپې يې طوفاني شـوې بيا له خپل تره سره اوسېده څه وخت وروسته ئي تره خپله لور هم ورته كوزده كړه .
تره يې دموسيقي مخالف نه و ځكه خو يې بيا له سبزعلي سره شاګرد كړخودا يې ورته وېلي وچې په راديو كې به  سندرې نه بولې .
سبزعلي ډيرښه وروزه دسندرو مينه وال يې ډېر زيات شول په لاهور كې يې يو ډيـر ښه كنسرت وركړاودومره غښتلى شو چې استاديې ورڅخه  وغوښتل چې ورسره جــوړه سـندره وبولي هغه ورسره غبرګه سندره وكړه اونېغ په نېغه دپيښــورله راديوڅخه خلګوداسندره واورېده دهغې سـندرې مطلع وه (زړګى مې شو ټوتې ټوتې) تره يې خبرشوبيا يې له كوره څخه وشاړه له خپل استادڅخه هم خفه شوخو بيا يې هم له موسيقي څخه لاس وانه اخيست ولاړله ګلستان سره شاګرداو لانور هم پسي پياوړى شو.
په۱۳۲۹كال كې د۱۷كلو په عمردكوزې پښتونخواله ملـكانو سره زموږداستقلال دجــشن دلمانځلولپاره كابل ته راغى كنسرت يې وركړاوبيا د قبائيلو رياست ته وروپېژندل شو.
په كابل كې يې له ملنګ جان سره پېژندګلوي وشوه په هغه وخت كې ملنــګ جان په افغــانســتان راډيو كي كار كاوه دى يې هم افغانستان راډيو ته وروپېژاند هلته يې په سندرو پيل وكړاو دعمر تر پايه په كابل كې پاته شو.
له ملنګ جان سره يې ملګرتيا لاپخه شوه بيا دوى دواړو ته پښــــتو دوښمنو عناصرو په راډيــــو كي يولړ ستونځې پيدا كړې اوله راډيو څخه يې وشړل .
خوبيايوڅه وخت وروسته  داستاد نبـي ګل په مرسته  يوازې استاداولمير راډيوته ور پرېښودل شوهلته يې له ۲۵۰ څخه زياتې سندرې ثبت شوې دي .
استاد اولمير لا استادي  ته نه و رسېدلى  چې خلګو به  په  ډيره مينه ورته استادوېلې  بيا په۱۳۵۰لمريز كال كې د راډيو افغانستان د رياسـت په غوښتنه، داطلاعات اوكلتوروزارت دمسلكي مجلس په تصويب دپښتوموسيقي داستاد لقب وركړشو .
هغه ډېرخاكساره سړى او په غږ كې يې ځانګړى اثر پروت و.
له  بده  مرغه  زموږګران  استاداولمير په ۱۳۵۹كال كې ديوې ترافيكي پېښې له وجې ټپي شو چې د۱۳۶۱كال دغويي د مياشتې  په ۱۴ نېټه له موږ څخه وكوچېد اود شاه شهيد په حـديره كي خــاورو ته وسپارل شو.
 
               روح  دښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاد وي                                             دمحمدامين بســــــمل له خوا