۱۰ـ۰۵ـ۲۰۰۸ تاريخي يادغونډه
د المان په بايرن ايالت كې نن موږ د افغان ساينس پوهانوټولنې او د بايرن ايالت دافغانانو كولتــــوري ټولنې په گډه د شهيد فضل الـــرحمن څمكني فاتحه واخيسـته اوورپسې مود ارواښاد لپاره يوه تاريخي يادغونډه وكړه چې يو شــمېر گــــــډونوالو خپلې ويناوې پكې واورولې او په پايله كې لانـــدې پرېكړې وشوې:
۱ـ موږ د لويې پكتيا د ولسي استازي، ملي اوفرهنگي شخيصت فضل الرحمن څمكني وژنه په كلــــكه غندو اود لويې پكتيا داتل ولس په استازيتوب دارواښاد كورنۍ ته د ژور خفگان ښودلــــو په څنگ كې جميل صبر اوارواښاد ته فردوس جنت غواړو
۲ـ موږ ژرترژره له افغان دولت څخه ددې دردوونكې پېښې دعاملينوپيداكول اوپه سزا رسول غواړو
۳ـ موږ ديو داسې ناپـيلي كميسون غوښتونكي يو چې، دلويې پكتيا ولسي مشران اود ملگرو ملتونوبې پلوه غړي پكې گډون ولري تر څو د پېښې سپيناوي په رښتيني ډول وشي
۴ـ د پېښې عاملين بايد په لويـه پكتيا كې د قومي څليو،نرخونواو دودونوله مخې چې، د ولـس حقـوقي نورمونه تمثيلوي محاكمه شي داځكه چې، موږ ددولت له درۍ گونو ارگانونو څخه په يوو هـم باور نه لرو.
دافغان ساينس پوهانواوپه بايرن كې دافغانانو
دكلتوري ټولنې مشرتابه هيت
يادونــــــــــــــــــه :
لكه څنگه چې دلويې پكتيا فرهنگي ټولنې هم زموږ له دواړو ټولنو سره په پلان كې لرل چې، همدا نن د څمكنـي صاحب فاتحه له موږ سره يو ځاى واخلي، خو دځينوملحوظاتو له مخې هغوى دتېرې چهار شنبې په ورځ د گــردېز په تاريخي ښار كې د څمكني صاحب فاتحه واخيسته، اﷲ دې اجرونه وركړي
وروستي