
کله چې پخواني شوروي
اتحاد په دې لټه کې شو تر څو خپل پوچ کمونېستي افکار تر ګرمو اوبو ورسوي او همدا
افکار ددوی نظامي او سیاسي حضور لپاره لاره هم اواره کړي. نو دا مهال په افغانستان
کې شهید سردار محمد داود خان ولسمشر وو. شهید داود خان چې یو څه موده د نړیوالو اصولو
په مراعات سره په غیر ارادي توګه شوروي اتحاد سره سیاسي نږدېوالۍ پیدا کړ یو وخت
یې پام شو چې شهید داود بېل نیت او مکار دښمن برژنېف بېل نیت ! مکار دښمن (شوروي
اتحاد) داود خان نه وو پېژندلی. پر هغه یې هم د غلامانو ګمان کړی وو . خو کله چې
داود خان د موضوع پر ماهیت وپوهېد نو یواځې د یوې لیدنې په ترڅ کې د یو عکس العمل
چې په خپل ذات کې یو غاښ ماتوونکی ځواب وو په ښودلو سره شوروي هک پک کړ چې دا خو
به یې خوبونه په اوبو لاهو کړي. نو د بلې لارې چارې په لټه کې شوه .خبر رالنډوم او
همدا وو چې د غويي یا ثور د اوومې توره او ناولې کودتا وشوه.
خو دلته خو یواځې
کمونېستي افکار پلي شول .وار دوهم ګام ته راورسېد سیاسي او نظامي حضور .........
خو تره کی او حفيظ الله
امین هومره مناسبې مهرې نه وې څومره چې شوروي خپل نظامي حضور ته د منلو لپاره
لټولې . نو ډېر اسانه امین ته یې مرګ ډالۍ کړ او خاین کارمل ته یې تخت.
کارمل ولسمشر او روسان په
کابل کې دواړه پر یوه ورځ ....
بس اوس نو د شوروي دویم
ګام هم ترسره شو .مودې تېرې شوې پر مظلومو افغانانو ظلمونه روان وو . همدې مظلوم
ولس جهاد کاوه او د نیکونو تاریخونه یې راژوندي کول خو د کارمل سر ټيټ ،رباني او
مسعود د روسي جنرالانو سره په شب نشینیانو کې پر پټو او شرموونکو تړونونو بوخت او
شوروي هم اېله سم غلامان پیدا کړل . پر یوه یې ږیره کله کړې او دریشی یې وراغوستې
وه او د خپلو ګټو لپاره یې نڅاوه او دوو نورو ته یې پکول او لونګۍ ور په سر کړي او
تر هاغه بل چې ږیره یې کل ده دا ږيرور یې ښه غلامي کوي .بس لګیا دي مبارز او
ريښتینی مجاهد ولس مخامخ او نا مخامخ ټکوي .
تر دې چې د یوې سیاسي
ګردوړې څخه په پایله کې نجیب صحنې ته راغی او کارمل صحنه پرېښوده خو لار یې ژوندۍ
پاتې شوه ځکه د مسعود او رباني ډلې لا مسلح او د مجاهد په جامه کې زور کې وې.
نجیب هم شوروي سره دومره
خوند کې اړیکې نه وې نو دېخوا د مجاهد ولس زور او د شوروي وارخطایي شوه چې سور پوځ
په خورا ټيټ سری د ننګیالیو وطن پرېښود.خو یو ګام شاته شو لا یې پوره میدان
پرېښودل ذهن ته هم نه راځي .
نو همدې وخت کې یې کارمل
خوب ته راځي چې سمه اوږده ږیره یې ده او سم لکه کارمل له لرې روسانو ته دوه لاسي
سلامي وهي..خبرې او روسانو ته یې لېوالتیا سم دم کارمل ته ورته دي خو چې نږدې راځي
نو ګوري چې دا خو رباني ده . دې وخت کې دا روسي چارواکی چې دا خوب ویني د خپل
سکرټر په غږ ويښیږي نو ګوري چې له پېښوره ماسکو ته په ریښتیا رباني راغلی .
نو دا ورځ د۱۹۹۱ کال د نوامبر میاشت ده او رباني د روسي پلاوي سره چې
مشري یې (پانکن) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سلاکار کوي خوږ بنډار جوړوي دا هغه
وخت ده چې لا د نجیب حکومت او مجاهدینو تر منځ ددې پر سر جګړه روانه ده چې نجیب
ولې پخوا له روسانو سره نږدې سیاسي او فکري اړيکې لرلې خو دلته رباني صیب پخوانۍ
فکري او سیاسي اړیکې خو پرېږده د نویو بادارۍ او غلامۍ اړيکې جوړوي . رباني له
روسي پلاوي غواړي چې لږ خو زما پخوانۍ وفادارۍ در یادې کړی او دا نجیب څخه چوکۍ
خپل وفادار ته وسپارۍ.
بس همدا وو چې روسیې
کارمل بیا وموند خو لږ یې ږیره اوږده شوې او د مجاهد په شان ښکاري نو کابل کې یې
خپلو واکمنو پوځی غلامانو ته وویل چې دا ګوری څه ته؟! څه دا کارمل څه هغه کارمل!!
لږ قد او ږيره کې فرق لري او مسعود خو داسې شهکاریانې مونږ ته کړي چې ولاکه یې په
سل کارملو هم ورکړم نو هله په بل رنګ سره یو شی. (جمعیت،پرچم،ستم)پر یو ټانګ سپاره
شول هم روسیې ته وفاداره پاتې شول ،هم د روسیې لاسپوڅي نظام تداوم پیدا کړ ، هم
دوی مجاهدین او فاتحین وبلل شول ،هم ریښتیني مجاهدین(افغان ولس) د خاورو لاندې شول
. دومره ګڼې کټې خو شوروي اتحاد نه وې کړې خو دا ده وارث یې (روسیې ) ورته وکړې.
نوره لیکنه نه اوږدوم
مسعود او رباني په سر کې خو په متن کې (جمعیت ، پرچم ، ستم ) د قدرت ته رسېدو سره
روسیې سره اړیکې د طالبانو تر راپرځېدو ښه په درز وپاللې .......
بس اخر کې د ډیلي تلګراف
د ورځپاڼې د ۱۹۹۶ کال د فبروري د میاشتې د
خپرې شوې ګڼې یو مضمون چې د (افغانستان ته د روسانو بېرته راتګ)تر عنوان لاندې ده
یوه برخه نقل کړم :((روسي نظامي سلاکاران د شوروي اتحاد تر ماتې وروسته د لومړي ځل
لپاره د کابل د حکومت (جمعیت حکومت) د ملاتړ لپاره افغانستان ته بیا راغلل ۱۰ روسي ټکنېشنان لومړۍ روسي نظامي ډله وه چې نږدې ۷ کاله د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان ته راغلل
دوی د بګرام د هوايي اډې د تجهیز او تیارولو لپاره راغلي وو تر څو روسي الوتکې چې
د کابل حکومت ته وسلې لېږدوي دغه هوايي میدان ته راشي)).
په اخر کې د ریښتينو
مجاهدینو مبارزې ته خورا درناوی ډالۍ کوم شهیدانو ته جنت پاتو دوستانو ته یې صبر
غواړم .او له ځوانانو هیله کوم چې راځۍ له هر ډول ویرې پرته د حقیقت لپاره خپل
اواز اوچت کړو او نور نو د مظلومانو پر وینې تر لاسه شوي ویاړونه تر جنایتکارانو
او د پردیو تر غلامانو ځار نکړو.
د
سرلوړي او لوی افغانستان په هیله
ژوندي
دې وي اسلامي او ملي ګټو ته ژمن ځوانان
میرویس ستانکزی