بی خونده خبری (۱۲۴): لوی ننګرهار دی خدای وبخښي!!!


اپریل۲۰۱۳،۲۵
ډیره موده کیږي چی په عیاشی بوخت یم. زما او مولانا عیاشي دوبی ته تګ، په ډانس کلبونو کی خر مستی؛ او یا هم له دوست دختر سره لاندی باندی کیدل نه وي.
کله چی زه د عیاشی خبره کوم نو مطلب دا چی په دی مودی کی می د شپی خوب پوره وو؛ پلار سره می یو ځای تلویزون لیدلی او ډوډی می پوره دری وخته خوړلی ده.
مونږ باندی هماغه د همجنس بازانو کار شوی چی چوپ شو، مقعد شریف مو نه چوپ کیږي! یون د مطیع الله تراب په اړه جالبه خبره وکړله: که تراب شعرونه نه وای ویلي؛ دغه درد یی نه وای په کی بیان کړی، لیونی کیده!
زه هم که درد له تاسو سره شریک نه کړم، خدایږو پټاویږم.
ګوشتی کی دروازه:
شیرزي په کندهار کی پاکستان ته دروازه ولګوله؛ بیا کرزي ننګرهار ته په لونګی کی وټومبه! یو ځل چی کرزي له کندهاري ژورنالیستانو سره په ارګ کی لیدلي وو، نو هغوی شکایت کړی وو چی پزو یی ولی بدل کړی نو د غوږو (یو فیسبوکي یار یی کرزي ته استعمالوي) ورته ویلي وو چی جاسوس وو ځکه! ځمکه یی خرڅه کړی وه نو ځکه!!!
افغانان اوس خبر شول چی ګوشته هم شته او هغه هم لکه چی زمونږ ده! دوی خو په کندهار کی، ځاځیو کی، خوست کی او همداسی نورو ولایتونو کی سرحدي تاڼی کلونه د مخه شورولی وی خو مونږ ویل ځه خیر دی! الله (ج) به یوه ورځ را ولي!!!
اوس چی ملي اردو، خاین اقلیت، بی عقل اکثریت او غوږو ولسمشر ته ګورو نو لکه چی دغه ورځ را نشي!!!
لوی ننګرهار مړ شو:
لوی ننګرهار چی ځان په لغمان، کونړ او نورستان اوچت بولي نور وفات شویدی. لوی ننګرهار چی په هیواد کی د علم زانګو بلل کیدله نوره نو هدیره ګرځیدلی؛ نور نو په ننګرهار کی نه علم شته او نه هم ...!!!
په دایکندي پسی خندل سپکاوی دی!!! دایکندي دوه وکیلان پارلمان ته لیږلی دي چی مهدوي یی مولانا ناکام کړی هم دی خو د ننګرهار له ټولو وکیلانو سره که په تله کی کیښودل شي نو درندیږي!!!
لوی ننګرهار کی راج د لوفر دی او لوفر بیا د لوفر په مقابل کی ولاړ دی! مطلب دا چی ننګرهار کی د میتیازو داغ په میتیازو مینځل کیږي.
دلته هغه شاعران، لیکوالان او...
زه په دی سایټونو کی ګورم چی دغه ادبي جریان او هغه بهیر او دغه سرحدي ټولنی او هغه ... ۲۴۰مه غونډه وکړله خو اوس چی د دوی غونډو ته ګوری او په ګوشتی کی دروازو ته ګوری، په کونړ بمبارو ته ګوری او په نورستان د طالب حملو ته نو سړی پوهیږي چی دلته نو شاعر هماغه مازدیګري غونډه کړی؛ له سپین غر څخه یی چمن په سوال غوښتی! سری شونډی، زلفی او قد سروی یی په تسپو ویلي او بیا تللي دي!!!
د علم زانګو  ته چی ګوری نو سړی دی نتیجی ته ورسیږي چی ننګرهار برباد ښه وو! کاش څوک تعلیم یافته یی نه درلودلی!!!
کاش د سنا مشر هزاره  بشردوست وای!!! کاش د ولسي جرګی مرستیال دغه یاسیني نه وای کوم بلوچ وای!!!
داسی ښکاري چی نور نو په ننګرهار کی میندی آدم خان نشي زیږولی!!! مورګانو نوره اراده کړی چی هر بچی یی جمالو، یاسینو او مسلمو وي!!! نو چی کله یو څوک خپله اراده داسی وکړي، مونږ د کوم باغ مولی کیدلی شو؟!!!
غم د لوی ننګرهار نه دی. بلا سیمی هر چا لاندی کړیدي خو د پښتون چوپتیا مو له دښمن زیات ځوروي!!! او د عالمانو چوپتیا می خوري!!! خو څه ووایو؟!!! دی کی به هم خیر وي او یا به هم تاکتیکي عمل کول!!!
leekwal@yahoo.com