
د پښتو ژبې او
ادب د لوى او حقدار ليكوال استاد محمد اصف صميم او د ګرديز پوهنتون د ځوان استاد
پوهنيار عبدالله كامه وال د تره زوى پوهندوى وسيع الله سيار، چې دا مهال د كابل
پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پخوانى استاد و، نن د ثور پر درېيمه مازديګر مهال
له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وكړه.
ټاكل شوې، چې سبا
چهار شنبه د ۱۳۹۲ لمريز كال د ثور څلورمه د غرمې پر دوو بجو يې جنازه د كامې
ولسوالۍ د ملكانو په كلي كې ترسره شي، خواخوږي او دوستان دې خبر وي.
نوموړي ته فردوس جنت او پاتې شونو ته يې د جميل صبر
غوښتنه كوو