
خدايه څه شول هغه ښكلي ښكلي خلك
په ظاهر په باطن سپين سپېڅلي خلك
هېڅ خندا مې له دې خلكو سره نه شي
ژړوي مې هغه تللي تللي خلك
دا د دنيا فطري عادت دى، چې ښكلي خلك بايد د ځمكو پر
هديرو ورننباسي، دې ته به نه ګوري، چې وړكى به يتم شوى وي، څېرې ګرېوان او يبلې
پښې به بې موره ګرځېدلى وي، نه به يې خواړه په وخت وي او نه به يې جامه، بس كه يو
نيم له خدايه وډار شي، نو چېرته الوګان ټېپر به يې پرې خوړلې وي او كه نه نو د يتم
و سرسبيل په نامه به يې يادوي.
عجيبه مخلوق يو، په ډېرو خبرو او ډېرو شيانو زړه سوى نه
لرو، وايي زړه له غوښې جوړ دى، خو كله ناكله تر تېږي هم كلك شي او په اوسني پير كې
د نرم زړه څښتنان ښايي د ګوتو په شمار وي، خو دا يوازې موږ نه يو، چې دومره سخت
زړي يو، بلكې دا ژوند هم تر موږ سخت دى، چې پيدا شو ماشومتوب وي، د بختور ماشوم به
مور و پلار ژوندي وي؛ خو د ډېرو ماشومانو پلرونه د هېواد تاوتريخوالو او
ميندې يې اميندواريو او ناسمو ولادتونو تروړلي او پر خاورو ور ننويستې وي، كفن او
خير خيرات ورپسې كول هم په شك كې وي لامل يې هم دا دى، چې مذهبي اخ و ډوب كلى په
كلى او كور په كور ننوتې، څوك به دې خيرات خوري او څوك به دې پرې سور كافر بولي،
بس يوازې د عادت او رواج نوم به وركوي، د مړي له كورنيه هم لار وركه وي، چې اوس په
دې راپور كړو يا سود كړو پيسو خيرات وكړي او كه نه، كه يو نيم په كور كې كومه
اشرپۍ ولري نو بختور دى، خو ډېرى يې نه لري، ځكه د امريكايي ډالرو او سعودي
ريالونو باران په څو د ګوتو په شمار كسانو چې هغوى د بوسو لاندې اوبه تېروي كېږي،
نور د ولس د لوږې او تندې چيغو ځمكه څه، چې اسمان هم په سر اخيستې خو د اورېدلو يې
څوك نه شته او دا به عجيبه خبره ځكه نه وي، چې موږ او تاسې ليدلي او توضيحاتو ته
اړتيا نه شته.
نو كله چې د ماشومتوب د مخ پر ودې پټۍ كې واچول شو بيا د
لويانو خبره د ستونزې ار بنسټ په همدې ځاى كې كېښودل شي، بس ژوند وي، سختۍ وي،
غمونه وي، نهرې وي، وچې شونډې و ناروغۍ
وي، بې كورۍ او بې روزګارۍ وي، په واړه ځان لويو كارونو ته تنه وركول وي، د لس او
زر د بې خونده او بې رنګه خبرو اورېدل وي او كه يو نيم په كې ښوونځي ته لار پيدا
كړي؛ نو هغه بيا د
عنقا مرغه وي؛ خو د هغه به هم
ملا ماته او شونډې په دې زبېښلې وي، چې د ښوونځي له رخصتي وروسته سم له واره د بوټ
پالش توبرۍ ترغاړه او كوڅه په كوڅه به د بوټونو د جلا او رنګ نارې وهي او يا هم دې
ته ورته مزدورۍ ته به يې ملا تړلې وي، چې هغه به بيا هم د ارستوكراتو د زامنو او
لورانو له خوا تر ملنډو لاندې نيول كېږي.
ځواني، چې د مستۍ، جوش او عبادت ژوند وي، موږ يې په
نهايت ذلت او بدمرغۍ تېرو. له بې وسيه څوك د چا په تله او څوك د چا په ګامونو پسې
روان يو، ښايي ډېر ځله يې لامل ناپوهې او كه ساده يې ووايم نالوستي وي، خو ډېره
ځله كورني مجبوريتونه هم سړى دې ته اړباسي، چې دغه د سره اور سكروټه په خوله كې
ونيسي او ژبه پرې راټينګه كړې او يا هم پر ځان پورې واسكټ وتړي، ښايي تر دې هم
زيات او جوت لاملونه ولري، خو زما كمزورى فكر يې لوى لاملونه همدا بولي، نو له
داسې ځواني به د زړښت څه تمه ولرو او څه فكر به وكړو، چې زموږ زړښت به څنګه وي؟
څنګه به موږ د خپلو ارمانونو او سوچونو نړۍ ته لار پيدا كړې وي او څنګه به موږ د
خپل فكر او راتلونكې خوبونه رښتينې كړې وي، ياره عجيبه ژوند نه دى؟ ايا د ژوند
ټوله معنا همدا ده، چې په ارمان پيدا، په ارمان روان او په ارمان مړه شو؟ ايا دوې
ورځې هم د خوشحالۍ حق نه لرو؟ ايا ټول عمر بايد د زمانو د ناخوالو، د وخت د سياستونو،
د سيمې د وحشتونو او د جګړو قرباني اوسو؟ او ايا ټول عمر بايد يو د بل لوړه او
بډاينه ونه زغملاى شو؟ ايا په ټول بشري ژوند كې بايد د لوى احمدشاه بابا همدا كلام
صادق وي:
شيرين عمر، چې تېريږي درېغه درېغه
د اوبو په څېر بهېږي درېغه درېغه
كه د ژوند فلسفه او معنا همدا وي، نو بيا تاسې او خداىﷻ دې ژوند ته ژوند
ويلاى او په دې ژوند كې ژوند كول په كار دي؟؟
ښايي زما په څېر لنډپاري او لنډ فكري وګړي راسره سم له
واره ووايي، چې نه په دې ډول ژوند په ژوند كولو نه ارزي؛ خو كه ژوند ته له بلې دقيقې زاويې او فلسفي سترګيو وكتل
شي، نو بله معنا هم لري: ژوند يعنې بنده ګي كول، ژوند يعنې له ژوند څخه خوند
اخيستل، ژوند يعنې انسانيت، ژوند يعنې بشريت، ژوند يعنې له ګاونډي سره ښه چلند كول،
ژوند يعنې نورو ته خېر ښېګڼه رسول، ژوند يعنې پر نورو لورينه او پېرزوينه كول،
ژوند يعنې په ښو مضبوطېدل او له بدو څخه ځان ساتل، ژوند يعنې نېك چال چلند كول،
ژوند يعنې د بل پر خوشحالۍ خوشحالېدل او پر غم يې غمجن كېدل، ژوند يعنې هر هر څه،
هر ډول خوشحالۍ، هر ډول جنون، هره ډول سكون، هر ډول بنده ګي، هر ډول سوكالي او هر
ډول ارام ارام ارام ارام او بيا هم ارام، خو دا ولې په موږ كې نه شته، دا ولې ترې
په تېښته يو او دا ولې د ژوند حقيقي معنا په ځان كې نه پيدا كوو. موږ او تاسې ټول
او يا ډېرى همداسې انسانان يو، چې له همداسې ستونزو سره لاس وګرېوان يو او خلاصې
مو ترې نه شته، خو هله دې خبرو ته ځير شو، چې بل مو ور پام كړي كه نه نو له موږ خو
هر څه هېر وي، عجيبه بې تفاوته هم يو، ښه به په ګناه او په ستونزو كې ښكېل يو خو
دوه ورځې وروسته به بيا هم ځان عادي ګڼو، ښايي ځينې ووايي، چې دا ښه كار دى، خو په
هغه صورت كې، چې معنويات مو هم همداسې وي؟ له بده مرغه په اوسني پير كې معنويات
اصلاً چاته ټېپر هم نه ښكاري، نو هغه به يې رښتيني معنا څه كاندي. نو د ټولنپوهنې
له نظره ډېر ځله همدغه خنډونه او ځنډونه دي، چې هم مو ملا ماتوي او هم مو د كار
ابۍ شنډوي، ملګري به مو پوښتي، چې څه كوو او په څه بوخت يو، آمر به مو سر ته ولاړ
وي او د كار لټه به كوي، خو موږ به كورنيو سوچونو او ناخوالو خوړلي يو، ښه به په
دې پوهېږو، چې ژړا د كمزورو كار دى، خو چيغو به مو مالت پر سر اخيستى وي، بس
ناكامي به مو منلې وي او په ډېرو ولاياتو كې خو د همداسې بدمرغيو په كوټو كوټو
قربانيان وينو، چې پر ځان يې باندې كړې وي، ځان به يې د اور خوارك كړې وي او يا به
يې هم ځان له دنګې ماڼۍ څخه ځمكې ته را شګېلې وي؛ اوس سړى په دې نه پوهېږي، چې دا خلك به څومره ګرم وي او
آره ګناه به د چا وي، په رښتيا يې راسره وواياست تاسې او خداى په ننني پېر كې موږ
او تاسې ټول په همداسې رنځ اخته نه يو، ايا ټول يو ډول ستونزو را په مخه كړي نه
يو، نو چې ټول همداسې يو په داسې حالت كې څنګه كولاى شو، د خپل محبوب د خپل د كور
غړي او د خپل د كور د ايډيال، فكر او لارښود، چې هغه زموږ والدين دي د مرګ غم هېر
كړو. بس همدا خبره زباتول غواړم، زه هم ستاسې په څېر يو انسان يم، ښه په دې
پوهېږم، چې د خداىﷻ دوستان، پيغمبران، نبيان، وليان او... ټول له دنيا تللي
او پسې به روان وي، ځكه د سپېڅلي كتاب قران عظيم الشان خبره ده، چې هر ژوندى نفس د
مرګ څكونكى دى، خو بيا هم شيطاني وسوسې دومره زورورې شي، چې وخت نا وخت ملا راماته
كړي، سره له دې، چې قران كريم به تلاوت كوم، لمونځ به په جمه او بې جمې كوم، عبادت
به كوم، كله ناكله د نفلو مزي هم را كاږم او هڅه به كوم، چې د بنده ګۍ ټول ارونه
په سمه او دقيقه توګه ترسره كړم، خو بيا هم رانه ورخ اوبو وړى وي. دا دى د پلار د
مړينې مې دويمه مياشت ده، خو زما واښې لا اوس هم سستې دي، تر اوسه مې هم ذهن پر
ځاى نه دى او تر اوسه هم لا د سړيتوب لا دايرې لرې يم، بس دا يوه اونۍ وشوه، چې د
كوټې كونج مې نيولې ډاكټران راته وايي په دې واړه ځان او دومره لويه عصبي ناروغي؛ خو زه ورته له
خولې چينګولو پرته هېڅ الفاظ نه لرم، ډېر وعظ او ډاكټري نصحيتونه راته وكړي؛ خو چاته يې وايې
او پر چا يې منې، ښايي تاسې هم وواياست، دومره مه ماشوم كېږه، چې خلك درباندې
وخاندي؛ خو زه وايم ځمكه
هغه سوزي، چې اور پرې بل وي، له بده مرغه دا اور پر موږ او تاسې ټولو باندې بل دى،
خو چا په دقيقه توګه درك كړى او څوك ترې لا تر اوسه هم نا خبره دي، بس خداىﷻ دې موږ او تاسې
ته د نېكۍ هدايت او د ښېګڼو توفيق راكړي. نو د پلار د نه شتون په درد هغه وخت پوه شوم، چې
ملايكو يې روح راځنې پورته كړ او د بابا په دې كلام هله پوه شوم، چې سېپوه شوم:
د خوشحال قدر كه اوس په هېچا نه شته
پس له مرګه به يې ياد كا ډېر عالم
اوس راته عالمونه وايي، چې پلار دې ډېر ښه سړى او مهربان
انسان وو، خو چې كله يې څوارلس مياشتې د ګټ لنګه ونيوه، نو هغه وخت د ګوتو په شمار
كسان يې هم پوښتنې ته نه راتلل، البته د راغلو ښاغلو او اغلو دې كور ودان او الله
دې نېكه بدله وركړي، خو د بابا كلام كله نا كله پر زړه راته خوله ولګوي، چې موږ
ولې داسې يو، ښه به په قران پوهېږو، ښه به د ناروغ د پوښتنې له حقوقو خبر يو، ښه
به په دې عقيده لرو، چې موږ هم يوه ورځ همدغې تورې كندې ته روان يو، خو دنيوې
فكرونو دومره ليوني كړي يو، چې څه ووايم. بس نو اوس ستاسې خوښه، چې د ملامتۍ چاړه
څومره زما په ستوني ښخوئ، خو تر ما وړاندې نورو ته هم د ځيرنې سترګۍ په كار دي، چې
زه څه كوم او زما په څېر نور څه كوي.
بس تاسې ډېر نه ګرموم، زه په غمونو كې خوشحاله يم، تاسې
ته خوشحالي غواړم، خو زه خپل ځان او خپل وجود د خپلې بي بي مور او درانه لالا او
كورنۍ نذرانه كوم، تاسې ته د دنيا ټول عيشونه او سوكالۍ غواړم، خو زه به د وير په
ټغر خپلې ساندې وايم، تاسې ته دې ستاسې دا ژوند او دا بې خونده او بې رنګه خوشحالۍ
مبارك وي؛ خو زه به پر
خپلې يتيمي ژاړم. هو دا خبره به هرو مرو يادوم او په چيغو به وايم، چې خدايه په دې
پير كې هېڅ اولاد بې مورو پلاره نه كړې او هېڅ والدين به اولاده، ځكه زه يو داسې
دردمن انسان يم، چې په خپلې كورنۍ كې مې دواړه حالته ليدلي او اوس نور د يوې
ناخوالې ځواك هم نه لرم، زه د هغه چا پر زړونو ښه پوهېږم او د هغوى احساس ښه درك
كولاى شم، چې د دې هېواد په هره ناخواله كې يې د كورنۍ درانه غړي له لاسه وركړي،
زه اوس د يتيمۍ په اصلي معنا پوه شوم او اوس په دې پوه شوم، چې يتيم يعنې څه؟ خو
خداىﷻ دې هېڅ ماشوم په
ماشومتوب كې نه يتيموي، چې له يوې خوا يې غم ملا ور ماته كړي او له بلې خوا د
كورنۍ ستونزې.
زه چې نسبتاً
خپل ښي او ګېڼ لاس پېژنم په دې عمر كې نور د ژوند د عادي ناخوالې توان نه لرم؛ نو د ماشومانو
به څه حال وي، ستاسې خوښه چې دا زما كمزوري بولئ او كه لوى عيب خو زه، چې څنګه يم
بس همداسې يم، د بدلون ډېره هڅه كوم، خو :
د لويو لويو قدرتونو ربه
يو تمنا ده اورېدى شې كه نه
ستا د سكڼي سكڼي ماښام نه لوګى
د چا د زړه لوګى ليدې شې كه نه
ستا د سېلو او طوفانونو په مخ
يو اسوېلى دې درلېږل يې غواړم
ستا د چپو چپو سيندونو په نوم
لېمه راډك شول څڅول يې غواړم
هسې نه چوڼ د خولې ويستل كفر شي
هسې نه تاتم ژړېدل كفر شي
ستا د جنت د نعمتونو نه زار
زه درته وږى په جهان ژاړم
ستا د دوزخ له لړمانو توبه
زه درته دا لړمانان ژاړم
دلته د ګېډې دوزخ تش ګرځو
هلته شو ستا د دوزخونو خوراك
دلته د دغه قصابانو خوراك
هلته د هغو ښامارانو خوراك
نه مو ځان تور كړ او نه سپين پاتې شو
نه د دنيا شو، نه د دين پاتې شو
ستا د سنګېنو فيصلو نه قربان
ولې حيران يم كوم قانون ومنم
ته خو دې خپل قارون په ځمكه منډې
زه دې په سر باندې قارون ومنم
ستا په رضا زما رضا ده ربه
كاڼي هم نس پورې تړلې شمه
چې بل ښامار په خزانو ووينم
اخر انسان يم څنګه غلى شمه
راډك شو زړه ايسارولى نه شم
خوله ماته ښه ده خو ګنډلى يې نه شم
ستا د جنت په تمه تمه چې مري
د هغو وږو په سلګو مې قسم
په دې دوزخ كې يې نور نه شم ليدى
ستا د رضوان په منارو مې قسم
يا خو د ځمكې په دې
ارته سينه
ماته خپل ژوند زما جنت راكه
يا د نهر دوزخي مرګ نه مخكې
د يوې چغې اجازت راكړه
چې دا ستا وږي ستا په خوان ماړه كړم
يا په خپل ځان باندې كارغان ماړه كړم
\"اجمل خټك\"
نور نو د خپل دې وېړ، رنځېدلي، ځپلي، ويرلي، غمجن، دردمن
او په وينو كې لېت پېت زړه د بيان لپاره الفاظ نه لرم، چې در وايې وروم، خو له زړه
مې ايكه يو خداىﷻ خبر دى، دعا راته وكړئ، چې سره له كورنۍ د زړه صبر
بيامومو او هر بشر ته دعا وكړئ، چې تر ممكن حده دې د مور و پلار له سيوري نه به
سيوري كېږي، د مورو پلار خدمت ته دې ووننګېږي او هېڅ اولاد ته دې خداى د دې وس نه
وركوي، چې هغه دې د مور و پلار ناشكري او يا هم ورته بې توجيې وكړي. امين ثم امين.
ستاسې كشر
سيدنظيم سيدي