
د محمد ابراهیم شینواري لیکنه
د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي چې دولت به ملي ټرمینالوژي ساتي. خو ملي ټرمنیالوژي په اساسي قانون او یا ترې راورسته په کوم بل سند کې تعریف شوې نده. هغو کسانو چې د اساسي قانون په لویه جرګه کې پښتو د هیواد د ملي ژپې په توګه غوښتله او بریالي نشول چې خپله دا داعیه ځای ته ورسوي، پدې زړه تسل کوي چې ملي ټرمینالوژي باید په پښتو وي. دوی فکر کوي چې دا به د ۱۳۴۳ د اساسي قانون د ۳۵ مادې ځای ونیسي چې پکې ویل شوي و دولت دې د ملي ژبې پښتو د ودې لپاره پروګرامونه جوړ او پلي کړي. ځینې نور افغانان چې فکر کوي په ملي ټرمینالوژۍ کې د ځینو پښتو کلیمو راوړل به د دوی ژبې تر اغېز لاندې راولي او د پښتو ژبې تبارز ته به لار هواره کړي، نو د پښتو کلیمو سره سخت حساسیت ښيي. ځینې عناصر بیا د ایرانۍ فارسي هر مأنوس او نا مأنوس لغت افغاني دري ته راواردوي او فکر کوي چې دا یو ډول مقاومت دی چې له پښتو سره یې کوي. دوی کله کله دومره افراط کوي چې عربي، اردو، انګریزي او نورې کلیمې په خوښۍ سره کاروي خو یوه پښتو کلیمه نه زغمي.
پدې وروستیو کې د وزیرانو شورا یوه پریکړه کړې چې بیګانه کلیمې او لهجې دې په افغاني ژبو او لهجو کې نه کارول کیږي. دغه بیګانه کلیمې او لهجې هم تعریف شوي ندي. زموږ د هرات لهجه له ایران سره نژدې ده خو کابلي دري مو تر ایرانۍ ډیره جلا او ترې خوږه او روانه ده.
خو په هر حال بیګانه کلیمې یوه موضوع او ملي ترمینالوژي بله موضوع ده. هر ملک په اداري او رسمي چارو کې ځینې کلیمې لري چې له نورو ملکونو او ملتونو پرې پیژندل کیږي. اداري او ملي مصطلحات د هر هیواد اداري او ملي مشخصات له نورو هیوادونو بیلوي.
دا تشخص په نورو برخو کې هم کیږي. یو ساده مثال ته ځیر شئ: ټولې تجارتي کمپنۍ د خپلو تولیداتو لپاره خپل نومونه وضع کوي چې تولیدات یې له نورو کمپنیو څخه بېل شي. د بېلګې په توګه د میکروب ضد یو ډیر مهم درمل (Amoxicillin) یوازې په پاکستان کې په ۴۸ نومونو جوړیږي، لکه Omnipen, Princimox, Amoxil او نور، دا ولې؟ ځکه هره کمپنۍ غواړي چې خپل تشخص یې معلوم وي او د جعلي او دریم درجه کمپنیو سره یې توپیر وشي.
د ژبې سمون، د نوو لغتونو جوړول، د وارد شوو لغتونو منل یا ردول او نور د ژبپوهانو کار دی چې په باب یې علمي څیړنې او پریکړيې وکړي، خو ملي ټرمینالوژي د ملي هویت سره تړلې مسئله ده چې سیاسي او دولتي مشران یې له پ،هانو سره په ګډه باید حل کړي.
موږ د افغانانو په توګه دا حق لرو چې تشخص مو معلوم وي. البته د نړیوالې همکارۍ او اسلامي ورورولي عالي شعارونه ډیر ښه او پر ځای دي، خو دا له ملي تشخص سره په تضاد کې ندي او ددې معنی نلري چې ملتونه خپل هر څه په عمومي رنګونو کې رنګ کړي. نور هیوادونه کیدای شي وغواړي چې موږ د دوی په رنګ شو، دوی خپل رنګ وساتي او یوازې غواړي موږ خپل رنګ ورک کړو، نو پدې ډول دا موږ ته مناسبه نده چې خود کش، بیګانه پرست (ځان وژونکي پدي پال) شو.
پرمختللي ملکونه هم غواړي چې له نورو یې تشخص بیل وي. د انګلستان او امریکا انګریزي په سلګونو داسې کلیمې لري چې لږ تفاوت لري او دوی کولی شي دغه کلیمې یو شان کړي. انګریزان وایي چې هر څه به له امریکا سره شریک کړي، خو خپله انګلیسي به ورسره شریکه نکړي.
په افغانستان کې باید ولس ، علمي کسان او حکومت په ګډه دا مسئله حل کړي. زما په نظر لومړي دې پر عمومي پرنسیپونو توافق وشي، بیا دې په کلیمو بحث وشي. پرنسیپونه کیدای شي پدې ډول وي:
- هغه کلیمې چې اوس رواج دي او موږ نورو هیوادو خصوصاً له ایران، تاجکستان او پاکستان څخه په ملي او اداري برخو کې بیلوي، وساتل شي.
- د ملي مصطلحاتو ساتل دې په دې نیت وشي چې افغانان سره نژدې کړي نه دا چې لیرې یې کړي.
هغه کلیمې چې په دواړو رسمي ژبو پښتو او دري کې مشترکې او معمولې دي او ډیر شمیر افغانان پرې پوهیږي، ساتلو ته دې یې ترجیح ورکړل شي.
- هغه اداري، نظامي او ملي مصطلحات چې تېرو حکومتونو جوړ کړي، په هغه وخت کې ورسره مخالفت ندی شوی او اوس ولسونو ته مأنوس او اسان دي، ودې ساتل شي. او اوس دې د لانجو زیږولو سبب نشي.
- که نوي اداري مصطلحات جوړیږي، د یوې مسلکي مرجع له لوري دې جوړ او د یوې باصلاحیته مرجع له خوا دې منظوریږي.
- په ملي مصطلحاتو کې دې تر وسه وسه کوشش وشي چې د پښتو، دري او حتی نورو ژبو افغاني لهجې وساتل شي.
- د ژبو د سوچه کولو پر ځای دې لومړی د افغانانو تر منځ د نژدیوالي لپاره او بیا له نړۍ سره د اسان پوهاوي لپاره په سهولت فکر وشي، نه په میخانیکي تصفیې او سوچه کولو.
د پښتو افغاني لهجه د کوزې پښتونخوا تر پښتو لهجې او دري تر ایرانۍ فارسي او تاجکي لهجو ډیرې خوږې او ښکلې دي، هیله ده افغانان په خپلو لهجو ټینګ شي او د نورو په خاطر خپله وروري خدشه داره نکړي.
د ملي ټرمینالوژۍ د مسئلې د حل لپاره مناسبه لار داده چې ولسمشر باید د علومو اکاډمۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو، پر اساسي قانون د څار د کمیسیون او مدني او کلتوري ټولنوپه ګډون یو باصلاحیته کمېټه وټاکي تر څو د افغانستان لپاره د ملي ټرمینالوژۍ یو لست جوړ او تیار کړي. دا لست باید د ولسمشر له خوا منظور او له ټولو رسنیو وغوښتل شي چې په پام کې یې ونیسي. البته دا به یوه ژوندۍ پروسه وي او هر څو کاله وروسته به د نويو مسایلو د راپیدا کیدو په صورت کې نور ملي اصطلاحات هم په همدغه ډول جوړیږي.
ځینې مرستندویه معلومات:
د افغانستان پښتو او دري ژپې ډیر زیات مشابهتونه لري او که سړی یې کلیمو ته ځیر شي، پوهیدای شي چې دا دوړه ژبې څومره سره نژدې دي. زه د هغو کلیمو لست چې د پښتو او دري تر منځ ډیرې نژدې دي او د دوه افغان لیکوالو له خوا راټول شوي دي ددې لیکنې په پای کې راوړم..
دا لومړی لست د حکمتیار صاحب په یوه لیکنه کې راغلی و:
پښتو |
دري |
پښتو |
دري |
پښتو |
دري |
سر |
سر |
پزه پوزه |
پوز |
زنې |
زنخ |
زبه يا ژبه |
زبان |
ورون |
ران |
لاس |
دست |
پښه |
پا |
زنگون |
زانو |
غوږ |
گوش |
غاړه |
گردن |
غوښه |
گوشت |
گوته |
انگشت |
نوك |
ناخن او نوك |
پلار |
پدر |
ورور |
برادر |
خور |
خواهر |
مور |
مادر |
لېور |
ييور |
ماما |
ماما |
زېږېدلى |
زائيده |
نیکونه |
نیاکان |
يو |
يك |
دوه |
دو |
درې |
سه |
څلور |
چهار |
پنځه |
پنج |
شپږ |
شش |
اوه |
هفت |
اته |
هشت |
نه |
نو |
لس |
ده |
يولس |
يازده |
دولس |
دوازده |
ديارلس |
سيزده |
څورلس |
چهارده |
پنځه لس |
پانزده |
شپاړس |
شانزده |
اوه لس |
هفده |
اته لس |
هژده |
نولس |
نوزده |
سل |
صد |
زر |
هزار |
شیان |
اشياء |
آسمان |
آسمان |
زمكه |
زمين |
لمر |
مهر |
مياشت سپوژمۍ |
ماه |
باران |
باران |
اوبه |
آب |
ونه |
بن |
بوټى |
بوته |
شگه |
ريگ |
غر |
هير (كوه) |
درياب (سيند) |
دريا |
كور (انگور) |
انگور |
غنم |
گندم |
جوار |
جواري |
مار |
مار |
آس |
اسپ |
خر |
خر |
غوا |
گاو |
وز او بزه |
بز |
پشۍ |
پشك |
مرغه |
مرغ |
طوطي |
طوطى |
بلبله |
بلبل |
ځنگل |
جنگل |
نوى |
نو |
رنگ |
رنگ |
تور |
تار تاريك |
سور |
سرخ |
سپين |
سفيد |
زېړ يا ژېړ |
زرد |
نصواري |
نصواري |
ليدل |
ديدن |
خوړل |
خوردن |
وخوره |
بخور |
كړل |
كردن |
كرل |
كاريدن كاشتن |
رېبل |
درويدن |
وړل |
بردن |
شړېدل |
شاريدن |
تگ |
تك و دو |
آزمېښت |
آزمايش |
ورېدل |
باريدن |
خاوند |
خداوند |
ستر |
سترگ |
گرم |
گرم |
سوړ |
سرد |
نرم |
نرم |
سخت |
سخت |
شرم |
شرم |
تبه |
تب |
شپه |
شب |
ورځ |
روز |
غارمه |
گرمي |
لمن |
دامن |
ځاى |
جاى |
مږه |
موش |
لمن |
دامن |
ليدنه |
ديدن |
پلار |
پدر |
لاس |
دست |
غوږ -گوش |
|
غوښه -گوشت |
|
دا هم د ډاکتر محب زغم له خوا راټول شوي د پښتو او دري مشابه لغتونه:
پښتو |
دري |
پښتو |
دري |
پښتو |
دري |
پلار |
پدر |
جلا |
جدا |
لور |
داس |
لمن |
دامن |
لور |
دختر |
لاس |
دست |
لرې |
دور |
لید |
دید |
لیدل |
دیدن |
لېمه |
دیده |
سپېلنی |
سپند |
لس |
ده |
لومه |
دام |
لم |
دنبه |
لرل |
داشتن |
لوګی |
دود |
لو |
درو |
لوګر |
دروګر |
لم = لکۍ |
دُم |
لیونی |
دیوانه |
لوشل |
دوشیدن |
لړه |
دمه (غبار) |
سل |
صد |
غوا |
ګاو |
غوا |
ګاو |
غنم |
ګندم |
غز |
ګز |
غوښه |
ګوشت |
غوږ |
ګوش |
وری |
بره |
واوره |
برف |
واوره |
بشنو |
ورور |
برادر |
ورېځ |
ابر |
وروځې |
ابرو |
سور |
بر |
وریجې |
رنج |
وزه |
بز |
ورغومی |
بزغاله |
باران، ورینګی |
باران |
ورېدل |
باریدن |
وله |
بید |
ګرېوان |
ګریبان |
ځان |
جان |
ځیګر |
جګر |
ځوان |
جوان |
ژڼی |
جوان |
رنځ |
رنج |
رنځور |
رنجور |
ځای |
جای |
ژوول |
جوییدن |
ځلا |
جلا |
ځنګل |
جنګل |
ځناور |
جناور |
ځواب |
جواب |
ځور |
جور |
ځولۍ |
جولی |
ځېل |
جیل |
اوړه |
آرد |
سوړ |
سرد |
مېړه |
مرد |
مړی |
مُرده |
زېړ = ژړ |
زرد |
وړل |
بردن |
خوړل |
خوردن |
دوړه |
ګرد |
کړل |
کردن |
غړۍ = غاړه |
ګردن |
غړوندی |
ګردن بند |
زړه |
دل |
لمونځ |
نماز |
لمسی |
نواسه |
لېشه |
نیش |
لیکل |
نوشتن |
لڅ = لوڅ |
ُلچ |
څرمن |
چرم |
څو |
چند |
څاه |
چاه |
څادر |
چادر |
څاروي |
چارپای |
څپر |
چپری |
څپلۍ |
چپلی |
څک |
چک |
څرخ |
چرخ |
څلور |
چهار |
څلوېښت |
چهل |
څله = څېله |
چله |
سمڅه |
سمچ |
څمڅۍ |
چمچه |
څه |
چه |
څېره |
چهره |
څير |
چیر (پاره) |
څراغ |
چراغ |
ځمکه |
زمین |
ځنځ |
زمچ |
روځ = ورځ |
روز |
سر |
سر |
اورمېږ = غاړه |
ګردن |
اوښکه |
اشک |
پوزه |
بینی |
ورۍ |
بیره |
برېت |
بروت |
ږيره |
ریش |
زنه |
زنخ |
اننګي |
ګونه |
غوږ |
ګوش |
ګوته |
انګشت |
نوک |
ناخن |
نوم |
ناف |
پښه |
پای |
ورون |
ران |
زنګون |
زانو |
لېمه |
دیده |
اوږه |
شانه |
لپه |
لپ |
خال |
خال |
پیکی |
پیکی |
کښت = کر |
کشت |
کرل |
کاشتن |
پوله |
پلوان |
پټی |
پتي |
ګل |
ګل |
ګلاب |
ګلاب |
بوټی |
بته (بوته) |
نیالګی |
نهال |
جوار |
جوار |
غنم |
ګندم |
شپیشته |
رشقه |
نخود |
نخود |
ږدن |
ارزن |
مۍ |
ماش |
لوبیا |
لوبیا |
وریجې |
برنج |
شولې |
شالي |
دال |
دال |
خونه |
خانه |
چت |
چت |
دېوال |
دیوار = دېوال |
کړکۍ |
کلکین |
اورسي |
ارسی |
بلۍ بام |
بام |
المارۍ |
الماری |
دېګ |
دیګ |
کاسه = تالی |
کاسه |
تال = ښانک |
تشت |
پیاله |
پیاله |
غالۍ |
قالین |
پوزی |
بوریا |
کالي |
کالا |
جامه |
جامه |
پڼې |
پیزار |
شیدې |
شیر |
مستې |
ماست |
چکه |
چکه |
پنیر |
پنېر |
مسکه |
کوچ |
موره = تومنه |
مایه |
مرچ |
مرچ |
اوبه |
آب |
نان |
نغن |
شپه |
شب |
ورځ |
روز |
میاشت |
ماه |
کال |
سال |
آس |
اسپ |
اوښ |
شتر (اوشتر) |
مېږه |
مېش |
پسه |
ګوسپند |
غوا |
ګاو |
وزه |
بز |
وری |
بره |
خر |
خر |
مارغه |
مرغ |
زرک |
کبک |
هوسۍ |
آهو |
باز |
باز |
شاهین |
شاهین |
کوتره |
کبوتر |
کارغه |
زاغ |
سپی |
سګ |
پيشو |
پشک |
پړانګ |
پلنګ |
مار = منګور |
مار |
غنډل |
غندل |
مېږی |
مُرچه |
|
|
British English/American English Vocabulary
Here are some of the main differences in vocabulary between British and American English. This page is intended as a guide only. Bear in mind that there can be differences in the choice of specific terms depending on dialect and region within both the USA and the UK. British people says that they will share everything with Americans but not the vocabulary.
British English |
American English |
British English |
American English |
|
||
anti-clockwise |
counter-clockwise |
maths |
math |
|
||
articulated lorry |
trailer truck |
motorbike |
motorcycle |
|
||
autumn |
autumn, fall |
motorway |
freeway, expressway |
|
||
barrister |
attorney |
motorway |
highway, freeway, expressway, interstate highway, interstate |
|
||
bill (restaurant) |
bill, check |
nappy |
diaper |
|
||
biscuit |
cookie |
naughts and crosses |
tic-tack-toe |
|
||
block of flats |
apartment building |
pants, underpants |
underpants, drawers |
|
||
bonnet (clothing) |
hat |
pavement |
sidewalk |
|
||
bonnet (car) |
hood |
pet hate |
pet peeve |
|
||
boot |
trunk |
petrol |
gas, gasoline |
|
||
bumper (car) |
bumper, fender |
The Plough |
Big Dipper |
|
||
caravan |
trailer |
pocket money |
allowance |
|
||
car park |
parking lot |
post |
mail |
|
||
chemist's shop |
drugstore, pharmacy |
postbox |
mailbox |
|
||
chest of drawers |
dresser, chest of drawers, bureau |
postcode |
zip code |
|
||
chips |
fries, French fries |
postman |
mailman, mail carrier, letter carrier |
|
||
the cinema |
the movies |
pub |
bar |
|
||
clothes peg |
clothespin |
public toilet |
rest room, public bathroom |
|
||
coffin |
coffin, casket |
railway |
railroad |
|
||
crisps |
potato chips |
return (ticket) |
round-trip |
|
||
crossroads |
intersection; crossroads (rural) |
reverse charge |
collect call |
|
||
cupboard |
cupboard (in kitchen); closet (for clothes etc) |
ring road |
beltway, freeway/highway loop |
|
||
diversion |
detour |
road surface |
pavement, blacktop |
|
||
drawing-pin |
thumbtack |
roundabout |
traffic circle, roundabout |
|
||
drink-driving |
drunk driving |
rubber |
eraser |
|
||
driving licence |
driver's license |
rubbish |
garbage, trash |
|
||
dual carriageway |
divided highway |
rubbish-bin |
garbage can, trashcan |
|
||
dummy (for baby) |
pacifier |
saloon (car) |
sedan |
|
||
dustbin |
garbage can, trash can |
shop |
shop, store |
|
||
dustman |
garbage collector |
silencer (car) |
muffler |
|
||
engine |
engine, motor |
single (ticket) |
one-way |
|
||
estate agent |
real estate agent |
solicitor |
lawyer, attorney |
|
||
estate car |
station wagon |
spanner |
wrench |
|
||
film |
film, movie |
sweets |
candy |
|
||
flat |
apartment, flat, studio |
taxi |
taxi, taxi cab |
|
||
flat tyre |
flat tire |
tea towel |
dish towel |
|
||
flyover |
overpass |
telly (informal), TV |
television, TV |
|
||
gearbox (car) |
transmission |
third-party insurance |
liability insurance |
|
||
gear-lever |
gearshift |
timetable |
schedule |
|
||
Girl Guide |
Girl Scout |
tin |
can |
|
||
ground floor |
ground/first floor |
toll motorway |
toll road, turnpike |
|
||
handbag |
handbag, purse, shoulder bag |
torch |
flashlight |
|
||
high street |
main street |
trousers |
pants, trousers |
|
||
holiday |
vacation |
tube (train) |
subway |
|
||
hood (car) |
convertible top |
underground (train) |
subway |
|
||
jam |
jam, preserves |
vest |
undershirt |
|
||
jug |
jug, pitcher |
waistcoat |
vest |
|
||
juggernaut |
18-wheeler |
wallet |
wallet, billfold |
|
||
lift |
elevator |
wellington boots |
rubber boots, rain boots |
|
||
lorry |
truck, semi, tractor |
whisky |
whiskey, scotch |
|
||
mad |
crazy, insane |
windscreen |
windshield |
|
||
main road |
highway |
zip |
Zipper |
|||
maize |
corn |
|
|
|||