د تمدنونو د عروج او زوال عوامل

د تمدنونو د لوړتیا او ځوړتیا عوامل ډېر پیچلي دي او خورا زیات فکټورونه پکې برخه لري. د اسلامي نړۍ د مشهور مفکر او د تاریخ او ټولنپوهنې د لوی نابغه ابن خلدون په نظر کله چې په یوه قوم یا ملت کې د ټولنیز انسجام شدیده انګیزه (چې ابن خلدون ورته عصبیت وایي) پیدا، او دغه قوم په اتفاق شي، او یو ښه رهبر ولري، نو ډېر ژر زوړ شوی او وروست شوی سیستم له منځه وړي او په مربوطه جغرافیه باندې خپل تمدن جوړوي.

تمدن د امنیت، ثبات رفاه او انکشاف په راوستو د ولس د ژوند د ښه والي زمینې جوړوي او خلک د کار و زیار او کشف و اختراع له لارې د ټولنې او دولت د ځواکمنتیا او دوام سره مرسته کوي. دا تمدن تر هغه دوام کوي او د لوړتیا پر لور درومي چې هدفونه ملي یا عامه وي او د ټولنیز انسجام انګېزه هماغسې ژوندۍ پاتې وي.

خو کله چې شخصي ګټې، خپلوي پالنه، کورنۍ پالنه، عیاشي، تجمل، لټي او اختلافات پیل شي، د ولس او ملت د غړو تر منځ شریکه انګېزه او هدف (عصبیت) له منځه وړي؛ چې پدې صورت کې ملي ګټې هېرې شي، هر څوک د ځان په فکر کې شي او د ګډ هدف پالنه ترې پاتې شي. له دې حالته کورنۍ او بهرني دښمنان هم چې فرصت ته منتظر وي، ګټه واخلي، مداخلې پیل کړي، او له داخل او بهره د دغه تمدن د زوال او شړیدو زمینه جوړه او بالاخره سقوط شي. ابن خلدون توصیه کوي چې له تاریخ څخه باید د تمدنونو د لوړتیا او ځوړتیا عوامل زده کړو او د هیواد، نظام او د هغو په رڼا کې د تمدن د سقوط مخه ونیسو.

انګریز تاریخپوه، د تاریخ فیلسوف او لیکوال ټوین بي چې (د تاریخ مطالعه) په نوم یې یو ۱۸ جلدي کتاب لیکلی دی او په هغه کې یې د ۲۶ تمدنونو د ارتقا او انحطاط عوامل څېړلي دي، دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د تاریخ مهمه موضوع د (ننګونې یا ګواښ او ځواب دوران دی). نوموړی باور لري چې هر تمدن له کورنیو او بهرنیو ګواښونو او ننګونو سره مخ کیږي، او له دغو کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره د مربوط تمدن مقابله یا برخورد د هغه د بقا یا سقوط مسیر ټاکي. یعنې که د مربوط ګواښ سره مبتکرانه او معقول برخورد وشي او ګواښ کنټرول شي، تمدن دوام کوي، خو که ښه او مدبرانه برخورد ورسره ونه شي، تمدن له منځه ځي.

په مجموع کې ټوین بي د تمدن د زیږیدو تر مرګ پورې دا مراحل مشخص کړي دي: د تمدن زیږیدل، وده او لوړتیا، له ګواښ سره مخ کېدل، د ګواښ ښه مدیریت، د تمدن بقا او د ګواښ بد مدیریت، د تمدن له منځه تګ. دا ښاغلی وایي چې د مذهب او روحانیت سوچه والی هم د تمدن په ساتنه کې مهمه برخه لري، او تر څو چې پکې داخلي فساد او اختلاف نه وي راغلی، مثبت رول لري.

بل مهم لیکوال ویل دورانت چې د (تمدن تاریخ) یې لیکلی دی، سره له دې چې د تمدنونو د عروج او زوال په باب مشخصه تیوري نه وړاندې کوي، خو وایې چې کلتوري فکټورونه لکه فلسفه، هنر، ادبیات او ساینس) سیاست او پیاوړی دولتي بنسټونه، مذهبي او اخلاقي ارزښتونه، پیاوړی اقتصاد، نظامي ځواک، ټولنیز انسجام، او له نورو تمدنونو سره مثبت تعامل د یو ملت او تمدن د بقا سره مرسته کوي.
 
فیلسوف او تاریخ پوه یووال نوح هراري د انساني پرمختګ دا اوږد مسیر داسې تحلیلوي چې د تصور او تخیل قابلیت انسان د دې وړ کړ چې داسې کیسې او داعیې جوړې کړي، چې ټولنې پرې راټولې شي او بیا په لویه سطحه سره همکاري او تعاون وکړي. همدا سبب دی چې انسانانو د شریکې انګیزې په پیدا کولو یا جوړولو او په لویه کچه همکاري کولو سره له نورو ژوندیو موجوداتو زیات پرمختګ کړی او د ځمکې مشري یې نیولې ده.

نورو مفکرینو او پوهانو هم په دې باب ژورې څېړنې کړي او نظریات یې ورکړي دي، چې د ټولو په باب نظر د دې لیکنې له خوصلې بهر دي.
که موږ وغواړو د بېلابېلو پوهانو او مفکرینو نظریات رالنډ کړو، نو په دې ډول به وي:

د تمدن د غوړېدو او ودې فکټورونه:
1. مناسبه جغرافیه، خاوره، اوبه او منابع،

2. د ساینس، ټکنالوژۍ او پوهې پرمختګ،

3. پیاوړی اقتصاد او اقتصادي ثبات،
 
4. د صنعت او تجارت وده،

5. سیاسي ثبات، ښه حکومتولي، پیاوړي ملي بنسټونه،

6. نظامي ځواک، پیاوړې انګیزه، دسپلین او په جګړو کې بری،

7. کلتوري غنا او پرمختګ او د اوسېدونکو تر منځ مشابهتونه او مشترکات،

8. ښاري توب، بنسټونه او اسانتیاوې،

9. ټولنیز انسجام او پیاوړې ملي یا ټولنیزه انګېزه،

10. ښه تعلیمي سیستم، کسب و مهارت د زده کړې امکانات،

11. د ښځو توانمني او فعال ټولنیز ګډون،

12. له چاپیریال سره تطابق او انعطاف،

13. مهاجرت، تنوع او استعدادونه راجلبول.

د تمدن د له منځه تللو فکټورونه:

1. نامناسبه جغرافیه، د حاصل خیزې خاورې، اوبو او منابعو کمی یا نه شتون،

2. په ساینس، ټکنالوژۍ او پوهه کې وروسته پاتې والی، او په خرافاتو او اوهامو کې بندیدل،

3. کمزوری اقتصاد او اقتصادي بې ثباتي، همدا راز فساد او خیانت،

4. د صنعت او تجارت کمزوري، د منابعو ناسم مدیریت او ضایع کول، قاچاق او مخدرات نه کنټرولول،

5. سیاسي بې ثباتي، فاسده حکومتولي، دوامدار استبداد، د پیاوړو ملي بنسټونو نه شتون،

6. د نظامي ځواک نه لرل، د پیاوړې انګیزې او دسپلین نه شتون، بیروني یرغلونه او په جګړو کې ماتېدل،

7. کلتوري وروسته پآتې والی او د اوسېدونکو تر منځ د تجانس او مشترکاتو کمی،

8. په بدوي توب کې پاتې کېدل، له بدلون سره نه تطابق او د جوړ جاړي ناتواني،

9. د ټولنیز انسجام او پیاوړې ملي یا ټولنیزې انګېزې نه شتون یا کمزوري،

10. د تعلیمي سیستم انجماد، د نوښت او انعطاف نشتوالی،

11. د ښځو محکومیت او ګوښه کول،

12. داخلي ژور (قومي، مذهبي او فکري) اختلافونه، کورنۍ جګړې او شورشونه،

13. اپیډیمي ګانې او وباګانې،

14. استعمار او بهرنۍ مداخلې،

15. عقیدوي بحرانونه، نظریاتي ژور اختلافونه او د واحد شعار او انګېزې نه شتونه،

16. د نفوسو ستونزې؛ له حده زیات او نه کنټرولېدونکی نفوس او یا د کاري انرژۍ لرونکي عمر په نفوس کې کموالی،

17. له چاپیریال سره نه تطابق او د انعطاف کمی، شدیدې وچکالۍ او یا برعکس توپانونه او سیلابونه،

18. ماهر کادرونه او استعدادونه له لاسه ورکول،

19. د جغرافیاوي حدودو له حده زیات پراخوالی،

20. د نړیوالو قواوو د توازن په لویو لوبو کې قربانېدل.
 
د دولتونو او نظامونو د الوړتیا او ځوړتیا عوامل هم د دې لست په ډله کې شامل دي، خو کمه او محدوده پیمانه. دا چې په افغانستان کې بیا بیا دولتونه نړیږي او موږ هر څه بیا بیا له سره پیلوو، افغان روڼ اندو ته پکار ده چې دا موضوعات په ژور ډول وڅېړي او د خپلو دوامدارو ستونزو سببونه او ورته د حل لارې پیدا کړي.