د تعصب او تبعیض عواقب:
د تعصب او تبعیض د کمولو او له منځه وړولو لارې چارې
د تعصب او تبعیض کمول او په نتیجه کې له منځه وړل یوه پیچلې او دوامداره پروسه ده چې پکې د اشخاصو، ټولنو، بنسټونو او دولتونو همغږې او منسجمې هڅې باید شاملې شي. ځینې دغسې لارې چارې یې دا دي:
د تعلیم او خبرتیا زیاتول: په دې کې دوه برخې ډېرې مهمې دي:
لومړی د تعلیم خپرونه او د رنګارنګۍ د نظریې عامول. که د تعلیم جامع پروګرامونه عملي شي، په درسي نصاب او پروګرام او نورو مربوطو برخو کې پدې برخه تمرکز وشي، مرسته کوي.
دوهمه برخه داده چې د ټاپو، تهمتونو او ملامتیا په باب انتقادي تفکر تشویق شي، په تعلیمي نصاب او تعلیمي محتویاتو کې د بیلابیلو موادو، لیدلورو، نظرونو او تاریخي پېښو د بې طرفه او علمي تحلیل شاملول یقیني شي چې پوهاوی او ټول ګډونوالی رامنځ ته کړي.
ازاد بحث: داسې خوندي چاپیریال دې جوړ شي چې پکې د تعصب او تبعیض په باب ازاد، صادقانه، او جوړونکی بحث وشي. داسې بحثونه لانجې او د قضاوتونو تفاوت کموي. ټولنې دې پدې برخه کې راشریکې شي، د ټولنې په منځ کې دې داسې نوښتونه، تشکلات، او مراسم تر سره شي، چې د بیلابیلو سوابقو خلک راټول کړي او تر منځ یې معنی لرونکی تفاهم راشه درشه رامنځ ته شي.
قوانین او پالیسي: تبعیض ضد قوانین او پالیسۍ باید تصویب او عملي شي چې په مهمو برخو لکه زده کړو، تقرر او خدماتو کې د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د زیانمنیدونکو اشخاصو او ګروپونو حقوق خوندي کړي. د دې په څنګ کې باید داسې پالیسۍ عملي شي، چې تاریخي ستونزې پکې ومنل شي، موجودې بې عدالتۍ له منځه لاړې شي او په بیلابیلو سکتورونو کې تنوع تقویه شي.
په کاري چاپیریال کې تنوع او تولګډون والی: په استخدام کې باید له هرې ډلې، سیمې او جنس څخه کسانو ته د لیاقت او اهلیت پر اساس مساوي او عادلانه فرصت برابر شي. دهغو سیمو او ګروپونو کادرونو ته باید زیاته توجه وشي، چې محروم پاتې شوي دي. د کاري چاپیریال ټولګډون کلتور ډېر مهم دی چې تقویه او تشویق شي. په دغسې چاپیریال کې باید هر شخص د ده له سوابقو پرته ارزښت ولري، او درناوی یې وشي.
رسني او نماینده ګي: رسني باید مسؤولانه چلند ولري او خپرونې یې د قانون له مخې تنظیم شي. رسنۍ باید تنوع تشویق کړي، ټاپې او په تلویزیون، رادیو، ویب پاڼو، فلمونو او اعلانونو کې پر خاصو ګروپونو د تور، افترا، جعل، دروغو، تحریف شوو معلوماتو، ټاپو او ملامتۍ له کلتور سره مبارزه وکړي. رسنۍ باید په خپل مشرتابه او نورو بستونو کې د اهلیت او عدالت اصلونه مراعات کړي او د محرومو ګروپونو نماینده یقیني کړي.
د محرومو ګروپونو او وګړو تقویه او ملاتړ: د محرومو ټولنو لپاره د ملاتړ او مرستې داسې پروګرامونه جوړ شي چې د عامې او دماغي روغتیا، پوهنې او حقوقي مشورو خدمات پکې شامل وي. د وروسته پاتې سیمو لپاره د لارښوونې او مرستې ځانګړي پروګرامونه دې هم جوړ او عملي شي، تر څو دا زده کړي چې څنګه قرصتونو ته لاسرسی پیدا کړي.
د کلتورونو شریکې تجربې: د بېلابیلو سیمو تر منځ دې د ګډو کلتوري، ټولنیزو، تفریحي، او ورزشي پروګرامونو له لارې اړیکي او راشه درشه زیاته شي. د بېلابېلو ګروپونو اشخاص دې د نورو په خوشالیو او غمونو کې ځانونه شریک کړي. تاریخي او فرهنګي مراسم دې سره په ګډه دایر کړي، یو له بل سره دې خپلوۍ وکړي او د ښوونځیو او پوهنځیو په لیلیو کې دې د بېلابېلو سیمو کسان سره ګروپ بندي شي، چې تر منځ یې کلتوري تبادله زیاته او د دوستي مزي غښتلي شي.
محلي نوښتونه: هغه سازمانونه باید تقویه شي چې په محلاتو کې له حالاتو او کلتور پوره خبر دي او د تعصب او تبعیض سره د مبارزې لپاره کار او نوښتونه کوي.
د راپور ورکولو سیستم: د تعصب او تبعیض پر خلاف د قوانینو تر جوړولو وروسته باید د راپور داسې میکانیزم جوړ شي چې تعصب کوونکي او تبعیض کوونکي اشخاص، ډلې او بنسټونه عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي چې د عادلانه څېړنو وروسته د جرم په صورت کې قانوني سزا وویني.
ارقام ټولول او څېړنې: د تعصب د سببونو، حالت او حل لارو په باب دې علمي څېړنې وشي او د ارقامو او شواهدو په رڼا کې دې دولتي او غیر دولتي بنسټونو او اغیزناکو اشخاصو او ټولنو ته وړاندیزونه او حل لارې وړاندې شي. د دغسې پر شواهدو ولاړو وړاندیزونو پر اساس پریکړې به طبعا ښې نتیجې ورکړي.
حساب ورکول: ټولنې، بنسټونه او مهم اشخاص باید د حساب ورکولو د یو سیستم له مخې ملت او د مربوطو خدمتونو اخیستونکو ته روڼ او مشخص ځواب ورکړي. دوی باید د تعصب او تبعیض پر خلاف د خپلو کړنو او نتیجو د پیمایش وړ راپور وړاندې کړای شي.
اتحادونه جوړول: اشخاص او ټولنې په ځانګړي ډول ځوانان، ښځې او زیانمنېدونکي ګروپونه باید د تعصب او تبعیض ضد ټولنې او اتحادونه جوړ کړي چې پخپله سطحه او امکاناتو له دغو منفي پدیدو سره مقابله وکړي او په کمولو کې یې برخه واخلي.
دا باید ومنو چې د تعصب او تبعیض کمول او له منځه وړل یوه دوامداره پروسه ده چې د اشخاصو، ټولنو، بنسټونو او دولتونو ټینګه ژمنتیا او دوامدار منسجم کار غواړي. په دې برخه کې به پرمختګ ورو وي خو په ګډ کار، تداوم، عزم او همکارۍ د یوې عادلانه او ټولشموله ټولنې له جوړېدو سره مرسته کوي.
د ابن خلدون د عصبیت د نظریې په باب څو ټکي
د ګروپ او ډلې اتحاد، ټولنیز یووالی، ملي پیژندنه او هویت (چې ابن خلدون ورته عصبیت وایي)، د ملي انګیزې ایجاد، او په نتیجه کې د دولت او تمدن د منځ ته راتګ، ساتنې او پراختیا سره مرسته کوي.
که عصبیت د یوه ملت په منځ کې د ګروپونو او قومونو له خوا د نورو ګروپونو او قومونو پر خلاف ایجاد او تقویه شي، نو د ملت تر منځ د اختلاف، واحد بدن د کمزوري کېدو، زیانمنیدو او له منځه تللو سبب کیږي. دا د انسان په بدن کې د اتوامیون ناروغیو په شان دی چې د بدن ځینې حجرې خپله اصلي دنده هېروي او د بدن د نورو حجرو د له منځه وړلو سبب کېږي، چې طبعاً پخپله هم زیان ویني.
هغه ټولنې چې خپل ټولینز انسجام ونه شي ساتلی او د ملت او هیواد ساتلو انګیزه ونه لري، د نورو ملتونو او هیوادونو په مقابل کې ماتیږي.
د تعصب او تبعیض په وړاندې د انسانانو بریاوې:
لومړی ځل اسلام د انسانانو د مساوي حیثیت اعلان وکړ چې ټول له یوه مور و پلار څخه پیدا شوي او په قبیلو او شعبو یې ویش د پیژندو لپاره دی. د مکې تر فتح وروسته د رسول الله په امر حضرت بلال چې یو ازاد شوی تورپوستی غلام وو، د تر ټولو مهمو اصحابو پر اوږو د کعبې خونې ته وخیژول شو، چې له هغه ځایه اذان وکړي. دې سمبولیک اقدام دعربي جهالت او قبیلوي عصبیت ټول غرور مات کړ. په حجة الوداع کې رسول الله کې بیا په ښکاره اعلان وکړ چې سپین په تور او تور په سپین، عرب په عجم او عجم په عرب برتري نه لري، برتري یوازې په تقوی کې ده. متاسفانه تر رسول الله او راشده خلفاوو وروسته مسلمانانو دغه پرمختیایي بهیر لا تقویه نه کړای شو او وروسته عربو واکمنو د نورو ملتونو مسلمانانو ته مساوي حیثیت نه ورکاوه، موالیان او نور نومونه یې ورته کارول او زیاتره یې ورته تر عربو په کم او شکمن نظر کتل.
په شلمه پیړۍ کې د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه د بشریت یو تر ټولو ستر پرمختګ وو، چې ټول انسانان یې د مساوي کرامت او مساوي او عادلانه حقوقو خاوندان وګڼل.
دغه حالت د رسیدو لپاره نورو مهمو مبارزو هم خپل مهمه برخه لرلې ده: د نژادي تبیعض پر خلاف د مارتین لوترکینګ نهضت، د اپارتاید ضد نهضت، د ښځو د زوریدو د مخنیوی نهضت، د هیوادونو په قوانینو کې اصلاحاتو، د مدني ټولنو، دولتونو، ملګرو ملتونو او نورو ادارو هڅو ټولو د تعصب او تبعیض په کمولو کې برخه لرلې ده.
په لویدیځو هیوادونو کې دغه پرمختګ زیات او په نوره نړۍ کې کم دی، خو لا هم پکې پټ تعصب او نه حسېدونکی تبعیض شته، چې پر ضد یې سیستماتیک کار کېږي.
البته قومي او ملي برتري غوښتنه لا تر اوسه د ټولو هېوادونو په سیاستونو او د ولسونو په منځ کې تر ډېره حده شته، ځکه اوس زیادترین هیوادونه د ملت – دولتونو له خوا رهبري کېږي، چې هر یو خپل ملي حاکمیت، ملي ویاړونه او ملي هویت تقویه کوي چې کله کله د نورو ملتونو پر خلاف د کرکې او حتی تشدد او جګړو سبب کېږي.
د منفردو اشخاصو څو بریالۍ کیسې:
امریکايي تورپوستي موسیقار ډیریل ډیویس د یو داسې ګروپ سره دوامدار کار وکړ چې تعصبي افکار او تبعیضي چلند یې کاوه. د ده کار په پای کې نتیجه ورکړه او دغه ګروپ یې له خپل منفي کاره راوګرځاوه. دې هڅو ثبوت کړه چې په ټولنیزو سمونونو کې پوهاوی، ازاد بحث او اړیکي څومره اغیزناکې دي.
سپین پوستی لوړتیاغوښتونکی ارنو میشلیس د سپین پوستو د لوړتیا یو مشهور فعال وو او په نژادپالونکو کړنو کې تل بوخت وو، خو له یو سکهـ سره تر ملګرتوب وروسته له خپل نظره راوګرځید او اوس د تعصب او تبعیض ضد یو تکړه فعال دی.
منیره خلیف چې یوه سومالیایي ـ امریکایي ده د زده کړې په لار کې د کلتوري او ټولنیزو خنډونو په لیرې کولو کې یوه بېلګه او د ملګرو ملتونو د ځوانانو استازې شوه. هغې تبعیض، سټریوټایپ او تبعیض چلنج کړل او بریاوې یې تر لاسه کړې.
دغسې کسان ډیر زیات دي. هر فرد او ډله کولی شي چې لومړی خپل فکر بدل کړي، بیا عزم وکړي، بیا منظم شي، پلان جوړ کړي او په خپله ساحه کې د وس او امکاناتو په اندازه مثبته برخه واخلي.
په افغانستان کې تعصب او تبعیض:
افغانستان هم له نورې بشري ټولنې مستثنی نه دی. اشخاصو او ګروپونو دلته هم د هر ځای په شان د منابعو، مقام او واک لپاره رقابت کړی دی، حکومتونو هم د واک د ټینګښت لپاره بېلابېلې لارې چاري کارولې دي، او دلته هم د استعمار او بهرنیو لاسوهنو په نتیجه کې د نفاق په اور تیل اړول شوي او دې ټولو تبعیضي چلندونو ته زمینه جوړه کړې ده.
له انقلابونو مخکې حکومتونو د شوروي اتحاد او بریتانیا د استعماري پرمختګ په وړاندې د یوې پیاوړې دیني انګیزې د تولید او له ایران سره د تمایز لپاره د سني اسلام داعیه ژوندۍ ساتله او پدې سبب متاسفانه له شیعه افغانانو سره تبعیضي چلند شوی دی. د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند په داخلي اختلافونو او د مجاهدینو د بېلابېلو ډلو تر منځ د کابل د نوویمو کلونو په جګړو کې هم تعصبي رنګ راښکاره شو. دغه دوه لوري چې یوه یې د نړۍ د کارګرانو یووالی او بل د نړۍ د مسلمانانو یووالی شعاراوه، په خپلو کې د اختلاف له امله قومي، ژبنیو، مذهبي او سمتي شعارونو ته پناه یووړه او په ولس کې یې د تعصب او په ادارو کې د تبعیضي اعمالو او اجرااتو زمینې جوړې کړې.
په دې کار کې د دغو ډلو د بهرنیو حامیانو رول ډېر بارز وو، چې د استعمار د زاړه فرمول له مخې یې کوښښ کاوه افغانان لومړی بیل او بیا ایل کړي.
په افغان ولس کې لا هم د اسلامي او افغاني ورورۍ روحیه پیاوړې ده، خو په لوستي قشر کې د تېرو ۴۵ کلونو د سیاسیونو تر اغیز لاندې د تعصب او کرکې ذهنیت ایجاد شوی دی. که واکمنان او دولتونه په قوانینو، پالیسیو، اجراآتو او کړنو کې عدالت او انصاف مراعات کړي، رسنۍ د تعصب پر خلاف مثبت رول تر سره کړي او د ملت لوستی قشر د پورته یادوو شوو لارو چارو د عملي کېدو لپاره کار وکړي، د دې بدې ټولنیزې ناروغۍ درملنه کېدای شي.
مثبت تعصب او تبعیض
دا اصطلاح ګانې هم په انکشافي، رسنیزو او نورو برخو کې د دې لپاره کارول کېږي چې ځینې اشخاص یا ډلې د تحقیر پر ځای د خوښۍ احساس وکړي. که یو چا ته وویل شي، چې ریاضي کې ځکه تکړه دی چې د دې هغه ځای یا هیواد دی، دلته یې د سیمې یا هېواد نوم په منفي مفهوم نه دی یاد شوی.
د یو محروم ګروپ استازو ته ځانګړی امتیاز هم په مثبت تبعیض کې راځي او د دغسې شخص یا ډلې نماینده ته د کوچني بري په صورت کې ډېر تشویق هم دغسې یو مثبت مثال دی.
د مثبت عمل پالیسي هم د مثبت یا رجعتي تبعیض یو مهم ډول دی چې د ځینو ټولنیزو ګروپونو ته د دوی په وړاندې د تاریخي نابرابریو د جبران لپاره ځینې اضافي امتیازونه ورکوي. په پوهنتونو کې محرومو سیمو ته څه اضافي فرصتونه، د جنیسیت پر بنسټ په ځینې پروګرامونو او بنسټونو کې ځانګړې سهمیې چې حد اقل نماینده ګي تأمین کړي د همدغسې مثبت تبعیض بېلګې دي.
دا کړنې باید د عدالت د تأمین او ځانګړو ګروپونو د معقول پرمختګ په خاطر وي، نه د غیرقانوني امتیاز او د ښاروندۍ د اصولو خلاف د یو ګروپ یا سیمې د برترۍ منلو په نیت.