چې داسې وزيران لرو، له دښمنه څه ګيله په کارده !!

 که څه هم دغه خبره به د لوستونکو لپاره  اوس سولېدلي شانته هم وي، چې ووايو  دوه کاله مخکې په خوست ولايت کې د ملکي نړيوال هوايي ډګر پروژې د بنسټ ډبره ايښودل شوي وه، چې له بده مرغه د ځينو پټو معاملو له وجې له اوږده ځنډ سره مخ شوي او کارونه يې د پوره يوه کال راهيسې پداسې حال کې  په ټپه ولاړ دي، چې مليونونه امريکايي ډالره بودجه هم ورته تصويب او ځانګړي شويده .
 
دخوست هوايي ډګر چې د افغانستان د انکشافي بودجې څخه جوړيږي، تېر کال دولسي جرګې له لوري درې مليونه ډالره په کلنۍ بودجه کې ورته بېل او ځانګړي شول او د ټرانسپورت او ماليې وزارتونو ژمنه وکړه، چې که چېرې دغه درې مليونه په لګښت ورسيږي، نو شپاړس مليونه ډالره به نور هم د هوايي ډګر د پاتې کارونو د بشپړولو لپاره په واک کې ورکوي.خو بدبختانه د ټرانسپورت وزارت له لوري نه درې مليونه مصرف شوه او نه يې هم د ژمنې سره سم نور درک لګيږي او دادى، د اقتصادي چارو د پيليز کال څخه څلورمياشتې تېريږي، چې بيا هم د مليونونو ډالرو سره ، سره  دغه وزارت دې ته تيار ندى، چې په ميدان باندې کار پيل کړي.
 
دخوست ولسونه دې ته په تمه ول، چې ټرانسپورت وزارت به د اقتصادي کال د پيل سره جوخت  په دوه کاله مخکې پيل شوي نيمګړي پروژه باندې د شته ضرورت په اساس ګړندى کار پيلوي، خو دخوست خلک  د دغه وزارت د وزيرصيب له خوا پداسې څه ويلو ونازول شول، چې ددې ولايت اوسېدونکي يې له سترو تشويشونو سره مخامخ کړيدي او داسې وايي ، موږ افغانان چې په خپله کابينه کې داسې وزيران لرو، نو له هغه  قسم خوړلي دښمن څخه څه ګيله په کار ده ، چې په يوه او بل نامه مو د ژوند له اسانتياوو او پرمختګونو محروموي.
هغه لسګونه زره مسافر او سوداګر چې له هېواده د باندې دحلال رزق د ګټلو او دخپلې سيمې د بهبود لپاره بېلابېل همتونه کوي، نن هغوى د دې پروژې د نامالوم ځنډ او همداشان د وزيرصيب د غيرمسوولانه او توپيري څرګندونو څخه سخت مايوسه شوي دي .
د دولت او ولس ترمنځ د واټنونو د رامنځته کېدو ستر علتونه همدغه دي، چې يو شمېر کسان له ځينو قومونو او ولايتونو سره تنګ نظري پالي او نه غواړي، چې په بېلابېلو پلمو سره  خپل مشروع حقونه په واک کې ورکړي.
 
که د دغو توپيري کړنو او غيرمسوولانه څرګندونو  مخنيوى ونه نشي، نو هغه ولسونه چې تل يې د خپلو سرونو په قېمت له خپلې خاورې او ناموس څخه ساتنه او دفاع کړي ، همېشه يې له اوسني نظام څخه په ټينګه ملاتړ کړى او دا قربانۍ يې په يووار نه ، بلکې په څو ، څو ځله په اثبات  رسولي، خداى ج مکړه داسې يوه ورځ رانشي، چې ولسونه تردې کچې مايوسه شي،چې پر دولت باندې خپل باور د لاسه ورکړي او هغه مهال به بيا ډېره د احتمال څخه لېرې نه وي، چې پدې مهم او ستراتيژيک ولايت کې چې په هر لحاظ ډېرمهم  لومړى خط بلل کيږي، اوسنى وضعيت به له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شي، دا ځکه کله چې ولسونه مايوسه او بې باوره شي، نو پدې ځاى کې له حکومت سره همکاري شليږي او موږ او تاسو  ته مالومه ده،چې په ټوله نړۍ کې په ځانګړي ډول په ګران افغانستان کې حکومت او حکومتداري يوازې او يوازې د خلکو په زړونو او همکاريو کيږي.
 
دويم زيان به يې دا وي، چې د نړيوالې ټولنې هغه شک او شبهات چې زموږ پر چارواکو او ادارو يې لري، د هغوى شکونه به نور هم تقويه کړي.ځکه د دوى له بې باوريو سره به دغه توپيري کړنې او له حقيقته لېرې څرګندونې د دې مرسته وکړي او زړونه به يې دا واخلي، چې رښتيا هم د افغانستان په ادارو کې ډېرې ستونزې شتون لري، ممکن له موږ افغانانو سره ددوى له لوري په کېدونکو مرستو هم منفي اغېز وکړي.
 
موږ دخوست خلک له محترم ولسمشر ښاغلي حامدکرزي څخه هيله او غوښتنه کوو، چې په خپله کابينه کې د هېواد اوسني نازک حالت او د خلکو ترمنځ دملي يووالي ستر ضرورت ته په کتو سره د داسې وزيرانو په شتون له سره فکر وکړي او هغه پاک د ملي فکر کسان رامخې ته کړي، چې د ولسونو مثبتو  مشروع غوښتنو ته له ستونزو پرته مثبت ځواب ووايي،همداشان د افغانانو ترمنځ د نفاق اچولو دپلان  کمپلې ورټولې کړي او لکه څنګه چې ټول وګړي په خپلو کې  دسکنيو وروڼو په څېر حيثيت لري، همداسې يې د ورورۍ په لاټينګښت کې اغېزمن ګامونه پورته کړي او په خپلو وزارتونو کې هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي،چې د قومونو او ولايتونو ترمنځ د مور او ميرې چلند غوره کړي.
په همدې هيله
مبارزمحمدځدراڼ-خوست -١٣٩٢-وري -٢٦