
په خوست کې د خلکو د غوښتنو پربنسټ د هرڅه وړاندې بايد د صنعتي پارکونونو په جوړولو بيړنى کار وشي ترڅو په دې ولايت کې پانګه ونه وشي او د خلکو لپاره د کار کولو مناسب چاپیریال رامنځته شي .
د خوست ولايت مقام د رسنيو مرکز د معلوماتو له مخې د دغه پارکونو په جوړولو سره به ګڼ شمير بډايه خلکو او سوداګرو لپاره د پانګې اچونې ښه زمينه مساعده شي او دوی به د امن په فضا کې په دوام داره توګه د خپلو مالي امکاناتو څخه په استفادي سره مناسبه ګټه پورته کړي .
دغه مرکز زياتوي چې په خوست ولايت کې امنيتي حالت ډاډمن شوی او دغه ولايت ستراتيژيک موقعيت ته په کتو سره د پانګونې لپاره مناسب ځای دی په همدې اساس هر وخت زيات شمير پانګه وال په پرلپسې توګه غوښتنه کوي چې دغه پارکونه جوړ او د دوی په واک کې ورکړل شي .
همداشان د صنعتي پارکونو په جوړيدلو سره سوداګري پراختيا مومي او دلته به خام مواد واردیږي ، وروسته د لازمو شيانو جوړلو به د هيواد نورو ولايتونو او ګاونډيو هيوادونو ته صادريږي .
د ولايت مقام د رسنيو مرکز د معلوماتو په اساس د صنعتي پارکونو جوړيدل اړين کار دی او د خوست ولايت په پرمختګ او د بې کاری ستونزې په مخنيوي کې مهم رول لري نو په همدې تړاو د خوست ولايتي اداره خپلې هڅې جاري ساتلي ترڅو په لنډ وخت کې صنعتي پارکونه جوړ اود پانګه والو په واک کې ورکړي .
دغه مرکز د دې يادونه هم کړي چې د صنعتي پارکونو د جوړولو په برخه کې ولايتي ادارې په بشپړه توګه له مربوطه وزارتونو سره د پانګوالو او د خوست خلکو غوښتنې شريکې کړي او د دغه پارکونو لپاره يې د اسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالی اړوند د سماوات په سيمه کې په سلګونو جريبه ځمکه ځانګړې کړي ده .
په خوست ولايت کې د صنعتي پارکونو په جوړولو سره به د سوداګری د پراختيا ترڅنګ په زرګونو کسانو ته د کار کولو مناسب چاپیریال رامنځ ته شي همداشان د خوست ولسونه به وکولای شي چې پرته له کومو ستونزو او بهرنيو هيوادونو ته له سفره ، په خپله خاوره کې ورځينی اقتصادي اړتياوې پوره اوخپله سرمايه داقتصادي دپياوړتيا په موخه په جريان کې واچوي.
فدا جان ساحل