خوست: په ۲۶ سېلاب ځپلو کورنيو مرستې  ووېشل شوې !

  
په خوست کې د بېړنیو پېښو پر وړاندې دمبارزې کمېټې له لوري په ۲۶هغو کورنیو یوملیون درې لکه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه ، چې تېر کال د طبیعې پېښو پرمهال یې د کورنۍ غړي شهیدان شوي وو.
د ولایت مقام مرستیال ښاغلي عبدالواحد پټان د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو خلکو سره په خبرو کې وویل چې دخوست ولایتي ادارې هڅه کړي ، چې یادو شویو کورنیو سره د نېکمرغه کوچني اختر څخه وړاندې مرسته ترسره کړي .ترڅو د روژې په مبارکه میاشت کې پرې د کورنۍ اړتیاوې حل کړي .
ښاغلي پټان وویل په  تېر ۱۳۸۹کال کې د سختو بارانونو له وجې دخوست په بېلابېلو سیمو کې قوي سېلابونه راووتل او په سیمه کې یې دخلکو ځمکې او کورنه ویجاړ کړل .همداشان یې په ځينو سیمو کې په مالي زیان سربېره ځاني تاوان هم اړولی دی .
مرستیال عبدالواحدپټان زیاتوله ، دغه مرسته د ضطرار کمېټې له خوا د هغو کورنیو سره شوي ، چې تېر کال  ورته  د سېلابونو او  یا د باران داورېدو په پایله کې ځاني زیان  اوښتی وي .
ښاغلي پټان وویل دولت د ولسونو سره د ستونزو په راکمولو کې نېغ په نېغه مرسته کوي ، ترڅو ارامه ژوند ولري .خو د ناستې برخوالو د لوی خدای دربار ته خپل لاسونه لپه کړل او د پېښو په پایله کې شهیدان کړی شویو روحونو ته یې د مغفرت دعاګانې وکړې .
نوموړي د خپلې لنډې وینا وروسته هرې زیانمنې کورنۍ ته ۵۰۰۰۰ پنځوس زره افغانۍ د ټاکل شوي هېت او د اضطرار کمېټې د غړو په حضور کې ورکړې .
هغو کسانو چې د اضطرار کمېټې څخه یې مرسته ترلاسه کړي وه، دخوست ولایتي ادارې یې مننه کوله او هیله یې څرګندوله ، چې دولت د خپلو ولسونو سره په همدې بڼه همکاریو ته دوام ورکړي .....
دا په داسې حال کې ده ، چې سږ کال هم د خوست ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او سیمو کې د زیات اورښت په پایله کې د راوتو سېلابونو له امله  زیات مالي او ځاني تاوانونه اوښتي دي .
ورځ :شنبه
نېټه :۱۳۹۰/۵/۲۹
فدا جان ساحل