
د پاکستان د نوم په لوستو او یا هم
اورېدو سره به د هر لوستونکي او اورېدونکي ذهن ته د افغانستان د ناخوالو ،
مظلومانو د سرو وينو ، په کونړ او ننګرهار د ورېدونکو راکټونو او تر ټولو دردوونکی
د پښتنو پر سینه د اغزنې کرښې ډیورنډ انځور تر سترګو شي . ددې نوم اورېدل به د
هیوادپاله افغانانو سپېڅلي احساسات راوپاروي او هر یو به د غچ اخیستلو په سوچ کې
شي.
هو دا هماغه پاکستان ده چې د عمر
زیاته برخه یې د خپل مېړني خو مظلوم ګاونډي ځورونې ته ځانګړې کړې. ددې تر څنګ که
چیرې دسيمې ډیری کړکېچونه ژور وڅېړی نو جرړله به یې د همدغه هستې(پاکستان) چارواکو
د مېزونو تر لاندې راوځي .
خو اوس له نېکمرغه د سیاسي بدبختیو
دغه هسته د تجزیې سره دوه ګامه واټن لري.
پاکستان په ۱۹۴۷ کال د افغانستان او هندوستان څخه د
بېلو شویو ځمکو او ولسونو پر سر، د انګریز په لاس په جوړه شوې چلوټه کې د یو
مصنوعي هیواد په توګه رامنځته شو . دا هاغه مهال وو چې د انګریز امپراطورۍ باندې
نور ځمکه راتنګه شوې وه . خو له سیاسي او ان ورته ویلی شو چې له عرفي اړخه دغه ډول
استعمارګرې امپراطوریانې که ماته هم وخوري خو په معنوي او سیاسي حضور هېڅکله حاضرې
نه وي چې سيمې په بشپړه توګه پرېږدي. نو انګرېز هم د خپل سیاسي او معنوي حضور په
فکر کې شو.او دا چې هغه مهال تر نورو فورمولونو د اسلام سپېڅلي نامه څخه ناوړه ګټه
اخیستنې زور زیات وو نو ځکه یې دا فورمول دغه غیر طبیعي جغرافیې ته ځانګړی کړ حال دا چې د دغه هيواد په نامه
قايد اعظم پخپله اسلامي ارشاداتو ته په هېڅ معنی ژمن نه وو.
خو بس دسیمې د منافقیو او شیطانت د
کلا بنسټ کېښودل شو . خو دا چې پاکستان داسې یوه پدیده وه چې د جغرافیا او قومي
جوړښت له اړخه سیاست خو پرېږدی طبیعیت یې هم منلو ته تیار نه وو . نو لومړی ډز د
بنګله دېش د خپلواک هيواد رامنځته کېدل ول چې پاکستان یې ځان ته وارخطا کړ.
پاکستان د یو شمېر کړیو په ملاتړ او د
خپل اصلي بادار(انګرېز ) تر سیوري لاندې د ځان بقا د ګاوندیو او بیا په ځانګړې
توکه د اسیا د زړه په ځورونې او بربادۍ کې
لیده نو د شیطنت په کلا کې یې دلا زیات منافقت په موخه د شیطنت ډبرینه خونه جوړه
کړه چې هغه د یاد هیواد د استخباراتو سازمان ای اس ای وو. ای اس ای هغه مهال د
لاسوهنو ډګر ته راودانګل چې له فکري او فزیکي اړخه د سیاسي او نظامي بد اخلاقۍ اوج
ته رسېدلی وو.
پردې به تبصره نه کوو چې ای اس ای څه
وکړل ځکه پردې هرڅوک ښه پوهيږي خو راځم د خوښۍ خبرې ته او هغه دا چې د کلونو
سپېڅلو مبارزو پایله ورو ورو په دې وروستیو کلونو کې راڅرګندېدو ته نږدې شوې. هو
پاکستان دو ګامه تر تجزیې واټن لري او دواړه ګامونه د اوچتېدو په حال کې دي.
د دې دواړو ګامونو اوچتېدل به د
افغانانو د خوښیو اود لمانځلو وړ ورځو کې یوه بله ورځ هم رازیاته کړي او د سيمې
امن ته به یو دروند زېری وي.
درنو لوستونکو دا دواړه ګامونه د
پښتونستان او بلوچستان ازادي ده . دا به د پاکستان لپاره د بېل شوي بنګله دېش ترخه
خاطره یو ځل بیا تکرار ،د سند ایالت ته د
ازادۍ درس ،کشميریانو ته ددوی د پاکو ارمانونو تعبیر او پنجاب به د سیاست پر ځای د
میوزیک سنټرونو سمبالښت ته وزګار شي.
بلوچستان د قربانیو په دوام سره
وتوانېد چې په مخامخ ډول د نړیوالو او په غیرمخامخ ډول دسيمې د هیوادونو قناعت تر
لاسه کړي. اوس د بلوچستان په ښوونځيو کې
د بلوچستان د ازادی
ترانه ویل کیږې؛ د پاکستان د بیرغ پرځاې د بلوچو
دازادې بېرغ رپیږی؛ نن ورځ د بلوچو قوم، پاکستانې پوځیانو
ته د اشغالګرپه سترګه
ګورې.
او پښتونستان خو د لوی افغانستان هغه ټوټه ده چې
که هر ې اصولي ، سیاسي او حقوقي معادلې ته یې واچوې نو پایله کې به یې څرګنده شي
چې دا د پنجاب د ښکېلاک او انګرېزانو د سپین سترګی مخامخ تېری او ظلم ده چې هېڅ
ډول اصول یې نه مني. او د افغانستان سرحدونه لا هم مصنوعي حالت څخه طبیعي حالت ته
ندي راغلي.
نو اوس چې په سیمه کې د لویو تحولاتو
تمه ځي پاکستان یواځې دوګامونو ته اړتیا لري چې سیمه ترې بېغمه شي او دا که وغواړي
او نه په غیر ارادي توګه به دا حالت رامنځته کېږي . نو دا زېری دې پر مظلومو پښتنو
او افغانانو وي چې له اوس نه دې د پاکستان ټوټه کېدو ته برعکس شمېرنه وکړي
د همدې ارمان د پوره کېدو په هیله
!
میرویس ستانکزی