
د اوږده انتظار په پايله کې په خوست کې د ملکي نړيوال هوايي ډګر پروژه منظوره او د بنسټ ډبره يې دوه کاله مخکې کېښودل شوه .
دا يوه داسې پروژه وه،چې خوستوالو يې د بنسټ د ډبرې په ايښودلو سره سترې خوشالۍ وکړې او هغو خوستمېشتو چې د لسګونو کالونو راپدېخوا دخپلو کورنيو او هېواد جوړونې لپاره په بيديا کې د لاس مزدورۍ کوي، د دې پروژې په وياړ يې په عربي متحده اماراتو کې جشنونه وکړل او هيله يې وښوده، چې نور به له سرګردانيو او ډېرو لګښتونو ځکه خلاصيږي،چې کم وخت وروسته به د دې ميدان په جوړولو سره نېغ په نېغه پخپل ولايت کې کوزېږي او له هماغه ځايه به پرته له کومو ستونزو بهر ته ځي.
خو دوى او همداشان نور خوستمېشتي پدې خبر نه وو، چې دخوست ولايت ملکي نړيوال هوايي ډګر به د پټو معاملو ښکار کيږي او بالاخره به د ټرانسپورت وزير په پټو سترګو سره يوه او بله نخښه ولي او ډول، ډول پلمې به کوي.
جناب وزيرصيب!تاته وايم !!!!
زه نه پوهېږم چې دخوست ولايت دملکي نړيوال هوايي ډګر لويه اقتصادي پروژه ولې تاته بې ارزښته ده ؟
تاسو خو تر ننه پورې د هوايي ډګر دموضوع لپاره تخنيکي ټيم هم ندى رالېږلى، چې هغوى د مسلکي نقطې له نظره مالومه کړي واى، چې ميدان ته سړک ، ګمرک ، پوله ساتونکو پوليسو لپاره کميسارۍ، د اور وژنې سېستم ، جومات او نور اړونده تاسيسات چېرې او کوم ځاى جوړ شي او دغه راز له اړونده وزارتونو مو غوښتي واى، چې د شته ضرورت په اساس خپل مربوط ځايونه جوړ او تيار کړي .خو تاسو تر اوسه ځانته دغه زخمت ندى ورکړى او تر دې وخته يې يوازې دمحوطې کارونه تېر کال بشپړ شوي دي،له هغې وروسته خو تاسو يوه خښته په بله خښته نده ايښي.
پداسې حال کې چې د ولسي جرګې غړى ډاکټرميربات خان منګل وايي، چې په ١٣٩١کال کې درې (٣)مليونه امريکايي ډالره او په روان ١٣٩٢لمريز کال کې (٩) مليونه ډالره بودجه ورته ځانګړي شوي ده ، خو داسې ښکاري، لکه څنګه چې د ٩١کال ٣ مليونه ډالره بودجه بيخي ورکه شوي او مالومات يې هم نه کيږي،همداسې به د روان ٩٢کال لپاره د همدې ميدان دجوړولو لپاره ٩ مليونه امريکايي ډالره بودجه هم ستاسو په هغه نېک احساس چې د دې هېواد او په ځانګړي ډول دخوست ولايت سره يې لرئ، د هغې په برکت او شفقت سره به په نامالوم لوري الوتنه وکړي.
ښاغلى وزيرصيب!
داسې ښکاري، چې تاسو محترم دخوست د ميدان موضوع نه په کابينه کې مطرح کړي او نه هم د وزيرانو په اقتصادي کمېټه کې او حتا داسې بريښي،چې په خپل وزارت کې هم تاسو دغه موضوع نه يوازې ياده کړي نده، بلکې بيخي مو هغه د چا په خبره د جوړولو له لېست څخه ډيلېټ (Delete) کړيده .
داچې د ولسمشر څرګند فرمان هم دى،چې دخوست ولايت هوايي ډګر پروژه دې په ټولو اسانتياوو سمباله بشپړه شي ، خو تاسو نه يوازې د ولسمشر فرمان ترپښو لاندې کړى، بلکې په لوى لاس مو دخوست ولايت له خلکو سره په څرګنده توپيري چلند غوره کړيدى او قصداً نه غواړئ، چې دلته دې پدې ولايت کې دغه اقتصادي پروژه بشپړه شي.
که چېرې تاسو دهمدې موضوع لپاره په مرکزي او نړيواله سطحه تماسونه نيولي وي، نو چېرې دي هغه اسناد او مينوټ ،چې ثابته کړي، چې تاسو خپلې هڅې کړي دي .
خو نه هېڅ داسې څه نشته چې تاسو دې په زړه پورې تړلي وي .
جناب وزيرصيب !زه له تانه سوال کوم آيا دخوست نړيوال ملکي هوايي ډګر په اقتصادي لحاظ د افغانستان لپاره څومره ګټور دى؟
که د مطالعې امکان لرې ، نو ګټې يې مالومې دي.کنه نو په دوو کرښو کې به يې زه درته واضېح کړم .
دخوست خلک تر ٢ دوه لکه زيات مسافرين او سوداګر يوازې په عربي اماراتو کې لري، چې هر يو يې د افغاني همت له مخې حلاله نفقه لاسته راوړي او ټولې پيسې هم خپل هېواد ته د رغونې او اقتصادي پرمختګ په موخه رالېږدوي.
پدې سوداګرو کې داسې کسان هم شته، چې که چېرې دغه ميدان جوړ او بشپړ شي، دلته به زياته پانګه اچونه وکړي.
تاسو وګورئ لويه پکتيا هرکال د مليونونو امريکايي ډالرو په ارزښت جلغوزي لري، چې د هوايي ډګر د نشتوالي او اسانتياوو د نشتون له وجې په کمه بيعه سره پاکستان ته ځي او له هغه ځايه د يادهېواد په نامه په لوړ قېمت سره نورو هېوادونو ته لېږل کيږي .
يوازې په تېر کال کې د (٧)مليونو ډالرو په اندازه جلغوزي پاکستان ته صادر شوي ، که چېرې دلته هوايي ډګر جوړ واى، دغه ٧ مليونونه ډالره به څو برابره زيات شوي واى او د نړۍ ګڼ شمېرهېوادونو ته به صادر شوي واى.
دا مو يوازې يو مثال راوړ ، داسې ډېرې بېلګې لرو، چې کولاى شو، له امله يې په اقتصادي لحاظ ټول هېواد ته ګټور تمام شو.خو موږ نه پوهېږو، چې ايا بې تفاوتي ده او که د خوست دخلکو سره دښمني؟
د دې پرځاى چې په ياده پروژه عملي کار پيل کړې، بالاخره تاسو د هغو عسکرو قربانۍ ته هم ونه کتل،چې شپه ورځ پدې سرحدي ولايت کې کلاشينکوف په غاړه د هېواد ساتنې خدمت ته کلک ولاړ وي او د نورو د ژوند ژغورلو لپاره ځانمرګو ته هم غېږې ورکوي .
خو وزيرصيب بيا هم تاسو په ډېرې سپين سترګۍ سره په رسنيو کې وويل، چې په خوست کې امنيت نشته، ځکه يې چارې ځنډېدلي دي !!
دا چې تا په رسنيو کې وويل، نو حتماً به دې له نړيوالو مرستندويانو سره په ناستو کې هم ويلي وي، په کابينه او د وزيرانو په اقتصادي کمېټه کې به دې هم دغه اوتې بوتې ډېرې زمزمه کړي وي.
موږ په ولسي جرګه کې دخوست دخلکو منتخب استازي او په ياده جرګه کې د دفاعي کميسيون ريس همايون، همايون او په مشرانو جرګه کې د نړيوالو اړيکو دکميسيون ريس او سناتور عارف پښتون له هغه موقف او څرګندونو په ټينګه ملاتړ کوو،چې وېلي يې دي، د ټرانسپورت وزير به د هغې بې بنياده تشې پلمې له کبله خپلو کميسيونونو ته د توضيحاتو په موخه احظار کړي ، چې له يو شمېر رسنيو سره يې په مرکو کې ويلي،چې په خوست کې يې د هوايي ډګر چارې د ناامنۍ له کبله درولي دي.
له شک پرته چې دايې مسووليت هم دى، چې دخپلو ولسونو له لوري د ورکړل شوي امانت (رايه) په اساس د دا ډول توپيري چلندونو او بې بنياده تورونو په وړاندې کلک دريځ غوره کړي او چاته ددې اجازه ورنه کړي،چې دخوست دخلکو په وړاندې توهينميزې کړنې سرته ورسوي.
موږ هيله مند يوچې دغه استازي به په خپلو موقفونو کلک ودريږي او له وزيرصيب څخه به پوښتي،چې ولې او د څه لپاره يې دغه هوايي او بې منطقه خبرې ترسره کړي دي او اصلي ستونزه څه ده،چې د کافي بودجې په شتون کې د ملکي هوايي ډګر چارې په بيا، بيا ځنډيږي.
بناً وزيرصيب موږ او دخوست خلک دې هدف ته رسېدلي يو، چې دغه اقتصادي پروژه د پټو معاملو ښکار شويده او خلکوته يوازې تشې پلمې کوې، چې ناامني ده.
دغه ده، د اقتصادي چارو د پيل له مياشتې پورې بيا هم څلورمه مياشت تېريږي ، چې ستاسو له خوا څخه د کار کولو په برخه کې هېڅ اثار هم نه ليدل کيږي.نو په همدې خاطر نور زموږ تمه له تاسو ختلي او بالاخره له ولسمشر څخه مو هيله داده، چې پدې کار کې پخپله مداخله وکړي او دغه پروژه د پټو معاملو او سياسي لوبو راخلاصه کړي او دغه راز تحقيق وکړي،چې ولې او د څه لپاره په تشو پلمو باندې اقتصادي پروژې بنديږي او د چا د خوشالولو لپاره په هېواد کې د ننه توپيري چلندونه کيږي.
په همدې هيله
مبارزمحمدځدراڼ