
پیل به له یوې بیلګې وکړم موده مخکې ژوندون
تلویزون د اخلاقي او ریښتيني ژورنالیستي جرات په تمثیلولو سره د ولس د قاتلانو
،کاغذي پړانګانو او د پردیو مزدورانو د
ځان شرمونې یو مستند خپور کړ . مستند پرته له تبصرې وو چې دغه کار د یادې خپرونې
خوند لاپسې ډېر کړی وو. بس لګیا ول په خپل منځونو کې یې پر یو بل اسناد راباسل .که
څه هم دا خو د افغانانو ماشومانو ته هم څرګنده وه چې دوی د چا نازولي دي خو ددوی
خپل شهادت او اقرار بیا بل خوند لري.
په زړه پورې دا وه چې یاده خپرونه په هماغه
شپه خپره شوه چې په ورځ یې د (ځه نو څه به ورته وایم خو بس یو ...شی وو)مزاري د چادرۍ
اغوستو ورځ وه (مطلب دا چې نوموړی په چادرۍ کې د طالبانو له لوري ونیول شو او بیا
ووژل شو ) په دې ورځ د نوموړي د پرې انډیوالانو یو غونډه نیولې وه ...په غونډه کې
د هماغه مسعود ورور چې په مستند فلم کې یې مزاري د ایران مزدور باله او له خبرو یې
داسې ښکاریده چې که په ګوتو ورشي نو غوڅ شوی سره به یې محقق ته په ډالۍ ورولېږي د
غونډې د کوربه له لوري داسې رابلل کیږي(و حال هم از سمبول افتخار، شخصیت برازنده و
عصاره مقاومت اقای احمد ضیا مسعود دعوت
بعمل میاوریم تا سخنانې عالمانه؛(هغه غریب سواد کله لري چې عالمانه وینا وکړي)
خوېش را در مورد شهید بابه مزاري ایراد فرمایید).
کله چې احمد ضیا مسعود د دریځ سره ته راغی نو
مزاري نه یې سم احمدشاه بابا جوړ کړ .نور په هر صورت خو د دوی سپین سترګۍ ته زه
حیران پاتې شوم.
نو راځم اصلې خبرې ته دا چې دا خپرونه نه وه
سم لکه د بي ام ۵۲ بم وو چې په سقاویانو
را ګذار شو او د رباني هاغه ارمان یې ورته پوره کړ چې ویل به یې غت غت بمونه
واچوی...دوی غریبان هم حیرانه پاتې شول چې اوس څه وکړي دا خو تبصره هم نه وه چې
دوی د دروغو ټاپه پرې ووهي دا خو د دوی
خپلې خولې وې چې بادول یې کول نو تر ټولو لوی استدلال د دوی دا وه چې داسې خپرونې
پخواني زخمونه را تازه کوي او باید خپاره نه شي .دوی کې خو پوه سړی نشته خو زه به
ورته ووایم چې د تاریخ یو علمي او معتبر تعریف دا ده چې باید د تېرو کړنو او پېښو
ژوره څېړنه وشي ښه او بد سره تفکیک شي او راتلونکې لپاره عبرت او کړنلاره شي.
او بله اساسي خبره دا چې که چېرې دا شرمېدلې
څیرې او چوکره ګان یې اوس غلي ناست وای او سرونه یې ګریوان ته ښکته کړې وی او نور
نو توبه یې کړې وی نو بیا د هاغه مستند تر خپرولو نه خپرولو کې به یې مصلحت وو خو
دوی خو د هاغه کيسې په شان چې وايي یو سړی یې واده ته نه پرېښود او ده به ټینګار
کولو چې د ناوې څنګ ته کښینم. ددې پرځای چې زندانونو او د دار پر لوري ولاړ شي
لاهم ډغرې وهي او لا هم پر ولس سوداګری کوي.
سقاویانو وروستی وس همدومره وه چې ایله یې په
محدوده توګه په فیسبوک کې بس د پښتنو پر مشرانو د پردیو استخباراتو بې سنده ټاپې
ووهلې خو افسوس چې بې ګټې وو دوی خدای شرمولي وو خدای شرمولي ولاکه په قسمونو هم
سرفرازه کړې.
راځم بلې بېلګې ته بیا هم ژوندون د حزب
اسلامي د امیر انجینر ګلبدين حکمتیار سره ځانګړې مرکه خپره کړه د مرکې پوښتنې اصولي
او د مقابل لوري یعنې حکمتیار صیب لپاره ننګوونکې هم وې خو هغه یې په خورا حوصلې
سره د خپلو اندونو، افکارو او لیدلوري له اړخه خپل ځوابونه ورکړل د مرکې پر نورو
څرنګوالو څه نه وایم خو د سقاویانو لپاره بیا یو ګوذار وو چې سم اور یې پرې بل کړ
بیا ټلوالې او ورسره نورو چوکره سقاویانو د بې منطقۍ میدان ته راودانګل تر ټولو
لوی استدلال یې دا وه چې په دغه مرکه کې د دوی په وینا ملي اتلانو ته سپکاوی شوی .
خو ما مرکه تر پایه ولیده او لاهم په انټرنټ کې پیدا کیږي حکمتیار صیب په دې مرکه
کې احمدشاه بابا،سلطان محمود غزنوي،میرویس نیکه ، خوشحال خان بابا،امان الله
خان،سردار داود خان او یا هم د ځوانانو په برخه کې حمید حسن،نثار احمد بهاوي،روح
الله نېکپا،نبي عیسی خېل او نورو اتلانو ته هېڅ راز سپکاوی نه دې کړی . نو دوی بیا
ولې وايي چې ملي اتلانو ته سپکاوی شوی وروسته مې پام شو چې دوی خو ملي اتلولۍ ته
بل ډول معیار لري هغه دا چې چا تر ټولو زیات باداران درلودل ، چا تر ټولو زیات مظلومان ووژل او چا د کابل ښار ودانۍ تر ټولو ښې
په نښه کړې .... نو بیا خو بېشکه چې
(مسعود،رباني، مزاري ،دوستم او ...) ملي اتلان دي.
په هر صورت که چېرې یوه رسنۍ او یا هر حکمي
او حقیقي شخصیت کوم ملي اتل ته چې د ولس د اکثریت پرې توافق وي او داسې ویاړونه او
کارنامې یې ترسره کړې وي چې ترې ثابته وي چې ملي اتل ده سپکاوی وکړي نو نه یواځې
چې سم کار نده بلکې د غندلو او څارلو وړ ده .
او که سقاویان ددې له مخې چې ولسمشر کرزي دغه
جنګي قوماندانانو ته د مجبوریت له مخې دا لقب ورکړی استدلال کوي چې نو ټول یې باید
ومني نو بیا د خندا وړ ده ځکه ولسمشر خو
جان الن ته هم د غازي امان الله خان مډال ورکړی نو سبا ته به په موټرو د جان الن
انځورونه وځړوو ځکه د امان الله خان مډال یې اخیستی نو هغه ته به ورته وي. ولسمشر
غریب خو تاسې را چاپېره کړی وو بس د شپیته زرو کسانو ولسوالۍ مو پرې ولایت کړ ، د یوه
کوچني کلي د اربکیانو قومندان (مسعود ) مو پرې ملي اتل کړ ،خورد ضابظ مو پرې
مارشال کړ او په سلګونو نورې ورته ناکردې مو پرې وکړې نو ددې خو دا مطلب نده چې
مونږ به دا هر څه منو که یې قانون ته هم واړوې نو سوچ کفر ده او که خدای وکړل سم د
حساب کتاب حکومت راغی او سمه روغه ملي
شورا مو درلوده نو ولایت به بېرته کلی،مارشال به تقاعد شوی خوردضابط او ملي اتل به
مو په قبر کې محاکمه کړو.........................
نور څه نه وایم چې لیکنه اوږده نشي خو دومره
وایم چې لطیف پدرام (ناولي) د افغانستان د ازادی سمبول ریښتيني اتل چې هر ډول
اصولو کې د ملی اتلولۍ ویاړ لري غازي امان الله خان ته په زغرده ښکنځلې وکړې خو
مونږ د نر زامن هم نه یواځې چې غلي پاتې شولو بلکې د ظاهر قدیر په شان استازو مو
میلمستیا هم ورته وکړه او پوخ ملګری یې ترې جوړ کړ.
نو د خدای لپاره درته وایم چې خپل ښه وګټی
ګنې د هغوی بد وزغمۍ.............................................
میرویس ستانکزی