
وړوکی زړی وو او د هیچا نه ترسترګو کېدو. کلونه تیر شوي وو او هغه لاهم هماغه وړوکی زړی پاتي وو.
زړه یې غوښتل چې ترسترګوشي، خو نه پوهیده چې څرنګه. کله به د باد له سره سپور شو او د سترګو له مخې به تېرېدو. کله به د ګلانو په روښانه لمنو پریوتلو، کله به یې زړه ډک شو او په ژړغوني غږ به یې نارې وهلې او ویل به يې: " زه شته یم، زه دلته یم، ماته وګورئ، ما پيداکړئ".
خو پرته له هغه مرغانو چې د ده د خوړلو تمه یې درلوده یا هغه حشرات چې ده ته یې د ژمي آذقي په سترګه کتل، بل هیچا ورته پاملرنه؛ نه کوله.
له دې ژوند څخه نور د زړی زړه توری شوی وو؛ زړه یې له دې ورکتوب او وړکیتوب څخه پتنګ شوی وو. یوه ورځ یې خدای ته مخ واړولو او ویې ویل:" نه، دا نه ښايي. زه دهیچا نه ترسترګو کېږم. دریغه دریغه لږ لوی وای، لږ دې لوی پيدا کړی وای".
خدای ج ورته وویل:" ای زما ګرانه وړوکیه! ته لوی یې، له هغه څه نه چې ته یې په هکله سوچ کوي؛ ډیر لوی یې. خو افسوس چې ځان ته دې هیڅ کله هم د لویدلو چانس ندی ورکړی. وده او پرمختګ هغه پيښه ده چې تا له ځانه دریغ کړې. ریښتیا په یاد لره ترهغه وخته چې غواړي ترسترګو شي، نه لیدل کېږي. ځان له سترګو پنه کړه چې ولېدل شي".
وړوکی زړی د خدای ج په خبرو پوه نشو خو لاړو د خاورو لاندې یې ځان پټ کړ.
څو کاله وروسته هغه وړوکی زړی، جګ او سرلوړی سپيدار وو چې هیچا له پامه نشو غورځولای. داسې یو سپيدار چې د ټولو ترسترګو کېده.
ژباړه: برېښنا نسیمي