
راټولونه او ژباړه: برېښنا نسيمي
1. له هغو لاملونو سره وجنګېږﺉ چې ستاسو انګېزه ټکنۍ کوي او هغه لاملونه پياوړي کړﺉ چې، ستاسو انګېزه ځواکمنوي.
2. په ځان کې د بریالیتوب ځواک پياوړی کړﺉ. په خیال کې د بریالیتوبونو انځور ته وده ورکړﺉ او د نویو تجربو په ترلاسه کولو سره یې بشپړ کړﺉ.
3. تل د مثبت فکر کولو هڅه وکړﺉ. فکر و خیال مو له منفي اندونو څخه پاک کړﺉ او ژوند ته په مثبت نظر وګورﺉ، چې غمونه در څخه پښې سپکې کړي او خوښۍ درته غيږې پرانيزي.
4. خپلو بریالیتوبونو ته ارزښت ورکړﺉ. هغه بریالیتوبونه چې تر دې دمه مو په برخه شوي؛ نوملړیې ولیکﺉ او د خپل خیال په هنداره کې یې هره ورځ انځور وکاږئ، چې په ډاډه زړه ژوند ته هرکلی ووايئ.
5. له ژوند څخه خوند واخلﺉ او د هغو کارونو په ترسره کولو لاس پورې کړﺉ چې تاسو ته آرامښت او خوښي در په برخه کوي.
6. لید لوری مو پراخه کړﺉ. خپلې موخې ته د رسېدو له پاره پياوړي او ځواکمن اوسﺉ. ښایې له خنډونو او کږلیچونو سره مخ شئ خو د خپلو هلوځلو مثبتې پایلې په پام کې ونیسﺉ او د کم ارزښته مسایلو په اړه مه خواشیني کیږئ.
7. د ژوندانه له ستونزو څخه مه تښتﺉ. ستونزې په ژوند کې د ودې او پرمختګ لامل ګرځي، د انسان د ظرفیت جوړولو کړۍ پراخوي او انسان ته د دې توان ورکوي چې د هر ډول ستونزو پر وړاندې د یوه غره په څېر ودریږي او په راحتۍ سره مناسبې او منطقي حل لارې پیدا کړي. نو له دې کبله، ستونزو ته په خلاصه غیږه هرکلی وکړئ خو ورته تسلیمېږئ مه.
د ژوندانه ستونزو ته د حل لارې موندنې لپاره، باید ځینو کلېمو ته بدلون ورکړو:
· ددې پر ځای چې ووایو " ستونزه" راته پيښه شوې، ښه ده چې ووایو " مسئله" را ته پيښه شوې ده، ځکه چې مسئله حل لري.
· ددې پر ځای چې ووایو " ولې " داسې وشول ؟ ، ښه ده چې ووایو " څرنګه" وشول؟. څو یې لامل پیدا کړو، د منطقي حل لارې په لټه کې شو او له بیا ځلې تکرار څخه یې ډډه وکړو.
· ددې پر ځای چې ووایو " ماته مې وخوړله "، ښه ده چې ووایو " نوې تجربه مې ترلاسه کړه".
8. انعطاف مننونکي اوسﺉ. بدلون غنیمت وشمېرﺉ، له حده زیاته سختي د دې لامل ګرځي چې فرصتونه له لاسه ورکړﺉ. د نورو نظرونه هم واورئ خو د خپلو احساساتو او عواطفو په هکله هم د واقعیتونو پر بنسټ عمل وکړﺉ .
9. له خلکو سره په اړیکه کې شﺉ او خپلو ټولنیزو فعالیتونو ته وده ورکړﺉ. ټولنیز فعالیتونه له یوازېتوب او انزوا څخه چې د زر زړښت، د وینې فشار لوړېدو او اضطراب سبب ګرځي، مخنیوی کوي. کله چې له دوستانو څخه خفه کېږئ، له هغوی سره اړیکي مه شلوﺉ بلکې د اړیکو ښه کېدو لپاره لاره چاره ولټوﺉ.
10. هره ورځ دې ته پر ورته خبرو فکر وکړﺉ:
· تر هغه وخته چې خپله ونه غواړﺉ، هېڅوک نه شي کولای چې تاسو ورټي. (تئودور روزوېلټ)
· یوه ورځ یوه کس بودا ته سپکې سپورې وویلې، بودا هغه ته وویل: ستا له دې غوره ډالۍ څخه مننه کوم! خو متاسفانه نه شم کولای ستا ډالۍ ومنم. که چیرې څوک ماته ډالۍ را کړي او زه یې ونه منم، ډالۍ به په چا پورې تړاو ولري؟
· مینه نورو ته د یوې ډالۍ په توګه وړاندې کوم او خپله د نورو ډالۍ منم.
11. د خپل کار له ترسره کولو خوند واخلﺉ، که چیرې تل تر فشارلاندې وئ، یا مو کار ته لاس نه ورځي، دا په دې مانا ده چې له خپل کار څخه خوند نه اخلئ نو د دې له پاره مو خپل پام تر ډیره د کار پر مثبتو پایلو راټول کړی.
12. خپلو اړتیاوو ته اهمیت ورکړﺉ. تل د نورو د خوښۍ او رضایت ترلاسه کولو په فکر کې مه اوسﺉ. لږ د ځان معقولو اړتیاوو، سوکالۍ او هوساینې ته هم فکر وکړﺉ. دا د ځانځانۍ او خود خواهۍ په مانا نه ده.
13. عبادت وکړﺉ، ځکه عبادت د روح او روان سلامتۍ ته هومره اهمیت لري لکه هوا د تنفس له پاره. هر کله مبارکو او پاکو ځایونو او زیارتونو ته لاړ شﺉ او په یوازېتوب کې له خدای (ج) سره راز او نیاز و کړﺉ. دا معنوي اړیکې له تاسو سره مرسته کوي چې په سختو، منفي او ځورونکو شرایطو کې هم پر ځان ډاډه اوسﺉ.
14. مهالوېش ولرﺉ. له مهالوېش پرته ژوند ګډوډ وي. خپلو کارونو او بوختیاوو ته وخت وټاکﺉ او لومړیتوبونه مو په نښه کړﺉ. په دې سره ښايي له لږ فشار او سټرېس سره مخ شﺉ.
15. لومړی ځان ته وخت او ضرب العجل وټاکﺉ، بیا وروسته پر کار لاس پورې او سرته یې ورسوﺉ، که څه هم پایله یې هومره ښه نه وي چې تمه مو ترې درلوده.
16. خپلې لنډ مهاله او اوږد مهاله موخې په لیکنۍ بڼه وټاکﺉ. موخې مو باید هومره با ارزښته او زړه راښکونکې وي چې تاسو فعالیت او زیار ته وهڅوي، د موخو درلودل تاسو ته د څرنګه ژوند کولو لارې چارې ښيي.
17. خپلې موخې د واقعیتونو پر بنسټ وټاکﺉ. له واقعیتونو څخه پرسترګو پټولو هیڅ لاس ته نه راځي، او ښایې ستاسو د موخو تګلوري ته بدلون ورکړي.
18. له وېرې او ډار څخه د ځان ژغورنې په موخه لیکنه وکړﺉ. د ورځنیو خاطراتو او شخصي تجربو لیکل او د شعر ویل د دې لامل ګرځي چې خپل احساسات کابو او پر غم، غصې، ویرې او اندیښنې برلاسي شﺉ.
19. له وسوسو څخه خپل ذهن پاک کړﺉ، کنه هیڅ کار به نه شﺉ ترسره کولای، وسوسې ستاسو د لید زاویه محدودوي. د وړو مسایلو له پاره سرډیرمه خوږوﺉ، خپل هوډ او اراده د با ارزښته او ګټورو کارونو او مسایلو لپاره وکاروﺉ.
20. د کار او ژوند ترمنځ انډول رامنځته کړﺉ. کار کول ښه دي خو ژوند کول مه هیروﺉ. د رسمي او خصوصي ژوند ترمنځ د پولو نه ساتل د فیزیکي او عاطفي ستونزو لامل ګرځي.
21. د هرې ورځې په پای کې خپل ورځني کارونه په غور سره وارزوﺉ.
22. د لاندې تاکیدي عبارتونو تکرار مه هیروﺉ:
· هره ورځ چې قدم اوچتوم، د پخوا په پرتله ښه کېږم.
· زه دا وضعیت الهي مینې ته سپارم او په ښه کېدو یې کاملاً ډاډه یم.
· د خدای ج نعمتونه بې شمېره دي له دې امله د نعمتونو د زیادښت احساس کوم او پوهېږم چې خپلو ټولو نېکو هیلو ته رسیږم.
· زه ټول هغه کسان بخښم چې له ماسره یې بد کړي دي.
· زه پر خدای ج توکل کوم، هرڅه الله ته سپارم، هغه په هر حال، زمان او مکان کې ما په ټوله مانا درک کولای شي او په هرحال کې یې له نعمتونو څخه شکر ګذاره یم.
· زه له هغو خوړو څخه استفاده کوم چې وجود ته مې ګټه رسوي.
23. په پرېکنده توګه د نه! ویلو هنر زده کړﺉ. تاسو باید د " نه " ویلو ګټه او تاوان له ځان سره وسنجوﺉ، هغه کارونه پرېږدﺉ چې په زور یا د ګناه احساس له امله یې ترسره کوﺉ.
24. زیات شمېر مسوولیتونه مه منﺉ. داچې بېلابېل مسوولیتونه په یوه وخت کې ترسره کوﺉ ښایې پر ځان وویاړﺉ، خو واقعیت دا دی چې د کار ترسره کولو پرمهال د نه تمرکز او ستړیا احساس کوﺉ. د خپل ژوند په قدر پوه شﺉ او هغه کارونه چې په غاړه مو اخیستي له ترسره کولو څخه یې خوند واخلﺉ او د بریالیتوب احساس وکړﺉ.
25. خپلې ظاهري ښکلا او سمبالښت ته پاملرنه وکړﺉ. هغه کسان چې خپلې ځوانۍ، ښایست او جامو ته اهمیت نه ورکوي، هم یې پر خپله روحیه منفي اغیزه کوي او هم د نورو په روحیه.
26. په اونۍ کې یوه شپه تفریح او تګ راتګ ته ځانګړې کړﺉ. فکر وکړﺉ چې د کورنۍ له غړو یا دوستانو سره چیرته تللای شﺉ او یا څه ډول مثبته تفریح کولای شﺉ .
27. له دلیل پرته مسک شﺉ. ځان عادت کړﺉ چې د خپلو عادي فعالیتونو پرمهال وخاندﺉ. د خندا او ورزش اغیزې یوبل ته ډیر ورته والی لري. خندا کالوري سوځوي، اندروفین زیاتوي ،سټرېس کموي او پر ځان باور زیاتوي.
28. د ځان لپاره یو مرستیال وټاکﺉ او د لارښونو څخه یې استفاده وکړﺉ. د دوستانو له ډلې څخه یو کس د خپلو احساساتو او عقایدو د بیان له پاره غوره کړﺉ چې ستاسو په هکله قضاوت وکړي او ستاسو سره موخې ته د رسېدو او ستونزو ته د حل لارې موندنې په برخه کې مرسته وکړﺉ.
29. د خپل وجود د سلامتۍ په نعمت پوه شﺉ. د خپل بدن څخه ساتنه وکړﺉ، پاکۍ ته مو پاملرنه وکړﺉ، په سمه توګه خواړه، لوبې، ورزش او استراحت وکړﺉ.
30. منندوی اوسﺉ. هرهغه څوک چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه ستاسو خدمت کوي یا له تاسو سره مرسته او همکاري کوي، د هغوی قدر وپيژنﺉ او مننه ور څخه وکړﺉ. دغه کس ښایي ستاسو د کورنۍ غړی، دوست یا همکار وي، د کور یا د دفتر خدمتګار، ترافیک یا هم د ښاروالۍ کارکونکی وي.
31. خپلو پخوانیو دوستانو ته زنګ ووهئ! آيا په یاد مو دي چې کله یو پخواني ملګري په ناڅاپي توګه د ټلېفون له لارې ستاسو احوال اخېستی وي، هغه وخت مو څرنګه احساس درلود؟! خپلو پخوانيو ملګرو ته اېمېل وکړﺉ یا يې هم د ټلېفون له لارې احوال واخلﺉ.
32. په کافي اندازه خوب وکړﺉ. که چیرې ستاسو خوب پوره نه وي، د کار کولو په څېر بل هیڅ شی له خطر او سټرېس څخه ډک ندی.
33. ومنﺉ چې انسان تېروتونکی مخلوق دی. ښایي هغه وخت را رسیدلی وي چې ځان یا هم بل څوک د یوه څه په اړه چې پيښ شوي یا د یوې خبرې په هکله چې ویل شوي، وبښﺉ. تېرې شوې پېښې او تېروتنې ومنﺉ او هیرې یې کړﺉ. په دې پوه شﺉ چې وخت شا ته نشﺉ ګرځولای.
34. نوښتګره اوسﺉ او یو نوی مهارت زده کړﺉ. د خپل خلاقیت له انرژۍ څخه استفاده وکړﺉ، ښایې دغه مهارت لیکنه، انځورګري، بیارغونه، لاسي صنعت یا آن بڼوالي وي. دې ډول فعالیتونو ته وخت ور کول تاسو ته د ښادۍ او روغتیا احساس درکوي.
35. ځان په خپله ښاد او خوښ وساتﺉ. په واقعي دنیا کې نشو کولای له نورو څخه دا تمه ولرو چې موږ ته ښادي را په برخه کړي. خوشحالي ذهني حالت دی چې کیدای شي کاملاً ستاسو په کنټرول کې وي. خپل شاوخوا چاپیریال داسې برابر کړﺉ چې د ژوند مثبت فرصتونه ووینﺉ او خوند ترې واخلﺉ .
36. ځيني وخت باید شرایطو ته په کتو سره له خپل دریځ څخه تېر شﺉ. ښایې تل ونشﺉ کولای کړکېچن وضعیت ته بدلون ورکړﺉ، نو له دې امله له زغم څخه کار واخلﺉ او ځینې وخت خپل غبرګون او احساساتو ته بدلون ورکړئ.
37. په یوه بڼه له تکراري کار کولو څخه ډډه وکړﺉ. خپل ورځني مهالویش ته بدلون ورکړﺉ چې نوې انرژي پيدا کړﺉ. د کار او تفریح ترمنځ واټن رامنځته کړئ او په یوه آرامه چاپیریال کې د تفریح یا تفکر لپاره له کور او دفتر څخه د باندې ووځئ.
38. خپل ذهني انځور ته ارزښت ورکړﺉ. خپلې هیلې یاداشت کړﺉ او کرار کرار یې په واقعیت واړوﺉ، په دې توګه به تل د ځینو شیانو له پاره سترګې په لاره اوسﺉ او د خپلې انرژۍ متمرکزولو لپاره به اړین ځای ولرﺉ. خپلو کړو وړو ته په پام سره له خپلو تېروتنو درس واخلﺉ.
39. د خپلې بې جرأتۍ لاملونه پیدا او وروسته یې د لرې کولو په لټه کې شﺉ. له خپلو نیمګړتیاوو څخه خبریدل اړین دي، خو د دې نیمګړتیاوو له پاره ځان مه ځوروﺉ، څرنګه چې فکر کوﺉ ښايي تر هغه ډیر ښه، پياوړي او ځواکمن اوسﺉ او د یوه مثبت بدلون وړتیا ولرﺉ.
40. د خپل عاید زیاتوالي او اقتصادي سوکالۍ ته د رسېدو له پاره؛ د ښو لارو چارو په لټه کې اوسﺉ. په دې سره به د ځینو ستونزو مخه، چې ښايي له مالي اړخه تاسو په ژوند کې ورسره لاس او ګرېوان یاست، وتړﺉ.
41. خپل عاید او لګښت کنټرول کړﺉ. منځ لارې اوسﺉ، د کورنۍ بوديجي کنټرولولو وړتیا په ځان کې غښتلې کړﺉ او ترڅنګ یې پانګونه هم مه هیروﺉ.
42. بی ځایه بیړه مه کوﺉ، په ځنډ سره د یوه کار سرته رسول ښه دي، نه دا چې هغه کارهیڅ ترسره نه شي.
43. د پوښتنې کولو هنر زده کړﺉ. څوک چې پوښتنه نه شي کولای په ژوند کې یې بریا ناشوني برېښي.
44. په یاد ولرﺉ؛ هر کله چې له یوې هېښوونکې موضوع سره مخ کېږﺉ یا د یوه کار په ترسره کولو کې سرګردانه کېږﺉ؛ د یوې غوټې خلاصولو او د یوه نوي ټکي زده کولو په حال کې یاست.
45. ترکومه ځایه چې ښایي ځان مبارزې ته وهڅوﺉ، نه له اندازې زیات .
46. کله چې ماشومان لوبې کوي، خپل وخت لږ هغوی ته ځانګړي کړﺉ، هغوی وپيژنئ او کارکولو ته یې ځېرشﺉ.
47. په آزاده فضاء کې لس ځله ژوره سا واخلۍ او ټولې ستړیاوې او ذهني فشارونه له ځانه لرې کړﺉ.
48. وخت په وخت د طبيعت د ښکلاوو نندارې له پاره د باندې ووځﺉ، له آرامښت څخه په ډکه فضا کې قدم ووهﺉ ، آزاد طبيعت د خدای ج د قدرتونو هنداره ده، په ځیر سره ورته وګورﺉ او د خدای ج د نعمتونو شکر پر ځای کړﺉ.
49. د ذهني آرامښت له پاره د خپلې خوښې آرامه موسیقي یا هم کلاسیکې سندرې واورﺉ.
50. کله چې د یوه کار په تر سره کولو کې بریالي شوﺉ، د یوې ډالۍ په اخېستلو سره خپله بریا ولمانځﺉ. دغه راز د زوکړې ورځې ته ورته د بیلابیلو مناسبتونو په نومونو ځان ته د مبارکۍ کارت او ډالۍ واخلﺉ.
51. ځان ته ګلان واخلﺉ، ځکه ګلانو ته کتل د انسان پر روحیه خورا مثبت اغېز کوي. هغه کسان چې په خپل کور یا کاري چاپېریال کې ګلان او شنه بوټي لري، څلور برابره د نورو په پرتله آرامه، مهربانه، ښاد او باحوصله دي او دا حس په خپلو مثبتو کړو وړو سره نورو ته هم لېږدوي.
52. د ځان لپاره یوه وړوکې باغچه جوړه کړﺉ او هرډول ګلان او بوټي چې خوښيږي مو پکې ویې کرﺉ. کله چې ګلان اخلﺉ ، یو بوټی کرﺉ، آن دا چې په پارک کې کښينﺉ او شنې فضا ته ځير کېږﺉ، د ښادۍ، آرامۍ او تازګۍ احساس کوﺉ، مثبته انګېرنه په تاسو کې روزل کېږي او غمونه او اندېښنې درنه لرې کېږي.
53. د هندارې مخې ته ودریږﺉ او خدای ج ته د خپل وجود د سلامتۍ او ښایست د نعمت لپاره شکر وباسﺉ.
54. په ورځ کې له ۱۰ – ۳۰ دقیقو پورې پلی تګ وکړﺉ او د تګ پرمهال مسکا مه هېروﺉ. ځینې وخت د پلي تګ پرمهال سر پورته ونیسئ او په ډاډه زړه اوچت اوچت ګامونه واخلﺉ.
55. له تېر څخه درس واخلﺉ او راتلونکې په مثبت بدلون سره جوړه کړﺉ. فرصتونه غنیمت وشمېرﺉ او په ښه توګه ترې استفاده وکړﺉ.
56. د ځان ستاینه وکړﺉ، دا په دې مانا ده چې خپل قدر او ارزښت پيژنﺉ. موږ ځان ته دا تلقین کړې چې " زما له وسه ندي پوره، زه نشم کولای..." دا د شکسته نفسۍ په مانا نه ده، بلکې دا عیب او ګناه ده.
57. کله نا کله جلګې یا هدېرې ته لاړ شﺉ، دا کار د دې لامل ګرځي چې د ژوند په هکله ستاسو په لرلېد کې بدلون رامنځته شي او په همدې حال کې "څرنګه" ژوند کول زده کړﺉ.
58. ځیني وخت کتابتون ته لاړشﺉ او د خپلې خوښې وړ کتابونه ولولﺉ.
59. په یوه لیک کې له ځان څخه شکایت وکړﺉ! دا د دې لامل ګرځي چې خپلې تېروتنې درک کړﺉ او ویې منﺉ.
60. په کال کې دوه ځله اړو کسانو ته وېنه ورکړﺉ. د وينې ورکړه ستاسو روغتيا ته ګټه رسوي، په تاسو کې د ايثار روحيه پياوړې کوي او تاسې له خپل ايثار څخه خوند اخلئ.