
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند:
د پاکستان لخوا افغانستان ته کیښودل شوي شرطونه :
۱- افغانستان باید له هند سره خپلې اړیکې یا پرې کړي او یا هم کمې کړي.
۲- د اردو افسران د روزنې لپاره پاکستان ته ولیږل.
۳- پاکستان او افغانستان ترمنځ ستراتیژیک تړون کوم چې د پاکستان لخوا ورکړل شوی باید لاس لیک شي
که څه هم له تیرو شاوخوا دولسو کلنو افغان حکومت تل هڅه کړې چې د سولې په موخه له هرې ډلې سره خبرې وکړي
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند جانان موسی زي په نننۍ خبري غونډه کې پورتنۍ خبرې په واضح توګه وویلې.
اوس نو افغان حکومت د پاکستان په دریځ پوه شو نو باید بیا هم د پاکستان پسې وګرځي ؟
پرته له شکه چې د سولې په خبرو کې پاکستان خپله ګټه هر کله څارلې او هیڅ کله به هم له خپلې ګټې پرته کوم کار ونه کړي
ددې خبرو واضح کول په پاکستان کې د افغان طالبانو د مشرانو نیول او د ځینو وژل یې لویې بیلګې دي .
تردې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین ویلي چې کابل چمتو دی، چې د اسلام اباد له همکارۍ پرته د سولې او پخلاینې بهیر پرمخ یوسي.
لودین دا خبرې رویټرز ته کړې وې چې افغان حکومت به د بګرام زندان له سپارل شوو بندي جګپوړو طالبانو نه د سولې په برخه کې ګټه واخلي.
ورپسې د ولسمشر وياند اېمل فيضي فرانس پرېس اژانس ته ويلي چې پاكستان د سولې د پروسې د تخريب او د جګړې د ادامې په لټه كې دى او افغان دولت به د پاكستان د ځنډ او خنډ په تمه پاتې نه شي او خپله د سولې پروسه به مخته يوسي.
فیضي وویل، پاکستان نور د سولې له پروسې لاس اخیستی دی او د دې لپاره چې طالبان خبرو ته تشویق کړي او له جګړې لاس واخلي، داسي وارمخکې شرطونه يې ایښي چې منل یې امکان نه لري.
نن چې ولسمشر کرزی قطر ته روان شو مالومه نه ده چې د کومې خبرې پسې تللی ، خو له ارګ څخه په خپرې شوې ه اعلامیه کې ویل شوي، چې ولسمشر کرزی به د دوه ورځني سفر پر مهال د قطر د امیر محمد بن خلیفه آل ثاني په ګډون له قطري چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په ګډون به په افغانستان کې د سولې د خبرو د پروسې په اړه ورسره خبرې وکړي.
داسې ښکاري چې کرزی هم نور په پاکستان باور نه کوي ، خو آیا له افغانستان څخه لیرې پراته هیوادونه به د افغانستان په درد دعا شي ؟
نږدې یوه میاشت مخکې پاکستان په برېټانیا کې ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره به په ګډه په شپږو میاشتو کې سوله راولي او د سولې خبرو ته به زمینه برابروي خود پاکستان وروستیو څرګندونو دا ثابته کړه چې هغه هیواد نه شرق او نه هم د غرب په کیسه کې دی.
د پاکستان له پیدا کیدو راپدې خوا د افغانستان پروړاندې دوه مخی سیاست یې لوبولی دی ، خو دا خبره په وروستیو پنځه دیرشو کلنو کې ځینو افغان چارواکو هم کړې خو اوس په حقیقت بدله شوه.
افغان حکومت د پاکستان ددغه راز سیاست پروړاندې دریدل باید څو کاله مخکې کړې وایی ځکه هغه لار چې د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال جاوید لودین یې په هکله ویلي څه ناڅه پرې روان شوای وی.
په ورته وخت کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغان حکومت نږدې یو کال پاتې دی چې پای ته ورسیږي ، داسې ښکاري چې پاکستان غواړي وسله وال مخالفین دې ته چمتو او قانع کړي چې له نوي راتلونکې حکومت سره خبرې وکړي ځکه خو له اوسني حکومت سره نږدې دولس کاله وډزوله.
په ورته وخت کې پاکستان بیا هم په کونړ ولایت خپلو راکټي بریدونه یو ځل بیا پیل کړل چې دا هم پر افغانستان زور اچول دي.
د سولې خبرې اترې د افغان او پاکستان هیوادونو ترمنځ د یوې سیالۍ په توګه ګڼل کیږي چې دواړه هیوادونه پکې خپلې ګټې نغښتي بولي.
خو پوښتنه دا ده چې ولې پاکستان په وروستیو کلنو کې افغانستان له خوږې پښې نیسي ؟
مالومامه نه ده چې ولسمشر کرزی به له قطر سره کوم څه له ځان سره راوړي ، پاکستان چې د طالبانو د واکمنۍ لومړنی او کلک ملاتړی هیواد وو ، آیا په اسانۍ سره په لاس کې آهو ( افغانستان ) له لاسه ورکړي ؟
په درنښت
وحیدالله فیضي ساپی