په یوشتمې پیړۍ کې دویم ډیورنډ

 
په خواشینۍ سره چې نن مې د خبرونو ویب پاڼې کتلې او سترګې مې په داسې یو خبر ولګیدې چې د ځانمرګي بریدونو د خبرونو څخه هم خواشینونکی وو.
د افغانستان د تجزیې خبره درته یادوم ، تاسې ټول پوهیږۍ چې یو مشهور خبره لرو ،‌هر سړی تر خپل مطلبه پوری یار دی ، ما د خدای لپاره یار لیدلی نه دی، هرکله چې افغانستان تجزیه شوی او یا د تجزیې خبره یې په اړه شوې انګلیس په کې لاس درلودلی ، اوس هم دا طرحه جوړه شوې چې افغانستان په اتو برخو وویشي او یو مرکزي جوړښت به هم ولري خو زما په آند دا کار شونی نه دی ځکه دلته په دې هیواد کې قومونه په ټولو ولایتونو کې داسې ویشل شوي چې ویشل یې له شونتیا څخه خو څه کوې د احمقانو کار دی.
د افغانانو اصلي ستونزه له پاکستان سره ده ځکه له تیرو څه باندې دیرشو کلنو راپدې خوا افغانستان د پاکستان له لاسه ویجاړ دی او په تیرو څه باندې یولسو کلنو کې پاکستان چې د ترهګرو د ځالو او ترهګرو د روزلو په مرکز په نړۍ کې نوم لري افغانستان ته هره ورځ په لسګونو ترهګر رالیږي.
فرض که دا هیواد په اتو برخو وویشل شو او هر چا خپله برخه یوړه ، خو د افغانستان ختیځ چې له پاکستان سره اوږده پوله لري هغه به څنګه کیږي ؟
د افغانستان ویشل نه یوازې ګټه نه رسوي بلکې د افغانستان کورنۍ ستونزې او جګړې به لا نورې هم زیاتې کړي، اوس چې د افغانستان ډیری ولس یعنی پښتانه له ستونزو سره مخ دي‌ او هره ورځ یې بچیان په بیلابیلو پلمو وژل کیږي راتلونکې ستونزې هم ورته زیږول کیږي.
د دویم افغانستان له جوړولو سره به پاکستان بیا هم افغانستان آرامه پرینږدي ، دا ستونزه به هله اواره شي چې یا ډیورنډ له منځه ولاړ شي او یا هم پاکستان.
اوس پر  کونړ د راکټونو خبره ، د پاکستان دا کار په ښکاره توګه ټول پت رازونه ښکاره کوي چې ولې نړیواله ټولنه پاکستان ته ځواب نه وايي ، ټولو ته مالومه ده چې غواړي له هغې خوا هم د افغانانو فکرونه بوخت وساتي چې له یو غم څخه خلاص شوي نه وي چې بل ورته زیږیدلی وي.
په اوسني حساس وخت کې چې افغانستان په سیند لاهو دی او لا هم د ډوبیدو په حال کې له ولسمشر نه نیولې تر یوه عادي کس او تش په نامه سیاسي کړیو هیڅ هم نه دي کړي او به بهرنیو سره د افغانستان په تجزیې کله په بهر او کله هم دننه په کور کې مرستې کوي او پلانونه جوړوي.
زما په آند که چیرې یو پیاوړی سیاسي خوځښت د یوه پیاوړي افغانستان د جوړولو لپاره پورته نه شي او ملي روحیه په ټولو افغانانو په تیره ځوانانو کې رامنځ ته نه شي نو لیرې به نه وي چې موږ به په یویشتمې پیړۍ کې د دویم ډیورنډ شاهدان هم اوسو.
که څه هم په دې برخه کې کار شوی او اوس ماشاالله ځوانان پیاوړي دي او روښانه فکرونه لري او هره ورځ یې د پیاوړو حرکتونو شاهدان یو ، خو بیا هم ځوانان باید خپل ټول کارونه د ټولو په مشورې او یو ځای ترسره کړي.
نن باید د هلمند ځوانان ، د کونړ ځوانان ، د بلخ ځوانان ، د جوزجان ځوانان ، د بامیان ځوانان ، د ننګرهار ځوانان ، د سرپل ځوانان ، د غور ځوانان او په پایله کې د ټول افغانستان ځوانان سره یو فکر شي.
موږ لا د لومړني ډیورنډ په فکر کې یو چې څنګه یې مسله اواره کړو خبر نه یو چې د بل فکرونه هم موږ ته زیږول کیږي.
په دې هیله چې افغانان تیرو ناخوالو او ستونزو پسې ونه ګرځي‌ او د ویجاړ افغانستان د بیا ودانولو لپاره همدا اوس لاس په کار شي.
د لوی او پیاوړي افغانستان په هیله
په درنښت
وحیدالله فیضي ساپی