طبي ساينسپوهان دعوا کوي ، چې د وينې د لوړ فشار جېن يې موندلی

په امريکا کې د مېري لنډ پوهنتون د طب پوهنځی خبر ورکوي ، چې دوی په وجود کې دوينې د لوړ فشار اړوند جېن موندلی دی . د دغه پوهنځي يوه مرستيال پروفيسر پردغه نوي جېن خپلې څېړنې بشپړې کړي او وايي ، چې نوموړی جېن پر بډوډو ( پښتورګو) اغېز کوي او په وينه کې د مالګې کچه لوړوي او په دې توګه د لوړ فشار لامل ګرځي. که دا څېړنه سمه وي ، نو دالومړی ځل دی ، چې د وينې د لوړفشار جېنيټيک لامل په ګوته کيږي او له دې سره به د وينې د لوړ فشار په درملنه کې هم چټک پرمختګ رامنځته شي.