غله دي که پولیس ....؟

خالد احمدي  
دا د وه اونۍ کیږي، چې د میرویس میدان په سیمه کې یوشمیروسلوال کسان ، چې ځانونه د جنايې بخش کارکوونې معرفې کوي د یوشمیر نجونو سره لاسونه یو کړي او غواړي ، چې له دي لاری د خلکو نه پیسې وشکوي په تیره یوه اونۍ کې دا پنځمه پیښه ده چې ترغوږونو مې رسیږي .
یوشمیر نجونې د میرویس میدان په سیمه کې،  چې په رنګا رنک جامو او زیوراتو نه برخمنې دي  یوه او بلې خواته په ناز ناز قدمونه اخلې او داسې اداګانې کوي ترځو دخلکو پام ځان ته واړوي خو دغه نجونې داسې کسانو پسې یوه اوبلې خواته ګرزي چې د کلیوالو سیمو نه ښارته راغلې  وي او په اسانې  سره وکولې شی جیبونه يې خالې کړي .
دوه ورځې مخکې د وه کسانو،  چې د لوګر ولایت اوسید ونکې وه په یوه  ښاري  موټر کې ناست  د ښار په لور روان وه زه هم په موټر کې سور شوم او د دوي ترڅنک په چوکۍ کیناستم موټر، چې د ښار په لوري حرکت وکړ دوي هم په خپلو کې سره خبري پیل کړي زه هم ښه ورته ځیر شوم کله چې په اصلې خبره پوه شوم زه هم ورنژدی شوم د پیښې په اړه می ورنه وپوښتل هغه هم خپله تیره شوي کیسه داسي پیل کړه.
شپه مې په وصیل اباد کې د  خپلوان  په کور کې تیره کړه سهار د چای نه مخکې کوټه سنګې ته ولاړم  غوښتل مې، چې د کورنۍ لپاره یوڅه اړین وسایل  واخلم او ډیر زر بیا میوند جادي ته ستون او په هغه ځاي کې مې هم یوڅه کارونه درلودل چې په وخت یې ترسره کړم  شپه خپل کورته ورسوم چاي مې په یوه هوټل کې وڅښو د سودا د اخستلو لپاره له هوټل نه بهر شوم  څو قدمونه مې نه وه اخستې ، مخې ته مې یوه نجلۍ چې زیړي پنجابې جامي یې په ځان کي وه ودریده وویل سلام ما هم ځواب ورکړ بیا یې وویل  زما دغه دویمه ورځ ده ، چې د پیښورنه  راغلې یم پرته د خاله له کورنه می نورهیڅوک نه پیژنم او نه لرم  نه دغه ځایونه پیژنم. که زما سره مرسته وکړي دعباسین ځدران مارکیت مخې ته مې ورسوی ډیره به خوښه شم او یا ووایه چې کوم لوري ته دي  زما دخاله زوي راځی هغه راته وویل چې ددغه مارکیت ترمخې ودریږه زه د رځم ما هم خپل سر ورته وخوڅاوه زه یې په خبرو هم په سمه توګه نه  پوهیدم فارسی يې داسی تلفظ کوله لکه ټول وخت یې چې په ایران کې تیر کړي وي زه ته سر شوم نجلۍ راپسې شوه دوه دري قدمونه مو نه وه اخسیې چې یوه چاراباندي غږ وکړ ودریږه قدم وانخلې نجلي هم وویل ایستاد شو کارت داره زه هم ود ریدم هغه سړي چې دریشي یې په ځان کې وه تپنګچه یی په غاړه وه په قهر وویل چې داځوک ده چیرته ورسره ځی ما ټوله کیسه ورته وکړله نجلې ته یې وویل دارښتیا وایې نجلې په خندا ورته وویل نه دروغ وایې ده عوښتل چې ما له ځان سره بوزي سړي یوه ځای ته تلفون وکړ نه پوهیږم چې رښتیا یې ویل که دروغ په تلفون کې ورته وایې دادي دوه کسان می ونیول موقعیت ونیسه امر ته ووایه ترڅو چی درځو د ویلو تیاري ونیسه تلفو ن يې بند کړ ما او نجلۍ ته یې وویل راځي مونږ هم ورپسې روان شو په لاره نجلۍ ورته وایې رییس نن مو کارونه ښه پرمخ ځی تراوسه سهار نهه بجې دي دا دویم چال دي چې کامیابیږی تربیګا ډیر وخت دي سړی ورته وویل چوپه شه خبری مه کوه.
 د شاداب ظفر د بلاکونو په لوري روان یو د خلکو دګڼی ګوڼې نه لري شوه ماته وايې ته ولي داسې کارونه کوي مونږ دیرش کاله جهاد وکړ ددغو کارونو په ضد لوږي او تندي مو تیري کړي ته اوس هم داکارونه کوي خو مابیا کوښښ وکړ چي دځان دبې ګنا هې سپیناوی ورته وکړم خو وخت یې رانه کړ زه او نجلۍ یې په یوه ښاري ټکسي کې واچولو موټروان ته يې وویل چې دښار په طرف حرکت وکړه موټر له دري څلورو دقیقو وروسته ددهبوریو چوک ته راورسید دغه سړي چې څان يې دجنايې کارمند معرفې کړي وه د ټکسې چلونکې ته وایې داپوه کړه نه پوهیږم دايې لومړي ځل دي چې ښار ته راغلې دي هیځ نه پوهیږی د ټکسې چلوونکې مخ رابیرته کړ وویل چې یوڅه روپۍ ورکړه نور نو ځه په خپله مخه زه هم ناچاره وم بله لاره مې نه لیدله ډیر هیریدلې وم ما هم غوښتل چې له دغو بلاو څخه ځان وژغورم او د ښار څخه ځان وباسم خو زما ترڅنګ چې نجلۍ وه هغه په تلفون کې د خپلو ملګرو سره چټ کوو خوشحاله وه ماته بیه دسترګو له اړخه وکتل وبه خندیدله ډیره خوښه ښکاریده .
سړی بیا مخ را دیخوا کړ وویل په جیب کې دڅو روپۍ دي زه چې ډیر ویره اخسیې وم غوښتل چې له دغو ځایه په خیر ولاړشم دا زما لپاره هرڅه وه چې په خیر له دغو ځایه ولاړ شم رښتیا مې ورته وویل ، چې پوره لس زره افغانۍ لرم سړی وویل ته راکړه ماته ما هم بېله کومه ځنډنه جبی ته لاس کړ لس زره ټولې روپۍ مې ورکړي یوه اوبله خوایې واړولې وویل بدلې خوبه نه وي ومط ویل نه ظابط صیب وروسته له شمیرلو نه  اووه زره یې واخستې په  جیب کې یې واچولې پنځه سوه یې ټکسې چلونکې ته ورکړي دوه زره پنځه سوه یې ماته ونیولې  وویل، چی دغه درکوم په یوه شرط چې بیا داسی کارونه ونه کړي او دغه روپۍ چي مادرنه واخستې زمونږ نور مشران دي ورکوم یې هغه تلفون مې ،چې ورته وکړکه هغه ته ورشو نه یواځې چې روپۍ به درنه واخلې بندي به دهم کړي او دشپې به دې په ملی تلویزیون کې ښکاره کړي  زه هم په پیسو کې نه وم فقط وفقط غوښتل مې چې له دغو بلا نه  ځان وژغورم  دڅلورمې کارته ته نارسیده یې په موټروان غږ وکړ ایستاد کوو موټر يې ګوښه کړه ماته یې وویل ځه ورک شه له موټره کښته شه ماه په ډیره چټکې د موټر دروازه خلاصه کړه د موټرنه  کښته شوم کله مې چې دموټر دروازه وربندوله نجلۍ دموټرنه لاس پورته کړ په خندا خندا یې بای بای راته وویل جرکت یې وکړ ..
 دایوه پيښه نده چې زما ترغوږ را ورسیده داسی نوري پیښی هم په پنځمه حوزه دمیرویس میدان په شاوخواکې شوي دي دغه کسان  ځانونه دجنايې بخش کارکوونکې خلکو ته  ورپیژنې او دفاحیشو نجونو سره یې لاس یو کړي چې هره ورځ دخلکو دځورولو او لو ټلو لپاره پلانونه جوړوي .
که د دغو کسانو چلند چې له خلکو سره یې کوي همداسي دوام وکړي یو پلو به دخلکو کرکه دامنیتې کسانو سره زیاته شي او بل پلو به په ښارونو کې  د بې امني غلاوو او وژنو  دګراف کچه لوړه شي . په پنځمه امنیتې حوزی په سیمه کې ددغو پیښو سره جوخت دښپي پرمهال دخلکو کورونه غلا کیږي چې په تیره یوه میاشت کې په دغه سیمه کي زیات کورونه لوټ شوي خو امنیتې کسان یې په نیولو کې پاتې راغلې زما غوښتنه نه یواځې دپولیسو نه بلکې له ټولو امنیتې ارګانونو څخه داده چې ددغو ستونزو په کابو کولو کې پوره هڅه وکړي که ددغو ستونزو مخه ونه نیول شي ډیره ستونزی به راولاړي کړي چې بیا به دمخنیوی لپاره ډیره ناوخته وي