دحضرت عيسی عليه السلام په هکله اسلامي عقيده۹برخه

بسم الله الرحمان الرحيم
په تېرپسې............
۵:دحضرت عيسی عليه السلام بله معجزه  داوه چي له خټي څخه به يې دمرغه شکل اوصورت جوړکړونوبيابه يې په هغه کي وپوکل،نودالله پاک په امرسره به حقيقتًاترې مرغه جوړشو.
دباذني قيديې ددې لپاره ولگاووچي په دې مرغه کي روح اچول اوژوندی کول يې دالله پاک کاروو،دحضرت عيسی عليه السلام کارنه وو،لکه څنگه چي دحضرت مريم علیهاالسلام په گرېوان کي
پوکل دحضرت جبرائيل عليه السلام کاروو،خوله دغه پوکي څخه دحضرت عيسی عليه السلام پيداکول  اوپکي ساه اچول دالله پاک کاروو.
نودباذني قيديې ځکه ورسره ‌ذکرکړوچي څوک ددغومعجزوپه هکله خبرشي، داگومان ونه کړي چي دانااشناکارونه حضرت عيسی عليه السلام  کول،له دې څخه معلوميږي چي دی خدای دی؟
نودباذني په قيدسره الله جل جلاله  واضحه کړه چي داکارونه حضرت عيسی عليه السلام  په خپل قدرت سره نه کول،بلکي دادخدای پاک دقدرت نښې وې.
دحضرت عيسی عليه السلام کاريوازي پوکل وو،پيداکول اوروح پکي اچول دالله جل جلاله کارونه دي،يوه بېلگه يې داده  چي دحضرت جبرائيل عليه السلام دپوکلوله کبله دالله پاک په امرسره بې پلاره حضرت عيسی علیه السلام پيداشوی وو.
۶:دحضرت عيسی عليه السلام بله معجزه داوه  چي ده به پرداسي چاچي ړوندبه زېږېدلی وو،همدارازپه فيس(برگي)رنځ اخته ناروغانوباندي لاس تېرکړو،دالله پاک په امرسره به هغه رک روغ شول.
دلته يې هم دباذني قيدذکرکړی دی،يعني دلاس ورباندي تېرول ستاکاروو،دهغوناروغانوجوړول دالله پاک کاروو.
دامعجزه هم الله جل جلاله  حضرت عيسی عليه السلام  ته دده دپيغمبرۍ اوصداقت دثابتولولپاره ورکړې وه.
۷:بله معجزه يې داوه چي دالله پاک په امرسره به يې مړه راژوندي کول.
حضرت عيسی عليه السلام به چي کله وغوښتل چي يومړی راژوندی کړي،نودوه رکعته لمونځ به يې وکړ،له الله جل جلاله  څخه به يې دُعاءوغوښته چي ياالله!دامړی راژوندی کړه!
نوهغه مړی به راژوندی شو.
دغه حالت به چي چا وليده،هغه به په دې پوه شوچي دامړی په حقيقت کي دالله پاک په قدرت سره اودحضرت عيسی عليه السلام ددُعاءپه برکت سره راژوندی شو.
حضرت عيسی عليه السلام  دُعاء وکړه اوالله پاک دده دُعاءقبوله کړه اوپه خپل توان اوطاقت سره
يې مړانسان راپورته اوژوندی کړ.
په حقيقت کي راژوندی کوونکی حضرت عيسی عليه السلام  نه بلکي دحضرت عيسی عليه السلام خدای دی.
دحضرت عيسی عليه السلام دمعجزوحکمت:
علامه ابن کثيررحمه الله ليکي چي:ډېروعلماووويلي دي چي الله جل جلاله  هرپيغمبر په داسي معجزو سره دنياته رالېږلی دی چي دده دوخت سره سره مناسبي وي.
دحضرت موسی عليه السلام په زمانه کي جادواودجادوگرانوتعظيم اوقدرزيات وو،نوالله پاک حضرت موسی عليه السلام په داسي معجزوسره راولېږی چي هرپوه جادوگرهم ورته حيران شو(چي داڅنگه نااشناکارونه دي)
کله چي ددغوجادوگرانويقين راغی  چي دادالله پاک له لوري معجزې  دي  نواسلام ته يې غاړه کېښوده،اودالله پاک نيک بندگان ترې جوړشول.
حضرت عيسی عليه السلام الله جل جلاله دطبيبانو(ډاکټرانو)اوطبيعت شناسانوپه وخت کي راولېږه،نودالله پاک له لوري يې داسي دپېغمبرۍ نښي  ورته راوړلې چي هغسي کارونوته له هغه چاپرته چي دالله پاک تائيداومرسته ورسره ملگرې وي،دبل چالار نشته.
ځکه طبيب (ډاکټر)داتوان کله لري چي جمادات دي راژوندي کړي،يادي دمورزاده ړونداوفيس علاج وکړي اويادمړه راپورته اوژوندي کړي.
همدارازحضرت محمدصلی الله عليه وسلم الله جل جلاله  دفصاحت،بلاغت اولويولويوشاعرانوپه زمانه کي راولېږه.
اوداسي کتاب يې دوی ته دالله عزوجل له لوري راوړچي که انسانان اوپېريان ټول په دې سره راغونډشي چي دې(قرآن کريم)ته ورته کتاب جوړکړي،ياداسي لس سورتونه جوړکړي اويايوسورت داسي جوړکړي،نوپه دې کارسره هيڅکله نشي بريالي کېدلای که څه هم دوی ځيني دځينونورومرستندويان شي.
ددې لامل يوازي دادی چي دالله جل جلاله کلام دمخلوق کلام ته ورته نه دی.(بلکي دالله پاک اودمخلوق دکلام ترمنځ ډېرواضح اوروښانه فرق شته چي ددې فرق له امله څوک دالله کلام ته ورته کلام نشي برابرولای)(تفسيرابن کثيرملخصًاص:۴۰ج۲)
نودحضرت عيسی عليه السلام دمعجزويوحکمت دادی چي دده په زمانه کي طب اوډاکټري ډېره پرمخ وه،نوالله پاک ده ته دوخت سره مناسبه معجزه ورکړه،چي دداسي مرضونوعلاج يې دالله پاک په امرسره کاووچي دطب ماهران ورته گوته په غاښ پاته شول اوهغوی پوه شول چي دامعجزه ده ځکه که طب وای،نوطب خويوکسب دی چي دچازده وي هغسي کولای شي.
دايې يو حکمت دی.
بل حکمت يې ځينوعالمانوداويلی دی چي په يهوديانوماده پرستي ډېره وه،ددُنياسامانونه اومادياتوته يې دومره توجه وه چي الله جل جلاله  اوآخرت يې بالکل هېرکړی وو،دمعمولي دنيوي مفاداتوپه خاطردالله پاک په کتاب کي تحريف اوبدلون ته تياروواوتحريفونه يې په تورات کي وکړل.
حضرت عيسی عليه السلام په خپلودغومعجزوسره دوی ته په ډاگه کړه چي دالله پاک طاقت
ستاسوترټولومادي طاقتونه زيات دی.
نودزمکنيوخوندونواوطاقتونوپه مينه کي الله جل جلاله  هېرول داښکاره اوډېره لويه بې عقلي ده.
اودوی ته يې واضحه کړه چي داهرڅه نه دي چي ستاسوترسترگوکيږي بلکي تردې مخکي نورهم ډېرڅه شته،چي تاسوتراوسه نه دي لېدلي،چي يوه بېلگه يې دغه حيرانوونکي معجزې دي.
نويوازي په دغوشيانوسره له آخرت څخه مه غافله کيږئ!
۸:بله معجزه ورته داکول شوه چي يهوديانودده دوژلوپلان جوړکړ،نوالله پاک له دوی څخه رک،روغ،ژوندی اسمانونه ته پورته کړاوددوی ټول پلانونه يې ورشنډکړل.
داپه داسي حال کي چي حضرت عيسی عليه السلام  دوی ته ښکاره دپيغمبرۍ دلائل راوړل،خوبياهم دوی دخپلوناپوهي له کبله وويل:چي دا له څرگندجادوپرته بل څه نه دي.
نودوی معجزې جادووگڼلې،په داسي حال کي چي دمعجزې اوجادوترمنځ ژورتوپيرموجوددی ځکه معجزه هغه وي چي دهغه مثل بل څوک نشي راوړلای اوجادوخويوداسي فن دی چي څوک يې زده کړي،هغه يې کولای شي.
په دغومبارکوآياتونوکي الله پاک پرحضرت عيسی عليه السلام باندي دخپلوکړوانعاماتويادونه کړې ده چي په دې کي له يوې خواپريهوديانوباندي رددی چي دی دالله پاک يومحترم،غوره اوعزتمندبنده
اوپيغمبردی له بلي خوادده بندگي ثابته شوه اوله ده څخه دخدايي نفي وشوه چي په دې سره دنصاراوو(مسيحيانو)ردوشوځکه دروح القدس تائيداوتقويت،دده په ماشومتوب کي تربيت،دکتاب اوحکمت تعليم،ده ته دهدايت ورکول اودبني اسرائيلوله شرڅخه يې ساتنه داټولي داسي خبري دي چي
دادخدايي سره په تضاداوټکرکي دي.
دغه ټولي خبري ددې ښکارندويي کوي چي حضرت عيسی عليه السلام  خدای نه وو،ځکه خدای دچا
مرستي  اوتائيدته اړتيانه لري،دچاتعليم ته ضرورت نه لري اونه هم دچاساتني ته اړتيالري.
خوچي حضرت عيسی عليه السلام  دغوکارونوته اړتيادرلودله،داواضح دليل دی چي دی خدای نه دی،څوک چي يې خدای بولي،دهغوی خبره بې دليله اوغلطه ده.
الله جل جلاله  په دغوآياتونوکي پرحضرت عيسی عليه السلام باندي دخپلوانعاماتوديادولوپه لړکي دده دمعجزاتوپه يادولوکي مقصددادی چي دغه معجزې چي ده ته ورکول شوې وې،داپرده باندي دالله پاک له لوري انعامات دي،دادده دنبوت اوپيغمبرۍ لپاره دلائل دي،دده دخدايي دلائل نه دي اونه هم
دده دخدای دزويتوب دلائل دي.
لکه څنگه چي مخکي يادونه وشوه چي دخدای دغوکاروته اړتيانه وي.
حضرت عيسی عليه السلام  ته ځيني نوري معجزې هم ورکول شوې وي،خودبېلگي په توگه په دغوباندي اکتفاءکوو.



ليکوال:مولوي عصمت الله عزام