ننگ مو په قلم راخلاص كړ

  پتمنواوقدرمنولوستونكو!
پښتون توره په لاس نړۍ ته راغلى دى له تورې مې منظورهيمت اوسرلوړي ده.
پښتنوپه ټول عمرنه په چا تېرى كړى اونه ئې دچاتېرى زغملى دى كه چا دخداى بښلي تږي صيب د((پښتانه)) په نوم كتاب لوستى وي نودتاريخ په اوږدو كي به ئې له پښتنو سره دډول ډول ظالمانوناخوالې اوجفاوې ترسترگو شوې وي چه دا لړۍ لا تر نن ورځې همهغسې روانه ده خوبيا هم پښتون خپل ټټر دډال په څېردهرجابرگذارته نيولى دى.
په ماضي به ډيرڅه نه ليكم چه ستاسووخت ونه نيسم خوپه نيږدي ماضي اوحال زمانه به دومره درته وليكم چه په دا ورستيوكلونوكې په پښتنوباندې ستم اونارواپه ډيرسخت ظالمانه اونوي شكل عملي شوې اوعملي كېږي .
ډير زيات خومې داژړوي چه وخت داسې چا ته برمته كړوچه هغوى دخپل ټيټ ژونددبقا لپاره هرډول ټيټ اعمال ځان ته وسيله گرزوولي سرونه ئې د يوچا اوپښې ئې دبل چا په غيږكې پرتې دي دملي گټو،ملي وحدت اوزموږدگران هيواد افغانستان دسرلوړي خيال خو ئې هيڅ په سركي نه ورگرزي لنډه ئې داچه ددوى په يادوولوسړى شرمېږي .
تاسو په داورستيو كې په خپلوسترگووليدل اووينئ يې چه له خپلو ټولو جناياتو سره سره بيا هم دهرچا په سترگوكې خاوري وراچوي زموږ سپېڅلي،بيگناه پښتانه ځوروي اوپه ډول ډول پلموئې دزندانونوتوروتمبوته وراچوي چه له هغې جملې څخه ښاغلى ننگ يوژوندى مثال تاسو ته راوړلى شم.
دننگ په بدنامولودوى ټول پښتانه بدنامه ول چه له نيكه مرغه په دې ناوړوهڅوكې ناكام شول اودا ټول دهغو باتورو
اوپتمنوپښتنووروڼودقلم بركت ؤچه شپه اوورځ ئې دخپل بيگناه وروردازادي لپاره په ځان يوه كړې وه داكه زموږاتل ليكوالان وواوكه د ورځپاڼو،ويبپاڼواويانوروخبري رسېنيوچلوونكې وودټولودې كورونه ودان وي .
كه دپښتني تورې دخرپ زورډيرولېدلى ؤ داځل ئې دپښتون دقلم پړك هم سترگې ورړندې كړې نوراځى وروڼوچه همدا
شان په مخ ولاړشو،يواوبل ته په ډېره مينه اواخلاص لاسونه وركړو،دتورې په وخت توره اودقلم په وخت قلم وپړكوو ترڅودسترخوشال خان ارمان پوره اوخپل پښتون نسل ته خپلواكه اوسرلوړې راتلونكې وگټو.