
د جاپاني ساينسپوهانو يوه ټيم دعوا کړې ، چې دوی داسې ټکنالوژي رامنځته کړې ، چې له مخې يې کولی شي د انسان ماغزه ولولي . د دغه ټيم په وينا دوی کولی شي هغه څه چې د انسان په ماغزو کې تيريږي ، لکه خوب ، د کمپيوټر د سکرين پر مخ ولولي. دوی وايي ، چې اوس دوی کولی شي د ماغزو ځينې ساده عمليات د سکرين پر مخ راوړي ، خو ډېر زر به د ماغزو پرمختللې او مغلقې عمليې هم د ليدو وړ وګرځي .