
د نيوزيلنډ د ښاري دفاع وزير جان کارتر خبرداری ورکړی ، چی ښايي د نيوزيلنډ پلازمېېنه د ولېنګټن ښار د يوې سختې زلزې قرباني شي . د ده په وينا په راتلونکې نيمه پېړۍ کې په ولېنګټن کې د يوې سختې زلزلې د پېښېدو امکان شته ، چې ښايي د دوه لکو او شپږ لکو تر منځ قربانيان ولري . د دغه زلزلې د پېښېدو اصلي لامل په تاراناکي غره کې د اتشفشان د پېښېدو امکان ښودل شوی .