امريکايي ساينسپوهانو د هډوکو مصنوعي ماغزه جوړکړي

امريکايي ساينسپوهانو  د ميشيګن  پوهنتون په يوه لابراتوار کې د هډوکو داسې مصنوعي ماغزه جوړ کړي ، چې کولی شي وينه توليد کړي. دغه مصنوعي ماغزه د انسان په هډوکو کې د غرس کولو لپاره نه دي ، بلکې  کولی شي په لابراتواري ټيوب کې د وينې سرې ، سپينې او بنسټيزې حجرې توليد کړي.د ساينسپوهانو د مشر ( کوتوف) په وينا دا ماغزه کولی شي هم وينه جوړه کړي او هم د وجود د معافيت سېسټم پياوړی کړي.