دښار سوالګرغواړي ټولنه جوړه کؤی

سهار له کوره روان شوم په سړک د کوټه سنګی موټرونه ټه ولاړ وم له دوه دری دقیقی ځنډ وروسته موټر راغی دکوته سنګي په لور روان وه کله، چی ماته راورسید موټر چراغونه راکړل ما هم ورته دکوته سنګې د تلو وویل په موټر کې سور شوم له پنځه دقیقي مزل وروسته په کوته سنګی که د موټرو په تم ځای کې له موټره کښته شوم د یوه ضروری کارلپاره ښارته روان وم.  دښاری موټرونو تم ځای اوس د دهبوری چوک ته نژدی تللی ډیره لاره ده خو دهر قدم په اخستلو سره مې مخي ته ډلی ډلی  سوالګر راتلل دغه سوالګر که نارینه وه که ښځینه د هریوه  سره  یویا دوه ماشومان په غیږ کې دخوب په حالت کې پراته وه که اسمان شین وي که باران وی یا وریځ دغه بدبخته ماشومان یا د سړک په غاړه د سوالګرو په غیږو کې ویده وي ترڅو ښاریان په دغو ماشومانو زړه وسوځوی او زیاتی روپۍ جمع کړي، خو ځنی داسې ماشومان مي هم ترسترګو شول، چی یابه یی لاسونه یا پښې تړلې وه اوځنې نور یې د سوزولو په ملعم لړلې وي ترڅو خلک ورباندې زړه وسوزوې او ډیرې روپۍ  ترلاسه کړي . یوه سوالګر، چې خپل ماشوم  یې د سړک په غاړه په خټو او اوبو کې اچولې وه خو دغه ماشوم یوبل ډول راته ښکاریده (نیشه شوي وه  ) دموټرونو او خلکو ګڼه ګوڼه او ډول ډول اوا زونه وه خو ماشوم  یې په اړه هیڅ عبرګون نه ښکاروه د دغه ماشوم سره یوه ښځینه سوالګره وه پوښتنه مې تروکړه ، چې غواړم درسره خبري وکړم سوالګرې  هم  وویل  د څه په اړه ماوي ستاسره، چې دغه ماشوم دي ستا خپل دي که بل  څوک  سوالګرې ښځې  په قهرجنه لهجه وویل څوک دي خو زما زوي دي بل څوک ولي راولم له ځا ن سره مونږ خپلو بچیانو ته ډوډي نشو پیدا کولي ته وايې چې داماشوم ستا دي  دویمه  پوښتنه مې ورنه وکړه چې دغه ماشوم ولي په دغو یخه هوا کي نه ژاړی او نه بل څه وایی بیهوشه دي تاسو ددغه ماشوم دراتلونکې په اړه کوم احساس لري  سوالګره ښځه  په ژړا شوه په چیغو چیغو يې  وویل، چې زما دوه زامن او دري لورګاني دي یو یې زه له ځان سره راولم اوپاتې  نور می خپلو همسایګانو ته د میاشتې په دوه زره روپۍ  ورکړي او هغه يې دسوال لپاره له ځان سره ښارته راولې  او د غه ماشوم چې تاسو يې ګوري دا زما دویم زوي دي کله، چي مونږ له کوره راځو زمونږ ځایونه معلوم دي هرسوالګر خپل ځاي ته ځي او بل څوک نه پریږدو چې مونږ ته نژدي له خلکو نه روپۍ وغواړي اوماشومان چې مونږ له کوره راولو په کورونو کې ورته چرس ورکوو تر بیګا په هیڅ  نه  پوهیږي او د خلکو سره دهم خداي ښه وکړي زړه ورباندي سوزوي  ډیري  روپۍ  راکوي د دغو ماشومانو د راتلونکې په اړه مې ورنه وپوښتل هغه وویل چې مونږ هم همداسې لوي شوي یواو دغه  ماشومان به هم زمونږ په شان  ژوند ولري زمونږ په قوم او کورنۍ که چې ماشومان نړي ته راځې ښارته يې د پیسو د ټولولو لپاره بیایو، چې په همدغه سوال او سوالګري کې ځوان کیږي وروسته بیا، چي کله ځوان شي واده وکړي  بیا هغه نه کار بار کوي او نه سوالګري کوي خپله میرمن د یته اړ کوي، چې په ښار کې د خلکو نه  روپۍ ټولوي او خپل ژوند پر مخ وړي  . یوه بله خبره چې دغه میرمنې راته وکړه چې  د پاکستان څخه په سلګونو کسان راغلې  په دغو کسانو کې ډیري یی د پاکستان استخباراتې شبکې ته کار کوي، چې یو شمیر يې څه موده مخکې د ننګرهار په ولایت کې د ملی امنیت لخوا ونیول  شول خو دغه بهرنې سوالګر چې  یواځې  د کابل په ښارکې یې شمیر سلګونو تنو ته رسیږي دولت په اړه هیڅ غبرګون ندي ښودلی . او کومې نا امنې اوغلاوي، چې کیږي یو لامل يې همدغه بهرنې سوالګر دي. خو مونږ ټول پوهیږو چې یواځي بهرنې سوالګر نه بلکې  زمونږ زیاتره افغانان اوس عادت کړي او په سوال کولو روږدي شوي  د ښار په هره برخه کې په زیاته کچه تر سترګو کیږي خو زمونږ دولت يې په اړه چوپه خوله پاتې دي دکار وزارت په تیره یوه لسیزه کې یو داسي مرستون جوړ نه کړ چې دغه خواره واره سوالګر ورته راغونډ کړي . که د دغه وزارت لخوا داکار شوي وي  له یوه خوابه هغه ماشومان،  چې سوال ته اړ کیږي او په ډول ډول نیشيې توکو روږدي کیږي یا داسې نور درنو کارونو ته هڅول کیږي  د ښار څخه یوه خوندي ځاي ته غونډ کړي او په سمه توګه يې وروزي چې له یوه خوابه د دغو ماشومانو راتلونکې روښانه وي او ښه ژوند به  ولري او بل پلو به په ښارونو کې سوالګر نه ترسترګو کیږي  په امنیتې وضعیت کې به هم رغنده رول ولري وزارت کار وامور اجتماعي ته پکار ده چې دغو ستونزي ته جدي پام وکړي او  د سوال دود چې اوس افغانان  په یوه او بل نامه په بهرنیوهیوادونو کې هم پیل کړي که ددغو ستونزي مخه په وخت ونه نیول شي او اړونده اداري يې غم ونخوري لري به نه وي چي په یوه سیاسې ځواک بدل شی او په دولت کې به خپله ونډه غواړي داسې ګونګوسې هم شته چې دکابل ښار سوالګر غواړي یوه ټولنه جوړه کړي او په زرګونو کسانو ورته نوم لیکنه کړيده  .