
په دې ورځو کې د هیواد په
زیاترو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل کیږی . په میلیونو ماشومان او تنکي ځوانان د
ښوونځیو په لور روان دي.
د دې زده کونکو زیاترو کسانو یې
په افغانستان کې په خپله روښانه راتلونکی باندې باور دلاسه ورکړی دی . دا ځکه چې
دوی پوهیږی چې دوی که هر څومره په لوست او زده کړه کې زیار وباسی دوی نشی کولی د
لوړو زده کړو موسسو ته لاره پیدا کړي دا ځکه چې دوی ولیدل او یا د میندو او پلرونو
څخه خبر شوي دی چې تیر دولس کاله د کابل د ادارې د لوړو زده کړو وزارت د متعصبو ډلو
په واک و او دي .
د بلې خوا په لس ګونو زرو د ښوونځيو
د دولسمو ټولګیو فارغان چې د لوړو زده کړو څخه د کابل ادارې له خوا د ژورې سنجول
شوي توطبې له مخې برخې شوي دي د خپلو کورنیو ، دوستانو او د حق او عدالت د پلویانو
سره یوځای سړکونو ته د اعتراض په توګه راوزي . د ښوونځيو په پیل کیدو سره ډیر
امکان لري چې په میلیونو د ښوونځيو زده کونکی د معترضو فارغانو سره یو ځای شي .
که څه هم زیاتره د چارو شنونکی
او بې پرې سازمانونه د زده کونکو ادعا وی سمی ګڼې خو د کابل د ادارې مشر او د هغه انډیوالان
د معترضو ځوانانو لاریونونو او غوښتنو باندې چوپ پاتی شوي دي .
داسی نښې نښانې لیدل کیږی چې
افغانستان د لوی مثبت سیاسی بدلون په لور روان دی دا وار د ښوونځيو شاګردان او
فارغان به په ټولنه کې دا مثبت بدلون رامنځته کوي . دا ځکه چې د هیواد څوان نسل او
زیاتره روڼ اندې په دې باور شوي دي چې د اوسنی ادارې په حاکمیت کې د ملی سراسري ،
متوازن ، باکیفیته ، اغیزمن او د زده کونکو له پاره په برابرو حقوقو ولاړ تعلیمي
نظام نشي رامنځته کیدلی. او په هیواد کې د ډیرو بدمرغیو عامل په خپله د ځينو
متعصبو او فاسدو کړیو واکمني ده.
ددې لپاره چې موجوده اداره د
پوهنې په لاره کې ځان فعاله په ډاګه کړي . د ډیر و سختو امنتي تدابیرو په ترځ کې ،
په سمبولیکه توګه د یوې غونډې په ترځ کې د اماني او یا استقلال په لیسه کې، د ښوونځي
زنګ ( چې سوټک یې په ګلانو ښایسته کړل شوي وي )، د کابل د ادارې د مشر له خوا په ټنګولو
سره ، د نوي ښوونیز کال د پیل خبر ورکوي .
په دې غونډه کې د کابل ټول لوړ
پوړي چارواکي ددې له پاره چې ځانونه د علم او معارف پلویان په ډاګه کړي ګډون کوي .
او د غونډې د ګډون کونکو په لومړی کرښه کې کیني. همدارنګه دې غونډې ته د بهرنیو
هیوادونو د سفارتونو او موسساتو مشران هم وربلل کیږي .
ترانی ویل کیږي ګلانو ګیډې
وړاندې کیږی او د کابل د ادارې مشر هم یو ماشوم ( چې چپنه ور اغوستل شوی او ملا یې
په سره لته د چپ انداز په توګه ورتړل شوی په ناز او نعمت سره لوی شوي وي ) ، ماشوم
او د پوهنې سره د مینې د ښودلو په ډول ،په غیږ کې نیسي . او بیا عکاسانو ته موقع
ورکول کیږي چې تبلیغاتي عکسونه ترې واخلی . په دې غونډه کې د افغانستان ملی سرود
خپریږي خو د ملی سرود د ارزښت د کمولو د پاره ورسره جوخته د ( وطن عشق تو ) ترانه
خپریږي .
خو د کابل د ادارې مشر د هغه
سلګونو زرو کوچي ماشومانو چې په کیږدی کې د لوږې ژوند تیروي او ښوونځي نه پیژنی یو
هم په غیږ کې نه نیسي او حتی په نمایشي توګه یې په سرونو د شفقت لاس نه تیروي . او
یا د هغو په سلګونو زرو ماشومانو د ژوند ، علم او تعلیم څخه ځان نه خبروي چې د ده د
حاکمیت په دولس کلنه دوره کې ( دده د وسله والو پوځونو او یا د هغوی د ملاتړو
پوځونو او یا دده د مخالفو وسله والو کسانو په جګړو کې ) یې میندې ، پلرونه او یا
د کورنی نور مشران او د نفقه راوړونکی دلاس ورکړي دي.
په همدې غونډه کې د پوهنې وزیر
د اصلی لوبغاړي په توګه راڅرګندیږی د وینا په ترځ کې یو پراګراپ په پښتو وايي او
درې پراګراپه په پارسي ژبه . د پوهنې وزیر هم د اوسنی ادارې د کړنو په هکله لاپې
شاپې وهي چې څومره ښوونځيو ته یې ودانی جوړې کړي دي. څومره ښوونکی یې د لوړو زده
کړو او تجربو لرونکی دي او څومره کمبودي شته ده . د کتابونو د چاپ په هکله هم ځینې
ارقام ورکوي او بیا وروسته په افسوس سره وايی چې تر اوسه نږدې څلور او یا پنځه
میلیونه ماشومان ښوونځيو ته د تګ څخه بې برخې دي او نږدې څلور سوه ښوونځي تړلی پاتي
دي او وروسته بیا په مخالفینو باندې هم په دې هکله د مرستی کولو غږ کوي.
وروسته بیا د کابل د اداری مشر
هم د پوهنې د اهمیت او چارواکو د فعالیت په هکله خبرې کوي چې هغه هم درې پراګراپه
په پارسي او یو پراګراپ په پښتو وايي او په ځانګړی توګه هغه څه په پښتو وايي چې
مخاطب یې مخالفین او طالبا ن وي . هغه په دې ډول نړیوالو ته دا پیام په غیر
مستقیمه توګه ورکوي چې مخالفین او طالبان پښتانه او د پوهنې په لاره کې د ستونزو پیدا
کونکي دي.
د کابل چارواکی خلکو ته په غیر
مستقیمه توګه دا پیام ورکوي چې ګواکی دا د دوی د لطف او مرحمت نتیجه ده چې په
افغانستان کې د پوهنې دا بهیر روان دی.
چارواکی ددې له پاره چې ځانونه
ډیر ښه او فعال په ډاګه کړی نو ځینې شمیرنې د پوهنې په ډګر کې وړاندې کوي او غواړي
د دوی د واکمنی په بهیر کې پرمختیاوې د خلکو په سترګو ورننه باسي.
دوی اوسني پرمختیاوې د طالبانو
د حاکمیت په مهال د پوهنې د بهیر سره مقایسته کوي . د کابل د پوهنې چارواکي دا زړه
او همت نه شي کولی چې په افغانستان کې اوسنی د پوهې پرمختګ د مرحوم استاد برهان
الدین ربانی د حکومت ( چې د ډاکتر نجیب الله په استعفا سره پیل او د طالبانو له
خوا د کابل په نیولو سره پای ته ورسید ) پرتله کړي .
په هغه مهال په ټول افغانستان
کې یوه ښوونځی هم فعاله نه وه او نه د لوړو زده کړو کومې موسسی درک درلود. د
ښوونځيو ودانی د ملیشاو مرکزونه او یا د بې ځایه شوو خلکو د اوسیدو ځایونه و. د
کابل پوهنتو ن د وحشی ملیشاو د جرمونو او جنایتونو مرکز و . د پوهنتون ټول علمی او
اداري اسناد په قصدي توګه له منځه وړل شوي و.
د کابل چارواکی واييٍ چې د
طالبانو د واکمنی په مهال کې د یو میلیون څخه زیاتو زده کونکو ښوونځيو ته لاسرسی درلود
او اوس د دوی د هڅو او مهربانیو له امله دا شمیر د اتو میلیونو څخه زیات شوي دی.
په زرګونو د ښوونځيو ودانی جوړې شوي دي . څو څو ځلی کتابونه د زده کونکو له پاره د
سره چاپ شوي دي او داسې نور.
د کابل د پوهنې چارواکی دا نه
وايی چې طالبانو د خپل حاکمیت په لومړیو ورځو کې یې د کابل پوهنتون سره فعال کړ او
دهیواد په ټولو سیمو کې چې د دوی تر حاکمیت لاندې وې ښوونځي د سره پرانستل شول او
د نجونو په هکله یې وویل چې د شرایطو په سمیدو سره به هغوی هم ښوونځي ته ولاړې شي.
دا ښکاره ده چې په هغه مهال کې
طالبانو په ډیرو لږو امکاناتو سره په هیواد کې د پوهنې بهیر د سره پیل کړ.
دا د افغانستان د خلکو غوښتنه
او د نړیوالې ټولنې بې شمیره مرستې او فشار نتیجه ده چې د پوهنې اوسنی سیستم
رامنځته شوی دی. دا د کابل د اوسنی نظام د لوړ پوړو چارواکو د پوهنې سره د مینې کومه
پایله نه ده .
په هیواد کې د پوهنې د چارو
څارونکی د پوهنې په ډګر کې لاندې بنسټیزه ستونزې ګوري چې ددې ستونزو اصلی رامنځته
کونکی په خپله چارواکي دي . چې موږ په لنډه توګه ورته اشاره کوو:
· په هیواد کې په میلیونو زده کونکي په مورنیو
ژبو باندې د زده کړو څخه بې برخې والی او په دې لا ره کې د ژبنی تعصب حاکمیت
· په قصدي او پلان شوی توګه د څلورو او یا
پنځو میلیونو پښتنو ماشومانو ښوونځیو ته د تللو څخه مخنیوي
· په درد نه خوړونکی او د سر خوږونکی تعلیمی
نصاب
دا په بشپړه توګه اوس ښکاره
واقعیت دي چې په افغانستان او په سیمه کې د ژوند په هر ډګر کې د پښتون اولس سره
ظلم او تیری د کابل ادارې او د هغه د سیمه ایزو ملاتړ کونکو ( پنجاپ او تهران) د
ورځنیو سیاستونو مهمه برخه تشکیلوی .
یو ددې څخه په مورنیو ژبو
باندې د زده کړو حق څخه بې برخې والی دی. په دې کې د هیواد د اکثریت ژبو ویونکی زده
کونکي شامل دي خو ددې زده کونکو اتیا سلنه پښتو ژبی زده کونکي دي چې د هیواد په شمال
، لویدیز او نورو برخو کې په مورنیو ژبو د زده کړو څخه بې برخې دي.
کله چې د هیواد ځوانان په دې
برخه کې خپل جدیت وښيي او د پوهنې د چارواکو څخه د دې حق د تامین غوښتنه وکړي نو
بیا د کابل ادارې د پوهنې چارواکی هغه په پښتو ژبه ټولګي ورته ښکاره کوي چې د
ښاغلي محمدحنیف اتمر له خوا کله چې د پوهنې د وزیر په توګه یې دنده تر سره کوله
رامنځته شوي دي. او ورسره دا خبره غوټه کوي چې تاسو موږ ته طرح راکړی موږ به هغه
وګورو او بیا که سمه وه اجرات به وکړو.
دلته د طرح موضوع مطر ح نه ده
دلته د په مورنی ژبه باندې د زده کړو حق او پرنسیپ مطرح دی. دا حق باید د هیواد
ټولو زده کونکو ته ورکړل شي باید په ټول افغانستان کې یو زده کونکی هم باید په
مورنی ژبه د زده کړو د حق څخه بې برخې پاتې نه وای . خو کابل د پوهنې چارواکی چې
تر اوسه د طرحې په لټه کې دي. دا د وخت د تیرولو او په دې توګه د خنډونو د
ایجادولو په مانا دي.
په افغانستان کې د مورنیو ژبو
باندې د زده کړو د حق د تامین په لاره د خنډ او ځنډ د ایجاد له پاره یو تور مثلث
ایجاد شوي دی چې ددې مثلث په سر کې د کابل اداره او نور کنجونه یې تهران او د
پنجاپ ا ستعماري – تروریستي اداره تشکیلوي .
دا چې د پوهنې چارواکي په ټول
افغانستان کې هر چیرې پارسي ژبي ماشوم ته په مورني ژبه د لوست امکانات برابر کولی
شې په همغه ډول د اساسی قانون سره سم( د اتباعو د برابر حقوقو د اصل په بنسټ )د
چارواکو مکلفیت دي چې په ټول افغانستان کې پښتو ژبو او د نورو ژبو ویونکو زده
کونکو ته په مورنیو ژبو د لوست امکانات برابر کړې.
دوهمه مهمه مسله د څلورو
میلیونو ماشومانو چې نوي سلنه یې پښتو ژبی دي د زده کړو څخه بې برخې والی دی . د
پوهنې چارواکی ددې له پاره چې خلک یې ګریوانونو ته لاسونه ور اوږده نکړي دخلکو د
تیرایستلو د پاره د دې سبب په نا امنیو ور اچوي.
په دې کې شک نه شته چې نا امنی
ډیره لږه اندازه ددې ماشومانو او تنکیو ځوانانو د زده کړو په لاره کې خنډ دي خو
اصلی سبب یې د خلکو په باور د په ولایتونو کې د د ولتي او پوهنې د چارواکو د نه
پاملرنې او د مرکزي چارواکو د نه جدیت نتیجه بولی . کتونکی اوس په دې شک شوي دي چې
ښايي دا به هم د پښتنو په بې سواده ساتلو کې د لوی پروګرام د پلي کولو یوه برخه
واوسي .
په تیرو دولسو کلونو کې په سل
ګونو زره تنه زده کونکی د افغانستان د ښوونځیو څخه فارغ شوي دي . خو دا فارغان په
ټولنه کې دکوم مثبت کار د تر سره کولو وړتیا نلری . میندې او پلرونه ورته وايی چې ښوونځی
ته ستا دولس کاله تګ او راتګ څه ګټه وکړه. په ښوونځي کې داسی څه دروښودل چې په درد
درته وخوري . ددې په ځاي چې د پسونه څړولی وای او یا د کوم مستري سره مې شاګرد کړی
وای یو ځه به درته په ګټه تمام شوي و .
دا ټول د په درد نه خوړونکی او
د سر خوږونکي تعلیمی نصاب شته والی نتیجه ده .
چارواکی ووایي چې هغه دی لیک
او لوست خو یې زده دی. که چیرې موږ په دقیقه توګه د دولسمو ټولګیو هغه فارغان چې شخصي
کورسونه یې نه وي تعقیب کړي او په ټولګی کې یې درجه د لسو څخه ټیټه وي هغوی حتی یوه
رقعه هم نه لیکلی او نه لوستلي شي . دا دا مانا لری چې حتی په دې ښوونځیو کې یو
وګړی باسواده کیږي هم نه .
د پروګرام مطابق د لیک او لوست
زده کړه درې میاشتې وخت نیسي نه دولس کاله.
د دولسمو ټولګیو هغه فارغان چې
لوړو زده کړو ته لاره نه پیدا کوي هغه ته دده دولس کلن تحصیل کومه ګټه نه لری که
داسی نه وي نو د پوهنې چارواکی دې ووايي چې د دولسم ټولګي څخه یو فارغ د ځان او
ټولنې د پاره څه کولی شي؟
راځي چې واقعیت وڅیړو ، په
عمومي ډول هغه څه چې په تعلیمی نصاب کې شامل کیږي چې :
· هغه څه چې ټولنه یې د پرمختګ له پاره ورته
اړتیا ولری
· د اوسنیو علمی پرمختګونو په بنسټ ترتیب کیږی
· د زده کونکي ته د ژوند په بهیر کې مرستندوی
واوسي
د افغانستان تعلیمي نصاب د ټولنې
او د وګړي د اړتیاو او علمی پرمختګونو له مخې نه تنظیم کیږي بلکی د سیاسی پوچو او
د تعصب څخه د ډکو افکارو له مخې تنظیم شوی او په ځینو مواردو کې ځينې مضموونونه مضر
تمامیږي. د وخت د پیدا کیدو په صورت کې به د تعلیمي نصاب د کیفیت او موثریت او د
هر مضمون په هکله څو مفصلی لیکنې وکړم.
د تعلیمی نصاب دقیقه څیړنه
غواړی چې باید د بې پرې او متخصصو کسانو له خوا تر سره شي.
د ساري په ډول په ښوونځيو کې د
نشه يي توکو په هکله د لوست شامل کول. هر ماشوم د کنجکاوی حس لری کله چې ددې په
هکله ښوونکی خبرې وکړی او په کتاب کې لوست ووايی نو دی هڅه کوي چې دا مواد وګوري
او خوند یې وڅکي . یوه ورځ ما یو ماشوم ولیده چې لوست یې زده کاوه ، هغه ویل چې
چرس عبارت دی له توربخونی مادې څخه چې ځانګړی بوی لری. او بیا یې د تریاکو او
پوډرو تعریفونه زده کول. په پاي کې یې ماته وویل کیدای شي ماته چرس ، تریاک او یا پوډر
پیدا کړې چې ویې ګورم.
ددې موضوع په لیدلو سره پوه شوم
چې دا لوست په خپله د پوډرو د مافیا له خوا چې په کابل اداره کې واک لری شامل کړل
شوي دی تر څو راتلونکی نسل د ښوونځي له لارې په نشه يي توکو یو روږدې نسل رامنځته
کړي. دا ځکه چې ماشومان د پلټلو عادت لری حتما یې ګوري او بیايي مزه هم څکي.
هر کال د نورو کورنیو په شان
زه هم خپلو ماشومانو ته دهر کال په پیل کې د کتابونو له پاره بکسونه رانیسم که هر
څومره د ښه کیفیت لرونکی بکس راونیسم بیا هم په درې څلورو میاشتو کې د منځه ځي .
دا ځکه چې په هر ټولګي کې اتلس ، نونس مضمونونه تدریس کیږي او که چیرې د هر مضمون
یو کتاب او کتابجه په نظر کې ونیول شي څلویښتو ته رسیږي که قلمونه او پرکار
ورباندې زیات شي نو بیا په بکس کې د هغه ځایوول او وړل خورا ستونزمن کیږي. چې له
دې امله په درې میاشتو کې بکس استهلاک کیږی او د زده کونکي اوږه هم ټپي کوي .
راځو دې موضو ع ته چې اوس مهال
زیاتره مضمونونه د زده کونکو له پاره په درد نه خوري مثلا:
د جغرافیا مضمون دومره په دره
خوري چې خپل هیواد او ګاونډیان پرې په سرسري توګه وپیژنې. دا چې د نیل دریاب د کوم
ځایه پیل او چیرې ختمیږي ، دا چې کوم هیواد په کوم طول البلد او کوم عرض البلد کې
دی ، دا چې ویتنام نفوس څومره دی، په ارجنټاین کې کې څومره پسونه دي، د امریکا
څومره غنم دي ، فرانسه څومره شراب تولیدوي ، په افریقا کې څومره سپین پوستی او
څومره تورپوستي دي ، دا چې په چین کې څومره مسلمانان او څومره بودایان اوسیږی ، دا
ارقام په ورځنی توګه بدلون مومي په مشکل سره په یادیږي او په ډیره لږه موده کې
هیریږي . دا زده کونکو ته څه په درد خوري؟
د تاریخ مضمون یوازې د هیواد
معاصر تاریخ په لنډه توګه د هیواد زده کونکو ته په زړه پورې دی ، د اروپا تاریخ، د
افریقا تاریخ، د امریکا تاریخ، د ویتنام تاریخ، د عربو تاریخ، د نومونو ، مړو او
ژوندو د شمیر سره دزده کونکی څه په درد خوري؟
په دې کې هیڅ شک نه شته چې په
ښوونځي کې باید ژبې ته پاملرنه وشي. خو په افغانستان کې به یو دري ژبی او یا د
کومې بلې ژبې ویونکی زده کونکی به هم پیدا نشي چې ووایي ما پښتو ژبه په ښوونځی کې
د پښتومضمون د لوستلو څخه زده کړي ده. همدا ډول په برعکس توګه.
که چیرې په ښوونځي کې دري او
یا پښتو ژبه زده کیدای نو به د دای کندي ولایت دلیسو فارغانو چې لوړو زده کړو ته
یې خورا لوړې نمرې ( په جعلی توګه ) ورکړل شوي وې د نورین د تلویزیون په یوه
مناظره کې د پښتو د ژبې د پاره د ترجمان غوښتنه نه کوله. چې دا دنده د پروګرام
مخته وړونکي په غاړه واخیسته .
د دای کندي ولایت فارغانو وویل
چې موږ درې او څلور وروستي کلونه ښوونځي ته تللي نه یو ، هلته ښوونکی او کتاب نه
شته . په مقابل کې د پروګرام په مخ بیونکی ورته وویل چې په داسی حال کې چې ښوونځي
ته تللی نه یې او ازموینه مو هم تیره کړي نه ده نو په څه ډول تاسو ته د ښوونځي څخه
د فراغت اسناد درکړل شول ؟ خو په دې واقعیت باندې د پوهنې چارواکي پټه خوله دي . دا
په دې مانا چې بې د ښوونځي د لوستلو څخه پرته دا کسان په مستقیمه او جعلی توګه د
هیواد تر ټولو په لوړو زده کړو په موسسو کې شامل کړل شول.
همدارنګه د دري او پښتو
کتابونه د ژبو د زده کړو د پاره په مسلکی توګه نه د ي لیکل شوي او نه په ښوونځيو
کې دا ژبې په مسلکي توګه تدریس کیږي
که چیرې د پښتو او دري کتابونه
په مسلکی توګه لکه څنګه چې د نړیوالو له خوا د انګریزی ژبې د زده کولو کتابونه
لیکل کیږي په همغه ډول سره ولیکل شي یوازې په څلورم ، پنځم او شپږم ټولګي کې د
تدریس په نتیجه کې یو زده کونکی ددې وس پیدا کوي چې دوهمه ژبه زده کړی . او وروسته
په منځنې او لیسه په دوره کې د پښتو او دری مضمونو تدریس ته کوم اړتیا نه لیدل
کیږي .
په اتم ، نهم ټولګیو کې پنځه
ژبې تدریس کیږي ، دا به کوم نابغه وي چې په یوه مهال پنځه ژبې زده کړی. دا ژبې
عبارت دي له ، عربي، پښتو ، پارسي، انګلیسی ، او مورنی ژبه ( پشه یی ....) .په هره
ښوونځي کې باید یوازی یوه نړیواله ژبه تدریس شي . که چیرې په ښوونځي کې عربی ژبې
ته اړتیا لیدل کیږی نو بیا انګلیسی دې له نصاب څخه وایستل شی او یا برعکس.
لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه
چې د اغیزمن نصاب په موجودیت سره زده کونکی دوهمه ژبه کولی شي د زده کړو په لومړنې
دوره کې زده کړي چې وروسته په اوم ټولګي کې دا لړۍ باید غوڅه کړل شي. همدارنګه باید
په اوم ټولګي کې د مورنی ژبې تدریس د یوه مضمون په توګه ( پشه يي ، ترکمنی...) بند
شی دا ځکه چې نور لوست په مورنی ژبه باندې دی . چې په دې توګه په منځنې دوره کې یوازې
یوه بهرنی ژبه پاتې کیږی.
شکر دی چې د هیواد نهه نوي
سلنه خلک مسلمانان دی دوی ټول په کورونو کې خپلو ماشومانو ته دینی زده کړې ورکوی .
اوهم خپل ماشومان جوماتونو ته د دینې زده کړو د پاره لیږي . د جوماتونو ملاامامان
ورته په اغیزمنه توګه دینې علوم ور زده کوی. باید په زغرده وویل شي چې یو ماشوم
هغه څه چې په دوه یا درې کلونو کې په جومات کې دینې زده کړه کوی د ښوونځي د دولسو
کلونو د زده کړو څخه زیاته او په یاد یې کلکه ساتي.
که چیرې په موجوده تعلیمي نصاب
کې ریاضی ته وګورو ، د دولسمو ټولګیو فارغانو ته ( د پوهنې د وزیر او لوړپوړو
چارواکو په ګډون) یوازې ساده حساب، جمع ، تفریق ، ضرب او تقسیم په درد خوړلی دي .
ریاضی د طبعي علومو کیلی ده خو په ښوونځيو کې دا ډول تدریس کیږي چې زده کونکی نه
پوهیږي چې هغه به یې څنګه په کار راشي .
همدارنګه نور ځینی مضمونونه لکه
حرفه ، اخلاق، فرهنګ او داسی نور . ددې مضمونو کتابونه په بشپړه توګه بې محتوا او
بې ګټې دي . يه دۍ ډول د پوهنې چارواکی زیار باسی چې په موجوده نونس مضمونو باندې یو
بل هم ورباندې زیات کړي چې هغه به حب الوطن یا دیږي .
باید ووایو چې د افغانستان ټول
خلک د وطن سره مینه لری خو په هیواد کې به ډیر لږ لوړ پوړي چارواکی دي چې د وطن
سره مینه ولری . نو ځکه دا مضمون باید د کابل د ادارې لوړ پوړو چارواکو ته تدریس
شی. دا چې څوک یې ورته تدریس کړی ، ډیره ښه دا وي چې د هیواد یو داسې شپون ته چې ټوله
شپه او ورځ په میږو پسی روان وی او یا د هیواد کوم بل وګړی چې لاسونه تڼاکی کوي او
خولې په ځان بهوی او یوه ګوله حلاله ډوډی پیدا کوي ، دا دنده ورسپارل شي.
دا چې د ښوونځيو له پاره دا
کتاب به څوک لیکي او د حب الوطن خصوصیات به څنګه څیړي دا معلومه نه ده. خو هغه څه
چې جوت دي په دې کتاب کې به مثالونه به د اوسنیو واکمنو ډلو او د هغوی د مشرانو او
کوماندانانو په کې راوړل کیږي .او د دوی د کړنو او ژوندانه په هکله به د درواغو ډک
معلومات ورکول کیږی . چې دا ټکی د هیواد یوه وطندوست وګړي ته هم د منلو وړ ندی . دا
به ددې سبب شي چې په ښوونځيو کې د زده کونکو تر منځ جګړی رامنځته کړي.
ددې په اړخ کې باید ووایو چې د
لوست کتابونه لومړي په پارسي لیکل کیږي او بیا وروسته په پښتو ژباړل کیږي . دا
کتابونه په ظاهري توګه په پښتو ، خو په واقعیت کې اویا سلنه په پارسی او عربي
دي.اصطلاحات او مفاهیم( چې ټول یې په عربی او پارسي ژبه دي ) د زده کونکو د پاره د
درک وړ نه دي اوجملی یې د ژبې د دود سره برابرې نه دي.
په دې کې هیڅ شک نشته چې اوسنی
تعلیمی نصاب د اعلی حضرت محمدظاهر شاه د مهال د تعلیمی نصاب حتې د امیر امان الله
خان د تعلیمی نصاب څخه هم شاته پاتې او د سر خوږونکی دی. که په دې خبره کې څوک شک
کوی بیا دې بې پرې مخصصین کینې د یادو درې دورو تعلیمي نصابونه دې سره پرتله کړي. هلته
به ښکاره شی چې په دومره علمی او تعلیمي پرمختګونو او د اوسنیو په زرګونو میلیونو
ډالر مرستو برسیره اوسنی تعلیمي نصاب ( د محتوی ، د لیکنې د توګې ، اړتیا له مخې )
د سر خوږونکی او د ګټې وړ ندي.
په ښوونځيو کې د تدریس کیفیت خورا ټیټ ، کتابونه د زده
کونکو له پاره فهم وړ نه دی . او ښوونکی هم نه شي کولی چې زده کونکی په لوست وپوهوي
.نو ځکه زده کونکی اړ کیږی چې شخصی کورسونو ته مراجعه وکړی . د هیواد نهه نوي سلنه
زده کونکي اړ دي چې ښوونځيو ته د تګ په اړخ کې کورسونو ته ولاړ شی . که چیرې یو
زده کونکی په کورسونو باندې په لس ګونو زره افغانی ونه لګوی لوړو زده کړو ته د هغه
بریالیتوب ناممکن دی. دا ډیره د افسوس وړ خبره ده.
تر هر څه دا ډیره اړینه ده چې
د زده کړو په بهیر کې د زده کونکو وخت په بې ځایه او بې ګټو مضمونو باندې و نه
لګول شی دا نونس او یا شل مضمونونه دې شپږو او یا اوو ته راټیټ( داسی نه چې څو
مضمونونه په یوه پشتی کې وګنډل شي ) کړل شي . چې په دې کې یو دينې مضمون،، یوه نړیواله ژبه او پاتې پنځه
مضمونونه ټول طبعي علوم واوسی . په هغه صورت کې زده کونکی په لوست باندې حاکم کیږي
او په ازموینو کې ښې پایلی تر لاسه کوي .
دا د ویلو وړ ده چې د پوهنې په
سیستم کې موجوده ستونز ې اوس نه دي رامنځته شوي بلکې دا څو لسیزې تاریخ لری او د
اوږدو ناوړو سیاسی ستراتیژیکو موخو له پاره رامنځته شوي چې ددې موخو لومړني قربانیان
په خپله د هیواد تنکی نسل دی.
په دې کې شک نه شته چې په ټولو
ملی او مترقي خوځښتونو کې روڼ اندي او په تیره بیا زده کونکي په لومړی کتار کې ودریږي
. دا خوځښت هغه مهال ژر رامنځته کیږی چې د زده کونکو حقوق د سیاسی ناوړو موخو
قربانی شي . به هغه صورت کې زده کونکی او ژڼکي ډیر زر غبرګون ښيي . او د مبارزې
ډګر ته رادانګي. د زده کونکو او ځوانانو غورځنګ ډیر ژر ملاتړ پیدا کوي او موجوده
نظام ته ګواښ رامنځته کوي.
د زده کونکو اوسنی غورځنګ به
وکولی شی چې په افغانستان کې د ملی ، سراسري ،متوازن ، اغیزمن ، با محتوا ، په دړد
خوړونکی او د ټولو زده کونکو د حقوقو په برابر تامین کونکی ، تعلیمي سیستم د
رامنځته کیدو له پاره زمینه برابره کړی.
دا بهیر په افغانستان کې را روان
دی. چې ښايی سیاست پوهان او ټولنپوهان ورته د پوهنیز ـ سیاسی پاڅون نوم ورکړي .