د خوست د تڼیو د نریزي د کلي تنکۍ ژڼکۍ شپونکۍ په خپل غره کې په غټه پرښه ناست او په داسې حال کې چې د میږو او وزو رمه ورته څریده په دې وروستیو کې د پنجاپي پوځ د مرمیو خوراک شو.
هغه پنجاپ او لاهور ته نه و تللی . هغه په خپل کلي ، خپل غر او خپل وطن کې و دا دده وطن او مینه وه.
مګر د پنجاپیانو په نظر هغه دلته بیګانه و، او پنجاپیانو ته د یوه پښتون شپونکي شتون د زغم وړ نه و. چې داسې په ارامه خپلې میږې او وزې و څروي. دا ځکه چې د دې سیمې ، اصلي مالکان پنجاپیان خپل ځانونه بولي. دوی پښتنو ته هر چیرې چې دي د مرییانو په سترګو ګوري.
دا یوازیني شهید نه دی ، بلکې د پنجاپیانو له خوا په سلګونو زره بیګناه پښتانه په لر او بر کې شهیدان شوي دي او یا شهیدان کیږي. د پنجاپی زړه د پښتنو په وینو تویولو نه سړیږي.
نایس الله (۱۳) کلن تنکی ځوان ددې سیمې د سیاست څخه خبر نه و. او د پنجاپیانو له خوا د پښتنو د خاورې د اشغال په مانا پوهیده د هغه ټوله دنیا دده کورنۍ ، کلۍ او د میږو او وزو رمه وه.
هغه د پنجاپي پوځ د پښتنو د خاورې د اشغال په پایله کې شهید شو.
نایس الله شپون د کوم دولتي چارواکي زوی نه و. نه یې د کومې جنایتکارې ډلې سره اړیکي درلودې .او نه د غلا ، جاسوسۍ او لوټماری په روپیو لوی شوی و.
که چیرې نوموړی د زورواکو او فاسدو کړیو د مشرانو د زامنو څخه وای اوس به اولسمشر هم د دوی کورته ورغلی او د کورنی د غړو سره به یې غمرازي کړي وای.
همدارنګه د کابل ادارې اکثریت چارواکي به د دوی کور ته په لیکه روان وای او ځانونه به یې غمجن نیولي او تر مور او پلاره به یې زیات ورباندې خپل خپګان ښودلی وای.
په جنازه باندې به یی خلک نه ځاییدل او په زغره والو ګاډو کی په د هغه مړۍ لیږدول کیده د هغه په مړي به د افغانستان بیرغ هم غوړول شوی و. او د خښوولو په مراسمو کې به چارواکو او نورو ورباندې د غمه ډکې ویناوې کولی.
د دې د پاره چې اولسمشر نور هم ځان په دې غم شریک بللی وای کیدای شول د کابینې او یا کومه بله مهمه غونډه کې یی ، بیا هم هغه ته د مغفرت غوښتلو دعا کړي وای. او ښایی دا امکان یې درلود چې د هغه په نوم کوم واټ او یا غونډۍ نومول شوي وای.
خو :
د هغه په شهادت څخه نه د کابل اولسمشر محمد اشرف غني خبر شو او یا یې ځان خبر نه کړ. ځکه چې هغه خو د عبدالله عبدالله د ټیم سره په چنو وهلو لګیا دی. وطن او خلک ترې پاتې دي.
دوهم اولسمشر عبدالله عبدالله هم د وطن چارو ته وزګار ندی. د هغه څخه څوک ګیله هم نه کوي.
نایس الله شپونکي د اولسمشر همکارانو د توکمونو او ډلې سره هم تړلی نه و ، که چیرې د دوی په توکم او یا ډله پورې تړلی وای بیا به ستره غوغا پیل شوي وای په کابل کې به سترې مظاهرې راوتلي وای. مظاهره چیانو به ارګ باندې د بریدونو تهدید کولی. مرستیالانو به هم ددې د پاره چې دا غوغا غلي کړي اولسمشر باندې فشار راوړي او نوي امتیازات به یی تر لاسه کړي وای.
همدارنګه ښاغلی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر ځان خبر کړ. چې په کابل کې د پنجاپستان د سفارت مشر (سفیر) بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتی وای . په دې برخه کې پنجاپستان (پاکستان) ته کلک احتجاج کړی وای.
د امینتي او دفاعی وزارتونو مشرانو ددې پیښې څخه ځانونه بې خبر وساتل . د هغوی د پاره ددې وطن د اوسیدونکي ژوند دومره اهمیت نه درلود چې په هغه باندې غبرګون وښيی. او یا اولس ته ددې بریدونو د مخنیوی او غچ اخیستلو ژمنه ورکړي.
د خوست ادارې څخه خو ګیله نه شته . د حامد کرزی د حاکمیت د لومړیو څخه تر ننه تل په خوست باندې بیکاره اداره او چارواکي تپل شوي دی چې خوست یې وروسته پاتې ساتلی او د داسې بریدونو په مقابل کې یې غوږونه کاڼه او سترګې پټې کړي دي.
د نایس الله د شهادت څخه نه والی خبر شو او نه کوماندانان. او نه د خوست په نامه دورغجن مشران او ټیکداران.
په تیرو شلو کلونو کې په دې کلي او سیمه باندې د ځایی خلکو په قول د پنجابی پوځ په زرګونو توغندی او د توپونو مرمۍ واریږي مګر د هغه په وړاندې نه د خوست پوځي چارواکی او نه د کابل چارواکی کوم ځواب نه ورکوي.
زموږ د کلي په شپونکي باندې یوازې دده کورنۍ ،خپلوانو او کلیوالو خپلې اوښکې تویې کړې. دده په شان یو شمیر شپنو ورباندې وژړل. او د ده د میړو رمې دا څو ورځې واښه ونه خوړل.
د کابل، خوست چارواکي خو څه کوې چې د ولسوالی چارواکي هم دده جنازې ته نه ور راغلل. داسې ښکاریده چې ددې دولت د سره څخه تر بیخه څوک ددې وطن سره او خلکو سره مینه نلري او نه د مسوولیت احساس کوي.
په دې هکله ځینو ځوانانو په ټولنیزو رسنیو کې پرې ددې مظلوم شهید په هکله غږونه پورته کړل.له بده مرغه دا غږ هیچا ونه اورید .همداسې د لسګونو ، یا سلګونو زرو شهیدانو په شان د کلیوالو هم شهید انس الله خاورو ته وسپارل شو.
هغه د دې وطن څښتن و، هغه نه د ډیورینډ کرښه پیژنده او نه پاکستان. هغه یوازې خپل وطن پیژانده ، خپله کلی او خپله رمه. هغه د ځانه سره ټوپک نه درلود. یوازې یې د وچې ډوډۍ څو ټوټې په څادر پورې تړلي په یوه لاس کې د لښته او بل لاس کې شپیلۍ وه. هغه به د وطن د مینې سندرې د ځانه سره زمزمه کولې او د ښکلی منظرو څخه یی خوند اخیست.
هغه یو غریب د وطن شپونکۍ و، داسې شپونکۍ چې خپلې میږې یې تر اولسمشرانو ښې اداره کولې. یوه لیوه او غل هم دده رمې ته نشو نږدې کیدای . هغه خپلې میږې او وزې په ګیډه مړې ساتلې.
پنجاپیانو په تیرو شلو کلونو کې:
مګر کابل چوپ دی. د دې وطن او خلکو په وړاندې د ځانه کوم مسوولیت نه ښکاره کوي. دلته پوښتنه را پیدا کوي چې:
مګر د کابل چارواکي : پنجاپستان ته ورور، اسلامی دولت وايي چې دواړه د ګډ دښمن قرباني دي. د پنجاپستان سره د ښو او غوړه مالی اړیکو ساتل ، او د هغه په تیریو ، مداخلو باندې سترګې پټول ، د ډیورینډ منحوسې کرښې ته شا کول.
دا هغه پالیسی ده چې د پخواني اولسمشر حامد کرزي په حاکمیت کې رامنځته شوي او ترننه پورې تعقیب کیږي. باید ووایو چې:
هر هغه اداره: چې ملي ګټې خوندي نه کړي. د خلکو مال، ژوند او ناموس خوندي نه کړي، قانونیت ، عدالت او مصوونیت را نه ولي هغه اداره د شته والی حق نلري او باید ړنګه شي.
باید ووایو چې د پنجابستان (پاکستان) د تیریو ، مداخلو او جنایتونو په وړاندې د سترګو پټولو پالیسی ، پنجاپ نور هم زړور کړی دی او د کابل سره (د لاس لاندې ادارې په توګه) چلند کوي.دا چلند د پنجاپستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشی او د پنجاپستان د ویاند له ویناو او مرکو څخه ښه په ډاګه کیږی.
که چیرې محمد اشرف غني ، د پنجاپستان په وړاندې پورتنی پالیسی بدله نکړي او په ځای یی داسې پالیسي چې ملي ګټې پکې خوندی نه شي ډیر امکان لري چې دا اوسنی پاتې افغانستان هم له منځه ولاړ شي. نو لدې امله اړینه ده چې:
زموږ دیارلس کلن نایس الله شپونکي د خپل وطن په لاره کې شهید شو. هغه د پنجاپي استعماري – تروریستی رژېم له خوا په خپلو سرو وینو کې ولمبیده. هغه د وطن شهید دی.
دده وینې به هیڅکله هسې پاتې نه شي بلکې دده وینې به یوه ورځ د پنجاپستان استعماری – تروریستی ادارې ستنې ونړوي او د ازاد پښتونستان بیرغ به ددې سیمې په هسکو غرونو ورپیږي.