دا ولې؟

د پنجاپی تروریستي – استعماري ادارې د بهرنیو چارو وزیر ملتانی (ملتان د پښتنو خاوره ده) شاه محمود قریشي کابل ته خپل  یو ورځنی سفر (د څو ټنو غنمو سره) چی د ۲۰۱۸ کال د ستمبر په ۱۵ تر سره شو، (خورا ګټور) بللی دی.
 
دا په دې مانا هر هغه پلان چې د پوځ له خوا قریشي ته ورکړل شوی و، په ښه ډول تر سره کړی دی . مګر په مقابل کې د کابل چارواکي چوپ پاتې شوي ، داسې ښکاري چې دوی بیا هم ددې مذاکراتو څخه تش لاس پاتې شوي دي.
 
که چیرې شاه محمود قریشي په خپلو خبرو کې کومه لاسته راوړنه ونلري خو بیا يې په هغه حکومت نړیوال فشار را کم کړ. کوم چې د تروریزم څخه د ملاتړ له امله پرې راغلی دی. په دې سفر سره د پنجاپ ادارې هڅه وکړه چې نړیوالو ته په ډاګه کړي چې افغانستان هم تیار دی د پنجاپی استعمار سره ګډ کار وکړي.
 
له بده مرغه د افغانستان لوړې څوکۍ میراثي او د بهرنیو چارو کار کونکي زیاتره داسې کسان دي چې په سیمه کې د ستونزو اصلي عواملو څخه سترګې پټوي او یا نه پرې پوهیږي او یوازې د ځانګړو تنظیمي او کورنۍ اړیکو له امله مقرر شوي وي.
 
د داسې کسانو د پاره ملي ګټې او د هیواد د خاورې بشپړتیا هیڅ اهمیت نلري دوی یوازې د شونډو په جینګولو او لویدیز ډول عصری دریشیو په اغوستلو سره هڅه کوي ځانونه دیپلوماتان او سیاستوالان په ډاګه کړي.
 
په ریښتیا هم د شاه محمود قریشي له پاره دا سفر ډیر ګټور و، مګر د غزنی ولایت او د هیواد د نورو سیمو په زرګونو کسانو د پاره چې د پنجاپی پوځ د کوماندویانو له خو په شهادت رسیدلي او یا رسیږي د ویر خبره وه.
 
د پنجاپی چارواکو سره د مذاکراتو په بهیر کې کله چې د پنجاپی استعماري ادارې چارواکي ووایي: (موږ تاسو سره په جهاد کې مرسته کړي)، په دې شیبه کې د یو شمیر کسانو څخه ددې خبرې ځواب هېر شي او په ټیټو سترګو د پنجاپ مشرانو خبرو ته غوږونه نیسي. په داسې حال کې چې پنجاپی استعمار یوه شیبه هم د افغانستان د تباهی او ورانولو څخه ډډه کړی نه ده او نه به ډډه وکړي.
 
شاه محمود قریشي په یوه پوځي الوتکه کې د یوه پلاوي په مشرتوب کابل ته راغلی او وروسته یې د کابل د حکومت د چارواکو سره خبرې وکړې.
 
کابل ته د پنجاپی ادارې سفرونه ډیره عادي خبره ده دوی دومره خپلو ښکاره ولایتونو ته سفرونه کوي لکه چې کابل ته په ډیره عادي توګه بې د کومو تشریفاتو ځي او راځي.
 
د شاه محمود قریشي سفر هم کابل ته د پخوانیو سفرونو په دوام یو سفر و . په ټولنیزو رسنیو کې یادونه کړي وه ، چی دا سفر یې د کابل د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه تر سره کړی دی. ا وس پوښتنه پیدا کیږي چې:
د کابل بهرنیو چارو وزیر ولې شاه محمود قریشي ته کابل ته د سفر بلنه ورکړه؟
 
ایا ددې بلنې څخه د څه تر لاسه کول و؟
 
او که قریشي دروغ وايی په خپل سر کابل ته راغلی دی؟
 
کابل ته د شاه محمود قریشي د راتلو څخه مخکی د پنجاپ پوځ مشرانو او د عمران خان د اداری چارواکو ګډه غونډ وکړه تر څو ټول هغه فرمایشونه چی پنجاپي پوځ یی د کابل ادارې ته لري په لست کې ترتیب او د هغه په خوله ورته بیان کړي.
 
کابل ته د پنجاپی ادارې چارواکو ټول سفرونه د دیپلوماتیک عرف څخه وتلی او پوځی الوتکو کې کابل ته ځی او راځي په کابل کې هم داسي څوک نه شته چی د پنجاپ پوځی جاسوسی الوتکې د هیواد د فضا څخه وګرځوي.
 
دا چې د شاه محمود قریشی له خوا راوړل شوی د غوښتنو او فرمایشونو لست کې څه و ؟ او د کابل ارګ د هغه په مقابل کې کوم غبرګون ښودلی دا د خلکو پټ ساتل کیږي.
 
خو هغه څه چې د پنجاپ په غوښتنو او فرمایشونو کې شامل دی د ډیورینډ منحوسې کرښې ته (د پولو د مینیجمینټ په پلمه) په تدریجی توګه رسمیت ورکول، د پنجاب د ګټو سره کورنی او بهرنی سیاست عیارول دي چې په تیرو څلورو کلونو کې تر ډیره بریده دا فرمایشونه عملي شوي دي.
 
کابل ته د پنجاپی استعماري ادارې مامورینو او یا د تهران مامورینو دا ډول تګ را تګ په ګوته کوي چې په افغانستان کې یا په کابل کې کوم حکومت وجود نلري یا د لوټمارانو یو ټولی دی چې ځانو ته وزیران ، معینان او کوماندانان وايی. دوی د افغانستان په ملي ګټو نه خبر دي او نه ملي ګټې ورته کوم اهمیت لري.
 
په پنجاپی استعماري اداره کې وروستیو ټولټاکنو څخه مخکې جنرال باجوه د افغانستان ولسمشر ته ویلي و چې د ټولټاکنو وروسته به د وسله والو ګروپونو په وړاندې به غوڅ ګام اخلي. هغه وویل او کابل باور وکړ. د هغه غوڅ ګام په افغانستان کې د څو ولایتونو د سقوط پلان و.
 
په پاکستان کې د ټولټاکنو وروسته پنجاپی پوځ په افغانستان کې څو مختلف پلانونه تر لاس لاندې ونیول چې په هغه کې غزني ، جلال اباد او پکتیا شامل و. باید ووایو چې پاکستاني کوماندو د غزني ولایت د سقوط د پاره عملیات پیل کړل. که څه هم د غزني خلکو په سلګونو ځله دا خبر ورکړئ و چې پنجاپ دلته د یوه خونړي پلان نیت لري خو د کابل چارواکو غوږونه کاڼه او سترګې پټولې.
 
د ټولنیزو رسنیو د راپورونو له مخې په غزني کې د پنجاپی پوځ ۱۴۷ پوځیان د جنرالانو په ګډون ووژل شول، په کندز، فراه، کنړ او نورو ولایتونو کې هم د پنجاپ د پوځ کوماندایان او افراد وژل شوي او دا بهیر روان دی.
 
مګر د کابل چارواکي په دې ټولو تیریو او لاسوهنو سترګې پټوي . دوی شاه محمود قریشي ته:
ایا دوی د ډیورینډ د منحوسې کرښې د له منځه وړلو او د کرښې د ها خوا خلکو د حقوقو او د ازادی خبره وکړه؟
 
 
ایا د کابل چارواکو په غزنی کې د پنجاپی پوځ د جنرالانو او عسکر وژل کیدلو یادونه وکړه؟
 
ایا دوی په کنړ د توغندیو د اورولو یادونه وکړه؟
 
ایا دوی د پنجاپ له خوا په روزل شوو وسله والو کسانو یادونه وکړه؟ او داسې نور
 
ښکاره ده چې د یوې یادونه به یې نه وي کړي.
 
شاه محمود قریشی ښایی په خپلو خبرو کې د سولې په هکله هم اوتې بوتې ویلي وي، هم به یی د کابل چارواکو ډیر سره او شنه باغونه ورښکاره کړي وي لکه چی پخوا یې دا ډول کړیدي. خو هیڅکله به یې داسې نه وي ویلي چې د جګړې اصلي اړخ دوی دي. د سولې د دروغجنو ژمنو د پاره یو ویشت واره حامد کرزي اسلام اباد ته سفرونه وکړل او ددې څخه زیات مشرف او نور کابل ته راغلل.
 
اوسنی اولسمشر ته يی خو ژمنه ورکړي وه چې په څو اونیو کې به سوله راشي او خو ونشوه. پنجاپ خپلي جګړې ته دوام ورکړ او ورکوي يې.
 
ډیر امکان ولري چې ښایی شاه محمود قریشي په پښتنو سیمو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د ځپلو اشارې ورکړی وي تر څو په دې هکله د کابل غیر مستقیمه موافقه واخلي، لکه چې پخوا په شمالي وزیرستان کې د ضرب غضب، په سوات او نورو پښتني سیمو کې د پښتنو د ځپلو عملیاتو په هکله کابل تر ننه چوپ پاتې شوی دی. یعنی په دې مانا چې د پښتنو د ځپلو عملیات د کابل په موافقه سره تر سره کیږي.
 
د افغانستان په وړاندې د پنجاپی رژیم د اوږددې مودې ستراتیژي موخه ، یوازې او یوازې د ا فغانستان بشپړه تباهي او له منځه تلل دي. خو کابل و نه کولی شول د پنجاپ په دې ستراتیژي باندې پوه شي او هم یې په وړاندې د ځانه دفاع وکړي په داسې حالت کې چې د دښمن د تباهی پوره وسایل په لاس کې لري.
 
تیر تاریخ تر ننه دا ثابته کړي ده چې د شاه شجاع څخه تر ننه پورې د کابل اکثریت چارواکو د خپلو شخصي ګټو له پاره د افغانستان ملي ګټو ته شا کړي او د وطن په سر یې د دښمنانو سره معامله کړیده.
 
پنجاپی استعماري – تروریستي اداره د کابل په وړاندې د دقیقې او سنجول شوي ستراتیژي په مخته وړلو سره په دې بریالی شوی چې د افغانستان هیواد لوټې لوټې او په میلیونو خلک ووژني چې د هغې په پایله کې په کابل کې یوه کمزوری او بې ارادې اداره باندې تبدیله کړي.
 
پنجاپ د سیمې د شرایطو په تحلیل سره په دې ټکي ښه پوهیږي چې ودان او ځواکمن افغانستان د دوی په زیان دی او له دې امله یی جګړه د افغانستان په وړاندې روانه کړي ده.
 
د سردادر محمد داود د اولسمشری د دورې څخه تر ننه ، د پنجاپ استعماری اداری د افغانستان په ضد پراخه نه اعلان شوی جګړه پیل کړی ده ، د افغانستان په ضد به د پنجاپی استعمار دا جګړه تر هغی روانه وي چی د دې دواړو هیوادونو څخه یو او یا دواړه له منځه ولاړ شی.
 
د افغانستان خلک د اوسنی ناورین څخه د وتلو له پاره اړ دی چی د اوسنیو شرایطو په تحلیل سره د نجات ستراتیژی د ترتیب او عملی کړي. دا چی په افغانستان کی د اوسنیو بدمرغیو ستر عامل د پنجاپ استعماری اداره ده له دی امله اړینه ده چی د افغانستان خلک ددی لوی افت څخه د ځان او سیمی د ژغورلو د پاره لارې او چارې وسنجوي.
 
پاکستان یو څو د کمزورتیا ټکي لري چې افغانستان کولی شي د هغه څخه استفاده وکړي:
په پاکستان کې ټول ملتونه د پنجاپي استعمار لاندې د خوارۍ او محکومیت ژوند کوي. او دوی غواړي چی خپله ازادي تر لاسه کړي.
 
په ټول پاکستان کې د پوځ واکمني او د خلکو په حقوقو باندې تیری.
 
په پاکستان کې د ازادي بښونکو غورځنګونو شته والی؛
 
د پاکستان تر استعمار لاندې خلکو سره د افغانستان د اولسونو اړیکي او ملاتړ؛
 
د پنجاپ له خوا د پښتونخوا او بلوچستان د طبعی منابعو لوټ؛
 
په پاکستان کې اقتصادي بحران؛
 
په نړیواله سویه د پاکستان د زغم څخه وتلي پورونه او د هغه ګټه؛
 
د پښتونخوا او بلوڅو خلکو سره د افغانستان تاریخي اړیکي؛
 
پنجاپی استعمار په ضد د افغانستان ستراتیژی باید تعرضي او موخه يې:
د ډیوریند د منحوسی کرښی (چی افغانستان یی د رسمی پولې په توګه په رسمیت نه پیژنی) د ها خوا د پنجاپ تر اشغال لاندی د افغانستان خاوره چی پښتانه او بلوڅان په کی اوسیږی ، د ازادی بیرغونه و رپیږي.
 
ددې ستراتیژیک هدف تر لاسه کولو د پاره باید ټولې ممکنه لارې او چارې په دقیقه توګه سنجول شوي او دې هدف ته د رسیدو د پاره ممکنه وخت وټاکي .کیدای شی، ۳ کاله ، ۵ کاله ، ۱۰ کاله او یا زیات.
 
دی ستراتیژیک هدف ته رسیدو د پاره باید د لازمو او اغیزمنو میتودونو کار واخلي.
 
که چیری افغانستان پورتنی ستراتیژی خپله نه کړی ،ډیره شونی ده چی د پنجابی استعمار د افغانستان ضد ستراتیژی عملی شی. د افغانستان په ضد د پنجاپی استعمار ستراتیژی مختلف لیری او نږدی هدفونه لری چی موږ یی په لاندی ډول سره په ډاګه کولی شو.
 
په افغانستان کی د نا ارامی او بی ثباتی را منځته کول ، په افغانستان کی د مرکزی دولت کمزوری کول، په افغانستان کی د اقتصادی بنسټونو له منځه وړل، په افغانستان کی قومی اختلافاتو ته لمن وهل ، د ډیورینډ د کرښی د پولی په توګه رسمی کول ، په کابل کی د تحت الحمایه اداری رامنځته کول ، په لومړی پړاو کی د هندوکش جنوب سیمو لاندی کول او په کی د ټول افغانستان د ستونی څخه تیرول دي.
 
د پنجاپ ستراتیژی د افغانستان په وړاندی نږدی اویا کاله مخکی ترتیب او تر لاس لاندی ده. چی په تیره نیمه پیړۍ کې د افغانستان ضد جګړه ددی ستراتیژی یوه برخه وه او ده. د پنجاپ د نوموړی ستراتیژی په رڼا کی افغانستان ته نه جبران کیدونکی زیانونه واړول او افغانستان یی د لویو ستونزو سره مخامخ کړی دی. د پنجاپی استعماری اداری ستراتیژی سیاسی ، پوځی ، دینی او اقتصادی اړخونه لری چی د افغانستان په ضد په منظمه توګه پلی کیږی.
 
ددی له پاره چی کابل ځانته نجات ورکړی او هم خپلی لوړو اهدافو ته ځان ورسوي باید د پنجاپی استعمار ضد د کابل په دقیقه توګه سنجول شوی ستراتیژی چې نږدې او لیرې اهداف پکی مشخص شوی وي رامنځته کړي . په دی ستراتیژی کی ټول هغه تاکتیکونه ،هر ډول امکانات او وسایل په ډاګه شوی وي چی کولی شی کابل خپل پورتنی ستراتیژیک هدف ته نږدي کړي.
 
د پنجاپ استعمار ضد ستراتیژیک اهداف کیدای شی د پنجاپی استعماری اداری تر ولکې لاندی خلکو د پنجاپی استعمار په ضد د عمومی پاڅون څخه ملاتړ، په نړیواله سویه د پنجاپ استعماری – تروریستی اداری ګوښه کول، د پنجاپی استعمار لاندی سیمو څخه د پنجاپی پوځ ایستل، د پنجاپی استعماری اداری ړنګیدل اوپه ازادو شوو سیمو کی هلته د پنجاپ د اغیزې څخه بهر د خپلواکو ادارو رامنځته کول وي.
 
که چیرې افغانستان غواړی پنجابی استعمار ته یو نرم ، مګر محکم ګوزار ورکړي باید په پیښور او کوټه کی (چی د افغانستان خاوره بلل کیږی) خپلی کونسلګری وتړي.
 
همدارنګه د ډیورینډ د منحوسی کرښې په اوږدو کی د ځای په ځای شوو ځواکونو نوم د ((سرحدی ځواکونو)) څخه بل نوم ته (( لکه ځانګړی ځواکونه او نور )) ته واړول شی.
 
دا به یو ډیر ښکاره پیام وي د پنجاپ استعماری اداری ،د پنجاپ د استعماری اداری تر ولکې لاندی مظلومو خلکو او د نړی هیوادونو ته چی افغانستان د خپلی خاورې په استرداد کی جدي دی.
 
دوهم د افغانستان دولت په ښکاره د پنجاپی استعمار د واک لاندی د هغو خاکو ، سیاسی ډلو او ګوندونو څخه چی د خپلو ملی خپلواکیو د پاره مبارزه کوي ، سیاسی اواخلاقي ملاتړ اعلان کړي.
 
د کابل اداره دی ته زمینه برابره کړی چی د پنجاپی استعمار لاندی د خپلواکی غوښتونکو غورځنګو د یووالی د پاره یوه سراسره غونډه راوبولی او نړیوالو ته په ډاګه کړی چی پاکستان یو استعماری اداره ده چی خلک یی د خپلواکی له پاره مبارزه کوي.
 
په دی ډول د ډیورینډ د منحوسی کرښی ها خوا پښتنو او بلوڅو ته افغانستان ته تګ او راتګ ازاد کړی او د دوی څخه د هیڅ ډول اسنادو پوښتنه ونشی. تر څو هغوی فکر وکړی چی افغانستان د دوی اصلی کور دی او په دی کور کی د دوی ژوند، عزت او ټول حقوق خوندي دي.
 
په دی ډول د کابل اداره باید د ډیورینډ د ها خوا خلکو ته د افغانستان پیژند پاڼو ویشل پیل کړی په دی ډول به د هغه خوا خلک به دا احساس پیدا کړي چی واقعا دوی هم یو مستقل هیواد لری.
 
همدارنګه د کابل اداره باید ددی خلکو په نوم په پارلمان کی یو شمیر څوکۍ بیلې کړي. د ا د پنجاپی استعمار لاندی د افغانستان خلکو حق او د کابل اداری مسوولیت دی.
 
د پنجاپی استعماری اداره د افغانستان په نسبت ډیرې کمزورتیاوې لري چی افغانستان کولی شی چی د پاکستان ددی کمزورتیاو څخه په استفادې سره په هغه باندی د فشار د وسیلی په توګه کار واخلی تر څو خپلولوړ موخو ته ځان ورسوي.
 
خو له بده مرغه د کابل چارواکی د پنجاپی استعمار نوموړي کمزورتیاوی درک کولی نه شی او یا هغوته د لاس د وروړلو استعداد او توان په ځان کی نه ویني.
 
د پنجاپی استعمار تر ټولو ستره کمزورتیا په هغه هیواد کی د خپلواکی غوښتونکو غورځنګونوشته والی دی چی په تیره یوه پیړۍ کی یی په منظمه توګه د پنجاپ د استعمار سره ډغرې وهلی او په دی لاره کی یی په سلګونو زرو شهیدان ورکړي دي. دا مبارزه ورځ په ورځ ځواکمنه کیږی.
 
د پنجاپ د استعماری دولت بله کمزورتیا د هغه مصنوعی شته والی دی. چی په تاریخی ، کلتوری ، ملي ، اقتصادی ، ژبنی ، قومی بنسټونو باندی ولاړ نه دی . دلته پنجاپ د واکمن توکم په توګه وجود لری چی نور توکمونه د دوهم او یا دریم توکم حیثیت لری.
 
که چیری د پنجاب استعماری پوځ او یا پټ سازمانونه د ملک د ادارې له پاره د دیکتاتوری اوصولو کار وانخلی او پوځ وجود ونلری دا هیواد حتی په یوه ګړۍ کی تجزیه کیږی. د پنجاپی استعماری دولت شته والی په خلکو اراده باندی ولاړ نه دی بلکی هغه په پوځ باندی ولاړ دی.
 
د پنجاپ بله کمزورتیا اقتصادی کمزورتیا ده. پنجاپ هڅه کوی چی د واک لاندی سیمو څخه لکه بلوچستان ، قبایلو او یا پښتونخوا او نورو سیمو څخه طبعی منابع لوټ کړي.
 
دا هیواد په ورځنیو چارو کی تر ډیره اندازه په بهرنیو پورونو باندی ډډه لګوي. اوس په پاکستان باندی د امریکا پورونه ډیری لوړې کچی ته رسیدلی دی چی د هغه د ادا کولو په صورت کی په خپله پاکستان د ستر مالی بحران سره مخامخ کیږی.
 
په مقابل کی افغانستان یو طبعی هیواد دی چی د هغه زیاته برخه خاوره د پنجاپ له خوا لاندی شوی ده او ددی خاوری اوسیدونکی ورځ په ورځ د افغانستان سره د یو ځای کیدو او یا د مستقل هیواد د جوړیدو د پاره کار کوي.
 
افغانستان د خپل جوړښت له مخی د پنجاپ استعماری دولت په تناسب ځواکمن دی. په داسی حال کی چی څلویښت کاله یی جګړه زغملی ده خو بیا هم دی اولس خپل یووالی ساتلی او هیواد یی د تجزیی څخه ژغورلی دی.
 
مګر د پورتنیو حقایقو په نظر کی نیولو سره بیا هم د افغانستان خلک په دی باوری کیږی چی د کابل چارواکی اسلام اباد وړاندی فعاله دفاعی ستراتیژی نه لری داسی ښکاری چی د پنجاپ په وړاندی د کابل رویه تسلیم طلبانه وه او ده.
 
خو دا ښکاره نه ده چی کابل د پنجاپی رژیم د تیریو ، مداخلو او لاس وهنو په وړاندی دا ډول تسلیم طلبانه رویه او پالیسی د ډار له امله دي ؟ او که د ځینو چارواکو د پنجاپ سره د پخوانیو تنظیمی اړیکو له مخې ؟ یا دوی کی دا توان نشته چی سمه ملی تګلاره خپله کړي؟ او یا دوی په خپلو لوټماریو باندی دومره لګیا دی چی اصلا د پنجاپ او یا نورو افغان دښمنه هیوادونو په وړاندی د ملی ګټو د خوندي کولو د پاره وخت نلري.
 
که چیری تر یوی اندازی وکتل شی د کابل زیاترو چارواکو د پنجاپی استعمار لاندې ګوزاره کړي ده او یا د ایران څخه بیرته راستانه شوی دي. چی تر ډیری اندازی کیدای شی د دوی سیاسی ذهنیتونه د نوموړو هیوادو د سیستمونو تر اغیزې لاندی راغلی وي چی په نا اګاهانه توګه داسی پریکړی او یا عملونه کوی چی د نورو په ګټه او د افغانستان په زیان تمامیږی.
 
د افغانستان د خلکو د پاره په نړیوالو اړیکو کی تر ټولو سره کرښه د ډیورینډ منحوسه کرښه او د پنجاپ تر اشغال لاندی د افغانستان له بدنې څخه بیله شوي خاوره ده.
 
په دی کی هیڅ شک نه شته چی د افغانستان د خلکو او د ډیورینډ د منحوسی کرښی ها خوا خلکو د پاره د ډیورینډ کرښه د منلو وړ نه ده بلکی د یوه متحد اولس په توګه په هڅه او مبارزه کی دي چی دا اولس په یوه سیاسی جغرافیا کی سره راټوڷ شی. په تیره یوه پیړی کی د افغانستان د ټولو دولتونو د پاره د ډیورینډ کرښه د منلو وړ نه وه او نه دی ته تیار و چی په دی هکله انګریزی استعمار څخه وروسته جوړ شوی حکومت یعنی د پاکستان سره د پولې په توګه ومنی.
 
باید ووایو چی تیرو ټولو حکومتونو (د طالبانو د اسلامی امارت په ګډون) د پنجاپ استعماری اداری ته دا موقع نه وه ورکړي چی د ډیورینډ د منحوسی کرښې سره نیږدی د پنجاپی استعمار پوځونه ځای په ځای شی او یا د هغه سره داسی موافقي وکړي چی په راتلونکی کی د ملی لویو ګټوسره په ټکر کی راشی.
 
د اعلحضرت ظاهر شاه او محمد داود حکومتونو د ډیورینډ د کرښی د ها خوا خلکو په وړاندی یو روښانه سیاست نه درلود. دوی په ښکاره د پښتونستان ډنډورې وهلې مګر په عمل کې د پنجاپی ا ستعمار سره یې د پښتنو ضد سیاستونه مخته بیول.
 
په دی ډول نورمحمد تره کی تر مشری لاندی د افغانستان دموکراتیک جمهوریت د پنجاپ تر استعمار لاندی د خلکو په هکله یی نوی پالیسيې رامنځته کړه.
 
نورمحمد تره کی په ډاګه کړه چی پښتانه او بلوڅ د پنجاپی استعمار لاندی خلک دی او دا خلک هم د نورو خلکو په شان حق لری چی د استعمار د ولکې څخه ازاد او خپلواک ژوند ولري.
 
د افغانستان دموکراتیک جمهوریت دا خپله دنده ګڼله چی د پنجاپی استعمار لاندی د پښتنو او بلوڅو د برحقه مبارزو څخه ملاتړ وکړي. دا سیاست د ډاکتر نجیب د واکمنی د پای ته رسیدو تر مهال دوام وکړ. د پنجاپی استعمار لاندی خلکو کابل ته د خپلو هیلو د تحقق ملاتړ کونکی په توګه کتل.
 
خو کله چی د ډاکتر نجیب واکمنی پای ته ورسیده په کابل کی د پښتونستان د څلور لاری څخه د پښتونستان بیرغ کښته کړل شو . او د دی څلورلاری نوم په (فواره اب) باندی واوښت چی بیا وروسته د حامد کرزی په اداره کی د اطلاعات او کلتور وزارت له خوا د (خان علوم) نوم پری کیښودل شو.
 
دا هغه شنه څراغوانه و ، چی د کابل د واکمنانو له خوا پنجاپ ته ورکړل شول چی موخه یی دا په ډاګه کوله چی اوس دوی د پښتونستان د داعیی څخه ملاتړ نه کوي او هم د ډیورینډ کرښه په رسمیت پیژنی.
 
د کابل د پښتونستان د داعیی په وړاندی دا ډول چلند د افغانستان خلک او هم د پنجاپی استعمار لاندی خلک ډیر مایوسه او ناهیلې کړل او دایی نه بښونکی تیروتنه وبلله.
 
خو ایا پنجاپی استعمار په دی خوشاله شو؟ ځواب منفی شو. پنجاپی استعمار خپلو بریدونو او مداخلو ته نور هم دوام ورکړ او په افغانستان کی یی نوي جګړه پیل کړه. قومی مشران وایی چی پنجاپی استعمار ((د اټک پل)) نه بلکی ((مټک پل)) غواړي او که امکان ولری چی اموسین ته په رسیدو سره دا هیواد ژوندی تر ستوني تیر کړي.
 
د افغانستان په ضد د پنجاپی استعماری جګړی امریکا دې ته اړ کړه چی په دی هکله د پنجاپ په وړاندی کلک غبرګون وښیی او حتی د پوځ برید ګواښ وکړي . چی پنجاپی استعمار ته د امریکا دی ګواښ د افغانستان او د پنجاپی استعمار لاندی خلکو ملاتړ تر لاسه کړ. خو په مقابل کی د کابل اداری مشر حامد کرزی ، په زغرده وویل وویل چی که چیری امریکا او یا هر کوم هیواد چی په پاکستان برید وکړي دی به د پاکستان په اړخ کی ودریږی.د حامدکرزی دا ملاتړ ددی سبب شو چی پنجاپ د امریکا د برید څخه وژغوری او په دی ډول د پاکستان د له منځه تللو مخه ونیسی.
 
د افغانستان اولسمشر په څو څو ځله ویلی دی چی پاکستان د افغانستان په ضد یوه نه اعلان شوي جګړه مخته بیایی. ددی په اړخ کی په افغانستان کی هره امنیتی پیښه چی را منځته کیږی د کابل اداره ادعا کوي چی هغه په پاکستان کی تنظیم شوی او اداره شوی ده.
 
د بلی خوا د کابل حکومت ادعا کوی چی پاکستان پوځونه د ډیورینډ د منحوسې کرښې څخه راتیر شوی او یا راتیریږی. او نوی خاوره لاندی کوي.
 
همدرانګه په ننګرهار ، کنړ او یا نورو سیمو کی سرحدی ځواکونه ادعا کوي چی هره ورځ د افغانستان خاوره د ‌ډیورینډ د منحوسی کرښې د ها خوا څخه ویشتل کیږی. چی بی شمیره تلفات او زیانونه اړوي.
 
همدارنګه د پاکستان حکومت په افغانستان باندی د فشار د پاره ، د تیریدو را تیریدو دروازی تړي چی له دی امله یی د افغانستان خلک د ډیرو ستونزو سره مخامخ کړي دی.
 
دا چی د پنچاپ پوځ تل د افغانستان سره په خبرو کی د پولو د مدیریت په هکله یادونه کوي او په دی ډول زیار باسی چی د ډیورینډ کرښه د رسمی پولې په توګه په افغانستان ومني.
 
که چیری د کابل اداره د ډیوریند کرښه د پولی په توګه ومنی او یا یی ونه منی. دا پوله نه ده دلته یو اولس پروت دی دا اولس نه بیلیږی . او دا اولس ددی کرغیړنی کرښی سخت مخالف دی او دا اولس غواړی په یوه ټاکلی سیاسی جغرافیا کی ژوند وکړي.
 
همدا خبره ده چی د ((پولو د منجمنټ)) تر نامه لاندی په دی هکله د پنجاپ هلې ځلی بی ځایه دی او هم د ډیورینډ دکرښی په رسمیت منلو د پاره کابل له خوا شنه څراغونه کومه مانا نلري. د دی کرغیړنی کرښی دواړو خواوته خلک اوس په ډیره جدی توګه د خپل ګډ برخلیک د ټاکلو د پاره مبارزه کوي او کیدای شی په نږدې راتلونکی کی په سیمه کی په سیاسی جغرافیا کی ستر بدلونونه رامنځته شی.
 
ډیر امکان لری چې د ډیوریند د کرښې د رسمی کولو د پاره د پولو د منیجمینټ موضوع د قریشی له خوا مطرح شوي او ډیر امکان لري په پټه خوله د سر په ښورولو سره د کابل چارواکو له خوا منل شوي وي.
 
په افغانستان کی د پنجابی استعمار مداخلو او تیریو ته په کتنی سره دا په ډاګه کیږی چی که چیری پنجاپ استعمار خپل تیری او مداخله په افغانستان کی ودوری د کابل امنیتی دفاعی پوځونه ددی وړتیا لری چی په یوه میاشت کی په ټول افغانستان کی په بشپړه توګه امنیت ټینګ کړي.
 
تر ډیره بریده ښکاره کیږی چی د افغانستان په وړاندی د پنجاپی استعمار سیاست په دقیقه توګه سنجول شوی او د اسلام اباد چارواکي هغه په منظم ډول سره پلي کوي. که چیری د کابل او اسلام اباد اړیکو ته په تیرو شپاړسو کلونو کی وکتل شی داسی ښکاره کیږی چی کابل تر ډیره بریده د اسلام اباد ډهل ته نڅیږی . او خپله مستقله کوم اراده ، پالیسی او ستراتیژي نلري چی وکولی شی د افغانستان لوړې ګټې خوندي کړي.
 
د پورتنیو ټکو په نظر کی نیولوسره د خلکو سره دا پوښتنه ده چی د کابل ادارې بهرنی سیاست په کومو اوصولو ولاړ دی ؟ کومې یی سرې کرښې دي ؟ او په نړیواله سویه کوم اهداف تعقیبوي.
 
له هغه ورځی چی په کابل کی د حامد کرزی تر مشری لاندی اداره رامنځته شوی او اوس د اشرف غنی تر مشری لاندی خپلو چارو دوام ورکوی په بشپړه توګه دا روښانه نه ده چی د افغانستان بهرنی سیاست د کومو اصولو څخه پیروي کوی او په دی لاره کی یی کومی بریاوی تر لاسه کړي او یا د کومو ستونزو سره مخامخ دی؟
 
هره اداره یا نظام په نړیوالو اړیکو کی د هر اړونده په هکله ټاکلی او سنجول شوی ستراتيژي لري. چی هغه ستراتیژي د هیواد د خلکو او خاوری د ګټو په نظر کی نیولو سره ترتیب شوی او تر کار لاندی نیول کیږي.
 
هر دولت حق لری چی خپل وسله وال مخالف هر چیری چی وي هغه له منځه یووسی. که دا د هیواد د ننه وي او یا بهر. ددی ټکی په نظر کی نیولو سره افغانستان ته اړینه ده چی د پنجاپی استعمار په وړاندی ورته عمل تر سره کړي خپل دښمنان د پنجاپی استعمار تر واک لاندی سیمو کی له منځه یووسی او ټولی هغه توطیی چی د افغانستان په وړاندی د هیواد د ننه او یا بهر کې تر سره کیږی په نطفه کی شنډی کړي.
 
د کابل اداره دا مکلفیت لری چی د پنجاپی استعمار تر واک لاندی د خلکو د مبارزو څخه اخلاقی او سیاسی ملاتړ وکړی او نړیوال دی ته وهڅوی چی دا انقلابی ملی غورځنګونه په رسمیت وپیژنی. په تیرو شپاړسو کلونوکی د کابل اداری دا مسوولیت په بشپړه توګه هیر کړی دی.
 
په داسی حال کی نږدی پنځه څلویښت هیوادونه د افغانستان د ملاتړ د پاره دلته راغلی و، مګر د کابل اداری تر اوسه دوی ته دا په ډاګه نکړه چی د ډیورینډ منحوسه کرښه کومه رسمی پوله نه ده او نه ددی سیمی د خلکو د پاره د منلو وړ ده. د کابل اداری باید نړیواله ټولنه دی ته هڅولی وای چی د ډیورینډ د ستونزی د عادلانه حل کولو د پاره یی د افغانستان د خلکو او د پنجاپ د استعماری اداری تر واک لاندی خلکو سره مرسته او ملاتړ وکړي.
 
کابل ته اړینه ده چې:
د پنجاپ له خوا د افغانستان او پښتنو په وړاندې روانه جګړه د افغانستان څخه وباسي او پنجاپ ته یی ولیږدوي.
 
د پنجاپی استعمار تر واک لاندې مظلومو خلکو ته د مرستې او ملاتړ لاس ورکړي.
 
د پنجاپی استعار په وړاندې بهرنی فعاله دیپلوماسي غوره کړي.
 
د پنجاپی استعمار لاندې خلکو د ویښولو د پاره پراخه تبلیغاتي مبارزه کړي.
 
د ډیورینډ د دواړو غاړو خلک وهڅوی تر څو اغزن سیمونه او د پنجاپ له خوا جوړې شوي دروازې له منځه یوسي.
 
د پښتونستان د موضوع په نړیواله سویه را ژوندی کړي.
 
د پښتنو او بلوڅو تر منځ د مبارزې له پاره یووالي ټینګ کړي.
 
که چیری افغانستان د پنجاپی استعمار په وړاندی دقیقه او سنجول شوی ستراتیژی تر لاس لاندی ونیسی کولی شی د پنجاپ استعماری اداره په ډیره اسانی سره په ګونډو کړي، او هیواد به د بشپړې نابودی څخه وژغورل شی.
 
د پنجاپي تروریزم په وړاندې د دقیقې تعرضي ستراتیژي ترتیب او عملي کول ، د ملي وطندوست مشرتابه دنده ده.
 
خو په کابل کې داسې کړۍ وجود لري چې د وطن او خلکو سره کمه مینه لري او تر ډیره بریده د ګاونډیو د ګټو ساتندویان دي.
 
کابل ته د شاه محمود قریشی به په دې مذاکراتو کې هم ډیر څه د لاسه ورکړي وي.
 
د کابل څخه شاه محمود قریشي په ډیره خوشالی ستون شو. دا په دې مانا چې کابل ورته د پنجاپی استعماري ادارې د تیریو او مداخلو په هکله څه ویلي نه دي.
 
دا ځکه:
چې د کابل زیاتره چارواکي ملي اجندا او وطن ته د خدمت کوم پروګرام نلري.