دځمکو له مافیا سره د حکومت د یو شمیر کړیو پټې معاملې!


د ( اونکس ساختماني  شرکت ) دولتی ځمکو ته جعلی سندونه جوړوی او بیا یی په زوره خپلوی.
داونکس په نوم یو ساختمانی شرکت چی د ځمکو د مافیا لخوا اداره کیږی په کابل کې ډیری دولتی ځمکی غضب کړی.
دوی په دولت کې لوړ پوړی دولتی مامورین لری چی د پیسو په بدل کی ددغی شرکت لپاره قانونی اسناد برابروی.
دکابل په کمریو سیمه کې شاووخوا دری زره جریبه ځمکه د حامد کرزی لخوا صنعتی پارک ته ځانګړی شوی ، مګر اوس دغه ځمکه د کرهڼی د وزارت ( اراضی ریاست) د ریس لخوا پر اونکس شرکت پلورل شوی په داسې حال کې چی دغه ځمکه ټوله د صنعتی پارکونو لپاره جلا شوی وو.
اونکس شرکت په دغه ځمکه کی غواړی ښارګوټی جوړ کړی او ان تیره ورځ کله چې حکومت یو رسمي پلاوی دغه ځای یی لیده ددی شرکت لنډه غرانو پر مامورینو ډزی هم کړی...
په دغه وخت کې حکومتی پلاوی سره د بګرامیو د امنیی قومندان هم شامل وو مګر هغوی وتښتیدل او مامورین یی د لنډه غرانو په ولکه کې پریښودل...
اونکس په نورو سیمو کې هم دولتی ځمکی غضب کړی او ان دکورنو په بدل کی له خلګو پیسی اخستی او کورونه یی ورته لا تراوسه تسلیم کړی نه دی.