
د کانکور ازموینه کې نه بښونکې درغلۍ .....؟ خالد احمدي
دا څو کلونه کیږی، چې هر کال د کانکور په ازموينو کې پراخې درغلۍ کیږي، خو څرنګه چې د دغو د رغليو پر وړاندې زمونږ دولت او ملت کوم غږ پورته نه کړاو
نه یې غبرګون وښوده . او د تل په څیر چوپه خوله پاتې دي . د افغانانو دبې
پروایې له امله دا دی سږ کال د
کانکور په ازموینه کې درغلۍ خپل اوج ته ورسیدې،
چې په تاریخ کې ساري نه لري اوهرمحصل اوزده کوونکو
ته دنه زغملو وړ دي. د
دغو درغلیو له امله په وردګو او بدخشان ولایت کې یوه ځوان هلک او یوې نجلۍ چې بې نتیجه وه
دخپلو نمرو په لیدلو ځان وژنه وکړه. خو زمونږ لوړپوړي کسان اود ولسې استازو د
لوړو زده کړو د
وزارت په دغه نه بښونکې کړنو
خپل غوږ هم ونه ګروواو دتل په څیر چوپه خوله
پاتي دي . که چیري
سږ کال هم دنورو کلونو په څیر غلې کښینو،او
ددغو درغلیو داصلاح غوښتنه ونه کړو نو لری به نه وي، چې زمونږ هیواد به د
تباهۍ په لور روان شي، چې بیا به د
کابو کولو لپاره ډیره ناوخته شوی وي . او زمونږ
راتلونکې به د تیارو سره مخ وي که حکومت
او ولسي جرګه يې په اړه هیڅ غبرګون ندي ښودلي .اوس
بله لاره نشته یواځي اولس ته پکار ده ، چې دهغو ځوانانوچې
شپه او ورځ یې خواري کړیې درسونه یې لوستلي خو نن ورځ یې حق بل چاته ورکول کیږي په
حق کې سولیز لاریونونه وکړو او خپل غږ اوچت کړوترڅو ، چې ددغو کسانوسره دخپل حق په
غوښتلو کې مرسته وکړو او د
هغوي حق د
ظالمانو له ګیډی راوباسو ترڅو هغه ناهیلۍ ځوانان چې خپلې راتلونکې هیلې یې له لاسه ورکړی دلاسه وتلي
هیلې ورته ورکوو او هغه کسان چې په دغه پراخ فساد او ملي خیانت تورن دي دقانون منګولو ته وسپارو ترڅو په راتلونکې کې د داسي پیښو مخه ونیول شي نو اوس ټولو هیوادوالو ته پکار ده، چې دخپلو بچیانو ترڅنګ ودریږی خپل غږ ددولت لوړپوړیو چارواکو ته
دقانوني لارو ورسوی ترهغه ارام ونه کړي ترڅو مو چې خپل حقدار ته نه وي
ورکړي اوهغه مجرم کسان، چې په درغلیو
تورن دي دقانون منګولو ته وسپاري
ترڅو په راتلونکي کې دنورو لپاره سبق شي
.
<!--[if !supportLineBreakNewLine]-->
<!--[endif]-->