
عصمت الله سپېڅلی
esmatullahspesalay@gmail.com
تيره ورځ مې د ټايمز آف انډيا ورځپاڼه لوسته په سوريه کې د شته سني مسلمانانو په اړه يې يو څيړنيز راپور ليکلی و.
دا راپور ډير زړه بوګنونکی و، ځکه په راپور کې ډيرې داسې خبرې وې چې ويل او اوريدل يې ناشوني دي. په دې راپور کې د دې ورځپاڼې خبريال په اردن کې په يوه سرحدي سيمه کې د سوري کډوالو يو کمپ ته ورغلی و هلته يې له دوی سره د شوي زور زياتي، کورنو د پريښودو تر څنګ ډيرې نورې خبرې هم کړې وې. دې ته ورته ځينې راپورونه ما د پاکستان، ايران، متحده عربي آماراتو، تاجکستان او نورو هيوادونو په اړه هم لوستي و خو د دومره مجبوريت راپور مې د لومړي ځل لپاره ولوست.
په راپور کې ويل شوي و چې دا کډوال د خپل ژوند د تيريدو په موخه اوس دې ته حاضر شوي دي چې يوازې په اوه دالره چې نيږدې ۳۵۰ افغانۍ کيږي له خپل عزت څخه تير شي او ميرمنې يې يوازې د ژوند په موخه له پرديو سره جنسي اړيکې نيسي. خبريال په خپل راپور کې په انګليسي يوه ډيره ښه جمله کارولې وه چې پښتو ژباړه يې داسې ده:« دوی ته يوازې ځان پاتې و نور يې هرڅه لکه، کور، عزت، نيږدې خپلوان، او ډير نور څه له لاسه ورکړي و. د دوی شعار يوازې ژوند او ژوندي پاتې کيدل دي.»
په دې راپور کې د يوې داسې مسلمانې پيغلې کيسه راغلې وه چې د کور ټول غړي يې د اسد سرتيرو وژلي دي او دا يوازې له خپل سپين ږيري او ناروغ پلار سره يو ځای د اردن پولو ته نيږدې يو کمپ ته په تيښته بريالۍ شوې.
نوموړې پيغله ندا نوميږي د ۲۴ کلونو ده او په اردن کې په يو کمپ کې يوازې د اوه دالرو په بدل کې خپل عزت پردي ته په واک کې ورکوي.
خبريال وايي کله چې ددې خيمې ته ور روان شوم، ډيره خوښه شوه ځکه دې به داسې خيال کاوو چې دا کس به هم ورسره جنسي اړيکې ونيسي او څو روپۍ به ورکړي. خبريال وايي چې په لومړي سرکې کې مې له دې د دې د عزت د بيې پوښتنه وکړه، ندا راته په ژرغوني آواز وويل:« يو وارې جنسي اړيکې يوازې په اوه ډالره او که غواړې شپه راسره تيره کړې بيا نو اويا ډالره درڅخه غواړم.» خبريال کاږي پلار يې دا خبرې ټولې اوريدې يوازې يې سترګې له ناهيليو ډکې وې او هيڅ ډول غبرګون يې نښود.
دا پورته مقدمه مې ځکه ورکړه چې دا حال يوازې په سوريه کې نه دی بلکه په ډيرو اسلامي هيوادونو کې د اسلام په نوم د روان زور زياتي له امله ډيرې کورنۍ د خپل عزت خرڅيدو ته اړې شوي دي. اسلامي هيوادونه تر ډيره په څو جبهو کې ښکيل دي چې تر ټولوخطرناکه يې مذهبي ستونزې دي.
ايران تل کوښښ کوي څو په ټوله اسلامي نړۍ د شيعه ايزم راج وچلوي، سعودي بيا کوښښ کوي چې په مذهبي جګړه کې د وهابيانو او نورو تندلارو په وسيله د ايران په مقابل کې ودريږي خو يو څه مور هير نشي چې د دوی جګړه د اسلام له امله نه بلکه د سياسي ګټو په خاطر ده خو اسلام، سني او شيعه يوازې د يوې وسيلې په توګه کاروي.
په سوريه کې روان ناورين کلونو ته اوږد شوی دی اويا زره ملکي وګړي پکې وژل شوي دي، په فلسطين کې روانه جګړه داده نوره پيړۍ ته نيږدې کيږي او هره ورځ پکې لس اته پنځه مسلمانان په يو نوم نه يو نوم د اسراييلو د ظلم له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي همداسې په عراق، افغانستان، ليبيا، مصر او نورو کې يې شمير لکونو ته رسيږي.
په عراق کې هم نوري المالکي په سنيانو داسې شواخون جوړ کړی دی چې هيڅ پته يې نشته تيره ورځ پر سنيانو د روان زور زياتي له امله يې د کابينې دوهم سني وزير چې د کرنې وزير دی د لاريون په ترڅ کې خپله استعفا ورکړه. دې سني وزير رافع العيساوي وويل چې مالکي يې د ملت هيڅ خبره نه اوري او تل د غچ په لټه کې وي.
که چيرې په ريښتوني ډول غور وکړو، په دې کړنو کې تر ډيره لويديځ، اروپا او نوره کفري نړۍ لاس نه لري، بلکه دا په خپله مسلمانان دي چې مسلمانانو ته يې سرخوږی جوړ کړی دی، په يو او بل نوم سره وژني. تاسو ښه ځير شی، امريکا له ايران سره دښمني کوي، خو په عراق کې بيا د سنيانو د ځپل کيدو په موخه المالکي ته واه واه ډير ښه نارې وهي، ايران تل غواړي ځان د اسلام ټيکه دار وښيي خو د ونزويلا وژل شوي ولسمشر هوګو چاويز ته د ايران ولسمشر احمدي نژاد د شهيد لقب ورکړ، په ايران کې ميرمنې خپله مذهبي آزادي نه لري خو احمدي نژاد خپلې ګوتې د چاويز د مور سينو ور تيرې کړې.
ايران له دې سره سره چې په شيعه جامه سمبال په اسلامي نړۍ د راج چلولو خوبونه ويني خو په سوريه کې په زرګونونو سنيان د دوی له لاسه بې کوره شوي، وژل شوي، تښتول شوي او ټپيان شوي دي.
په اردن او ترکيه کې د مسلمانو ميرمنو دا ځان پلورنه کومې نوې خبره نه ده، دا ځان پلرونه په ټوله اسلامي نړۍ کې روانه ده، زموږ د اسلامي نړۍ راج چلونکي ترې خوند اخلي او تل يوازې په دې کوښښ کې دي چې څه ډول کولای شي خپل واک وساتي.
که چيرې کفري نړۍ په سم ډول سره مطالعه کړو د اسلامي خلافت تر ړنګيدو وروسته د کفري نړۍ پيل شوی فکري جنګ په غور سره ولوستل شي نن هم هغه د ۱۳۰۰ کلونو پخوانۍ خبره روانه ده، سني را پورته کيږي شيعه وژني او شيعه بيا په سوريه، عراق، د ايران په زاهدان کې سنيان وژني. په پاکستان کې ناست ملا افغانستان ورانوي په افغانستان کې ناست ملا بيا د وحشت د نوي ډول د کشف په لټه کې دی.
شيعه تورې جنډې په کورونو دروي او سنيان بيا ځانمرګي بريدونه کوي.
نوره نړۍ تل په دې کوښښ کې ده چې څه ډول مخکې ولاړ شي څه ډول پرمختګ وکړي څه ډول نور تر تاثير لاندې راولي، خو مسلمانان تل په دې کوښښ کې دي چې څه ډول د وژنو، چاودنو، او وحشت نوې ښکارنده کشف کړي.
موږ په خپل ځوريدلي او کړيدلي هيواد افغانستان کې ډيرې داسې پيښې لرو، په سرونو کې د ميخ ټک وهل، رقص مرده يا د مړي ګډا، په کانټينر کې سوځول، په څاوو کې غورځول، په تارحلالول، په ماشوم باندې د يوه ځوان حلالول، همداسې يو ماشوم د کمرې په مخ کې په ګاز سوځول هغه څه دي چې افغانستان تجربه کړي دي او دا تجربې پرې ځينو مشرانو کړي دي، خو بيا هم زموږ همد مشران له دې ټولو زياتيو سره سره اوس اتلان دي، کليزې يې لمانځل کيږي په نومونو يې سړکونه، پوهنتونونه، او علمي ځايونه نومول کيږي.
له دې سره سره چې د اسلام په نوم په روانه جګړه کې د دې جګړې سرلاري تل په خپلو خبرو کې وايي چې اسلام ته ګواښ دی بايد هڅه وشي، خو تر ډيره ستر ګواښ دوی اسلام ته پيښ کړی دی، زموږ علما هيڅکله په خپلو منځونو کې په ځينو خبرو سره جوړجاړي ته نه رسيږي. يو مو په کابل کې ناست دی د پاکستاني عالم غندنه کوي او په پاکستان ناست عالم بيا د کابل هغه جاهلان بولي.
په سوريه کې د ندا کيسه به کيدای شي ډيرو ته له غمه ډکه نه وي، خو هغه که په ريښتوني ډول اسلامي ضمير ولري نو ډير به وځوريږي او ډير به يې سترګو ته ودريږي.
همداسې که چيرې ګاونډي هيواد پاکستان ته ورشی، په نړۍ جال يا انټرنيټ کې د يوټيوب په پاڼه کې هرا منډۍ سرچ کړۍ وبه ګورۍ چې هلته د سکس په جامه کې په څومره عزتونو يو ډول نه يو ډول لوبې کيږي، همداسې عربي نړۍ متحده عربي اماراتو ته ورشي. خو د پاکستان علما تل په دې لټه کې دي چې څه ډول خپل ورور هيواد افغانستان په کنډواله بدل کړي.
خو د پاکستان علما او په ځانګړي ډول په دې ورځو کې ډير خبرساز طاهر اشرفي د دې وحشتونو د مخنيوي پر ځای يوازې دا خبره کوي چې په افغانستان، کشمير او فلطسين کې انتحار روان دی. که له همدې اشرفي پوښتنه وشي چې تر دې انتحاره به دا ښه نه وي چې په لومړي سر کې په اسلامي هيوادونو او ټولنو کې اسلامي فکر ورکول شي د ده ځواب به څه وي، که له ده پوښتنه وشي چې ښه به نه وي څو د زنا پر ځای اسلامي نکاح ته پوره تبليغ وشي کوم يو به يې ښه وي، هغه وخت کيدای شي دی بيا هم ځان په دې خلاص کړي چې هيڅ خبره نشته دا هرڅه دروغ دي.
اسلامي نړۍ له دې سره سره چې تل د امريکې لوري ته سياسي لمونځ کوي او اوباما په سياست کې دوی ته العیاذبالله منها سياسي خدای ښکاري، ولې همت نه کوي چې په هر کور يوازې يوه روپۍ را ټوله کړي او په اردن کې د پيغلې ندا او په زرګونو نورو د تن فروشي مخه ونيسي. ايران ولې د حزب الله، حماس او نورو شيعه پالو ډلو پر ځای په دې فکر نه کوي چې څه ډول اسلامي اخوات را منځ ته کيدای شي.
زما په اند که چيرې په اسلامي نړۍ کې د سني، شيعه، وهابي، سعودي، ايران، القاعدې ، لشکر طيبه او جنګوي کړنې روانې وي، ګمان مې نشي چې اسلامي امت به په ريښتوني ډول سره د اسلام خوند وڅکي، ښه به وي چې په دې فکر وشي، څو موږ له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودريږو، په نړۍ والو پرمختګونو فکر وکړو، اسلامي ورور ولي رامنځ ته شي. نور به مو انتحار، انفجار، د سني او شيعه وژل کوم درد دوان نشي کړای.
که چيرې د افغانستان د طالب جان، د عربو د القاعدې، د پاکستان د لشکر جنګوي، د ايران د شيعه ايزم دا دسيسې وي زه په ډاډ ويلای شم چې داسې ورځ به لرې نه وي چې اسلامي هيوادونه به نور د سکس او جنسي غريزې د اشباع په مرکزونو بدل شي او ډير يې بدل شوي هم دي.
ښه به وي چې په اسلامي نړۍ کې بيرته تاريخ ته ور وګرځو فکري جګړه مطالعه کړو، کفري دسيسې مطالعه کړو، د ايران د حسين او حسين په تورو جنډو، شيعه ايزم او ځان ښودنې باندې دا ستونزه نشي حل کيدای.
څو ورځې وړاندې مې له يو دوست سره ناست ووم دا دوست مې له ډيرو لوړو خلکو سره اړيکې لري، نوموړي راته وويل چې اوس اوس په افغانستان کې شته هزاره شيعه په دې کار کوي چې څه ډول خپلې څيرې ته تغير ورکړي.
زه ورته هک پک شوم چې دا څه وايي ما ويل د ده خبره به د پلاستيکي جراحي هغه وي،ځکه په تيرو کلونو کې دا کار هم په افغانستان کې په پراخه کچه دود شوی دی او د الله تعالی په جوړ شوي بدن کې د تغيراتو هڅې روانې دي، خو نه داسې نه وه.
دوست مې ويل چې د اسماعيليه ډلې اوسني مشر کريم آغاخان ډيرو هزاره شيعه ګانو ته امر کړی دی چې دوی بايد په افغانستان کې له نورو ميشتو قومونو سره جنسي اړيکې ټينګې کړي بيا اولاد وزيږوي څو د دوی په څيره کې تغير راشي څو بيا يي څوک يوازې په چيته پوزه، تنګو سترګو ونه پيژني چې دا هزاره دی. دوست مې راته د کره اسنادو پر بنسټ دا خبره هم وکړه چې آغاخان دوی ته د دې زيږيدلو ماشومانو د ټولو لګښتونو د پر غاړه اخيستو ټټر هم وهلی دی.
اوس تاسو فکر وکړۍ چې د آغاخان دا دسيسه به په اسلامي نړۍ کې د څومره زنا لامل شي، موږ به د حلالي اولاد او افغان پر ځای څومره حرامي اولادونه ولرو.
اسلامي نړۍ په دې فکر نه کوي چې څيره هره يوه په خپل وار سره خدايي خلقت دی دا د خدای خوښه ده چې يو څوک څه ډول پيدا کوي چيت پوزی که لوړپوزی، تور که سپين ، ځکه په قرآن کې صريح آیت دی چې تور او سپين سره توپير نه لري ښه والی او بدوالی يوازې په عمل کې دی. په دې هيله چې نور اسلامي امت د اسلام په نوم د دې ټيکه دارانو له روان زور زياتي خلاص شي.
په درنښت
عصمت الله سپېڅلی