سپیناوی!

عصمت الله سپېڅلی
esmatullahspesalay@gmail.com
له نن څخه يوه مياشت وړاندې ما د خپلو ليکنو په لړ کې لومړۍ ليکنه د ميدان وردګو په روان وضعيت وکړه. په هغه ليکنه کې مې ډيرې خبرې د والي له خولې را خيستې وې چې په ډيرو پاڼو کې شته چې بيا يادول يې اړين نه بولم، زما د ليکنو بڼه تر ډيره مستنده او يوازې اصلاحي وه، زه د ميدان وردګو اوسيدونکی نه يم نه هم له اړوند والي سره کومه قومي، سمتي او يا حزبي ستونزه لرم، خو د يو افغان په توګه له هر هغه چارواکي سره چې د واک پر ګدۍ ناست وي او د ملت په برخليک لوبې کوي د دې حق لرم چې يو څه ورته و وايم او په دې اړه له چا ډاريږم هم نه.
را به شم سپيناوي ته! سپیناوی ځکه کوم چې تيره ورځ د کب د مياشتې په لومړۍ نيټه په محور ورځپاڼه کې د تکړه ليکوال او حقوقپوه ښاغلي محمد اجمل هوډمن صيب ليکنه (( ميدان وردګ مه هيروۍ!)) ولوسته دې ښاغلي په خپله ليکنه کې د ميدان وردګو د روان وضعيت، ادارو د کمزورۍ تر څنګ مستعار نومو لیکوالانو ته هم نغوته کړې وه. په دې منځ کې زما نوم هم د والي ضد ليکونکو په قطار کې راغلی و، خو هوډمن صیب ته يو څه وايم، چې زه په کابل کې يم، ستا تر څنګ يم، زه په وردګو کې نه يم ته مې ډير ښه پيژنې خو روان قلمي جهاد راته د دې اجازه نه راکوي چې ځان وښيم، ډير وارې په ډيرو خبرو کې له هوډمن صيب سره مخ شوی يم، او نن سبا په کارپوهانو کې زما ايډيال يوازې هوډمن او ښاغلی ستار سعادت دي، ځکه د دوی خبرې د ناهيلۍ تر څنګ هيلې له ځان سره لري، دوی پوهيږي استدلال کوي او وياړم پرې.
ښاغلي هوډمن هرڅه ډيره سوقه او په سم ډول سره لیکلي و خو زه د يوې خبرې سپيناوی کوم، زه له والي سره بدي نه لرم، ميدان وردګ هم د افغانستان يو ولايت دی او بايد دردونه يې انځور شي، بل دا چې زما د نيوکو لړۍ له ميدان وردګو پيل شوې لوګر ته رسيدلې او که خدای کول ۳۴ ولايتونو ته به رسيږي دا چې زه ددې لړۍ ليکنې په ځنډ کوم خبره داده چې زه خپلې ليکنې مستندې کوم، زه اړ يم چې ځانته يو څه مستند کړم بيا يې وليکم، خو دا اسناد نه غواړم له نورو سره شريک کړم، زه ډير وختونه کيږي له محور سره ليکنې تبادله کوم، خو کيدای شي ډيرې کمې يې زما ليکنې خپرې کړي وي ځکه محور تر ډيره کوښښ کوي چې زما شته اسناد دوی هم تر لاسه کړي خو زه نه غواړم دا اسناد له ټولو سره شريک کړم، خو که خدا مه کړه زما د ليکنې له امله هرې ورځپاڼې ته د محور په ګډون کومه ستونزه پيدا شي تيار يم چې بيا ټول اسناد يادې ورځپاڼې ته په واک کې ورکړم.
ما لومړنۍ ليکنه(( يو ميدان وردګ او دوه واليان)) ځکه کړې وه چې ښاغلي خوګياڼي ته ولايت نوې تجربه وه. نوموړی تر ډيره په دې ولايت کې تر ډيره يو ډول احساساتي چلند کاوو، چې ما يې هلته ځينې بيلګې راوړي دي چې هزاره وو ته د ګلانو په مقابل کې د امتياز ورکړه، د حج او اوقافو د رييس وهل، د ده د ورور له لوري د ځينو کارکونکو ګواښل، د ورور له لوري پرته له دې چې رسمي دولتي مامور وي د حاضري چک کول، لاپې شافې هغه هم د ميدان وردګو شته قومي او جغرافيه وي جوړښت ته له کومې کتنې پرته............... او داسې نور هغه څه و چې ما يې سمون غوښت.
همدارنګه ښاغلي مجيدخان پرته له دې چې د دې ولايت جوړښت او نا امني ته پام وکړي ميدان وردګو ته له تګ سره سم يې په خپله وينا کې وويل چې طالبان مې تر تنګي تير شو خو څو ورځې وروسته د ډيرې زړه بوګنونکې پيښې يا ځانمرګي بريد شاهدان و، په هر حال دا هغه ستونزې دي چې په دې ولايت کې شته دي، ميدان وردګ په دولت کې ډير وزيران لري، خو زه په ډاډ ويلای شم چې په دې ولايت کې يو سم روغتون، سم ښونځی، په مورنۍ ژبه زده کړې، متوازنه بيارغونه نه ده شوې.
خو ماته ولې تر نورو ولايتونو ميدان وردګ مهم دی؟ څو علته لري، يو خو په ميدان وردګو کې د روان امنيتي  وضعيت په اړه شته انديښنې دي، دوهم هم په راتلونکي پسرلي کې يو ځل بيا د کوچيانو او هزاره وو ستونزه ده  چې خوګياڼي صيب هم د کوچيانو پر ضد هزاره وو ته د مرستې ټټر وهلی دی، دلته په ارګ کې شته خليلي او محقق هم ان لا اوس خيمې اخيستې دي چې بيا به ځي، ځينو هزاره وو ته ان اوس پيسې ورکول شوي دي چې بيا په خپله کورنو ته اور ورته کړي او پړه يې پر مظلومو، بې ژبې او بې استازو کوچيانو ور واچول شي، او دريم هم دا چې په دې ولايت کې شته وسله وال حزبيان او طالبان دي چې يو بل ته يې زړونه ډک دي او ډير وارې يې له يو بل سره وسله والې نښتې هم کړي دي.
زه تر دې ليکنې وروسته په ډول ډول نومونو تورن شوم، زه له هرې ليکنې سره خپل برښناليک خپروم موخه مې داده چې هرڅوک خپل اندونه راسره په سم ډول شريک کړي. په لومړۍ ليکنه کې له ماسره په  شته برښناليکونو کې داسې برښناليکونه شته دي چې تاييد او رد پکې دی، ډيرو پکې ويلي دي چې تاسو له پخواني والي حلیم فدايي سره همدردي لرۍ، ډيرو نورو ويلي دي چې تاسو د هغه کس ياست او کيدای شي د والي خوګياڼي په زړه کې دا هم را ګرځيدلي وي چې يو ډول نه يو ډول به د ده او فدايي پخوانی وياند شاهدالله شاهد هم په دې ليکنو کې لار لري، ولې زه ورته ډاډ ورکوم چې د ښاغلي فدايي په اړه هم راسره اسناد شته دي، نوموړي هم په دې ولايت کې ګل نه دي کرلي تر خپله وسه پورې يې خيانت کړی دی چې زه ځينې اسناد لرم چې په خپل وخت سره به يې خپاره کړم، د فدايي شته کبر او تکبر ته پوره متوجې يم او ډير وارې د ده محافظه کارانه ويناوې هم وينم، کيدای شي له والي سره به ستونزه هم ولري خو که د ولايت په سر وي وردګ د فدايي پلار ولايت نه دی بايد بدل شوی وای او ښه شو چې بدل شو، زه به په فدايي هغه وخت لیکنه کوم او رازونه به يې پاشم چې ده څه کړي کله چې دی بيا د واک په ګدۍ کيني، خو خدمتونو ته يې درناوی کوم.
خو زه وايم چې هوډمن صيب بايد زما د هرې ليکنې په اړه پوره غور وکړي، ځکه تر دې وړاندې په ما لګيدلي تورونه هغه څه و چې زه به يې په خپل وخت سره درته سپيناوی وکړم، زه له احمد محمود سره کار نلرم خو واقعيت هغه څه دي چې بايد و ويل شي.
تر دې وړاندې داسې ويل کيدل چې کيدای شي دا رازونه د دې ولايت پخواني والي يا هم پخواني وياند ښاغلي شاهدالله شاهد له ماسره شريک کړي وي خو زه درته په ډاډ ويلای شم، چې نه مې تر اوسه فدايي ليدلی دی او نه مې هم له شاهد سره چيرې ليدلي دي. خو خير په هر حال يوازې شاهد پکې قرباني شو او دنده يې له لاسه ورکړه، خو که چيرې والي پر ده شکمن وي زه به بله ليکنه وکړم او په هغه کې به ځينې داسې نا ويلې خبرې وکړم چې دا هر څه تر شاهد وروسته پيښ شوي وي.
زه په دې ډاډه يم چې خوګياڼی صيب يو دروند سړی ‎، قومي مشر او.... دی خو دا هم په ډاډ وايم چې يو ښه مدير نه دی، يو ښه والي نه دی، تر قانونه شخصي احساسات پکې ډير په زور کې دي. زه اوس هم انديښمن يم که چيرې زموږ واليان دومره احساساتي شي په تاخچه کې ايښی اساسي قانون به هيڅ ګټه ونکړي.
په پای کې يو ځل بيا له ټولو دوستانو مننه کوم چې ماته يې داد راکړ، په ما يې نيوکې وکړې او ان په برښناليکونو کې يې وښکنځلم، ځکه د ځينو داد راته جرأت او د ښکځل مارو ښکنځلو راته دا جرأت راکړ چې دا خلک بايد وغندل شي ځکه داد ورکونکي ريښتوني او ښکنځل مار د والي خواخوږي دي چې د ده په شتون کې خپلې ګټې ويني. زه يو څه وايم، تر ناوړه والي وړ والي ښه دی، تر ناوړه قومي مشر وړ قومي مشر ښه دی، تر ناوړه وزير وړ وزير ښه دی.... که وړ نه وي نو بيا هيڅ ښه دي ځکه يو څوک به در باندې زړه وخوږوي، زه يو مثال راوړم فاروق وردګ د پوهنې وزير دی لس کاله کيږي پښتانه په مورنۍ ژبه زده کړې نشي کولای ولې؟ ځکه چې پښتون يې وزير دی خو نن سبا چې زه وينم د ده پر ضد مبارزې زور اخيستی دی فيسبوک، ويبپاڼې سياسي ميزونه هرڅه پر فاروق وردګ نيوکې کوي، د دوه خواخوږي وردګان بيا وايي چې په دې دسيسه کې د مشرقيوالو لاس دی چې زه په دې اړه هم د ده د يو نيږدې خپل چې خيښې ورسره لري بريښ بنډار او ماته راکړي اخطارونه يې له ځان سره لرم، خو زه چې نن ګورم محروميت موږ مبارزې ته اړ کړي يو نن هر پښتون په مورنۍ ژبه زده کړې غواړي ان تر دې چې زموږ دا ناره د بادغيس تر ولايت پورې رسيدلې بيګاه شپه يې له ځوانانو سره ناست ووم کابل ته راغلي دي خپل حق غواړي هلته ځپل شوي دي. هر قوم چې ډير کلونه يې راج چلولی وي دوی يوازې په تيرو وياړي، نوي نسلونه بيا کار نه کوي هغه د الفت صيب يو نثر دی(( خانداني خولۍ)) په دوی دغه کيسه شوي وي بس په دې وياړي چې پلاني راته تورې وهلي، پلاني راته علم راوړی دی دا بسنه کوي. خو زه وايم نه دا بسنه نه کوي راځۍ وښورو، راتلونکې ټاکنې ډيرې مهمې دي، پښتون د پاڼ او پړانګ تر منځ دی فضل احمد معنوي په ډير شرم سره ګواښونه کوي چې په ناامنه سيمو کې به د رايه ورکولو مرکزونه کم وي، خو نوموړی له دې نه دی خبر چې قانوني اصل دا دی که چيرې يو کس هم رايه ورکوي بايد ورته په خپله سيمه کې موکه برابره شي.
په پای کې يوازې دومره وايم چې له خوګياڼي، احمد محمود سره کومه تربګني نه لرم، که چيرې د ميدان وردګو شته کارکونکي په دې ډاريږي چې دوی زما د ليکنو له امله ګواښل کيږي، زما برښناليک په هر ځای کې شته دی راته دې په جرأت و وايي، زه به بيا داسې يوه ليکنه وکړم چې د جناب والي صيب په تيرو کړنو پورې تړلې وي ان د ده تر قومي مشرتوب او بيا ولسي جرګې پورې، څو والي په دې پوه شي چې دا سړی د ميدان وردګو اوسيدونکی نه دی زما مامور نه دی بلکه يو پښتون دی يو افغان دی چې ويده نه دی بلکه له هرڅه په يو ډول نه يو ډول خبريږي، زه نن سبا کې د لوګر په والي ليکنه کوم ځکه نور اسناد بشپړ شوي دي سبا به دی هم مامورين ګواښوي، بله ورځ د خوست په والي ليکنه کوم بله ورځ ځم ننګرهار او لغمان ته هلته به هم داسې پيښې وي نه داسې به هيڅکله نه وي ځکه زه که چيرې په يو ولايت کې کار کوم نو په لسو ولايتونو کې کار نه کوم که يو والي پر ضد يم نو له ټولو سره ضد نه لرم که د يو ولايت دعوه ګير يم بيا په ۳۴ ولايتونو کې راج نشم چلولای. والي صيب خوګياڼی، د ده متعلقين او متعلقات دې هم دې په دې پوه شي که چيرې ټول زاړه وړ مامورين وشړي او نوي کسان يې پر ځای چې ډير ناوړه وي راولي بيا به هم زه پسې يم ځکه د ده په نويو کسانو کې د ده د وياند عطا الله خوګياڼي خبرپاڼې راسره دي چې څومره سواد لري او په يوه خبرپاڼه کې خو يې دا هم ويلي دي چې درې ټپي طالبان په پلاني روغتون کې تر درملنې لاندې دي يانې طالبان په وردګو کې روغتون لري خو دا دولتي وياند کار نه دی دا خبره بايد ذبيح الله مجاهد او قاري يوسف احمدي وکړي خو دا ښاغلی په يو ډول نه يو ډول غواړي طالبانو ته کار او کمپاين وکړي چې له والي صيب څخه د دې وياند د سمون غوښتنه هم کوم که يې سم نکړي بيا به ټولې خبرپاڼې او د ده سواد درته پوره نقد کړم. يوه خبره کوم چې زه په داسې يوه اداره کې کار کوم چې په ۳۴ ولايتونو کې پروژې لرو، کاري ټيمونه لرو، له والي، ولسوال، قومي مشر عام ولس سره ناستې لرو په هر والي چې زه لیکنه کوم دوی دې په خپل ګريوان کې سر ټيټ کړي کارکونکي دې نه ګواښوي بلکه په دې فکر وکړي چې دا دومره واقعيتونه څنګه د ده له ولايته وزي ځکه يو رسمي مامور له ده سره يوازې په دنده کې وي خو زه په ډاډ ويلای شم چې که وغواړم د يو والي د شپې د ډوډۍ کيسه هم درته کولای شم.
پای
په پای کې يو ځل بيا وايم(( ماتن به پناه داديم تا زنده شما باشيد))
په درنښت
ورور مو عصمت الله سپڅلی