
له شک پرته سوله یو له هغو سترو نعمتونو څخه ده ، چې د نړۍ پرمخ هر ژوندی ژوی ورته له حده ډېره اړتیا لري.
ځکه چې د ورځيني ژوند ټولې چارې او کړنې یوازې د سولې په شتون پورې تړلي دي او دا سوله ده، چې د نړۍ خلک سوداګریزو، ښوونیزو، روغتیایي، فرهنګي او ټولنیزو چارو ته د ترسره کولو په نیت هڅوي او له دې لارې هم ځان او هم جهان جوړوي.
خو بدبختانه چې دغه لوی الهي نعمت د څو لسیزو راپدېخوا زموږ له ګران هېواد افغانستان څخه کډه کړي او ځای یې ناامنیو، بدبختیو، ورانیو، وژنو او نورو د اسلام او بشریت ضد کړنو نیولی دی، چې تر دې وخته یې افغان مسلمان ملت له حده ډېر زیات قرباني شوی دی .
تاسو وګورۍ چې هره ورځ د لوی افغان اولاده له جنګونو، خشونتونو، ورانکاریو، غلو او نورو مضرو مشکلاتو نه څومره کړیږي او په دې لاره کې په څومره شمېرسره کوچني معصوم اولادونه د مور او پلار له خواږه نعمته محرومیږي او په څومره شمېر د میندو او پلارونو څخه د زړه شرینې ټوټې (اولادونه)د تورو خاورو لور ته ځي، چې دغه هرڅه د سولې په نشتوالي پورې اړه لري.
دخوست یو تن ځوان شاعر کریم الله مظلوم د سولې په هکله یو نظم لیکلی دی ، چې څرګند پیغام یې د تېرو او روانو جنګ جګړو ، ورانیو، ګناهونو، یتیمانو، کونډو، وینو تویولو او یو پربل باندې ظلم دی.
نوموړی د نظم په یوه برخه کې جنګ کوونکو ته داسې وایي:
جنګ چې څوک کړي ظالمان دي
جنګ زموږ کورونه وران دي
جنګ کې وینې د انسان دي
جنګ کې کونډې یتیمان دي
بلې همداسې ده، موږ او تاسې ولیدل او اوس یې هم له بده مرغه وینو او یا یې اورو، چې داسې ورځ نشته،چې د هېواد په یوه برخه کې د بې ګناه انسان وینې نه وي توی شوي، هره ورځ زموږ ماشومان یتیمان او مېرمنې مو کونډې کیږي.
کلي ، کورونه ، ودانۍ ، سړکونه او پلونه مو د جنګ د نازلې شوي تورې بالا خوراک ګرځي.
نو څوک چې جنګ کړي ، بې له شکه چې ظالمان دي.
بل ځای وایي :
جنګ که نن دی که سبا دی
جنګ ماتم دی او ژاړه دی
جنګ خو مرګ دی ناروا دی
جنګ په خپلو کې ګناه دی
رښتیا هم الله ج فرمایي، که زما کور(کعبه )څوک ورانه کړي، دومره پرې نه خفه کېږم، خو لکه یو څوک چې د یوه انسان زړه ازار کړي .
یانې د یوه انسان زړه ته په ازاررسولو او هغه ته په تکلیف ورکولو باندې الله پاک ج د کعبې له ورانولو نه هم ډېرزیات خفه کیږي.
بل ځای فرمایي،که چا یو انسان ناحقه وواژه ، نو د قاتل ځای به همېشه لپاره د جهنم کنده وي.الله تعالاج دې موږ او تاسې ټول مسلمانان د دغه لوی کبیره ګناه او د جهنم له دغې سختې کندې وساتي.
همداشان هر انسان باید فکر وکړي او داسې یو غمجن حالت خپله ځانته احساس کړي، چې خدای ج مکړه که د ده د کورنۍ مېرمن کوڼده شي، ماشومان یې یتیمان او بې سرنوشته شي ، میندې او پلارونه یې بې اولاده شي، نو آیا له دې به په دونیا کې کوم بل لوی غم وي؟ ښکاره خبره ده، چې بالکل نه .
نو ځکه خو شاعر ویلي، چې جنګ ماتم دی او ژاړه ده ، جنګ خو مرګ دی ناروا ده، جنګ په خپلو کې ګناه ده .
خدای ج دې وکړي، چې زموږ افغان مسلمان وروڼه یو پربل باندې اسلامي او انساني ترحم وکړي او نور هېڅکله دیوه او بل د وژلو او وینې تویولو فکر هم ونه کړي.
دغه راز کریم مظلوم د خپل نظم په یوه بل ځای کې هم جنګ ته داسې اشاره کوي او وایي:
جنګ خو شر دی او فساد دی
جنګ خو تریخ لکه تغاد دی
جنګ خو بد لکه شاداد دی
جنګ چې چا کړی برباد دی
ښکاره خبره ده، چې په جنګ او جګړو کې حلوه نه وېشل کیږي، بلکې د انسانانو د ژوند د بربادیو ترڅنګ سیمې او هېوادونه ورانوي او له پرمختګه یې ډېر په شا پرېږدي.
ځکه خو نوموړی جنګ ، د تغاد په شانته تریخ، د شاداد په ډول بد او بالاخره د ټولو بدمرغیو، شر او فساد سرچینه بولي.
مظلوم په یوه ځای کې د جنګ بربادي او تباهي د څرګندې بېلګې په توګه داسې راوړي :
جنګ کشمیر دی او لبنان دی
جنګ برباد وزیرستان دی
جنګ بغداد دی ځکه وران دی
جنګ کنډر افغانستان دی .
همداسې ده ، دا هغه هېوادونه دي،چې جنګونو او خشونتونو سخت ځپلي او له ډېرو پرمختګونو ،اسانتیاوې او غوره ژوندانه څخه یې محروم کړي دي.
برعکس نوموړي هغو ملکونو ته هم څرګنده اشاره کړي ، چې په خپلو سیمو کې یې د سولې او امنیت لپاره کار کړی او ژوند یې له جنګونو په امن کې دی .دی وایي:
سوله ریاض دی او ترکیا ده
سوله فرانس دی اېټالیاده
سوله کوېټ دی اسټرالیا ده
سوله چین دی کاناډا ده
یانې دا هغه ملکونه دي، چې د دوی په وطنونو کې سوله تامین ده او نن د همدې لوی نعمت څخه د ژوند لوړو پوړیو ته رسېدلي او هېڅ نوع داسې ستونزې نه لري، چې له کبله یې خلک د بربادیو او سختو ستونزو سره مخامخ شي.
مظلوم د نظم په اوږدو کې په سوله ټينګار کړی او دغه لاره یې ډېره سپېڅلي او روا بللي ده ، چې په تامین کې یې پرافغانانو غږ کړی، چې د سولې لاره غوره کړي او په دې سره له یوې خوا د الله پاک ج رضا لاسته راوړي او له بل پلوه د هېواد او هېوادوالو د نېکمرغۍ سبب شي. دی وایي:
سوله ژوند دی آبادي ده
سوله لویه نېکمرغي ده
سوله مه پرېږدئ دوستي ده
سوله لاره الهي ده
کریم مظلوم د سولې د ټينګښت په لاره کې د افغانانو د لاډېرو هلو ځلو او رول لوبولو لپاره یو ځل بیا سوله داسې تعریفوي او وایي :
سوله امن دی ، ښکلا ده
سوله مینه ده وفا ده
سوله حق زما او ستا ده
سوله ژوند لره هوا ده
سوله جوړه زمونږ له دینه
سوله ځکه ده شرینه
سوله پېغله تکه سپينه
سوله، مینه ، مینه ، مینه
په همدې هیله چې نور زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره ټول مسلمان ملت او د جنګ ښکېلې غاړې په یوه غږ سره د زړه له کومې ګام واخلي او ددې ځورېدلي ملت له ژونده د جنګ توره او کرغېړنه کمپله ټوله کړي، ترڅو چې د افغانستان خلک نور وکولی شي، له غوره اسلامي او انساني ژوندانه څخه د پوره امن ، سولې او ثبات په فضا کې خوند او ګټه واخلي.
په درناوي
مبارزمحمدځدراڼ/خوست/افغانستان