فردي حقوق اوعمومي آزادۍ (۲)

لیکوال : داکټر سید ابوالفضل قاضي

دويم مبحث – د اولسمې  (١٧) او اتلسمې  (١٨) پيړۍ بدلونونه
دتاريخ په اوږدو کې  د اروپايانو دفکري بهيرله څېړلو څرگنديږي، چې داصلاحاتو يا Reform   نهضت  او  رنسانس دورې  ته په نږدې  پيړيو کې  داسې  تفکر منځته راغی، چې  له مخې  يې  انسان کولای  شي دعقل او پوهې  په وسيله الهي اراده وپيژني، دهغې  مخالف لو ری  درک کړي اوهم انسان د دې  وړتيا لري ،چې  دحکومت اوبشري ټولنو لپاره قواعد وضع کړي .
تر اولسمې  (١٧) ميلادي پيړۍ  پورې دفطري حقوقو دنظم اوترتيب مفهوم ديوې  کلي نظريې  اومنسجم نظام په شکل منځته نه و راغلی، بلکې  يوازې  دهغه له نوم څخه يادونه کېده ، په اولسمه (١٧) میلادي پيړۍ  کې  په دې  اړوند زياتې  ليکنې  اوکتابونه په ځانګړي توګه  په پروتستانت هېوادونوکې  خپاره شول، چي دا کار د دې نظریې  په صورت بندۍ  کې  درفورم Reform   نهضت اغيز په څرگنده توگه ښيي ،په دې  پيړۍ  کې  دالمان  دنوماند متفکر سامويل پوفندرف مشهوره رساله په زياتو ژبو تر ژباړې  وروسته په ټوله اروپاکې  خپره شوه ، په همدې  پيړۍ  کې  د بورلاکي دطبيعي حقوقو اصول کوچني اما له مغزه  ډک کتاب، چې  دفطري حقوقو دمکتب  دپلويانو  دتفکر ښکارندویي کولهو خپور شو، په دې  کتاب کې  راغلی  طبيعي قانون له انساني فطرت سره سمون لري ، افراد او ټولنې  د دې  قانون د موجودې  فلسفې  له په پام کې  نيولو پرته نشي کولای په ښو او شرافتمندانه شرايطو کې  ژوند ترسره کړي .
داچې نوموړی  قانون دبشرله طبيعت سره سمون اوتوافق لري، نوله دې  امله دطبيعي حقوقو په نوم ياديږي .
واټل چې  داتلسمې  (١٨) پيړۍ  دنوماندو لیکوالانو څخه گڼل کېږي، په ١٧٤٢ زکال يې  ديوې  پوښتنې  په ځواب کې  يوه په زړه پورې  څېړنه ترسره کړه، چې له طبيعي حقوقو څخه په نوي شکل يادونه کړې، د اولسمو  (١٧) او اتلسمو  (١٨) پيړيو د نوماندو متفکرينو څخه د درې  تنو نومونه ديادونې  وړ دي، د دوی د افکارو له اغېز څخه  نه هغه مهال اونه هم اوس سترگې پټېدای شي .
هابس او جان  لاک  په اولسمه (١٧)  او ژان  ژاک روسو په اتلسمه (١٨) پيړۍ  کې، چې د روسو او هابس فکر له دې  امله داهميت وړدی، چې دواړه انسان ته په يو طبيعي حالت ژمن دي .
روسو له هر ډول ټولنيز قيد او شرط پرته په طبيعي حالت کې  انسان خورا ښه اوسالم موجود گڼي، چې  دټولنيزو اړتیاو له مخې  خپل راتلونکي ته دسمون ورکولو په موخه په ټولنه کې  له نورو سره ځان ته پيوند ورکوي ، په طبيعي حالت کې  انسان د هر ډول فساد او عيب څخه خلاص وي، اما کله چې  په الزامي توګه دټولنې  حاکميت ته غاړه کېږدي، نو د هغه ميثاق له مخې  چې  نوموړی  يې  ټولنيز تړون بولي، د خپل حاکميت برخه حاکم او واکمن ته سپاري .
د روسو او د هغه دپلويانو په فکري نظام کې  ټولنيز تړون دټولنيزو سازمانونو د ويش او د واکمنانو د واک دمحدودولو لپاره رامنځته شوی دی، داچې  خلک دحاکميت لرونکي دي اوخپل حاکميت يې  د يو تړون په وسيله واکمنانوته سپارلی،  بايد د يو شمېر حقوقو څخه برخمن واو سي، ترڅو د واکمنانو له ځان ځانۍ  اوخپل سرۍ  څخه دهغوی  ساتنه وکړي، نوپه دې توګه د واکمنانو د قدرت پر وړاندې  د فردي حقوقو ساتنه ددې  فکر لومړۍ  صورت بندي شمېرل کيږي .
بايد پاملرنه وشي چې  دټولنيز  تړون نظريه يوازې  په ژان ژاک روسو پورې  ځانگړی  تړاو نه لري، البته د روسو څخه دمخه نورو متفکرينو او پوهانو په ځانگړو تعبيرونو له هغې  څخه يادونه کړې  وه، دياشوي تړون په اړه د روسو ځانګړې  پوهې  دې فکري نظام ته نړيوال شهرت ور په  برخه کړ .
داچې  ټولنيز تړون زياته فرضي جنبه لري او په بيروني عالم کې  په واقعي شکل رامنځته شوی  نه دی، نوله دې  امله د هغه محتويات اومضمون په سمه توګه ترلاسه کولای  نشو.
په اولسمه (١٧) پيړۍ کې  هابس پخپلو کتابونو (د ټولنې  فلسفي لاملونه او لوياتان) کې  انسان په طبيعي حالت کې  د بدبينانه نيوکو  اوڅېړنې  لاندې  نيولی، نوموړی  په دې  نظر و چې په طبعي  حالت کې  انسان  دانسان لپاره لېوه دی يا په بله وينا هر وخت، چې  يوشخص واک اوقدرت ترلاسه کړي او دهغه دکارولو توان ولري، نوپه دې طبيعي حالت کې  انسان چمتو دی، ترڅو خپل قدرت د نورو پر ضد وکاروي، ځکه انساني فطرت وګړي بدو کړنو او دځان  ځانۍ  لوري ته کشوي، داچې  نور وګړي په اسانۍ سره دظلم اوتيري پر وړاندې  غاړه نه ږدي، نوپه دې  توګه د افرادو ترمنځ جګړه اومبارزه په پرلپسې  ډول دوام مومي، يوازې  ټولنيز تړون کولای شي دقدرت د حدودو  او دافرادو دحقوقو او وجايبو دټاکلو په وسيله په ټولنه کې  دګډ وډۍ اوتيري مخه ونيسي، نوپه دې  توګه  هرڅوک د خپل حاکميت برخه واکمن ته سپاري اودهغې  خپلواکۍ څخه، چې  په طبيعي حالت کې  يې  لري  سترګې  پټوي، هابس انديښمن و که  وګړي دخپل حاکميت برخه دواکمنانوپه ګټه دلاسه ورکړي ، اما پرځای  يې  واکمن دخلکو پر وړاندې  هيڅ ډول مسؤليت اومکلفيت ونه لري، دا کار د بشپړ مطلقيت لپاره لار اواروي، ځکه غير مقيد حاکميت دمطلقيت او بې  پروايی  بڼه غوره کوي، اما دهغو مؤلفينو اومتفکرينو څخه چې  په ټولنيز تړون يې باور درلود، ډيری  يې  دخلکو له لوري په بشپړ ډول دحاکميت له پريښودلو سره مخالف وو او واکمن ته يې  دحاکميت سپارلوسره ترهغه بریده موافقه لرله، څو واکمن دهغې  په وسيله وکولاي  شي د وگړو ترمنځ ټولنيز نظم اوپخلاينه رامنځته کړي .
نو د فرد لپاره ځينې  طبيعي حقوق پاتې  کيږي، چې  حکومتونه دهغې  درناوی  کوي او دا همغه څه دي، چې  نن ورځ ورڅخه د فردي حقوقو اوعمومي ازاديو په نامه يادونه کېږي .
داتلسمې ( ۱٨) میلادي پيړۍ  په وروستيوکې  انګليسي پوهـ جان لاک په انګلستان  کې  دمدني حکومت دمنځته راتګ زمينه برابره کړه .
د نوموړي افکارو دانګلستان له پولو دباندې په مستعمره اوتحت الحمايه هېوادونوکې  دخلکو په عامه افکارو ژور اغېز ښندلی و، د اتلسمې  (١٨) میلادي پيړۍ په وروستيوکې  انګريزحقوقدان بلاکسټون  د جان لاک نظريات په حقوقي فورمولونوکې  بيان کړل .
د هابس، جان لاک او روسو نظريات وروسته د تدوین شوو اساسي قوانينو د رامنځته کېدو پرمهال لکه دامريکااساسي قانون، د فرانسې انقلابي اساسي قانون او دحقوقو په اعلاميوکي د ماخذونو په توګه دګټې اخيستنې  لاندې  راغلل، دفردي حقوقو اوعمومي آزاديو مضمونونو ورو ورو دهېوادونو په داخلي حقوقو کې  دموضوعي حقوقو درشتې  په توګه ځای  ونيو.