
لیکوال : داکټر سید ابوالفضل قاضي
ژباړه : محمد سرور احمدزی
دعمومي آزاديو
اوفردي حقوقو بحث دخپل دوه گوني حقوقي اوسياسي خصلت له مخې په زیاترو ليکنو اوددې
څانګې داستادانوپه اثاروکي داساسي حقوقو دقلمرو لاندې څېړل کيږي .
دموضوع دپراخوالي له مخې کولای شو اساسي حقوق ديوې بيلې
اوجلا رشتې اويا دحقوقو دنورو رشتو سره يو ځای لکه دعمومي حقوقو له سريزې ،کلياتو اویاېې
دکارېدنې له حيثه داداري حقوقو لاندې تدريس کړو ، اما مونږ
داساسي حقوقو دکلياتو له مخې نوموړې موضوع دواکمنانو دقدرت او واک په څېړلو پورې ځانګړې کوو.
له پيله چې
اساسي حقوق ديوې خپلواکې
څانګې په توگه منځته راغله ، داروپا دنوماندو لیکوالانو
اواستادانو برخورد په اساسي حقوقو کې ديادشوي
بحث د داخليدو يانه داخليدو په اړوند متفاوت و.
ګيزو چې دفرانسې په پوهنتونونوکې داساسي حقوقو د لومړيو بنسټ ايښودونکو گڼل کيږي، دحقوقو دا څانګه په دوو لويو برخو ويشي :
لومړى – په سياسي مرکزونو او واکمنوسازمانونوپورې
اړوند حقوق . دوهم – په فردي ازاديو پورې تړلي حقوق ، خو دفرانسې په
هېوادکې داساسي حقوقو دکتاب لومړى لیکوال
سن
ژيرون دځينو ملاحظاتوله کبله يوازې عمومي قواوې، چې د
دولت اوهېواد ترنامه لاندې کړنې ترسره کوي
داساسي حقوقو موضوع بولي اوفردي حقوق يوه استثناءګڼي، نوموړی داکار
دخپلې څېړنې يوه نيمګړتيا بولي .
اسمن چي داساسي حقوقو دکلاسيکو اثارو يوسترليکوال دی، په پيل کې يې يوازې د واکمنو نهادونو حقوق داساسي حقوقو دموضوع په توگه څېړل، خو وروسته يې دخپل کتاب په پنځم چاپ کې يوپراخ فصل عمومي آزاديو
ته ځانګړی کړ .
موريس هوريو دعمومي حقوقو نوماند استاد دخپلې ځانګړې تګلارې له مخې عمومي آزادۍ داساسي حقوقو په بطن کې ځايوي او دټولنيز اساسي قانون په نوم يې يادوي .
ليون دوگي چې په اساسي حقوقو کې يې يو پراخه اثر په پنځو ټوکو کې کښلی، دنوموړي اثر يو ټوک يې عمومي آزاديو ته ځانګړی کړی دی، ددې ډول چلند د توپير لامل دهرڅه دمخه دفلاسفه ؤ او متفکرينو په هغوانګيرنو پورې اړه لري، چې دپخوا زمانې راهیسې بيا ترنن پورې يې دفردي حقوقو اوعمومي آزاديو دماهيت په اړه
لري ،دپورتني مطلب د لا ښه
وضاحت لپاره دفردي حقوقو اوعمومي آزاديو
بحث په څلورو برخو کې تر مطالعې اوڅيړنې لاندې نيسو.
لمړی مبحث – د پخوانيو علماؤ نظريات
په پخوانيو ملتونو په ځانګړي توګه په يونانيانوکې دفطري حقوقو نظريه دلومړي ځل
لپاره دفلاسفه ؤ او متفکرينو له لوري منځته راغله، ځکه په پخوانيو دورو کې داسې باورموجود و، چې دهغو قواعدو اومقرراتوپه پرتله، چې واکمنان يې دمکان او زمان د اړتياو له مخې وضع کوي، لوړ او اوچت حقوق وجود لري، ددې لوړو حقوقو رشته اوبنیاد دفطري حقوقو په تفکر پورې اړه لري .
فطري حقوق چې له نوم څخه یې څرگنديږي، د طبيعت اوانساني فرد محصول دی ، د دې حقوقو قواعد او الزام دموضوعي حقوقو
د قواعدو او موازينو څخه جلا او بيل دي .
يونانيانو دفطري حقوقو په اړه دهغه مهال مروج تفکر څخه، چې دنړۍ موجوده نظام له هغه نظم څخه، چې په عقل
تکيه لري پيروي کوي ملا تړکاوه ، ددوی په
آند عقل دالهي ارادې څخه منځته راځي ،چي
دبشر برخه دهغې څخه دهرانسان په وجودکې دامانت په توگه اېښودل شوې .
دالهي عقل مفهوم يا لوګوس په بله معنی دپيژندنې مفهوم
هم افاده کوي، چې په آسماني کتابونو کې دځانگړو اصطلاحاتوپه شکل ليدل
کيږي .
افلاطون ليکي: "عاقلان په دې باور دي چې ځمکه، آسمان او انسان ټول نظم ته په درناوي او د عاقلانه کردار له مخې یو له بل سره تړاو لري ، نوله همدې امله يې دنړۍ نوم دشيانو نظم گڼلی، نه بې نظمي
اوبې قاعدګي" .
په عمل کې ددې نظم نمونې اوبېلګې دټول عالم په سازمانواو نهادونوکې ليدلاي شو .
ارسطو داخلاقو په نوم په خپل کتاب کې دعدالت دوه
ډولونه يو له بله بېلوي، يو فطري عدالت چې په ټولو زمانو اومکانوکې يوډول
قوت او اقتدار لري اوپه بشري قواعدو اونظريو پورې کوم تړاو نه لري اوبل
قانوني عدالت دی چې دهو يا نه ، ښه يا بد، دموضوعي قواعدو له مخې يې نيک
يابد صفت ځانته غوره کړی، له دې امله د هغې موجوديت
يانه موجوديت دنوموړو قواعدوپه وضع کيدو اولمنځه تللو پورې اړه لري .
دفطري حقوقو تفکر روم ته هم سرایت وکړ، د روم دفلاسفه و اومتفکرينو په منځ کې يې زيات
پلويان وموندل ، سيسرون په خپل مشهور اثر جمهوريت کې ليکي، "واقعي قانون په سليم عقل ولاړ ، له طبيعت سره موافق ،
په ټولو ځايونوکې نافذ، ثابت اوتلپاتې شتون لري، بايد ددې قانون داحکامو پيروي وشي ، نوځکه د دې قانون دلغوه
کېدو وړانديز نشو
کولای، له هغې سرغړونه جايز نه ده، په روم او آتن کې يوشان دی
او له نن څخه تر راتلونکي پورې به بدلون
نه مومي، هرڅوک چې دهغه پیروي نه کوي له خپل ځان څخه تېښته کوي او انساني فطرت له پامه غورځوي" .
داقانون چې دطبيعت له لوري تحميل شوی يوقوت دی او د نړۍ دنظام
ساتنه کوي ،الپين رومي حقوق دان ديوناني تفکر تراغېزې لاندې راغلی، نوموړي دژوستينين دکتاب په مقدمه کې کښلي، "طبيعي حقوق يوه هديه ده، چي طبيعت ټولو ژونديو موجوداتو ته ډالۍ کړې ، داحقوق
يوازې په بشر پورې ځانګړي نه دي" .
نوموړی عالم انسان
استثناء ګڼي، ځکه انسان د نورو موجوداتو پرخلاف دعقل قوه لري ، نوله دې امله دهغه لپاره ځانګړي فطري حقوق دانساني حقوقو په نوم وجود لري .
انساني حقوق د هغو قواعدو او مقرراتو څخه عبارت دي، چې دکلي اصولو
له مخې په ټولو ملتونوکې يوشان وجودلري، چي داکار پخپله له انساني طبيعت سره دجوړښت يودليل دی، فطري حقوق چې دټولو ملتونو له لوري منل شوي، دالهي ارادې پر بنسټ منځته راغلي، نو له دې امله پیاوړي او بدلون نه منونکي دي، خو د دولتونو موضوعي حقوق زياتره مهال دخلکو په ضمني غوښتنه او رضايت يا دنوي قانون په وضع کيدو بدلون موي اوله منځه ځي .
په پای کي بايد
ووايو، چې دې ټولو نظرونو زيات فلسفي اړخ درلود نه حقوقي اوهغه څوک، چې د دې نظريو وړاندې کوونکي دي، په عمل کې له ستونزو سره دمخ کېدو پرمهال له حقوقي استدلالونو څخه گټه پورته کوي . نوربيا