تنگ موكړم په جنگ موكړم

له ټولوشازلموپښتنو،قلموالوباتورومېړنواوپه خاص ډول له هغو ورځپاڼو،ويبپاڼواونوروخبري رسينېوچلوونكوڅخه قربان شم كوموچه په دې حساسوشيبو كي شپه اوورځ په ځان يوه كړې اودمظلوم پښتون قام دنجات لپاره نارې اوسورې وهي!
خوږوولوستونكو!
باوروكړئ چه دبشر په ټول تاريخ كې زموږسرلوړى اوباشهامته قام دومره وكړيده چه حد نه لرې حداوپه دومره سپين سترگي ورسره جفا كېږي لكه په هغه متل كې چه وائې موږدې هم غله ېو خوتادخداى راجوړكړي؟؟؟؟
هو!داولې اودچاله لاسه؟
واضع خبره ده چه په لومړي گام كې له خپله لاسه.
تبصرې ته اړه نشته خو په لنډو كې دومره وايم چه پردېوايډيالوژي گانوتباه كړوڅوډوله گوندونه موجوړكړل،په هريووگوند كې بيانوله خپل ځان څخه راضي كسانوډله اوډله بازۍ رامنځ ته كړې يواوبل ته ئې مورچلې پرانيستلې اوپه لوى لاس ئې په خپل تن اوربل كړمثلاٌ:
د۱۳۶۰كال په لومړيو كې مې په كابل كې يوسپين ږيرى چه له سټو كنډو څخه راغلى ؤ وليد څه سربه موخوږوم خودجگړو حال ئې راته بيان كړوېل ډيرزيات دولتي افسران اوسرتيري دمجاهدينوله خواونيول شول هغه كوم چه شناخته اوزموږ د سيمې ؤ لكه پلانى اوپلانى داخوئې له واره له تيغه تيركړل بياالوتكې راغلې بمباري وشوه يوه جيټ الوتكه رانسكوره شوه اوپيلوټ ئې چه پښتون ؤپه همهغه شيبه بې له پوښتنوووژل شوپاته شول دانورنااشناافسران اوسرتيري لكه ازبك، تاجك،
هزاره اوځينې نوردايوڅه موده اسيرپاته شول خوبيا وروسته په داسي ډول خوشي شول چه هريووته يويوجوړنوې دهغوى سيميزې مكملې جامې هم سوغات وركړل شوې .
كه ريښتيا درته ووايم په دې خوښ شوم چه اسيران ئې پريښودل اولا ډيرخوښ خوپه دې شوم چه دپښتني لوړفرهنگ په رڼا كي ئې جامې هم ورته سوغات وركړې وې خو په دې مې سخت ټكان وخوړ چه داخپل پښتانه ئې يو لاژوندى نه ؤپرې ايښى اوس نوددې جهاد قضاوت ستاسوپه لاس؟
داؤيووړوكى مثال نوردسترگو ليدلي حالات به په نوروځايونوكې له هرچا سره جلا جلا وي لنډه ئې داچه دومره موځانونه له خپله لاسه ناتوانه كړل چه اوس دځنگله شغالان هم په موږ باندې ملنډې وهي.
گرانووروڼو!
په هرصورت وارخطا كېږۍ مه فيل كه مړهم شي يوزنگون اوبه ئې په نس كې ولاړې وي اوس خو ټولې نړۍ ته ښه پته ولږيده چه پښتانه څوك دي.
كه كورونه ئې راوسوودېوالونه موپاخه سوونور نوراځئ چه داپاخه ديوالونه په ميړانه وساتوراځئ ټولې پردۍ ايډيالوژۍ له
همدې پخوديوالونوها خواوغورځوواونورنويوموټى اوديوواتل اومخورمشرلټون وكړو،له نړيوالې ټولنې سره مله،اودسليم
عقل له مخې دخپل كورواك پخپله ترلاسه كړو.
اورخوهسي دپښتون اودبهرنيوسرتيروپه سربلېږي هرڅومره چه جگړه اوږديږي هغومره دپښتون غميزه لا پسې اوږديږي.
ښاغلي كرزي صيب!
جدي هيله درڅخه كووچه په دې حساسو تاريخي شيبو كي ژرترژره وسلوال مخاليفين راخپل اودپرديوجاسوسي شبكوله اغيز څخه راوباسي،نورنودمصلحت ترعنوان لاندې له هركس اوناكس سره معامله دجرم له پولوڅخه وراوړي ځكه چه هغوى ټول ستاسودژوند،حيثيت،قام اوگران كړيدلي هيوادغليمان دي نوره موخوښه خپله كه د گران هيواد په ځلانده تاريخ كي اتلولي غواړې اوكه تربل هرچا بده بدنامي .
همدا اوس اوس هم ازادي راديو اورم اوهم دا مطلب ليكم له عليشاه پكتياوال سره مركه روانه ده هغه بيگاه شپه په كابل كي
دهيواددغليمانوله ډزوڅخه روغ جوړراووت اوبياورته دشپې په دووبجوتيليفوني ويل شوي دي چه دډليزوقبروله پلټنې څخه لاس واخله اوكه نه كه زرتنه وي يوزراويوبه شي اوكه سل زره وي نوسل زره اويوبه شي ماناداچه ته به ورسره شميرشي.
خبره ښكاره شوه چه قبرونه دپينځوكلونوپه جريان كي رامنځ ته شوي دي اوس نوپه دې ويريږم چه سبا به ئې په تادرتاوان كړي وي ځكه چه دا له تا راتاو ياران افغان ولس ته مختوري،تاريخ ته دروغجن اوشرميېدلي كسان دي دوى هم دجهاد ناري وهلي او هم ئې له روسانو سره دسولي اوهمكاري تړونونه لرل اولري يې .
موږدهيواددټولوسپيڅلواوسيدونكودرناوى كووددې هيوادزامن ئې بولوخوداجنگي مجرمين،ټوپكيان،دمخدره موادسوداگرچه تاسو ورسره مصلحتونه كوئ هيڅكله دافغان ولس استازي نه شو بللاى.
ښاغلى ولسمشره!
تاسي اوخداى ترغوږوپه وينو سروته څه نه وائې خوددوى په خوله اصف ننگ په يوه ژورناليسيكي تيروتنه زندان ته لېږې؟
دبنگړوشرنگ دښځوپه لاسونواودزولنوشرنگ دميړنيوزلميانوپه پښواولاسونوكي خوند كوي.
كه دهيوادغليمان داهڅه كوي چه دننگ په شان زموږددرنوپښتنوشخصيتونه راتروركړي په دې بايد ځان پوه كړي چه ددې ناوړوهڅوپه نتيجه كي به داښكلي پښتانه اتلولي ته هم ورسېږي .
په اخيركي دهيواددختيځو سيمو له گرانوژورناليستانو څخه مننه كوم چه نن ئې په ښكلي ننگرهاركي دننگ ازادي له ښاغلي ولسمشر څخه وغوښته زه يو ځل بيا له كرزي صيب څخه هيله كوم چه دمهرباني له مخې ننگ راپرېږدي.