
هغه سافت ویر، کوم چې د کانکور نتایج ارزیابي کوي په ایران کښې جوړ شوی دی. او دا سافت ویر د څو خاصو ولایتونو، چې خاص قوم پکښې میشت دی ،د کانکور نتایج په اتوماتیک شکل د ۳۰۰ څخه پورته را اوباسې.
زه د دې خبرې د ریښتینوالي او یا دروغوالي په اړه نه پوهیږم، خو په تخکنیکي لحاظ دا کار شونی دی، مثلا که سافت ویر ته هغه وخت چې جوړیږي داسې وویل شي چې:
(هر هغه څوک چې د دایکندې د ولایت دي، د کانکور نتایج يي له ۳۰۰ نه تر ۳۲۰ پورې را وباسه) دا پروسه به په اتوماتیک ډول کار کوي او حتی هغه څوک چې دا پروګرام کاروي پوه به نشي چې داخل په سافت ویر کښې څه روان دي. دا کار بلکل شونی دی او کامپیوتر پوهانو ته دا خبره ښه معلومه ده.
همدارنګه ویل کيږي چې په ځینو ولایتونو کښې د کانکور امتحان کاملا په غیر شفاف شکل سره دایر شوی دی. ممیزو استادانو په خپله د کانکور د امتحان سوالونه د شاګردانو سره حل کړي دي. او پدې توګه د یوه خاص ولایت خلک په غیر عادی شکل سره په لوړو نمرو لمړی قطار پوهنځیو ته داخل شوي دي.
د کانکور د سوالونو د خرڅیدو آوازې هم شته.