
کابل چې دافغانستان پلازمېنه اوډير تاريخي ښار دى دتاريخ په ژبه په سيمه کې هغه ښار ګڼل کيږي چې په سينه کې يې په زرګونو کېسې ،داستانونه ،تاريخونه او رارزونه پټ او نغښتي دي ، دنړۍ په کچه په کې داسې پېښې رامنځته شوې دي چې دهمدې ښار نوم يې دنړۍ په ورغوي کې ژوندى اودخلکو په فکرونو کې دځانګړې توجه وړ ساتلى دى ،خلک وايي چې تاريخ ديادونو حافظه ده خوکه دکابل موقعيت ،پېښو ،زړو کېسو،داستانونواو هغه ښکلا ته چې اوس هم په ګردونو او ظلمونو کې پټه ده پام وشي کابل دتاريخو نو حافظه ده.
په دې لرغونې او جګړه ځپلي هېواد کې دکليوالو او غرنيو سيمو دخلکو سترګې دهمدې تاريخي ښار لوري ته وي دلته چې هرڅه کيږي دوى دهېواد له برخليک سره تړلي ګڼي ،کله چې کليوال له دې ښارڅخه ليدنه کوي نو لرې پرتو سيمو ته له ځان سره ډيرې کېسې وړي څوک يې دښکلا کېسې کوي ،څوک په کې دروانو حالاتو غوټې پرانيزې اوڅوک يې له نورو اړخونو څخه پردې پورته کوي.
که په دې ښار کې په روانو حالاتو باندې خبرې پيل کړو ترډيرو نېټو اوتاريخونو به اوږدې شي ،دلته يواځې غواړو په ځينو هغه ټکو باندې تمرکز وکړو چې دورځې په جريان کې دهرليدونکي په فکر او ذهن باندې تاثير کوي اوس هغه پيړۍ روانه ده چې دنړۍ نور ملتونه په کې تر سپوږمۍ اونورو اسماني ستورو پورې رسيدلي دي خومونږله بدمرغه اوس هم دبې عدالتۍ ،ظلمونو ،وحشت ،ترور،دهشت بلکې راز راز بدمرغيو لاندې خپلې ورځې اوشپې په دې هيله سبا کوو چې خداى پاک ج به په دې هېواد کې تل پاتې امن ،سوله ،نيکمرغي اوسوکالي راولي خو په دې لاره کې بياديوملت په توګه په هغه کچه غفلت کوو چې دنړۍ په ورغوي هيڅ ملت داسې غفلت نه دى کړئ.بېشکه خداى پاک ج له مونږسره په ټولو هغه مبارزو او زحمتونو کې مرسته کوي چې مونږ يې په واقعي توګه دملت جوړونې او هېواد جوړونې لپاره ترسره کړو.
که يوڅوک دڅو ساعتونو لپاره دهمدې ژمي په موسم کې په کابل ښار کې وګرځي ډيرې ناخوالۍ ،ستونزې ،کړاوونه اوبې عدالتۍ به يې ترسترګو شي داسې بې عدالتۍ چې په يو اسلامي هېواد کې بايد دهيڅ وخت لپاره ونه ليدل شي ،دژمي په ساړه کې تورسرې ښځې ،کوچنې ماشومان ،يتمان ،کونډې ،ګډوال ،بې وزله کورنۍ او نور مظلوم وګړي دژمي دسپينې واورې او باران ترشال لاندې دښارپه کوڅو،سرکونو او جادو کې پراته دي ،ديوې مړۍ ډوډۍ دپيداکيدو په موخه دهرچا پښوته لويږي او دهرچا په سترګو کې دخپلو هيلو او ارمانونو دپوره کيدو ځواب لټوي ،ددغه حالت په ليدو سره هر رېښتنى انسان اومسلمان ډيرخفه کيږي اودخپلومظلومو هېوادوالو په حالت يې زړه خفه کيږي.
بلې خوا ته په همدې ښار کې دهمدې مظلومو وګړو په منځ کې داسې کسان هم ګرځي او را ګرځي چې ددې مظلوم ملت دبرخليک سره دلوبو کولو له لارې يې عامه شتمنۍ لوټ کړې دي اويايې له نورو غيرې قانوني لارو څخه عامه شتمنۍ خپلو شخصي جيبونوته اچولې دي ،داسې فکر کوي چې دوى ددې وطن اصلي مالکين دي ،ځينو يې دغريبو کورنيو دخيمو ترڅنګ داسې اوچتې ،دنګې او ښکلې ماڼۍ جوړې کړې چې په نورو هېوادونو کې به يې هيڅ بېلګې پيدا نه شي ،دوى له خپلو دنګو ماڼيو دهرې مظلومې کورنۍ حالت ګوري خو ديوې دقيقې لپاره هم ديو انسان اومسلمان په توګه دخپلو هېوادوالو په مظلوميت اوبدحالت باندې زړه سوى نه کوي.اويا په داسې موټرونو کې ګرځي چې دنړۍ دلومړۍ درجه پرمختللو هېوادونو مشران په کې نه ګرځيږي ،له عينکو هرڅه ګوري خو سترګې يې دړوندو په شان دي دانسانيت او بشريت دژوندانه په ټولو اصولو اومعيارونو باندې خاورې اچوي.
دلته دميليونونو انسانانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې يواځې خپل ځانونه ورته انسانان ښکاري ،دا نور ټول ورته هسې يا غلامان ښکاري اويايې په ټوله مانا دانساني ژوندانه له دايرې وباسي اوټوله ورځ دهمدې مظلومو انسانانو په برخليک باندې لوبې کوي.
دکابل په هره کوڅه کې ګرځيدل حيرتناکې کيسې او عجېبې پېښې په ډاګه کوي ،که پرې څيړنې وشې دانساني ژوندانه په اړه به ترې سخت درسونه نړۍ ته وړاندې شي .يعنې ديوې عادلانه ټولنې يوه ځانګړتياهم دلته نه موندل کيږي ،که دقانون دحاکميت خبره کيږي ،نو ټول وايي چې قانون ديوڅو کسانو په جېب کې دى ،هېواد دقانون په منګولو کې نه بلکې داشخاصو په منګولو کې دى .
دښار په هره لوړه ودانۍ داسې انځورونه ترسترګوکيږي ،چې له يوې خوا يې په ليدو سره په فکر کې دظلم اوخيانت تورې دورې بياراګرځي اودبلې خوا دژوندويو خلکو په منځ کې دسمتي ،ژبني ،نژادي او نورو توپيرونو دايجاد سبب ګرځي ،څوک ورته درناوى کوي اوڅوک ورته دنفرت په سترګو ګوري چې دغه حالت دهمدې ښار دڅو ميليونو وګړوپه منځ کې داسې دماغي ماينونه ځاى پرځاى کړي دي چې دتخريب ساحه يې څو ځلې تر فزيکي ماينونو زياته ده.
په ښاري ژوندانه کې نظم ،پاکي ،غوره چلند،دوه اړخيزه درناوى او دقانون رعايت هغه څه دي چې ترډيره بريده دغرنيو ، کليوالو او ښاري سيمو ترمنځ دبېلتون يوه کرښه ګڼل کيږي ،خوپه کابل ښارکې داهرڅه بدل ښکاري هرڅوک چې ګورې دهمدې اصولوپه خلاف کړنې ترسره کوي،دټولنيزې همکارۍ او ټولنيز ژوندانه روحيه په خلکو کې مړه ده ،يواځې په دې فکر کې دي چې څرنګه ،له کومې لارې اوپه کوم ډول خپل جېب ډک کړي.په ښکاره باندې دکليوالې او ښاري کلتور او حالت ترمنځ واټن زيات ليدل کيږي چې دغه زياتوالى دهرحکومت دملي واکمنۍ اوحاکميت لپاره جدي ګواښ بلل کيږي.
ددې لرغونې او جګړه څپلې ښار چې اوس هم په کې دجګړې او نا امنۍ بلاوې پټې دي ،ټول موټرونه دغيرې منطقې سياستونو،بې ځايه تحليلونو ،احساساتي ويجاړونکو نيوکود مرکزونو بڼه غوره کړې ده ،سړى هرموټرته په داخليدو سره به په يوه داسې موضوع کې ښکيل کيږي چې له هرې خوا به ترې دبدمرغۍ اواز اوچتيږي دښار موټرونه او دکابل ټلويزيونو نه او رسنيويوه بڼه غوره کړې ده څوک په کې دبېلابېلو موضوع ګانو دکارپوهانو اوڅوک په کې دروښنفکر په نوم ناست دي هرڅه چې غواړي ويلى شي کله کله سړى حيران شي چې په دې خاوره کې څومره زيات کارپوهان شته نو ولې په دې هېواد کې دا بدمرغۍ اوناخوالې پاى ته نه رسيږي؟
بله خبره داده چې په افغانستان کې اداره دمرکزيت داصل پربنسټ ولاړه ده ،دکليو او لرې پرتو سيمو دخلکو سترګې ټولې مرکزي حکومت ته متوجې دي ،چې مرکزي حکومت څه غواړي هغه بايد په ولايتونو کې ترسره شي ،که چيرې په مرکز کې دنظام بنسټونه اوسرچينې قوې اوپاکې وي او دنظام په مرکزي هسته کې وفادار،بااحساسه ،په وطن مين ،اهل او ژمن کسان موجود وي نو بيا په ملي کچه دپرمختګ ،ترقۍ ،نيکمرغۍ اوسوکالۍ چانس وي ،ولې دلته داسې نه ده ،دلته ټولې کيسې سرچپې روانې دي ،هرهغه څوک چې په واقعي توګه نظام ،ولس اوتاريخ ته وفادار وي هغه له بېلابېلو لارو تهديد کيږي او دې ته مجبور کيږي چې له دندې ګوښه شي چې دغه کار ملي واکمني ته سخت زيان رسولى دى .
دبلې خوا هغه څه چې دا مهال دکابل په کوڅو کې دعامه وګړو په منځ کې پرې زيات بحثونه روان دي هغه له دوه زره څورلسم کال وروسته حالات دي ،چې دټول هېواد په کچه يې رواني امنيت ته زيان رسولى دى ،ټول په دې باور دي چې دنړيوالو ځواکونو له وتو وروسته به حالات دهغه لسيزو په شان وي چې کابل په هديره او دجګړې په ميدان بدل شوى وو اودهېواد په هره سيمه کې ځانګړې ځانګړې خپل سرې واکمنۍ موجودې وې ،مانا داچې په دې تړاو افغان ملت يوه ملي اراده نه لري ترڅو خپل هېواد په خپلو مټو له هرډول ننګونو وژغوري.
نودغه بحثونو يوشمير غله او ويجاړونکې کړۍ قوي کړې دي ،اوپه کابل کې يې په دحکومت حاکميت ته زيان رسولى دبېلګې په توګه دکابل په يوشمير سيمو کې ددې پرځاى چې پوليس دسيمې امنيت وساتي دکوڅو خلک په خپل وار سره فيرې کوې اودخپلو ځانونو ساتنه په خپله کوي،که دکابل دکوڅو دامنيت ساتنه دحکومت لپاره ستونزمنه وي نو دافغانستان په کليو اوبانډو کې به دچا حکومت وي؟
لنډه داچې دکابل په سينه کې دا مهال هغه ستونزې ،ناخوالې اوننګونې روانې او موجودې دي چې نه يې په سيمه اونه يې په نړۍ کې بېلګې ليدل کيږي،که حالت په همدې بڼه پاتې شي ددې وروستۍ لسيزې لاسته راوړنې به په کم وخت کې له منځ څخه لاړې شي.
نو ددې ټولو خبرو سره سره مونږ ته په کارده چې په واقعي توګه لومړى دملت جوړونې اوهېواد جوړونې په اهميت ،اصولو او بهير باندې ځان پوه کړو ،په خپلو ټولو نيمګړتياوو اعتراف وکړو ترڅو دبشپړتيا پړاو ته ورسيږو،په ټولو ملي بهيرونو کې دعقل ،منطق ،عقلانيت او درايت څخه کار واخلو،داحساساتو،توپيرونو او شخصي ناروا ګټو څخه تير شوبلکې په رېښتنې توګه ديو ژوندي ،ځيرک او متمدن ملت په توګه ځان راڅرګند کړواو ديوې ملي اوقوي ارادې په اساس دخپل هېواد لپاره کار ترسره کړو له ټولو هغه ستونزو ،ناخوالو او بدمرغيو سره مبارزه وکړو چې ولس اوهېواديې په بحران کې ښکيل کړى دى.
بريالى روان