د افغانستان معاصر اقتصاد ته یوه لنډه کتنه (۲)

 
ډاکتر محمدنواب ویساند: 
                                         
                                                   
د یویشتمې پېړۍ په لمړۍ لسیزه کې د هېواد
بیا رغونه او اقتصادي  پرمختیا
او یو  څو وړاندیزونه
      درېمه برخه :    
                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                  
                            د ۱۳۳۶ ل کال څخه  تر ۱۳۸۸  ل  کال  پورې  ، په  بېلابېل پیر کې  د معدني ، فابریکوي او  برېښنا تولیداتو  د کچې   یو پر تلیز انځور :

د محصول ډولونه
دمقیاس واحد
۱۳۳۶
۱۳۵۷
۱۳۶۷
۱۳۸۶
۱۳۸۸
معدني مواد:
طبیعي ګاز                                  
 
ملیون متر مکعب
 
    . . .
 
۲۴۶۱
 
۱۰۰۵
 
۱۶۱،۴
 
۱۴۲،۲
د ډبرو سکاره
زر ټنه
۱۹،۶۴۸
۲۱۸
۱۳۸
۲۴۲،۷
۵۰۰،۱
مالګه
زرټنه
۲۲،۰۶۲
۸۱
۳۷
۱۲۳،۰۸۱
۱۸۰،۳۸۴
فابریکاتي مواد :
اوړه
 
زر ټنه
 
    . . .
 
۹۷
 
۱۶۱
 
    . . .
 
    . . .
بوره
زرټنه
۴،۷۹۳
۱۰،۷
۰،۱
    . . .
    . . .
نباتي  غوړی . دولــــــتی
                               خصوصی
زرټنه
    . . .
۱۰،۳
۰،۱
۰،۴۰۳
۹،۳۳
۰،۴۳
۹،۵۹۸
 
مالوچ
زرټنه
۲۲
۴۱،۵
۷،۷
۱،۰
۱،۳
نخي ټوکران
ملیون متر
۱۹،۷۶۴
۸۸،۵
۳۲،۹
    . . .
    . . .
وړین ټوکران
ملیون متر
۰،۲۱
۰،۴
۰،۲
    . . .
    . . .
کیمیاوی سره
زرټنه
    . . .
۱۰۵
۱۱۷
۳۷
۲۹،۵۷۲
سمنټ
زرټنه
۳۴،۰۷۸
۱۲۶
۷۰
۴۴،۶
۳۱،۵
د برېښنا انرژی
ملیون کیلوواټ ساعت
 
۴۷،۱۸
 
۸۴۵،۴
 
۱۱۷۶
 
۱۰۰۷،۵
 
۹۳۷،۷
 
                په هېواد کې د پرېــــــمانه   روانو اوبو سره سره  ، چې د هیواد په دننه کې  د بـــــــریــښـــــنا د تولید لپاره یوه  ډېره ښه  او په زړه پورې سرچینه بلل کیږي  ، افغانستان  خپله د اړتیا وړ بریښنا  ( ۱، ۲۴۹  میلیون کیلوواټ  په  ۱۳۸۷  ل کال او ۶، ۶۶۹  میلیون کیلوواټ په  ۱۳۸۸  ل کال کې )  د ګاونډیو هېوادونو لکه ایران ، تاجکستان ، ترکمنستان ، او    ازبکستان   څخه  ، په ترتیب    د ۳، ۳۶۰    او ۶، ۱۳۱۱  میلیون افغانیو په بیه وارد کړې ده   [ ۱۳ مخ ۱۴۵ ]  . سر ه لدې  چې ، د هېواد په کچه  د بریښنا  د کارکوونکو شمېر په ۱۳۸۳ ل کال کې د ( ۲۷۹۹۴۹ ) څخه په ۱۳۸۹  ل کال کې و (۷۲۰۰۰۰ ) کسانو ته لوړ شوی دی [۱۹] ، خو ددې سکټور د پراختیا لپاره د دادومره مرستو سره بیا هم لکه څنګه چې ښایي بنسټیز کارونه ( د برېښنا د نوو سټېشنونو  یا کارخانو جوړېدل ) نه دي تر سره شوي . او یواځې په واریداتي  برېښنا بسنه شوې  ده .  
                    د ۱۳۸۱ ل کال راهیسي  د وانیو په چارو کې د پام وړ خوځښت  لیدل کیږي  ،  په  لویو ښارونو او په تېره بیا په  پلازمنه  کابل کې  خورا زیاتې  خصوصي او شخصي ودانۍ  جوړې  شوې  دي  . همدارنګه یو زیات شمېر   دولتي  ودانۍ ، لویې  لارې ، پلونه ،هوائی ډګرونه ، ښوونځي ، روغتونونه  او داسې  نور  د مرستندویه  هیوادونو په  مرسته  د روانې پېړۍ په لمړۍ  لسیزه کې  جوړ شوي دي . په ټول هېواد کې ۴۲۱۵۰ کیلومتره سرک شتون لري چې د هغې جملې څخه  ۱۲۳۵۰ کیلومتره قیر او ۲۹۸۰۰کیلومتره خام یا غیر قیریزي دی [    ۲۱په  ۲۰۰۶ ]  . یواځې د حلقوی سرک اوږدوالی ۳۳۶۰ کیلومتره ته رسیږي ،  چې څوارلس  ولایتونه سره نښلوي [۲۲].  د حلقوی سړک لپاره  درې ملیارده ډالره په پام کې  وو    چې  ۲،۵ ملیارده یې کارول شوي دي  [۲۳] . د اقتصاد وزارت د رپوټ له مخې په ورستیو څو کلونو کې   ۶۱۰۰ کیلومتر حلقوي ، سیمه یز ، او ولایتي  سرکونه   قیر ( چې په دې توګه  د [۱۹  او ۲۲ ]  شمېر    له مخې  په ټولیز  ډول   د قیر شوي  سرک کچه باید  ۱۸۰۰۰ کیلومتر ته رسیدلای  وایي  ، چې  نه  ده  )   او د ۱۲۲۵  کیلومتر په اوږد والي د اور ګاډي   د پټلۍ د جوړولو لمړني څېړنیز کارونه او د هغې  جملې څخه  ۷۵ کیلومتر آبادول  د تېرو څو کلونو د لاس ته راوړنو څخه  بلل کیږی . همدارنګه په تېرو دریو کلونو کې د  ۷۰۰ بندونو ، سربندونو او کانالونو  ودانول او یا بیارغول ، او د ۱۴۲۲۳۴ هکتاره ځمکې  خړوبول   یاد شوي   دي   [۱۹  ] .  څرنګه چې افغانستان یو غرنی  او وچې پورې  تړلی هېواد  دی، د سمندري  ترانسپورت  او تر دې مهاله د اور ګاډي د  نه شتون له کبله د وګړو  او   مالونو  د   لېږد  را لېږد   لپاره د    لاریو ، بســــــــــونو او وړو موټــــــــرو  څخه کار اخستل کیږي    .   
د یو لړ ورکړل شوو شمېرو  له مخې په ۱۳۸۸ ل کال کې  د لاریو شمېر  (۱۶۹۷۳۷ ) ،  د سرویسونو شمېر ( ۷۱۵۸۱) عرادې  وو ، چې په  ټولیز ډول  د ټولو وړو او غټو ثبت شوو موټرانو شمېر په  همدغه کال ( ۱۰۳۶۰۲۵ )  عرادې ښودل شوی دی . [۱۳ ، مخ ۱۶۲ ] . 
که څه هم  په دې ورستیو څو کلونو کې   د ځمکني  ترانسپورت تر څنګ د  هوائی  ترانسپورت  په برخه کې  یو څه پرمختګ شوی  او  د همدغه چارو د تر سره  کولو د  پاره اســــــانتیاوې  بـــــــرابرې  شوې دي  خو بیا هم  لکه څنګه چې لیدل کیږي  ، ډېرې ستونزې  لا  پر ځای پاته دي  .  د ځینو معلوماتو له مخې  د اریانا افغان  هوائی شرکت  ۹ فرونده  بوینګ الوتکې لري ، چې یواځې  په ۱۳۸۸ ل کال کې یې  ۲۹۳۰۰۰ مسافرین او ۳۲۷۷ ټنه مالونه  لیږدولي دي  . ددې  ترڅنګ درې نور خصوصي هوائی شرکتونه هم  ۱۲ فرونده مسافروړونکې  الوتکې  په واک کې لري  ، چې په همدغه کال یې ۴۲۱۰۰۰ مسافرین لېږدولي دي . ددغه خصوصي شرکتونو د جملې څخه یواځې د صافي هوائی شرکت ۲۶۳ ټنه مالونه هم  لېږدولي دي  [ ۱۳  مخ   ۱۶۲ ] .
                    د یوویښتمې  پېړۍ  د  لمړۍ لسیزې په دوهمه نیمائې  کې د هېواد په مخابراتي سستم کې  د یادونې وړ  پرمختګ شوی دی . د مخابراتو د وزارت د  دروستیو  معلوماتو له مخې  د موبایل د مخابرې څخه ۱۳میلیون ګډون  کوونکي ګټه پورته کوي ، همدارنګه یو ملیون د انترنېت د شبکې  څخه کار اخلي . [۱۷] .  که  په ۱۳۳۶ ل کال کې د تلیفون شمېر ۴۰۲۸ پایي  و ، په  ۱۳۵۷ ل کال کې ۲۲۱۵۴۶ پایو ته  و رسېد[ ۱۱]  خو  په ۱۳۸۸ ل کال کې  د ثابتو ټیلفــــــــــــونونو   شمېر لا اوس هم وروسته پاتې  او   ۱۴۰۲۰۵   پایي  ښودل شوی دی  . [ ۱۳، ۱۶۲ مخ ] . په ټولیزه توګه د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ په برخه کې ۶  ،۱  ملیارد ډالره پانګونه شوې ده [۱۹] .
                 ددې تر څنګ   په همدې موده  کې  د بانـــــــــکي سســـــتم په برخه کې  مثبت بدلون   تر سترګو کیږي  . اوس مهال په   هېواد کې  لس خصوصي افغاني بانکونه ، دوه دولتي  او پنځه د بین المللي بانکونو څانګې  فعاله دي .
                  همدا راز  په ورته وخت کې  ،   لمړنیو روغتیایي  خدمتونو د پوښښ ساحې ته ۸۷ سلنه پراختیا ورکړل شوې ده  چې په دې ډول لومړنیو خدمتونو ته  د دوو ساعتونو مزل څخه وروسته په هېواد کې  ۶۶ په سلو کې خلک لاس رسی لري [۱۹] . خو بیا هم  د هېواد یو زیات شمېر  وګړي  د یوې  عادي او معمولي  ناروغۍ  د علاج  لپاره  نورو هېوادونو او په تېره بیا پاکستان او هند ته   سفر کوي .
                  د ښــــــوونــــې او روزنــــــې  او عالي تحصیلاتو په برخه  کې  د ۱۳۳۵ ل کال  څخه   تر  ۱۳۸۸ ل کال پورې  د پام وړ  پرمختګ  لیدل کیږي  .  په تېره بیا  د روانې پېړۍ  په  لمړۍ لسیزه کې   د عالي تحصیلاتو  په برخه کې  د دولتي  پوهنتونونو   تر څنګ یو  زیات شمېر  خصوصي  پوهنتونونه   او  تعلیمي موسسې هم  منځ ته راغلي دي .  چې د یو لړ  شمېرو  له مخې به یې  په لاندې لښتلیک کې  پرتلیز انځور وښودل شي .
 
۴.لښتلیک:
 
دمقیاسواحد
۱۳۳۵
۱۳۵۷
۱۳۶۷
۱۳۸۶
۱۳۸۸
عمومی زده کړې :
د ښوونځیو  شمېر
 
باب
 
۸۰۴
 
۳۸۴۳
 
۱۳۵۳
 
۹۰۱۷
 
۱۱۳۲۱
د زده کوونکو شمېر
زر تنه
۱۲۶،۰۹۲
۱۰۳۴،۳
۷۰۰،۵۵۴
۵۶۷۵،۹۵۱
۶۴۱۷،۹۱۹
د ښوونکیو شمېر
زرتنه
۴،۰۰۷
۳۵،۱
۲۲،۱۲۹
۱۴۹،۹۶۸
۱۴۹،۶۳۴
مسلکی زده کړې :
د ښوونځیو شمېر
 
باب
 
۲۱
 
۴۴
 
۶۹
 
۳۴
 
۳۱
د زده کوونکیو شمېر
زر ننه
۳،۴
۱۲،۷
۱۶،۹۸۱
۶،۳۹۶
۶،۷۸۸
د ښوونکیو شمېر
تنه
    . . .
۹۹۸
۱۷۷۳
۳۸۳
۳۸۱
پوهنتونونه  :
باب
۱
۳
۵
۱۹
۳۴
                          دولتی          
باب
۱
۳
۵
۱۹
۲۲
                          خصوصی
باب
    . . .
    . . .
    . . .
    . . .
۱۲
ټول محصلان
زرتنه
۰،۸۷۴
۱۱،۴
۱۸،۵۲۵
۴۹،۳۱۱
۶۸،۷۲۱
ټول استادان
تنه
    . . .
۹۹۲
۱۶۱۵
۲۴۰۸
۳۱۴۱
دولتی او خصوصی مسلکي انستیتوتونه :     دولتی
                                    خصوصی
 
باب
باب
 
      . . .
    . . .
 
    . . .
     . . .
 
. . .
    . . .
 
۱۳
    . . .
 
۲۳
۹
د محصلینو شمېر    :       دولتی                         
تنه
    . . .
     . . .
    . . .
۵۸۳۹
۱۲۷۰۵
                                            خصوصی
تنه
    . . .     
    . . .
   . . .
    . . .
۳۰۲۱
د استادان شمېر  :     دولتی
تنه
    . . .
   . . .
    . . .
۴۰۷
۶۵۱
                                          خصوصی
تنه
    . . .
    . . .
    . . .
     . . .
۲۸
 
لکه څنګه چې د پورتني جدول  څخه څرګندیږي  په ۱۳۸۸ ل کال   په هېواد کې  د نورو  دولتي او خصوصي پوهنتونو تر څنګ د مسلکي زده کړو په موخه  په ۳۲ دولتي او خصوصي  مسلکي انستیتوتونو کې د ۶۷۹  استادانو له خوا  درسي چارې  پر مخ وړل کېدلې   . او همدا راز  په  همدغه کال  په  ۵۳۲  دیني مدرسو او دارالحفاظونو  کې  ۱۲۳۴۶۷ زده کوونکي د ۴۴۸۶  استادانو  له خوا د درس ورکولو د ګټې څخه برخمن وو.  د نوو معلوماتو له مخې اوس مهال په هېواد کې  اوه نیم ملیون ماشومان ښوونځیو ته ځي . نور بیا