د لال مسجد شالید

د لال مسجد شالید
د نورې اسلامي نړۍ پر عکس په پاکستان کې له جوماتونو سره مدرسې هم تړلې وي ، دغه مدرسې ځنې د قران کریم وي ، ځنې د دینې زده کړو وي او حکومت هم د دغومدرسو بري لیکونه په رسمیت پیژني . د حکومت دغه ډول یو نا مناسبه ګام د جوماتونو او مدرسو چلونکو ته دا زمینه په لاس ورکړې ده ، چې د ژوند په هر اړخ کې د اړونده پېښو په اړه خپل غبرګون څرګند کړي .
لال مسجد له ځانګړې اهمیت څخه برخمن دی ، ځکه چې دا په داسې ځای کې پروت دی ، چې یو لړ حکومتي او حساس امنیتي دفترونه هلته ځای پر ځای شوي ، پردې سربیره د یو شمیر بهرنیو هېوادو سفارتونه هم درواخله .
لال مسجد په ۱۹۶۹ ز کې اباد شوی ، کله چې د کراچۍ پر ځای اسلام اباد د پاکستان پلازمینه وټاکل شو ، د جومات اهمیت هم ورسره زیات شو . دجومات امام او خطیب عبدالله غازي له جنرال ضیاء الحق سره کلکې اړیکې درلودلې ، هغه هم د پام وړ کس وګرځید . جومات هغه مهال په اتیایمه لسیزه کې د حکومت له تګلارې ښه او مناسبه دفاع وکړه او په اصطلاح افغان جهاد (!) ته یې ښه خس و خشاک راټول کړل .
کله چې د فیصل جومات اباد شو ددغه جومات رول هم ورسره پیکه شو او له حکومت سره یې اړیکې ټکنۍ شوې . کله چې په ۱۹۸۸ ز کې جنرال ضیاء الحق ووژل شو ، د امام عبدالله غازي اړیکې له حکومت سره خړې پړې شوي ، ان تردې چې په نویيمه لسیزه کې د امام عبدالله غازي پر ترور پای ته ورسیدې .
د مدرسې او جومات د سمبالښت چارې یې د زوی پر غاړه شوې ، زوی یې د پلار د ترور تور پر حکومت پورې کړ . د ۲۰۰۴ز په اپریل کې چې په اسلام اباد کې« میریټ » هوټل څو چاودنو ولړزاوه دغه مهال د حکومت او جومات تر منځ درز پیدا شو ، مشرف اړ شو چې دجومات او مدرسې چارې له نږدې وڅاري . مولانا عبدالرشید غازي او مولانا عبدالعزیز غازي پخوا لوړې دولتې څوکۍ درلودلې خو د شخصي وسلو له ګرځولو لامله له دندو ګوښه شول . د پلازمینې په زړه اسلام اباد کې جامعه حفصه اوفریدیه او لال مسجد د طالبانو د روزنې یو درې ګوټیز مرکز دی ، په حفصه مدرسه کې ۴۵۰۰ تنه ښځینه طالبانې په زده کړو بوختې دي ، چې عمرونه يې د ۷ – ۲۰ تر منځ دی . مدرسه د پلازمینې په منځ کې ده ، د لندن( ۲۰۰۵زجولای / ۷) له پیښو وروسته لومړنۍ مدرسه ده چې د حکومت له لوري تالاشي کیږي . مدرسه په ۱۹۹۲ ز کې جوړه شوې ده او مشري یې دمولانا عبدالعزیز میرمن ام حسن پر غاړه ده .
دواړو ورورنو هر یو عبدالعزیز غازي او عبدالرشید غازي چې د مدرسې دسمبالښت چارې ورتر غاړه وې ، دوی د پلار په څیر د پاکستان د استخباراتو له پراخه ملاتړ څخه برخمن وو ، همدغه ملاتړ پر افغانستان دشوروي اتحاد له یرغل څخه وروسته د ۱۹۷۹ – ۱۹۸۹ز تر منځ څو چنده زیات شو ، له طالبانو سره د دواړو وروڼواړیکې دومره پټه خبره نه وه ، ملا داد الله چې د روان کال د می پر یولسمه ووژل شو له دواړو وروڼو سره کلکې اړیکې درلودلې او داسې ویل کیږي چې په همدې جومات کې شپې تیري کړي .