د مور او پلار اطاعت

د انسان  لپاره په دنیا کې ترټولو غټ نعمت مور او پلار دي او تر ټولوزیات حق هم د مور او پلار دی . د اولاد روزنه او پالنه یوه لویه زمه واريده دا ځکه چې مور او پلار له خپل شخصي ارام او اسایش نه بې پروا او دخپلو ماشومان خیال ساتي . اګر که مالي حالت یې هر څنګه وي  اولاد ته ښه خوراک او لباس برابروي . که دداسې غمخوارو حق ادا نشي نو داولاد دپاره د ډیر افسوس خبره ده ګرمي وي که یخني مور او پلار خپلو اولادونو ته ښه نه ښه سهولتونه برابروي تعليم ورباندې کوي او په ټولنه کې ورنه د یو کامیاب
انسان جوړولو هڅې کوي یو څوک په یوه ښځه باندې مین وو خو د هغې ښځې دغه کس ته وویل زه به هغه وخت تاسره مینه وکړم چې ته د خپلې مور زړه ما ته راوړې .هغه کس همداسې وکړل د مور زړه یې راوویست او هغې ښځې ته یې ورووړ .کله چې دی په لاره روان وو په لاره کې یې د څه شي سره ډغره وخوړه په دغه وخت کې یې د مور د
زړه نه دا اواز راغی چې بچیه ژوبل شوی خو به نه یې .وګورئ د مور شفقت ته چې په داسې حال کې هم د خپل اولاد غم ورسره دی .اګرچې دې ظالم ددې زړه هم د سینې نه را ویستلی دی .
په اولاد باندې فرض دي چې د مور او پلار اطاعت وکړي الله تعالی په قرآنکریم کې داسې حکم کوي :
د مور او پلار سره ښه سلوک کوئ کله چې زاړه شي د هغوی په مخ کې اف قدرې هم مه کوئ  هغوی ته تکلیف مه رسوئ .
همدا رنګه په سورت لقمان کې الله پاک انسانانو ته د شکر ایستلو تاکید کړی همدارنګه یې د مور او پلار سره د ښه سلوک کولو تلقین او د هغوي په حق کې ددعا کولو هدایت هم کړی دی .
حضرت محمد صل الله علیه وسلم فرمايي :
جنت د مور او پلار د قدمونو لاندې دی
مور او پلار د بچیانو په روزنه او پالنه کې څه نه کوي .پلار ټوله ورځ خواري کوي چې بچیان ښه وخوري ،ښه واغوندي .مور له پیدايش نه نیولې تر اخرعمره د اولاد خیال ساتي
مور او پلار د اولاد د پاره لوی نعمت دی ددې په قدر هغه څوک پوهیږي چې ددې نعمت نه محروم وي .
په هر حال دا زموږ مذهبي ،اخلاقي او انساني وظیفه ده چې موږد مور او پلاراطاعت وکړو د هغوی هر حکم ومنو هغوی خفه نه کړو . د مور او پلار په اطاعت دنیا او اخرت ښائسته کیږي .هغه اولاد به څومره خوش نصیب وي چې د مور او
پلار اطاعت کوي
 
 
                                                  سيد الرحمان بهير