د مور او پلار اطاعت


د انسان  لپاره په دنیا کې ترټولو غټ نعمت مور او پلار دي او تر ټولوزیات حق هم د مور او پلار دی. د اولاد روزنه او پالنه یوه لویه زمه واريده دا ځکه چې مور او پلار له خپل شخصي ارام او اسایش نه بې پروا او دخپلو ماشومان خیال ساتي. اګر که مالي حالت یې هر څنګه وي  اولاد ته ښه خوراک او لباس برابروي. که دداسې غمخوارو حق ادا نشي نو داولاد دپاره د ډیر افسوس خبره ده ګرمي وي که یخني مور او پلار خپلو اولادونو ته ښه نه ښه سهولتونه برابروي تعليم ورباندې کوي او په ټولنه کې ورنه د یو کامیاب انسان جوړولو هڅې کوي یو څوک په یوه ښځه باندې مین وو خو د هغې ښځې دغه کس ته وویل زه به هغه وخت تاسره مینه وکړم چې ته د خپلې مور زړه ما ته راوړې .هغه کس همداسې وکړل د مور زړه یې راوویست او هغې ښځې ته یې ورووړ .کله چې دی په لاره روان وو په لاره کې یې د څه شي سره ډغره وخوړه په دغه وخت کې یې د مور د زړه نه دا اواز راغی چې بچیه ژوبل شوی خو به نه یې .وګورئ د مور شفقت ته چې په داسې حال کې هم د خپل اولاد غم ورسره دی .اګرچې دې ظالم ددې زړه هم د سینې نه را ویستلی دی. 

په اولاد باندې فرض دي چې د مور او پلار اطاعت وکړي الله تعالی په قرآنکریم کې داسې حکم کوي:
د مور او پلار سره ښه سلوک کوئ کله چې زاړه شي د هغوی په مخ کې اف قدرې هم مه کوئ  هغوی ته تکلیف مه رسوئ.

همدا رنګه په سورت لقمان کې الله پاک انسانانو ته د شکر ایستلو تاکید کړی همدارنګه یې د مور او پلار سره د ښه سلوک کولو تلقین او د هغوي په حق کې ددعا کولو هدایت هم کړی دی.

حضرت محمد صل الله علیه وسلم فرمايي:
جنت د مور او پلار د قدمونو لاندې دی.
مور او پلار د بچیانو په روزنه او پالنه کې څه نه کوي. پلار ټوله ورځ خواري کوي چې بچیان ښه وخوري، ښه واغوندي. مور له پیدايش نه نیولې تر اخر عمره د اولاد خیال ساتي مور او پلار د اولاد د پاره لوی نعمت دی ددې په قدر هغه څوک پوهیږي چې ددې نعمت نه محروم وي. 

په هر حال دا زموږ مذهبي، اخلاقي او انساني وظیفه ده چې موږد مور او پلاراطاعت وکړو د هغوی هر حکم ومنو هغوی خفه نه کړو. د مور او پلار په اطاعت دنیا او اخرت ښائسته کیږي .هغه اولاد به څومره خوش نصیب وي چې د مور او پلار اطاعت کوي.