عبد الغفار خان

\"\"
          دا په خوی کجير په جامه او کالو فقير ستر مشر او قومي بوميا په ټوله دنيا کې پوره نوم او شهرت لري او هر څوک يې په ښه شان پېژني .دی په ((باچا خان )) باندې زيات مشهور دی او د (( فخر افغان )) لقب هم ورکړ شوی دی .د باچا خان پلار بهرام خان نوميده د هشنغر د اتمانزيو يو سپيڅلی پښتون په قام مامنزی ځمند و.
           باچا خان لومړنۍ او منځنۍ زده کړه د پيښور په ((مشن )) ښوونځي کې وکړه او وروسته د خپل ذاتي وړتوب په زور د ژوندانه په اباسين لاهو شو او د خپل پريوتي قام د بيړۍ را ايستلوکار  ته يې ملا وتړله .په سنه ۱۹۲۱ ع کال په اتمانزو کې  یو آزاد ښوونځی جوړ کړ او په بل کال یې د خدایې خدمتګارو د تحریک بنیاد کیښود .دې اوسپنيز انسان کلونه کلونه د خپلې خاورې ،خپلې ځمکې (پښتونخوا)د خپلواکۍ د پاره له پرنګيانو سره سختې ډغرې ووهلې .د انګريزانو جيلخانې او زولنې دده په نيولو بندي کولو ستړې شوې مګر ده له خپل هوډه لاس وا نه خيست او تر آخره لکه غر کلک ولاړ او لکه د ابا سين په غورځنګ روان وو
       با چا خان په ټول اولس کې د بیدارۍ ساه وپوکله دوی یې له درانه خوب نه را ویښ کړل.د تنظیم او تربیت په لاره یې سم کړل .د سر ښندنې جذبه ی په کې پیداکړه او د یو پښتني هدف په لور یې روان کړل .باچا خان د قام یو سپیڅلی ،پاک زړی او بې ریا مشر وودده په وینا او خبرو کې یو خدایی اثر پروت وو دی یو زور اور او بې جوړې خطیب او خوږ ژبی مشر وو په  زرګونو جرګو او ټولنو کې یې بې شمیره سیاسي ا واخلاقي ویناوې کړي دي او د خلکو زړونه او دماغونه یې روښانه کړي دي دده یو اثر (ځما ژوند) په کابل کې چاپ شوی دی دده ځینې مقالې اد ویناوې د (( پښتون ) په مجله کې چاپ شوي دي دا د پښتو لومړۍ سیاسي مجله ده چې له ۱۹۲۸ع  څخه وروسته میدان ته راوتلې ده او مشر چلوونکی یې خپله باچا خان وو
       دده یوه رساله (( خدايی خدمتګار )) هم په کابل کې چاپ شوې ده دده د ثر په نمونه کې دغه لاندې وینا راوړل کیږي
        (( کوم قوم چې د انقلاب د سيلاب او حالاتو سره ځي هغه قوم ګټه کولی شي او کوم قوم چې پاتې شي هغه ورک شي تباه شي .ځکه زه پښتانه خبروم چې غافله پاتې نشي ستاسو څه خیال دی ؟په دې خپل ملک کې خپل حکومت د پښتون حکومت غواړئ که د بل ؟زما خو دا خیال دی چې هر قوم ته خدای پاک د ګوزارې د پاره ځمکه او ملک ورکړی  دی دا د پښتون ملک دی ددې اختيار به د پښتون په لاس   کې وي  وي ها!د نورې دنيا سره ښه تعلقات جوړول غواړو .زموږ ددوستۍ لاس هر چا ته مخکې دی خو یره که په زور مو څوک له چا سره تړي نو دا نشو برداشت کولی
        زموږ ځينې وروڼه د پاکستان چيغې وهي زه حیران یم چې ولې هوښیار ځان ساده کړی دی .که د یو چواړي نه هم څوک تپوس وکړي چې ستاسو خپل حکومت خوښ دی که پردی؟نو ضرورو به هغه جواب ورکړي چې زموږ خپل حکومت خوښ دی
 
د پښتون مجله سنه ۱۳۶۶ هجري ۱۹۴۷ميلادی
سيد الرحمان بهير