
بسم الله الرحمن الرحیم
ملګري ملتونه هر کال د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ لمانځې. څیړنو ثبوت کړې ده چې د مورنۍ ژبې پر بنسټ څو ژبې ښوونه او روزنه د با کیفیته زده کړي اساس دی او له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ايستل د ماشوم ايستل دي. د افغان کلتوري ټولنو جرګه په همدې مناسبت لاندې معلومات له ګرانو هیوادوالو سره شریکوي: |
د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ـ د ۱۳۹۱ کال د حوت درېیمه (د ۲۰۱۳ کال د فبروري ۲۱)
د دې ليکنې موضوعات
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ هر کال د فبروري په ۲۱ مه لمانځل کیږي چې د ژبنۍ، کلتوري رنګارنګۍ او څوژبې زده کړې په باب خبرتیا لوړه شي.
د ۱۹۴۸ د مارچ په ۲۱ د پاکستان مشر محمد علي جناح اردو ژبه د پاکستان یوازني ژبه اعلان کړه، خو بنګله دیش (د هغه وخت ختیځ پاکستان) ته دا د منلو نه وه؛ خپله بنګالي ژبه یې هم په رسمیاتو او زده کړو کې شامله غوښته. د پوهنتون زده کوونکو د جناح د پریکړې پر خلاف لاریونونه پیل کړل. پاکستاني پولیسو د ۱۹۵۲ کال د فبروري د ۲۱مې پر سوله ایز لاریون ډزې وکړې او د ډاکې د ملکي پوهنتون او طبي پوهنتون څو تنه محصلان یې شهیدان کړل.
دغه ورځ بیا بنګالیانو هر کال لمانځله او ملګرو ملتونو ته یې وړاندیزونه وکړل چې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ دې شي.
د ۱۹۹۹ د نومبر په ۱۷ یونسکو په خپله لویه غونډه کې دا ورځ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونوموله چې د بنګله دیش د ژبې د حرکت د ورځې درنښت او دوام دی او اوس هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي. له ۲۰۰۰ کال راپدې خوا د دې ورځې لپاره یونسکو په دې ډول شعارونه ټاکلي دي:
-
۲۰۰۰ کال پرانستونې لمانځنه
-
۲۰۰۱ کال: دوهمه کلیزه لمانځنه
-
۲۰۰۲ کال: د ژبو رنګارنګي: ۳۰۰۰ ژبې د منځه تلو خطر سره مخ دي؛ د ژبو په اسمان کې هره کلیمه یو ستوری دی
-
۲۰۰۳ کال: څلورمه کلیزه لمانځنه
-
۲۰۰۴ کال: د ماشومانو زده کړه په مورنۍ ژبه .پدې کال د ماشومانو د زده کړې یو نندارتون جوړ شو
-
۲۰۰۵ کال: د معلولینو ژبه او اشاروي ژبې،Braille and sign languages
-
۲۰۰۶ کال: ژبې او نړیوال جال
-
۲۰۰۷ کال: د څو ګونو ژبو ښوونه او روزنه
-
۲۰۰۸ کال: د مورنیو ژبو نړیوال کال
-
۲۰۰۹ کال: لسمه کلیزه لمانځنه
-
۲۰۱۰ کال: د کلتورونو د تفاهم او نژدې کیدو نړیوال کال
-
۲۰۱۱ کال: د ژبو او ژبنۍ رنګارنګي د ساتنې او ودې لپاره معلوماتي ټکنالوژي او پوهاوی
-
۲۰۱۲ کال: د مورنۍ ژبې ښوونه او عمومي پوهنه
-
۲۰۱۳ کال: مورنۍ ژبه او کتابونه
ژبې پر هویت، پوهاوي، ټولنیز یوځای کیدو او انکشاف باندې د ژورو اغیزو له امله د انسانانو او نړۍ لپاره د ستراتیژیک ارزښت لرونکي دي. اوس دا لا ډیره روښانه شوې ده چې ژبې په انکشاف، کلتوري رنګارنګۍ، د کلتورونو تر منځ د پوهاوي او همدا راز د باکیفیته پوهنې لپاره حیاتي رول لري. همداراز ژبې د همکاري، عمومي بشري شعور د ځواکمنۍ او کلتوري میراثونو د ساتنې مهمې وسیلې دي. ژبنۍ رنګارنګي د ټولې نړۍ خلکو ته د ګډ ژوند، یووالي او ټولنیزې برابرۍ لپاره ستراتیژیک ارزښت لري. د مورني ژبې د لمانځلو اهمیت دا هم دی چې چې ژبني او کلتوري رنګارنګۍ او څو ژبې زده کړې او پوهنه ترویج کړي، چې باید د پوهاوي، زغم او خبرو اترو پر بنسټ وي. څو ژبې زده کړه د باکیفیته پوهنې، په پوهنه کې د ټولو د شمول او د تبعیض په مخنیوي کې زموږ ملګرې ده. ژبنۍ رنګارنګي زموږ ګډ تاریخي میراث دی چې له خطره باید وساتل شي. څو ژبې پوهنه زموږ ګډه ژوندۍ علمي زیرمه ده چې په ګډه یې باید وساتو. ماشومانو ته باید په هغه ژبه زده کړې ورکړل شي چې دوی پرې ښه پوهیږي، ځکه دا دوی ته حیاتي ارزښت لري اوددې وس ورکوي چې له باکیفیته پوهنې خوند واخلي. مورني ژبې زموږ لپاره عموما په څو دلایلو ډیره مهمې دي
قانونيت: اسلامي او ملي احکام
-
وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ. ترجمه : او (د الله) د قدرت له نښو څخه د اسمانونو او ځمکو پيدا کول او ستاسو د ژبو او رنګونو رنګارنګي ده. او په دې کې د پوهانو لپاره نښې شته. (الروم، ٢٢ ايت)
-
وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا. ترجمه : او (الله) ادم ته د ټولو شيانو نومونه ورښودل (البقره،
-
خَلَقَ الْإِنسَانَ عَلَّمَهُ الْبَيَانَ. ترجمه : (الله) انسان پيدا کړ او ژبه يې ور زده کړه. الرحمن، ٣-٤ ايت
-
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُم. ترجمه :او نه دى لېږلى موږ هېڅ يو پيغمبر، مګر د هماغه قوم په ژبه، چې (پيغام) دوى ته روښانه کړي. (الابراهيم)
-
له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ايستل، د ماشوم د ايستلو په معنى دى.
-
که د ماشوم د مورنۍ ژبې پرمختيا ته پام وشي، د بلې ژبې او نورو علومو زده کړه اسانوي.
-
د مورنۍ ژبې سره يو ځاى د بلې ژبې پيل له کوچينوالي څخه يو پر بل ګټوره اغېزه لري.
-
د ماشوم د مورنۍ ژبې د زده کړې پرمختګ د ماشوم نورې وړتياوې هم پياوړې کوي.
-
هغه وخت چې د مورنۍ ژبې په زده کړه لګېږي د ماشوم د اکاډميکي ودې مخه نه نيسي بلکې پياوړې کوي يې.
-
د ماشوم مورنۍ ژبه هغه وخت ډېره زيان منونکې ده چې له لومړني سره ورته په مورنۍ ژبه د زده کړې زمينه برابره نه شي.
-
په مورنۍ ژبه زده کړه بايد له وړکتونه، بیا له ١- ١٢ ټولګې او بيا د پوهنتون په ټوله دوره کې برابره شي.
د نورو هېوادونو تجربې
هغه هېوادونه چې د مورنۍ ژبې ستونزه يې نه ده حل کړې، تل له ټولنیزو نارضایتیو، ناندریو او ستونزو سره مخ وو او دي، د بېلګې په توګه یې څو نومونه یاددو: ايران، پاکستان، افغانستان، د منځنۍ اسيا هېوادونه او نور.
هغه هېوادونه چې دا ستونزه يې حل کړې ده، د نورو پرمختیاوو پر مخ یې دروازې خلاصې کړي دي :
-
سوېتزرلېنډ کې څلور ژبې رسمي دي او یو با ثباته او آرام هیواد دی.
-
د امريکا متحده ايالاتو کې ژبنۍ رنګارنګي قانوني ده او سیمه ایز وګړي پخپلو ژبو زده کړې کوي.
-
کاناډا دوه رسمي ژبې لري او پوهنه او کار ټول په دواړو ژبو تر سره کیږي.
-
سويډن کې که یو ماشوم هم وي، په مورنۍ ژبه یا د مورنۍ ژبې د زده کړې امکانات ورته برابروي.
-
بلجيم کې که یو چا ته خپل د پیژندو کارت ورکړې او په یوه ژبه وي، بېرته یې درکوي او درته وایي، زما د هیواد دواړو رسمي ژبو ته باید درناوی وکړې او کارت دې په دواړو ژبو ولیکه .(که څه هم لیکل شوې ژبه دده مورنۍ ژبه وي).
-
هندوستان د څو ګونو ژبو، قامونو او مذهبونو د یو سوله ایز هیواد یوه تر ټولو ښه بېلګه ده.
-
اروپايي اتحادیې د څو ژبې او څو ملتیزه اروپا لپاره د ژبو یوه پالیسي جوړه کړي ده تر څو یقیني کړي، چې ټولو ته یو شان ارزښت ورکول کیږي او هر قام یو شان اواز لري.
-
تایلند د ژبو یوه جامع پالیسي لري؛ چې د ملي، محلي او نړیوالو ژبو د توازن او تناسب بېلابېل اړخونه یې پکې روښانه کړي دي.
حقوق: د افغانستان د اساسي قانون او نورو معتبرو اسنادو له مخې ژبنى حق د بشري حقوقو د مهم جز په توګه پېژندل شوى دى. د پوهنې وزارت پدې برخه کې په کابل ښار کې یو څه لومړني کارونه پیل کړي دي چې اغېزمن او د قدر وړ دي. خو لا هم،
په عمل کې ډیرې ستونزې شته لکه:
-
حکومت د افغانستان د فرهنګ د بڼ د ښکلو ګلانو یا ژبو لپاره کومه جامع ملي پالیسي نلري. د اساسي قانون احکام ارزښتمن خو عمومي دي.
-
د ژبو او فرهنګ کومه ملي اداره او په اړونده وزارتونو کې ورته مسئولې څانګې نه شته.
-
ژبه لا هم د سیاسي الې په توګه ګڼل کیږي او چارواکي زیاتره ویریږي/ یا احتیاط کوي چې که په عمل کې د ولسونو ژبني حقونه اعاده شي دوی به د ځینو کړیو او ډلګیو تر نیوکو او فشار لاندې راشي.
-
لا هم ډېرې سيمې او ډېر ماشومان له خپلو ژبنيو حقوقو او په مورنۍ ژبه د زده کړې له نعمت څخه بې برخې دي. (د ټولو زده کوونکيو نژدې نيمايي).
-
په کابل ښار کې په مورنۍ ژبه زده کړو ته د لاسرسي نشتوالى ډیر دی: په احمد شاه بابا مېنه، څرخي پل، هودخېلو، پکتياکوټ، کارته نو، رحمن مېنه، سيد نور محمد شاه مېنه، بګراميو، قلعۀ زمان خان، مکروريانو، چهلستون، دارالامان، خوشال خان مېنه، قرغه، د ښار نورو پاتې ناحيو او د ولايت په ولسوالیو کې په پښتو ژبه د زده کړو امکانات پخوا نه ووږ اوس که څه هم یو څه کار پیل شوی دی، خو بې باوره او شکمن دي، د دولت ژمنتیا ورته څرګنده نده او تر ډیره حده د اشخاصو په توجه پورې تړلی دی. پښتوژبې زده کوونکي پر کابل سربېره په کندز، تخار، بغلان، بلخ، سرپل، فاریاب، هرات، سمنګان، فراه او نورو ولایتونو کې هم له ژبنیو حقونو محروم دي.
-
په کابل کې د دریمو ژبو د ویونکو په باب نه متفقه پالیسي، نه پوره معلومات او نه هم کوم منظم پلان شته.
-
ازبکي او ترکمني ژبو ماشومانو ته په بلخ ، جوزجان، سمنګان، فاریاب، کندر، تخار، بدخشان او نورو ولایتونو کې عملي کار ورو او ټکنی دی.
-
بلوڅي ژبو زده کوونکو ته په نيمروز ولايت کې توجه نه ده شوي.
-
نورستاني زده کوونکو ته په خپل ولایت کې پخپله ژبه زده کړه نشته.
-
پشه یي زده کوونکي په لغمان او ننګرهار کې خپلو ژبنیو حقوقو ته نه دي رسیدلي.
-
په کابل ښار کې په مورنۍ ژبه زده کړو ته د لاسرسي نشتوالى ډیر دی: په احمد شاه بابا مېنه، څرخي پل، هودخېلو، پکتياکوټ، کارته نو، رحمن مېنه، سيد نور محمد شاه مېنه، بګراميو، قلعۀ زمان خان، مکروريانو، چهلستون، دارالامان، خوشال خان مېنه، قرغه، د ښار نورو پاتې ناحيو او د ولايت په ولسوالیو کې په پښتو ژبه د زده کړو امکانات پخوا نه ووږ اوس که څه هم یو څه کار پیل شوی دی، خو بې باوره او شکمن دي، د دولت ژمنتیا ورته څرګنده نده او تر ډیره حده د اشخاصو په توجه پورې تړلی دی. پښتوژبې زده کوونکي پر کابل سربېره په کندز، تخار، بغلان، بلخ، سرپل، فاریاب، هرات، سمنګان، فراه او نورو ولایتونو کې هم له ژبنیو حقونو محروم دي.
په افغانستان کې د مورنيو ژبو د ښه او جامع پرمختګ لار داده چې دولت، ولس، نادولتي ټولنې او نړیولې خیریه ادارې خپلې دندې او مسولیتونه وپیژني، مشخص یې کړي، د عملي کولو لپاره یې تعهد وکړي او د عمل پلانونه جوړ او پلي کړي.
-
دولت او حکومت دې:
-
د افغانستان د ژبو لپاره دې جامع، ملي پالیسي جوړه کړي، چې پکې د ملي ژبو د ملي، سراسري او محلي رسمیتوب پولې، د زده کړو د اندازې، د ملي او بهرنیو ژبو د توازن، په زده کړه، دولتي ادارو او نادولتي چارو کې د ژبو د کارولو او نورو اړوندو برخو په باب روښانه لارښوونکي اصول وضع کړي.
-
د دولت د ریاست په چوکاټ کې دې د افغانستان د فرهنګ او ژبو د پرمختګ او ملاتړ یوه ملي اداره جوړه او لازم صلاحیتونه او امکانات دې ورکړل شي.
-
د پوهنې، لوړو زده کړو او فرهنګ وزارتونو او نورو اړونده ادارو کې دې د مورنیو ژبو د ودې او ملاتړ ادارې جوړې شي.
-
ژبه دې د سیاسي الې په توګه نه ګڼل کیږي او د یو بنسټي بشري حق په توګه دې وګڼل شي.
-
په مورنۍ ژبه زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې موجودې سترې ستونزې دې په جدي ډول په پام کې ونیول شي؛ هغه سيمې او ماشومان چې له خپلو ژبنيو حقوقو او په مورنۍ ژبه د زده کړې له نعمت څخه بې برخې دي، باید د دې هیواد د مساوي الحقوقو زامنو په څیر وګڼل شي او دغه حق دې ور اعاده شي.
-
په کابل ښار او ټولو ولایتونو کې په مورنۍ ژبه زده کړو ته د لاسرسي لپاره دې دولت او حکومت د حل د عملي لارو چارو کار پیاوړی او پراخ کړي.
-
په پوهنه او لوړو زده کړو کې د ژبنیو حقوقو د تاءمین د دایمي حل لپاره دې د پوهنې او لوړو زده کړو نصابونه په ملي کچه دوه ژبي (پښتو او دري) شي. په سیمو او ولایتونو کې دې ورسره دریمې رسمي ژبې هم شاملې شي.
-
نادولتي ادارې او نړیوالې خیریه ادارې دې د افغانستان له دولت او خلکو سره مرسته وکړي، چې د مورنیو ژبو د ساتنې، زده کړو او بډاینې په کار کې خپلې هڅې منظمې، منسجمې او اغیزمنې کړي.
-
ولس دې خپل ژبنی حقونه او د خپلو اولادونو د مورنۍ ژبې حق وپیژني او له اړونده دولتي او نادولي ادارو دې وغواړي چې د دغه حق په عملي کولو کې جدي، زړور، بیړني او موثر اقدامات وکړي.
-
رسنۍ دې چارواکو او نړیوالو ادرو ته د ولس د غږ په رسولو کې مرسته وکړي.
د مورنۍ ژبې په باب د افغان کلتوري ټولنې د کارونو لنډيز