
د افغان کلتوري ټولنو جرګې د پوهې، معلوماتو او تجربو د شریکولو په پروګرام کې هره اونۍ یو تن نوي او د ورځې اړین مسایل
نورو سره شریکوي. ددې لپاره چې ددې کار خیر ډیرو هیوادوالو ته ورسیږي، موږ د افغاني ویبپاڼو له لارې غواړو دا مسایل نشر
شي. هیله او دعا کوو چې الله (ج) به و یبپاڼو د چلوونکو په ګډون ټولو شریکو لوریو ته اجر ورکړي. ددې اونۍ بحث د افغانستان
د راتلونکو مشرانو پر ننګونو و.
د افغانستان راتلونکي رهبران او چلنجونه
ډاکتر ابراهیم شینواری
پدې بحث کې موږ په لاندې موضوعاتو رڼا اچوو:
-
رهبر یا مشر څوک دی؟
-
د ځینو مشرانو بیلګې
-
زموږ د هیواد اوسنی حالت
-
راتلونکي مشران به څوک وي؟
-
کله د یو ښه مشر د زیږیدو موقع رارسيږي؟
-
د نوو مشرانو مخې ته کومې ستونزې پرتې دي؟
رهبر څوک دی؟
رهبر هغه څوک دی چې نور دې ته تيار کړي تر څو وغواړي يو کار وکړي. ګاندي به ویل چې رهبر دا ندی چې له ټولو سره یو شان روان وي، رهبر باید تر ټولو (په اخلاقي اومعنوي ډول) دومره لوړ وي، چې نور په ځان پسې پورته کش کړي. خو دا موضوع د رهبر د لرلید، کار ساحې او هغه کار له مهې توپیر لري، چې رهبر پکې رهبري اخلي.
د ځېنې مشرانو بېلګې
ګاندي، هتلر، ماندیلا او امیر عبدالرحمن کې کوم یو رهبر و؟ که د پورتني تعریف له مخې یې ووایو نو ګاندي، هتلر او ماندیلا درې واړو خلک (په خپله خوښه) دې ته تیار کړي و چې وغواړي یو څه وکړي، خو امیر عبدالرحمن په زور دغه کار کړی و. په دوی کې کې بیا ګاندي او ماندیلا ته ښه رهبران ویل کیږي او هتلر او عبدالرحمن ته بد. لدې څرګندیږي چې رهبر هم ښه کیدای شي او هم بد او هم په خوښه خلک دې ته تیارولی شي چې وغواړي یو کار وکړي او هم په زور. څومره چې د لاندې طبقو او وګړو پوهه او توانمني زیاتیږي، په زور د منلو تناسب کمیږي او د خوښې د منلو پله درنیږي.
د جنوبي امریکا بریالي والیان د هغو مشرانو ښې بیلګې دي چې په نارمل حالت کې یې د خپلو خلکو حالت ښه کړ. د جنوبي امریکا ولایتونه تر شمالي هغو په اقتصاد او پرمختګ کې ډیر شاته وو؛ خو یو وخت چې یې والیانو وغوښتل دغه سیمې هم د نورو په شان کړي، نو ټینګه ژمنه، ډیر او منظم کار او ښه پلانګذاري او تطبیق یې پیل کړ او ویې کړای شول چې د امریکا جنوبي ایالتونه د شمالي ولایتونو سره سیال او حتی په ځینې برخو کې یې تر هغو هم زیات پر مخ تللي کړي.
د ایرلیند بریالي مشران: ایرلیند تر سکاتلند او انګلند وروسته پاتې و، خو مشرانو یې تر دقیقو فکرونو وروسته داسې پلانونه جوړ او پلي کړل چې ایرلنډ د اروپا د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز او په پرمختګ او نیکمرغۍ کې د نورو سیال شو.
سنګاپور چا د نورو سیال کړ؟ د سنګاپور صدراعظم او وزیرانو ټنیګه ژمنه وکړه چې خپل هیواد ورسوي. دوی به د شپې تر ناوخته کار کاوه، په عین حال کې زیاترو زده کړو ته هم دوام ورکاوه او په پوره صداقت او شفافیت د هیواد پرمختګ ته راپاڅیدلي وو. صدراعظم به یې بهرنیو سفرونو ته د الوتکې په اکانومي کلاس کې سر کاوه، خو دا یې تشخیص کړه چې هیواد یې د هوایي اتصال یو مهم مرکز جوړیدای شي، او همداسې یې وکړل چې په دغه کار سره سنګاپور یو پیاوړی اقتصاد شو او اوس یې دصدراعظم کلنی معاش یو میلیون ډالردی چې د امریکا د ولسمشر تر هغه دوه چنده زیات دی. #
چینایانو څنګه نوښت او تولید ته مخه کړه؟ چینایان د یو لرغوني تمدن وارثان دي، خو په وروستیو وختونو کې په هغه حال کې نه وو. نوو رهبرانو یې د بدلون منلو د عمومي پرنسیپ له مخې هر چینایی دې ته وهڅاوه چې نوښت او تولید (Creativity& Productivity)ته مخه کړي. نن چین د نړۍ دوهم اقتصاد دی او په نږدې کلونو کې یې د لومړي کیدو چانس شته.
ايا یوه مور او هر بل څوک حتی یو ماشوم رهبر کیدای شي؟ هو، دا یوازې چینایان او امریکایان ندي چې نوښت، تولید او پرمختګ کولی شي. یوه مور، یو ښوونکی او یو ماشوم هم کیدای شي داسې نوښتونه وکړي چې نورو ته د الهام سرچینه شي او د یو رهبر رول تر سره کړي. موږ باید هغه ټکي يیدا کړو چې هیواد مو پرې پرمختګ وکړي او ولس مو پر نیکمرغه شي.
اوسنی حالت
په اوسني حالت کې به څه مثبت ټکي هم وي، خو دا چې زموږ تمرکز د راتلونکو مشرانو په چلنجونو دی، نو لاندې مسلې راتلونکو ته په میراث پاتې کیږي او ستونزې یې ډیروی:
-
قومي سیاست/ که د ۳ ـ ۴۰ کورنيو سیاست؟ په افغانستان کې د روسانو، بیا د ګاونډیانو او اوس د غربیانو د نورو ضررونو تر څنګ چې موږ ته یې رسولي دي او رسوي يې، یو تر ټولو لوی یې د سیاست د قومي کولو تر نوم لاندې د څو تنو انحصار او ناقانونه واکمنۍ او زور زیاتي ته لار اوارول دي. اوس په افغانستان له درې تر څلویښتو کورنۍ دي چې ټول لوی قراردادونه او لوی دولتي امکانات یې په لاس کې دي. که بل چا ته هم څه ورکوي، د ناظر او مزدور په موقف کې یې ساتي او په کوم عزت او حیثیت ورته قایل نه دي. حال دا چې موږ باید مساوي هیوادوال او تر هغه ور اوچت مسلمان ورونه واوسو نه بادار او مزدور. ددې منفي قوم ګرایۍ لوی ضرر دادی چې پاکوالی او شفافیت منځ ته نه راځي. ډیر کسان په یوه شپه کې په ناقانونه ډول میلیونران شول، خو که انتقاد پرې وکړې او په کوم قوم پورې تړلی اوسې، نو یو څوک به درته ووایي (پرې یې ږده زموږ سړی دی)، خو دا نه وایي چې که ستا د قوم یو سړی ستا د میلیونونو نورو قومیانو حق تروړي، نو دا خو په لومړي ګام کې ستاسو او بیا د ټول ملت څخه غلا کوي، نو کوم منطق دی چې د غله دفاع وشي؟ یوازنی منطق به دا وي چې ړوند تعصب او عصبیت به دې کار ته ښه ووایي. قومي سیاستونه او قومي ویشونه او هغه هم د زمري او شرمښ ویش ددې وطن د تباهي یو لوی عامل دی، چې راتلونکو نسلونو ته به یې خبیث میراث پاتې شي.
-
یو خوا انتشار، او بله خوا جګړه؟/ (انتحار او انفجار؟ او که مقاومت؟ جهاد او استشهاد؟): هغه زده کړې افغانان چې د اوسني دولت په سیوري کې ژوند کوي، د انتشار، پراګنده ګي او بې اتفاقۍ په حالت کې دي. دوه او درې کسان چې په کوم نوم سره یو ځای شي، فکر کوي چې دوی د افغانستان مرکز شول او یوازې همدوی به دې هیواد ته نجات ورکړي. دوه ورځې وروسته دا دوه هم سر بېل شي او یو هر یو فکر کوي چې همدی یوازنی شخص دی چې هر څه به سم کړي. خو زیاتره یې بیا په یو ډیر کوچني امتیاز ځان او خپل هر څه پلوري. د ۱۳۰ ګوندونو موجودیت او د نژدې ټولو نا موثریت ددې مانا ده چې یو سیاسي انتشار او بې باوري پر هر څه خپره ده. زموږ اوسنی نسل د روستار تره کي په وینا د کلاشینکوف او سټنګر نسل دی او یا یې وارثان دي چې بې اتفاقي یې د ملت تنه له دننه خوري. (کله کله د انسان په بدن کې د ځینو برخو خپلې حجرې د خپل ځان په مقابل کې فعالیږي او خپلې خواوشا حجرې خوري یې چې دې ته اوتو امیون ناروغۍ وایي. اوس زموږ ملت هم په دغسې ناروغۍ اخته ښکاري). هغه کسان چې بیا ددې دولت پر ضد جنګیږي، خپلې جګړې ته جهاد او ملي مقاومت وایي او کله چې ځان وژني نو استشهادي او فدایي برید ورته وایي، په داسې حال کې چې دولت او نړیوال ملاتړي یې ورته ترورستان، انتحاریان او انفجاریان وایي.
-
مافیا او فساد پر هیواد داسې حاکم دی، چې هر څه یې نیولي دي. ډیر ګمان کیږي چې په دې کې د بهرنیانو رول زیات دیر دی. کله چې په قرآن کې څیړنه وشي دا پکې واضح ده چې پردۍ لښکرې چې یو ملک ته ورشي دوه کارونه کوي: لومړی فساد خپروي او دوهم د عزت خلک بې عزته کوي او بې عزته عزتمن کوي.
-
د نوو بانفوذه شوو خلکو بیلګې هر څوک په خپل ولایت، ولسوالي او کلي کې کتلی شي. تشریح ته یې حاجت نشته.
-
د بهرني فکټور پیاوړتیا: دا چې د افغانستان جګړه او سیاست ډیر پیچلي او دا هیواد اوس د ټولې نړۍ د سیالي ډګر ګرځیدلی نو تر داخلي فکتور یې بهرنی هغه ډیر پیاوړی او اغیزناک دی. دا چې د بهرنیانو او ګاونډیانو هر یوه ګټې څه دي، لومړیتوبونه یې څه دي، او افغان او افغانستان ته څومره په ارزښت قایل دي، هغه څه دي چې هیڅوک پرې سم نه پوهیږي او چې نه پوهیږي، حل یې هم ورته پوره ندی معلوم.
راتلونکي مشران به څوک وي؟
-
که نړیوال ځواکونه او اوسنی دولت بریالي شي؛ لویدیځ (امریکا) پلوه تحصیلیافته ګان – (د افغانستان د امریکایي پوهنتون او ورته موسسو فارغان) او نوي بانفوذه شوي او سرمایه دار شوي کسان به ددې هیواد مشري کوي. دا چې دوی به څومره ملي ګټو ته وفادار وي او د شخصي او بهرنیو ګټو په بدل کې به څومره ارزښت ورکوي، پوښتنه ده. د بشریت تاریخ خو دا ښيي چې تر یوې اوږدې مودې به د مود او فیشن، فساد او فحشا، معاملو او سودا بازیو بازارونه ګرم وي، ډیره اوږده موده وروسته به ملي مبارز رهبران هغه وخت راڅرګند شي چې ولس له دغو بویناکو او ورستو شیانو ستړی شي.
-
که نړیوال له هیواده ووځي: که د کوم پلان له مخې وي، بیا خو د مطرحو زورورو تر منځ یو ویش کیدای شي، خو که د روسانو په شان بې پلانه ووزي، نو د هر لوري جنګیالي چې تر داخلي جګړې وروسته پر ټولو زورور شول، هغوی به د افغانستان مشران وي.
د يو ښه ملي مشر د زيږېدو موقع؟
ښه مشران هم په ازادۍ کې منځ ته راځي، هم د ازادۍ یا حقوقو لپاره په جګړو کې او هم د بهرني اشغال په صورت کې پوره موده وروسته )د سوله ایزې مبارزې پر مهال(. خو دا لکه د ماشوم د زیږیدو په شان یو وخت ته اړتیا لري او باید ټولنه د پوخوالي دومره شرایط ولري چې یو رهبر وزیږولی شي.
د نوو مشرانو ستونزې
زموږ د بحث اصلي موضوع همدا ده. پدې باب ما پخپل کتاب (سبا به ماوخته وي) کې افغان مشرانو ته په ځینو مسُلو وړاندیزونه کړي دي چې که نن حل نشي، سبا به ناوخته وي او راتلونکي نسلونه به له داسې ننګونو سره مخ وي چې حل به یې د هغوی له وسه بهر وي. خو که اوس ورته معقولې پالسي ګانې جوړې او پلي شي نو کیدای شي اوس او راتلونکو ته د ستونزو بارونه کم او سپک شي. ځینې مهم مسایل به پدې لیکنه کې وڅیړو:
راځئ واقعیتونه یې وڅيړو:
الف، پرمختګ: له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۱ د زده کوونکو د شمیر زیاتولی دا ښیي چې پوهنې ته پام شوی دی.
ب، چلنجونه:
د ستونزو درې ستنې:
پدې لاندې ګراف کې مو د ورته نفوس او سیمو دوه دوه ولایتونه پرتله کړي دي چې ستونزه لا روښانه شي.
-
سیمه ایزه نا تعادلي د بې ثباتۍ یو لوی فکتور جوړیدای شي. د اسلامي نړۍ نامتو پوه ابن خلدون یوه ډیره لویه تیوري را ایستلي او وایي چې کله د ښار وګړي نرم او پاسته شي او په عیش و نوش او اسوده ژوند کې ډوب شي، نو د کلیو وږي، بې تعلیمه او محروم وګړي یې پر ضد منسجمیږي او د ښاریانو تمدن او ښه ژوند له منځه وړي او تالا کوي یې. د اسلامي نړۍ بدمرغي دا وه چې ابن خلدون په داسې تاریخي مقطع کې ژوند کاوه چې مسلمان هیوادونه د ځوړ پر لور روان وو، خو لویدیځوالو د ده له نظریاتو ګټه واخسته او د متوازن انکشاف او ټولنیز عدالت لوی پرنسیپونه یې راوایستل چې د ښارونو او کلیو تر منځ د توپیر په کمولو او له منځه وړلو یې د ټولنیزو ټکرونو خطرونه کم کړل. اوس که د افغانستان یوه خوا تعلیم یافته او بله بې تعلیمه شي ډیره ضررناکه به وي. که حالت سوله ایز هم وي د بدن یوه خوا به مو فلجه وي، خو که حالت خرابیږي، څوک چې ډیر زیږه او شډل پاتې شوي وي، د نورو نرمو، ارامو او مستریحو وګړو ژوند به ګډوډوي او د هیواد د نا امنۍ او بې ثباتۍ سبب کیږي به.
-
مدرسه او ښوونځی : د دیني او عصري تر نامه لاندې د زده کړو بیلتون هغه مسله ده چې په اسلامي ملکونو کې د تعلیمیافته ګانو تر منځ د تعصب، اختلاف او جنجال سبب کیږي. زیاتره د مدرسې فارغان د ښوونځي فارغانو ته د بې دینو، له دین سره د بې تفاوتو او غربګرایانو په سترګه ګوري او برعکس د ښونځي او پوهنځي فارغان د مدرسې فارغانو ته وروسته پاتې، مرتجع او له تمدن او پرمختګ سره مخالف وایي. د دوی دواړو تر منځ درز په سیاسي موقفونو کې د اختلافاتو له مخې هم ډیر شوی او د راتلونکو هغو ننګونو په منځ کې راځي چې په پوهنه او زده کړه پورې اړه لري.
-
ناشفاف سیستم او مسولین: لوړو زده کړو ته د شمول سیستم دومره ناپاکه، نا شفافه، ظالمانه او غیر عادلانه دی چې تر مزخرف او مسخره هم بد تر دی. په تېرو لسو کلونو کې په زرونو موارد شته چې ولس ترې ناراضه و او دی؛ چارواکي تل سطحي او اداري ستونزو ته اشاره کوي خو حقوقو، عدالت، شفافیت، حسابدهۍ او مسولیت منلو ته هیڅکله هم ندي متوجه او ډیره کمه پروا یې هم نلري. د دې کال د کانکور د نتیجو دوه بیلګې بس دي چې زموږ ادعا ثبوت کړي: د هیواد د تر ټولو وروسته پاتې ولایتونو له زیاترو څخه د کانکور د مشمولینو ډیره لوړه سلنه پوهنتونونو ته بریالي شوي ده. د بیلګې په ډول: له یوه دغسې ولایت څخه ۷۶ فیصده، خو له کابل څخه ۱۴٪ بریالي شوي دي. دا په تاریخ کې کله نده شوي. کابل چې د ټولو فرصتونو له مخې تر بل هر ځای پر مختللی دی، تر ټولو وروسته پاتې کې راشي. پخوا به یې ولایتونو ته ضریب ورکاوه چې لږ یې را اوچت کړي، خو اوس باید کابل ته ضریب ورکړل شي. دا خو به دیره د خوښۍ خبره وي چې که زموږ وروسته پاتې ولایتونه دومره ښه شي، خو علمي څیړنو ددې برعکس ثبوت کړې ده: لکه چې ومو ویل د یوه دغسې ولایت ۹۹٪ ښوونکو د تدریس تر ټولو ټیټ معیارونه هم ندي پوره کړي او په بیسوادانو کې حساب شوي دي، ایا د دغه ولایت زده کوونکو ته فرشتې له اسمانه راغلې او درس یې ورکړ چې له کابل څخه هم پنځه چنده ډیر مخکې لاړل؟ د وروسته پاتې ولایتونو د را اوچتولو لپاره نورې لارې چارې پکار دي، خو دغومره بې منطقه توپیر به خلک پر موږ ټولو وخندوي. له بلې خوا په کابل کې هم د یوې سیمې له یوه ښوونځي څخه ټول فارغان تر ټولو عالي پوهنځیو ته بریالي شوي، خو د همدې کابل ښار د بلې سیمې د ښوونځیو عمومي اول نمره ګان بې نتیجې شوي دي. او دا داسې ظلم دی چې د ښوونځی تر سوزولو او تړلو کم ندی.
-
د سمون لپاره ناکافي سیاسي اراده: سره لدې چې فساد او بې عدالتي تر لمر هم روښانه او پخپله چغې وهي، خو چارواکي په پوره بې پروایي سره نه خپله غلطي مني او نه د اصلاح لپاره کوم پلان، طرحه او د هغه د پلي کولو کومه ستراتیژي لري.
اوس چې د بهرینو میلیاردونو ډالرو مرستې په صورت کې نشو کولی ستونزې حل کړو، نو چې اړتیاوې څو چنده شي، څه به کوو. دغه اړتیاوې په کارموندنه، ټولنیزو خدمتونو، امنیت او هره برخه کې همدومره زیاتیږي.
کار باید اهل کار ته وسپارل شي خو دلته د قومونوپه نوم ډلو، کورنیو او اشخاصوته ورکړل شوی دی.
فیشني او مصرفي کلتور چې په لویو ښارونو کې افراط ته رسیدلی، هم د اقتصاد ملا ماتوي او هم د کلتور. د ازاد بازار په نوم چې کومه اقتصادي انارشي بر افغانستان حاکمه شوې، بیلګه یې په هیڅ بل ځای کې نشي پیدا کیدای.